ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالجباركاكړ

په كار دي چې زموږ موخه د پښتو  وده  او  پرمختيا وي

د كله څخه چې انټرنيټ راغلي دي او پښتنو و انټرنيټ ته مخه كړى ده نه يواځي د ګرانى پښتو دپاره په زړه پورى كار روان دى بلكى پښتانه يې هم يو بل ته ډېر نزدې كړى دى او هغه چاچى پښتانه افغانان تكي تكي كړى وو او دا هڅه يې وه چي پښتانه افغانان دي هم دا ډول سره ويشلي وي او پښتو دي هم دا ډول وروسته پاته وى خو انټرنيټ او د نن ورځى رسنېو او ټيكنالوجى په ډېر لږ وخت كښې نه يواځى په موږ بلكى په ټولى نړۍ ژوري اغيزى وكړى چي هيڅوك نه شى كولى چې د پخوا وارو ځموږ مخ نوى وكړى دا ځكه چي نوي ټيكنالوجى يوه هواده چې هيڅوك ددي مخ نوى نه شې كولى لكه پخوا چې كړى وو خو اوس داځموږ ډنډه او مسئوليت جوړيږى چې څنګه دهغه خدائى وركړه په داسې ډول ګار كړو چې ځموږ په ګټه وي دا هغه وخت كيدي شې چې خپل وړانديځونه او د خپل ولس دبيداري دپاره وړاندى كړو او د هر چا نظر ور باندى واخلو او بيا يوه داسې تګ لاره وتراشو چې هغه زموږ د ملت او زموږ د ژبى په ګټه وي او خپله خبره په بل چاونه تپوبلكې و هره خبرى ته داسې دليل ولرو چې په نورو اغيزي وكړي نه دا چې په چا بده ولګيږى كه د قام خبره وي كه د پښتو خبره وي زموږ يواځني مخه د قام او ددي قام ژبه د نورو د لاس وهني څخه ځغورل او مخ په وړاندي ولاړشې ولي چي د څو پيړيو څخه موږ ودي ته نه يو ايله كړل شوي چي موږ هم دومره مخ په وړاندي ولاړشو لكه دنړۍ نور قامونه چې مخ په وړاندي تللې دي ولې چې لوئى څښـتن (ج) او زموږ مشرانو هغه هر څه موږ ته پري ايښى دى چې د يوه ننګيالي او باتوره ملت په برخه كيدلي شى.

