|
عبدالجباركاكړ په كاردي چې زموږ موخه د پښتو وده او پرمختيا وي (دويمه برخه) موږ ټول به داهڅه كوو چې ګرانه پښتو چې د ډېرو وختو څخه د ناخوالو سره مخامخ شوى ده هغه و خپل ولس ته ور وړاندى كړو او بيا د دهغه ناخوالو د منځ څخه د وړلو هڅي په ګډه وكړو يا د هر اړخيزه چارواكو پوري ورسوو يا د هغه سياست مدارانو او جګ پوړو ورسوو چې دوى هم ودي ته اړشې چي دخبرو په ځائى عملى ګامونه پورته كړى كه څه په ټول لر او بر كښې ادبى ټولنى او د پښتو اكيډمي شتون لري او په پاكستان كښې د هغه اكيډمي د دولت په مرسته روانى دي كه څه هم دوى د پښتو دودي دپاره كار كوي خو دومره كار نه دي شوي چې څوك به ډاډمن شي ددى څخه علاوه د پښتو نړۍ وال كانفرنسونه هم كيږى چې كله په كابل كله په پيښور يا كله په كوټه كښې شوى يا كيږى خو دوي هغه ستونځي نه دي وړاندى كړى چي د هغه څخه پښتو نوره وده وكړى نه داسي عملي مبارزه شوي ده چي پښتو د ليك او لوست ژپه وګرځول شې يا تر دفتر او ماركيټ پورى ورسوي دا هر څه غوښتل نه د قانون څخه سرغړونه ده نه د چاپه حق او برخه باندى خيټه اچول دي بلكې دنړۍ د بشر دحقوقو سره سمه غوښتنه ده چي هر مورني ژبه دي د لوست ژبه وي ولي چي دا د هر لوستونكي فطري او قدرتي غوښتنه ده او هر څوك چي د دهغه بشرى غوښتني څخه سرغړونه كوي په كاردي چي د هغه په ضد ږغ پورته شې او دا بشري حق ځيني ترلاسه شې كه څوك په دي باندى مصلحت كوي نو دا خو د هغه چاپړه نه ده چاچي د ژبو په حق باندى خيټه اچولى ده كه موږ په پاكستان كښې د مورنيو ژبو سره را روان چلن لږ وچيړونو به دا راته څرګنده شې چې څوني چي دا دولت پړدي تر هغه زياته پړه زموږ په سياست مدارانو زموږ په دهغه ادبى ټولنو او اكيډمو باندى راځي چي دوى خبره تر سره نيولي ده د رسېنو څخه نه د نيولي كه دوي هر څو لګښتونه وكړى مشاعري وكړى كتابونه چاپ كړي ددي څخه به څه ګټه ترلاسه نه شي تر هغه وخته پوري چي پښتو د لوست او ليك ژبه نه وي شوي د ماركيټ او اقتصاد ژبه نه وي جوړه شوي چي څرګنده بيلګه يې هغه كتابونه دي چي تر پنځه سوه څخه زيات نه چاپ كيږى د ورځپاڼو او د مجلو حالت خو ځه ډېر ښه خبر يم چي څه د زړه په خوږو دا كار كيږى او پايله يې د نشت برابره وي يو خو هغه ورځپاڼى او مجلي دي چي څه ليكي هغه ليكه خو په ډېرو چارو كارمه لره دا غوښتنه مه كوه چي مورني ژبى دي د لوست او ليك ژبه وي دا ژبه دي په خپل دودسمه وليكل شي يا دي دفتر ژبه شى داسې خبري به نه وي بيانو دولتي مرستى اشتهارونه ډېر دي مطلب دا كه د پښتو ورځپاڼه او مجله راباسى هغه به يواځي او يواځى د سوداګري او بزنس په نيت راباسى كنې ستا دپاره هيڅ هم نشته نو څرګنده خبره ده چي څوك يوه ورځپاڼه مجله يا كتاب چاپ كوي د دولت لخوا مرسته ځكه نه ورسره كيږى چې په نورو چارو ولي كار لرى..؟ د لوست او رانونكي څوك نه وي او څوك چي دهغه د زړه په غوږو دا كار كوي چي پښتو وده وكړى نو داسي څوك به وخپل دي كار ته تر كومه وخته دوام وركړي..؟ او موږ ليدلي دي چي د وخته څخه په پښتو ژبه بې شميره ورځپاڼى مجلي راووتلي خو د څه وخته وروسته بندي شوي ولي چي څوك دا توان نه لري چي دومره لګښت دي لرله پسي كوي نه يې كولي شې او دا څه چي ستاسو مخ ته وړاندى كوم په دي كښې به بيځايه خبره مانه د كړي دا رښتيا او حقيقت دي او كه د هغه هال د پښتو سره روان وو نو به ارومرو د پښتو په ورانولو ختم كيږى..؟ ددې په پرتله كه موږ هم په دي پاكستان كښې سندهى ژبه دخپلې ژبى سره پرتله كړو نو به داسې راته څرګنده شې لكه دوي چي په يوه بله دنيا كښې ژيژيدلي او هم الته ژوند كوي خو د سندهي ژبى غمخوران شته د دوي سياست مداران دهغه وخته د مورنى ژبى په ارزښت پوه وو دوي دهغه چاپه ضد ودريدو چاچي دسندهى ژبى مخالفت كوي دوى د داسې چا په ضد مبارزه وكړه او خپل د ژبى حق يې په هغه چا ومني چي كله ودي ته تيار نه وو دا نن چي ۲۱م د فروري د ژبو نړۍ واله ورځ په ټوله نړۍ كښې جوړيږى دا د هغه سرتيرو بنګياليانو شهادت وو چي په ۱۹۵۴ء كښې په دوى باندى د وخت حكمرانانو اردو ژبه د تپولو هڅه كوله خو څوك ودي ته تيار دى چي په خپله ژبه د بل په ژبه قربان كړي څلور پنځه بنګيالانو شهيدان شول څو ژوبل شول خو دوى نه يواځى خپله ژبه په حكمرانانو ومنله بلكى و نړۍ والو ته دهغه چاته چي و مورنى ژبى په ارزښت نه وي خبر چي مورنى ژبه څومره ارزښت لرى نن سندهى ژبى دومره مخ په وړاندى تللې ده چي بې شميره ورځپاڼى هره ورځ د لكاو په شمير تر چاپ ووځى بې شميره مجلى په لوئى شمير راوځي او دومره كتابو نه هر وخت په دولتى او شخصى كچه چاپ كيږي او په هر مضمون كه هغه د سائنس وي كه آرټس وي يا كه بل (TOPIC) هر چاته په سندهي ژبه ترلاسه كولى شى د سندهي ژبى ورځپاڼى هره ورځ دومره زياتى او دومره لوئى شمير (CIRCULATION)چې د پاكستان بله ژبه په ګډون د اردو ژبى او انګريزى سيالى نه شې ورسره كولى دا ځكه چي سندهيان د خپلې مورنى ژبى په ارزښت خبر دي دوي د خپلې ژبى څخه بې برخى كيدل په يوه بيه هم ومنلو ته تيار نه شو او نن يې ژبه د نړۍ په لويو ژبو كښې شميرل كيږي داسې هم سندهى ژبه بډايه او پخوانى ژبه ده چې د پښتو څخه ځكه نن اوچته ده ځكه چې دوي خپله ژبه و ښوونځي پوهنتون او تر هر دفتر او عدالت ته رسولي ده خو پښتو ځكه وروسته پاته ده چي رښتني خاوند يې نه دي موندلي كه څه د عويداران يې ډېر دي هم داخبره ده چې زياتره د پښتو سره بيګانه مخلوق پاته دي چي په دي نه د خپر چي د نړۍ ژبى و كوم اوج ته رسيدلي دي نړۍ والي غونډي كانفرنسونه سيمنارونه په بشپړه لر او بر كښې كيږي شاعري خو دا وويل چي هر ورځ بې شميره كيږى خو چا دي ته پاملرنه نه د كړي يا يې نه ورته كوي چي د پښتو وروسته پاته ورځ يا دا چي د منځ څخه د وړلو كومي هڅي كيږي ددي بنسټزه علت څه دي او د څنګه د منځ څخه يو شو چي څرګنده خبره ده چي پورته بيان شو راسي چې په لر او بر كښې و ګورو چي په پښتو باندى څه تيريږي...؟ موږ ته په وړوكوالي ويل شوي وو چي د پښتو او د پښتنو مركز كابل دي او زياتره پښتنو به په دي وياړ كاوي په زياته بيا چي د كابل راډيو څخه به تودي تودي ملى نعمي اوريدل كيدي خو به دا مركز كښې د تاريخ په اوږدو كښې څه حال دي په دي به كه لوئى څښتن(ج) په رضا په بل ليك كښې خبره كوو خو دا يوه خبره كول اړنه بولم چي ځما دا ليك نه د نورو ژبو په ضدوي نه د چا ډلي يا ګوند په ضد دي د پښتو سره زياتوب شوي دي او زياتوب كيږى ځما دا ډنډه جوړيږي چي د خپلي پوهني سره سم د نن په دهغه پرمخ تللي چاپيريال كښې د پښتو ورسوم او تاسو ته هم بلنه دركوم چي ستاسو په سوچ دهغه ناخوالي په ګوته كړي او ددي د څنګه داسې وړانديځونه وكړي چي په هغه باندى د عمل كولو څخه موږ خپله ژبه د نورو پرمخ تللو ژبو په ليكه كښې ودروو او زموږ ولس چي د خپلې مورني ژبى څخه بيګانه شوي دي دهغه بيګانګي د منځ څخه د وړلو تر خپله وسه هڅه وكړو نن چي د لوئى څښتن(ج) په فضل ښه ډېر پښتو ويب پاڼى په پښتو مئينو پرانستلي دي او دوى ځموږ په مخ په ډېر وران تندي موږ ته ځائى راكړي دي په كاردي چي ددي څخه ګټه ترلاسه كړو چي دا ځموږ د ټولو په ګټه ده.
|
