|
محمد داؤد مير خېل
دا ژوند خو زموږ كم د محبت لپا ره هم دى د دريو لسيزو جګړې په ګران هيواد كې دژوندا نه په ټولو اړ خونو دومره بدې اغيزې وكړې چې هيواد ېې دتبا هۍ كندې ته ور ټيل واهه او څو لسيزې ېې وروسته پاته كړ خو ددغه ناورين تر ټولو نه جبرانيدونكې اغيزه په ټولنه كې دښوونې اوروز نې په برخه پورې تړلې ده داځكه چې ښوونه اوروزنه د پر مختګ اساسي سكليټ جوړوي سربېره پردې دلته كه انسانان دي كه غرونه اوكورونه دي لنډه داچې هر څه ټپي شوي دي په كار خوداده چې په زخمونو باندې دملهم پټي كيږد و خو بد بختانه ځني كسان په دغه زخمو نو باندې مالګي دوړوي ترڅو دغه زخم په ناسور واړوي. په دې وروستيو كي دښوونې اوروزنې وزيرښاغلي اتمر داسې هوډ كړى دى ترڅوداساسي قانون سره سم هرڅوك بايد په خپله مورنۍ ژبه زده كړې وكړي خو دښاغلي اتمر ددغه هوډ په هكله دپارلمان غړوحشمت غني احمدزي اونجيب كابلي داسې سپكې سپورې ويلي چې ګواكې دا په ټولنه كې تعصب رامنځته كوي او داعمل يو فا شيستي عمل دى والله چې ډيرښه قضاوت كوي داپښتون دښمنه ايراني اخوند كه په دري ژبه زده كړې كوي دا تعصب نه دى اوكه په پښتو ژبه زده كړه وشي نو دا تعصب دى . لومړي خو ته جاهل دفاشيست په اصلي معنى نه پوهيږې زه به دې پرې پوه كړم چې ستا دغه عمل دفاشيست دى پس نو ته خپله فاشيست ْيې دوهم زه فكركړم ايراني اخوندانو دا خبرې تا جاهل ته په خوله كې دركړې دي او ته يې د توتي په شانې تكراروې دريم كېداى شي ايراني يا كولا بي ريښې ولرې . وروسته له دې به تا د كا بلي په نامه ځكه نه يادوو چې دكابل خو ډيرشريف خلك دي اوخپله كابل دوطن زړه دى تاسره ښايي چې درته دايراني اخوندانو ګوډاګى ووايو .رابه شو حشمت غني ته وايي چې پك مې ليد لى وو نونه ماغزه وتلى . دې شراب خواره ته ځكه داحمدزي كلمه نه استعما لوم چې نشه يي ، ښاغلي اشرف غني احمدزي ته چې نړيوال شخصيت اودوطن دابادۍ په خا طرنه ستړي كيدونكې هلې ځلې كوي او د ډيرو د ستر ګواغزى دى كوم تاوان ورسيږي داد كوچيانو نماينده خو په اصل كې دكوچېانو دښمن هميشه نيشه اوهيڅكله په خپل حال كې نه وي حتى د ډيرو شرابوڅكلو څخه يې انساني څېره هم بدله شوې ده . داشراب خور خوپه دې نه پوهيږي چې هرقوم په خپله ژبه اوكلتور ژوندى دى چې داڅه ونه لري په مړوكې شمېرل كيږي. پښتو ژبه خو هسې زموږپښتنوله لاسه په خپل كور كې مړه ده اوته يې لا پسې وژنې په رښتيا سره چې ونه وايي كه مې لاستى له ځانه نه واى نو تبر به چېرته خوړلم . شاعررښتيا وايي : زړه يي چې يرغله بې احساسه وي داسې پښتنو سره مې كارنشته ګرانو ملګرو كه تاسو راته بد ونه وايئ هرڅه موله خپله لاسه دي كه نه چاخو په خوله پل نه دي را ايښوولى چې په خپله ژبه خبرې يا زده كړه مه كړئ . هميشه خپل څومره والي ته خوشحاله يوپه همدي ځان ته قنا عت وركوو لكه شاعرچې وايي : كه څوك ګوري راته سپك خپله به سپك وي زه بڼكه غوندې نه يم لوى وزريم په رښتيا چې لوى وزر يو خو د الوتو وزر نه يو مات وزر يو .