|

ډاكتر شيرحسن حسن
مسكو
18.04.2007 ــــ
لېبېدېف پنځه شپېته كاله د پښتو په خدمت
كې
د
خوښۍ ځاى دى چې حقدارشخصيتونه د خلكو او
ولسونو له ياده نه وځي او لا زياته خوښي
څرگندوم چې زموږ
با پاسه او حقشناسه افغانان ددې مجال او
توان پيدا كوي چې دداسې يو چا د علمي هڅو
ستاينه وكړي چې ژوند يې تر هر افغان زيات
په پښتو پوهنه، افغان پوهنه او افغانستان
پوهنه كې تير شوى دى .
زما په فكر پوهان او په ځانگړي ډول
ژبپوهان د ولسونو تر منځ د اړيكو د ټينگښت
لارښوونكي او مخكښان دي.
كه دا ومنو نو كانستانتين الكساندرويچ
لېبېديف په روسيه كې د ختيځ پوهانو،
افغانستان پوهانو او پښتو پوهانو د څو
نسلونو مخكښ لار ښوونكى او غښتلى استاد
دى. استاد لېبېديف د ژوند 65 كاله د پښتو
ژبې او افغانپوهنې تحقيق او تدريس ته وقف
كړي دي. په پښتو ژبپوهنه او افغانپوهنه كې
يې تر 110 زيات كتابونه، رسالې او مقالې
ليكلې دي .
په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره
درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي ـــ
پښتو او پښتو ـــ روسي جيبي، درسې واړه
او لوى قاموسونه ، په روسي ژبه د پښتو
دشفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو
ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او
لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د
پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې
رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو
محتوا جوړوي.
د استاد لېبېديف لومړى اثر د پښتو ژبې
گرامر دى چې له نن څخه 62 كاله مخكې په
1945 كال كې چاپ شوى دى، وروستى څېړنيز
اثر يې (( افغان ولس
ـــ
پښتانه )) نوميږي چې په 1997 كال كې د
روسيې د علومو اكاډمۍ د ختيزو ادبياتو
څانگې چاپ او خپور كړى دى.
پروفيسور لېبېديف په دغه رساله كې د پښتنو
د تاريخ، پيدايښت او پرورښت په باب د گڼ
شمير ناهمسانه او ناهمنظره منابعو د
رواياتو، حكاياتو، دلايلو، نښو نښانو او
اسنادو ژوره څېړنه او شننه كړې ده.
هغه د پښتنو د سيمه يز ژوند ، قومي او
قبيلوي جوړښت، په پښتني سيمو كې د ژبې
لهجوي تفاوت، په پښتني مزاج باندې د طبيعي
او ټولنيزو شرايطو اثراتو او د اسلام
دمبارك دين اغېز ته قوي او باوري مدارك
پيدا كړي ، څېړلي او چاڼ كړي دي.
ښاغلى لېبېديف په خپله څېړنه كې دې نتيجې
ته رسېدلى دى چې د پښتنو د مبداء په خبره
كې ټولو څېړونكو ته د قناعت او ثبوت واحد
نظر نه دى تر لاسه شوى، خوټول پلټونكي له
دې حقيقت څخه انكار نه كوي چې د ميلاد
دمخه له ډيرو پخوا زمانو راهيسې په دې
سيمه كې يو غيرتي، مغرور، په ازادۍ مين
او جنگي ولس ژوند كړى دى ، چې تقريباً
ټول تاريخ يې د بيگانه گانو سره د مجادلې
مجموعه ده او دغه ولس د تاريخ په اوږدو
كې د پښتانه، پټان او افغان په نو مونو
خپلو اوپردو نومولى دى .
