|
ژباړن: انبيا ژمن
مديريت
څه ته وايي؟
مديريت په لغت کې د
(يوه سازمان) د اداره کولو په مانا دى
ولې نن ورځ د انساني سازمانونو په چټک
پرمختګ او ودې سره چې د تمدن د پراختيا او
د اړتياوو د روښانه کېدو
له امله
رامنځ ته شوى
دى،
مديريت د لارښوونې او يا داسې بشپړو
شوو پوهو د
ټولګې په مانا دى
چې له لارې يې وګړي په سازمان کې د غږملتيا
په رامنځ ته کولو سره د هغې اغېزمنتيا
ډېروي.
مديريت د پلان جوړونې
د
علم او هنر له
اټکل څخه
عبارت دى.
مديريت عبارت
دى
له تنظيم څخه (د کار وېشل او د دندو ټاکل).
مديريت عبارت دى
له لارښوونې او رهبرۍ څخه (تر لاس لاندې
وګړو ته لارښوونه او د هغوى
په زړونو کې د نفوذ پيدا کولو وړتيا).
مديريت عبارت دى
له څارنې او کنټرول څخه (د وګړو په کړو
وړو څارنه او د هغوى
د تېروتنو
سمونه) او
په پاى كې
مديريت عبارت دى
د غږملتيا
له رامنځ ته کول
او د کار
کوونکو تر منځ د سېسټمي
کتنې رامنځ ته کول.
ټول
ياد
شوي بحثونه
په سازماني
سرچينو باندې
ترسره کېږي چې د هر سازمان تر ټولو مهمه
او ارښتناکه شتمني د هغوى
انساني منابع (کارکوونکي) دي او وروسته
نور دې ته ورته منابع لکه فزيکي، مادي او
مالوماتي شتمنۍ په کتار کې راځي.
مديريت په اغېزناکه او
ماهرانه ډول د مادي او انساني منابعو د
لارښوونې او کنټرول د پلان جوړونې، تنظيم
او د امکاناتو او منابعو د سمبالونې لړۍ
ده چې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو
لپاره او د منلو وړ ارزښتناک نظام پر بنسټ
ترسره کېږي.
پورته ياد
شوى
تعريفونه
لاندې کليدي مفهومونه او معناګانې
لري
۱- مديريت يوه
لړۍ ده.
۲- د مديريت
مفهوم او مانا د انساني جوړښت لارښوونه ده
۳- اغېزناک
مديريت وړ پرېکړې کوي او غوښتل شوې پايلې
ترلاسه کوي
۴- مديرانه
تخصيص او لګښت ته ګټور مديريت وايي
۵- مديريت په
موخو لرونکو کړنو باندې تمرکز کوي
د
مدير دندې
پلان جوړونه:
پرېکړه کول چې بايد کوم کارونه ترسره شي.
نظم او ترتيب:
نظم داسې لړۍ ده چې په بهير کې يې د وګړو
او کاري ډلو تر منځ د کار وېشل او د موخو
د تر لاسه کولو په اړه د هغوى
تر منځ غږملي رامنځ ته کېږي.
لارښوونه او رهبري:
دا دنده يعنې د سازمان د موخو د تر لاسه
کولو په اړه ترلاس لاندې وګړو ته د انګېزې
او ذوق د رامنځ ته کولو لپاره د مدير هڅې.
کنټرول:
کنټرول غوښتل شوو موخو
ته
د رسېدو يوه
منظمه هڅه
ده. |