                        خو مورنى ژبى يواځى د انټرنيټ دورځپاڼو كتابو رسنيو لكه ټيلى ويژن راډيو د لارې مخ په وړاندى نه شې تلى تر هغه وخته چي يوه ژبه د لوست او ليك د ماركيټ او دراكړي وركړي ژبه نه وي شوي او ددي د څنګه دحكومت او دولت لاس د ژبى په سر ضرورى دي خو د بده مرغه پښتو د دهغه ټولو اسانتياو او وركړو څخه بې برخي ده ولې چې پښتانه افغانانو يو خو په څلورو برخو باندى ويشل شوى دى بلې خواته بې واكه او بى اختياره دي يا پخپله ځان بې واكه او بې اختيار كړي دي يا نو دا چې د مصلحت ښكاره شوى دى او تور نه هيله يې كړى ده خپله هر ګټه يې د بل په لمن كښې توه كړي ده يايې د تاريخ په اوږدو كښې و خپلې ژبى ته ارزښت نه دي وركړى كه څه هم په لوئى هند او پخپله خاوره يې په پيړيو پيړيو واكمني كړي ده د بده مرغه چې كله هم په خاوره مين په ژبه او خپل دود او كلتور مين واكمنانو د پښتون افغان يا د بل وطن چاري ترلاسه كړى دى او ودي ته ملاتړلى ده د باندنيو د كورنيو دسازشو ښكار شوى او د دوى يې نه دي  ايله كړي چي خپله ژبه دود په حكومتى كچه وخوروي يو بل لوئى علت چې د نيم ملا د ناپوهى د كبله زموږ د هغه ژبى كلتور او دودوده نه د كړى ولى چې دوى سپيڅلي اسلام د ځان پوري ساتلي دي يايې د نورو په لارښودنه داسې فتوي وركړي دي چي زموږ د هغه نالوسته ولس ددي څخه مخ ګرځولي دي يا دا چي داسې خبره يې ګناه ګرځولي ده د بيلګى په ډول موږ او تاسو به زياتره اوريدلي وي چي دا حديث دي چي پښتو به د دوزخ ژبه وي څومره په لويه كچه د پښتو په ضد ډېر پخوا كار شوي دي دا خو د ملايا مولوي كار وو چي د نالوستي ولس يې په دي پوه كړي وي چي اسلام نه د ژبو په ضد نه د بيلو بيلو ولسونو په ضد كه داسې وى نو كله چې مسلمانو په زياته بيا خلفاء راشدين د آسيا څخه نيولي تر افريقه او يورپ پوري خپل بيرغ ورپوي نو به دوى د دا ټولو نيولو شوو ولسونو ژبى ختم او موقف كړي وي يواځي به عربى ژپه پرى ايښي وي خو داسې دوي ونه كړو چې هيڅوك يې بيلګه نه شې وړاندي كولى ولى چې اسلام ډېر پراخ او آسانه دين او مذهب دي ژبه دود كلتور د فطرت په سانچه كښې مخ په وړاندي د بشر د راتلو سره پيل شوې دي نو اسلام يو فطرتي دين دي نوڅنګه به د فطرت په ضد حكم كوي خو داسې څوك شته چي دوي او به په ډانګ بيلوي او د فطرت په ضد ولاړدي او د بد مرغي ځائى دادي چي دا نيم ملايې هم ملاتړ كوي خو هغه څوك چي رښتني او بشپړه ملايان او عالمان څوك چي بشپړه ديني عالمان دي يواځي هغه كولى شې چي د نن په دي كړكيچن حالت كښې د اسلام رښتني څهره نه يواځى و ټولى نړۍ ته بلكى خپله مسلمانانو ته ورځلانده كړى چي هواسلام فطري دين او مذهب دي اوهغه څوك چي اسلام د خپلو ګټو يا د نورو د ګټو دپاره ګاروي د هغو په كلكه مخ نوي وكړي يو بله لويه ناخواله چي د پښتو سره د ډېره وختو را روانه ده هغه د ګاونډي ملكو هغه تنګ نظري ده چي دهغه وخته څخه د پښتو او پښتانه سره راخستي ده او پښتو يې يوه داسې ژبه نومولي ده چي د خپلو په ګډون د نورو كركه هم ځيني وشې زموږ ګاونډي وائي چي فارسي شكراست پښتو ګوذ خراست هم دا ډول انګريزانو د پښتو په ضد ډېر بد چلن كړي وو چي تراوسه د دوي ځائى ناستي هم كوي دهغه باندنيان داسې موقعه د لاس نه وركوي چي د پښتو او پښتانه سپكاوي په كيږى دوي ددي دپاره كلداري ګاروي چي څنګه د پښتو د پرمختګ مخ نوى وشي ولي دوى ته دا څرګنده ده چي پښتون افغان ملت تر هغه وخته د مينځ څخه نه شې وړل كيدي تر كله چي د دوي ژبه پښتو د مينځ څخه نه وي استل شوي نو ځكه