|

عبدالغفور لېوال
موږ ولې اجمل خټک
يادوو؟
زه
د یوه بل نسل استازی یم، د جګړې د نسل،
دمحرومیتونو د نسل او داور او ایرو دنسل.
تل له موږ سره دا پوښتنه شته،
چې پاچاخان (فخر افغان خان عبدالغفارخان)
د هغه ملګري او اجمل خټک، چې همدا څو ورځې
مخکې یې له موږ څخه سترګې پټې کړې، زموږ
لپاره څه ډول خلک وو؟ او ولې باید زموږ
نسل د هغو درناوی وکړي؟
زموږ نسل په داسې وخت کې د شعور تجربه کوي
،چې د نړۍ ترټولو دبدقسمته قوم غړي یو.
پښتون نن پر سره تبۍ ژوند کوي، د زمکې پر
سر دوزخیان همدوی دي، هره ماشه چې کش کېږي
د پښتون سینه سورۍ کوي اوهر ګوګړ، چې د
ورانۍ په نیت بلېږي، د پښتون ښوونځی او
کور سوزوي، دا ولې؟
پاچاخان، د هغه ملګري او ملنګ اجمل خټک
لسیزې لسیزې پخوا په دې پوهېدل او له دې
غمه د ساتلو او بچ کولو ارمانونه یې په
زړونو کې وو، یوازې ارمان نه ،بلکې دوی
عملي مبارزې هم کولې، دوی پښتنو لره هېواد
غوښته، ډوډۍ یې غوښته ښوونځي یې غوښتل او
ویښ شعور یې غوښته، ځکه د همدې اړتیاوودنشت
له امله موږ داسې شوو، دغو مشرانو زموږ د
نسل غم خوړ، تر هغو چې همدې غمونو دوی
وخوړل.
غټان غټان نیکان نیکان پیدا دي
دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دي
ځئ
چې هغو لره جنت وګټو
څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي
لکه چې موږ له موره دوزخیان پیدا یو، موږ
چې وژل کېږو، موږ چې رټل کېږو، موږ چې بې
کوره کېږو او خدای مه کړه بې هېواده کېږو
او تر ټولو لویه بدمرغي، چې زموږ ښوونځي
راسیزل کېږي.
ارواښاد اجمل خټک همدا موږ ښيي، هغه او د
هغه سلف پاچاخان زموږ لپاره دجنت ګټلو
خواري کوله، جیلونه یې تیرول او شکنجې یې
منلې.
خو زموږ پر جنتي افغانستان لاهم اور بل دی
او لاهم موږ د جګړو دوزخ کې سوزو. زما د
نسل لپاره د اجمل خټک سیاسي دریځ او مقام
د پېژندو دی که نه ،خو د هغه پیغام زموږ
لپاره ډېر مهم دی او ځکه خو موږ اجمل خټک
یادوو.
د هغه ارمان، د هغه پیغام او د هغه مبارزه
پای ته نه ده رسیدلې، بلکې نوې پیل شوې ده،
موږ اوس د اجمل خټک او د هغه د نورو
مشرانو په څېر په زرګونو او لکونو مشرانو
ته اړتیا لرو، موږ تر اوبو، تر ډوډۍ او تر
هوا ډېر داسې مشرانو ته اړتیا لرو چې موږ
یووالي، ښوونځي، سولې، پرمختګ او د ملي
شعور لوړیدو ته وروبولي .له روانې بدمرغۍ
څخه زموږ د وتلو لاره همدا ده، موږ باید د
پښتون ملت مشرتوب رامنځ ته کړو او له دغې
بدمرغۍ څخه ځانونه وژغورو، ددې بدمرغۍ غم
دومره زورور و، چې د اجمل خټک په څېر
مشران یې رانه وخوړل ،خو هغه دده خپله
خبره ده چې :
راځئ
چې جمع شو ملګرو څو جامونه وڅښو
د می یادونو کې د وخت ترخه ګوټونه وڅښو
ددې راخور تورتم علاج ته به د شمعې غوندې
د ځیګر وینه کړو لمبه لکه اورونه وڅښو
اروایې ښاده یاد یې ژوندی! |