همدا ۴ مياشتې مخكي كابل ته تللى وم په خپل كور كې مې د وريرونو او وريرو څخه چې ددريم ټولګي نه تر يوولسم تولګي پورې زده كړې كوي وپوښتل چې څوك دتاسو څخه ماته دخوشحال بابا يا حمزه بابا يوشعر په پښتو ژبه ليكلى شئ ټول چوپ شول ماورته وويل ولې شعر مونه دى زده كه څنګه هغوۍ راته وويل چې موږ خو په دري ژبه درس وايو په پښتو ژبه ليكنه نه شوكولاى له لوى څخه مې پوښتنه وكړه چې تاسو په صنف كې څوتنه اوڅومره پښتانه ياستئ هغه راته وويل ۴۲ زده كوونكي يو اوټول پښتانه يو ښوونكي مو هم اكثريت پښتانه دي. دهرې ژبې زده كول دا ډير مثبت كار دى وايي چې يوه ژبه دې زده وي يوتن يې چې دوه ژبې دې زده وي دوه تنه يې خوچې خپله مورنۍ ژبه دي نه وي زده نو هېڅ شى نه يې . نورې ژبې زده كول كه لوى كمال دى خپله ژبه هېرول بې كمالي ده هر څوك چې په كومه ژبه خبرې كوي دهغې ژبې خصلت له ځانه سره لري . ګرانو وروڼو او خويندو ! تاسوته وايم چې ښكلا مايار خورخو تاسوته په خپله ليكنه كې خپل پلو غوړولى و چې رابيدار شئ ژبه موژوندۍ وساتئ خوزه درته لمن غوړوم چې دخداى لپاره حركت وكړئ له خوبه راويښ شئ زموږ داسې ټولنه نه ده چې په هغې كې دې حق وغوښتل شي ځكه دقدرت په ګدۍ اكثريت جنا يت كاران نا ست دي موږ بايد حق واخلو . يوه ورور په خپله ليكنه كې ليكلي و چې د دې پښتون دښمنه د خبرو پروا به نه كړوكه يې ډيرياد كړو نو شخصيت به ورڅخه جوړشي زه له يوي خوا ورسره هم غږه يم خوله بلې خوا وايم : دنرګس ګل به ونه نيسي هېڅكله هغه بوټى چې له اصله ګنډيرى وي پريږدئ چې داسې ناوړه څېرې ټول افغانان وپېژني اونفرت ورڅخه وكړي . زه ښاغلي اتمر ته وايم چې تاسو بايدنه يوازې په ښوونځيوكې په پښتو ژبه زده كړې پيل كړئ بلكې په پوهنتونوكې هم داكار ترسره كړئ تاسوسره په دغه لار كې هم قانون ملګرى دى او هم موږ. دداسې بې احساسه انسانا نودخبروهيڅ پروا مه لرئ . وايي كاروان تيريږي ......... زه نه يوازې داچې خپل ځانته په خپله ژبه زدكړه غواړم بلكې ټولو افغانانوته په خپله ژبه زدكړه غواړم پښتو اودري دواړه رسمي ژبې دي داساسي قانون له مخې دهرافغان خصوصا چې ددولت كاركوو نكي وي دنده ده چې دواړه ژبې يې روانې زده وي. ليكن ددولت په كوركې داسې كسان شته چې نه يوازې په پښتوژبه نه پوهيږي خو خپله پښتانه هم له خپلې ژبې څخه بې برخې كوي . نه پوهيږم چې ښاغلى كرزى داخبرې نه اوري اوكه يې ځان كوڼ اچولى دى .اخر څوك به داقانون پلى كوي . ښاغلى كرزى ! تاسو داساسي قانون ضمانت كونكي ياست. په دغه لاره كې اوچت ګام پورته كړئ . په زاريواوپټو معاملو سره حكومت نه كيږي اونه به نتيجه وركړي . دحمزه بابا شعر ددغه بيت په ويلو سره به خپلې خبري پاي ته ورسوم .
خدايه زيات كړې يو پرلسه دپښتود ليلا حسن |