دوي د بيلو بيلو لارو و خپل دي ناوړه عمل ته دوام وركوي د پښتو او پښتنو تاريخى كتابونه او ستر شخصيات د پښتنو څخه بيله وي لكه سيد جمال الدين افغانى ستر خوشحال خان خټك او داسي پټه خزانه د لوئى ليكوال عبدالحئې حبيبى د ځان اختراء ښائي او داسې نور ډېر ددي د څنګه هم د هغه ګاونډيان د پښتو رښتنى توري او ټكى (الفباء)د مينځ څخه د وړلو دپاره نور يا د نورو ژبو توري او ټكي و پښتو ته وراچوي چي ورو ورو پښتو خپله بڼه بدله كړي چي وروسته پښتو نه شې پاته او د نورو ژبو ملغوبه (MIXTURE) جوړه شي او ډېر څه دوي په دي اړه كړى دي يو بله لويه په ناخواله چي زموږ د ژبى سره روانه ده هغه د حكمرانانو چارواكو او ځان ته لوئى سړى ويونكو پښتنو دخپلې ژبى سره بيګانه كيدل دي چي دا سوري په ولس هم غوړيدونكى دي هم د هغه حكمرانان لويان چارواكي سياست مدارانو د پښتو په روان حالت ځان نه خبرول دي دوي په دي نه دي خبر (سياست مداران) چي د پښتو سره څه روان دي عام پښتون د خپلي ژبى په ځائى و نورو ژبو ته ارزښت وركوي خو نوي كهول په بشپړه د خپلى ژبى څخه بيګانه شوي دي كه هم د هغه مشرانو په پارليمانو  كښې د ټولو غوښتنو په سر كښې دا غوښتنه كړى وى بلكې دا پريكړه يې كړى وي چي په هره سيمه كښې به لومړى زده كړي په مورني ژبه كيږي نو نن زموږ نوي كهول ددي خپلو ژبو دود او كلتور سره دومره نه وي بيګانه شوي نه به په پاكستان كښې مورني ژبى په دي حالت كښې وي لكه نن چې دي نه به هغه كتابونه په بازار كښې بيله د پرولرو هم داسي پاته كيدي چي يو خوار ليكوال او شاعر يې په خپله خواري راټولي شوي پنګه باندي هم ددي دپاره چاپ كوي چي خپله ژبه يې وده وكړي رښتيا خبره داده چي زموږ د نن ورځي د ناخوالو ټوله پړه په سياسى مشرتابه اچول كيږي كله چي ما دا ليك ليكې نو د نورو په ګډون ځه هم يوې ميلمستيا ته غوښتل شوي وم چي كله موږ ځان ورسوي نو الته د نورو په ګډون يو پروفيسر او يو بل ځوان چې د باندنى ملك څخه د پى.ايچ.ډى څخه راستون شوي وو ميلمانه وو چي څرګنده خبره ده پښتانه چي په يو ځائى كښې را ټول شې كه ولدوي كه ناولده يو د بل سره په خبرواترو كښې داسې سره بوخت شې لكه دېر چي نزدې سره پاته شوي وي خو په دوران كښې يو سپينږري سړي په اوسېنو چارو په زياته بيا د پښتنو په ناخوالو خبره وكړه چي ددي ټولو ناخوالو پړه په سياسى مشرتابه راځي ولي چي په داسې حالاتو كښې مشران و خپل قام او ولس ته لارښودنه كوي خو زموږ سياسي مشران داسې ناست دي لكه څه چي شوي نه وي..؟ ددي څخه موږ اټكل كوي شو چي عام وګړى دا هر څه تر نظر لاندي تراشې دواړو پروفيسر او د پى.ايچ.ډى اميدوار ددي خبري ملاتړ وكړي بيايې د ما څخه پوښتنه وكړه ما ورته وويل چې په دي كښې شك نشته چي پښتون مشرتابه خپله ډنډه نه د تر سره كړى او دوي پاته راغلي دي خو تاسو دواړو چي ډيري لوړي زده كړي لري بايد چي لږ وخت د خپلې خاوري د خپل قام د خپلى ژبى او دودو پياوړتيا ته وركړي او هر پښتون په خپله ناسته ولاړه (سركل) كښې يو داسي فكر ولري چي هغه زموږ دهغه ناورين د مينځ څخه په وړلو كښې مرسته وكړى او ودي ته ونه ګوري چي دا هر څه به لالاورته كوى..؟ ځه به و خپل دا ليك ته دوام وركوم كه څه هم ددي د مخه د پښتو په ناخوالو ما د مخه هم ډېر څه ليكلى دى دا ځكه چې موږ پښتو نه يواځي پرمخ يو شو بلكى هغه  خنډونه هم د منځ څخه يوشو چي هغه يې علت جوړ دى.

د افغان پي ټي وي بکس په هکله د نورو مالوماتو لپاره دلته کلېک وکړئ

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com