ليكنـــــــــــــــــــې

 

حمدالله شاکری         
 hamdullah_610@yahoo.com

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم 

  أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد۲۸ )

 آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟

 ګرانولوستونکو!

ځينې دموسيقۍ عاشيقان پدې نظردي چې موسيقي دروح غذا ده .

ولې داسې نه ده موسيقي يوازې  دخيالي نوسانوهغه ټالونه دي چې  يوازی دموسيقۍ پروخت کې سړی په  ډيرو لوړو امواجوکې زنګوي .

يوازې شهوانی  خيالونه دی ،چې يايې داوريدو ليارې اويا د برقي آلاتو په وسيله دښيښی پرمخ وينی  اوپه شهوانی يا عاشيقی ډرامو کی يی زنګوی .

که موسيقی رښتيا هم دانسان  روح تصفيه کولای شوی  نو نن ورځ خو  کفری نړی دښه پرمختګ په حال کی ده .

ولی په هغه نړی  كي چی نن ورځ  څومره مشکلات ،امراض ،داسی بدکارونه  چی په حيوانی نظام کی هم وجود نلری  موجود دی .

ليکل يی شرم دی ،زمونږ ټولنه دی خدای (ج) تری وساتی .

 ولی داسی نده موسيقی دنفاق غذا ده :

‹‹ العناء ينبت النفاق کماينبت الماء الزرع ‍‌›› (ابوداود بيهقي ).

لکه اوبه چی کښت تازه کوی همداسی موسيقی نفاق هم تازه کوی  

موسېقي ځيني اثرات لرې چي آورېدونکی يې ور باندي متأثر کېږي  ، يو داچي د مسلمان په زړه کي نفاق  ته وده  ورکوی  نفاق زړه مصروف ساتي چې  ( دخدای (ج) له ذکره غفلت ، په عباداتو کی سيستی ،دزړه توروالی  اود اسلامی شعايرو سپک نظری افکار ) تازه کوی .

روح هغه جسم  دی چې يوازې الله (ج) ورباندی پوهيږی هغه (ج) يی پالنه کوی او دهغه په امر چليږی .

او همدغه روح پالونکی خدای (ج) بيا د روح تسل او اطمنان دالله (ج) ذکر ښودلی دی لکه په پورته قرآنی آيت شريف کی .

  پدی کی خو هيڅ شک نشته چې په ټولو کناهونو او منکراتو کی خوند شته ولی عواقب او پايلی يی ډيری خطرناکی دی .

يوخو دروح غذا ده (تسل او سکون قلبی ) او بل خوند دی دا دواړه ډير يوله بله توپير لری

تسل اوسکون دحال او راتلونکی لپاره يوښه  زيری او خوشحالی ده.

ولی حرام خوند دڅودقيقو نه بغير ټول عمر ځور او غم دی.

نوواضح شوه  چې موسيقی هغه هم ننی موسيقی يوه خوندوره شيطانی غذا ده  چې دروح سره هيڅ تعلق نلری

اوهيڅ وخت  دروح غذا نشی کيدای  .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2007.