دده په عقيده په پښتني ټولنه كې د طبيعي
چاپيريال ، ټولنيزو شرايطو او مذهبي
عقايدو د حاكم او مسلط اغيز په رڼا كې د
پښتنو د ننگ ځانگړى قانون
ـــ
پښتنواله تدوين شوې ده. دى وايي چې د
ناموس ساتل، غيرت، مېلمه پالنه، ننواتې،
برمته، خون، بدل اخيستل، جرگه، بسپنه،
چيغه او يرغمل د پښتنولۍ اصول دي او د
سړيتوب ډير لوړ كركټرونه لكه درنښت ،
عزت، وقار، شرافت، ازادي پسندي، خيرخواهې،
خيرانديشي، خوا خوږي، شفقت، مهرباني،
تهذيب، استغنا، تحمل ، هاند، ايثار،
صداقت، خود اراديت، عزت النفس، حيا، ستر،
عفت، عصمت، توكل، باور ، ايمانداري،
مقاومت، استقرار او داسې نور د يوه اصيل
پښتانه جامه ده. خو ددې تر څنگ په لوڅه
رښتيا واى چې ښاري او عصري شوو پښتنو د
پښتنولۍ د اصولو پابندي چندان نه ده
ساتلې.
ښاغلى استاد د پښتني فلكلور او ولسي
فرهنگ مختلفو ژانرونو ته ښه كافي
پاملرنه كړې ده او د افسانوي قصې، لنډۍ،
نيمكۍ، بگتۍ، چاربيتې، لوبې، د شين خالو
ناري، د كاكړو غاړې، بابولالې، ستاينې،
د اتڼ نارې او متلونو برخې يې تر څېړنې
او شننې وروسته د نمونې په ډول په روسي
ژبه ژباړلي دي . تر دې برسېره يې د پښتو د
كلاسيك ادب د داسې نامتو څېرو لكه خوشال
خان خټك ، رحمان بابا، عبدالقادر خټك،
عبدالحميد مومند، كاظم خان شيدا، احمد شاه
دراني، پيرمحمد كاكړ، شمس الدين كاكړ،
مولوي احمد، مير احمد شاه رضواني، او منشي
احمد جان د ژوند، د هغوۍ د شخصيتونو
باوري انځورونه، د هغوۍ د كلام نمونې او د
هغوۍ د عصر د مسلط ټولنيز تفكرپه باب
منطتقي تحليل وړاندې كوي چې زما په فكر
د لوستونكو دپاره په زړه پورې او د
څېړونكو ځوان نسل ته د ډاډمنو منابعو
ډاډمنه لار په لاس وركوي.
ښاغلى لېبېدېف د پښتني قبايلو درانيو،
غلجيو،ځاځيو، منگلو، وردگو، وزيرو،
يوسفزو، خټكو،مهمندو، ساپيانو، شينوارواو
نورو په مختلفو سيمو كې د جشنونواو
اخترونو د نمانځلو، د ماشوم د زوكړې،
د واده د مراسمو، د مړي د پاللو، د غم او
ښادۍ ، خپلوۍ، دوستۍ، تربگنۍ، گاونډ ،
عقيدو، باورمنديو، زيارتونو، كوډو ،
دمونو، تاويزونو، جادو گريو، اودو، كږنو،
كركو، كتنو، ښېرو، نېكۍ او بدۍ او نورو
مروجو پديدو په داسې ناسپړل شوو خواؤ
رڼا اچولې ده چې تر اوسه يې نورو ډيرو
زيركو څېړونكو يا چندان پاملرنه نه ده
ورته كړې او يا يې د علمي څېړنې په نامه
غرضي ليكنې ورباندې كړې دي .
زه دلته ددې خبرې يادول ضروري بولم چې د
روسيې په افغانستان پوهانو كې داسې
څېړونكي (!) هم شته چې يو وخت او بل وخت
په سياسي او جنگي فتنو كې د ښكېلو تنگ
نظرو ډلگيو په فرمايش داسې ليكنې كوي ،
چې د څېړنې په نامه د افغانستان ټولنيز
واقعتونه مسخ كوي. يا په مختلفو ملحوظاتو
د پښتنو سره د نزاكت د پاللو د پاره د
هغوۍ د ژوند د ځينو خواو افراطي او بې
ځايه ستاينه كوي، منفي خواوې ، نيمگړتياوې
او عيبونه يې نه روښانه كوي، او يا په لوى
لاس دخودساخته ارقامو او تحليلونو(!) په
وړاندې كولو سره ددغه ستر قوم تاريخي
موجوديت او تاريخي نقش د صفر درجې ته
راټيټوي.
كانستانتين لېبېديف ددغه ډول څېړونكو (!)
په تفاوت په پورته ذكر شوې پلټنه كې دا
خبره هم زياتوي چې پښتانه د هلك په
زيږيدو له ډېرې خوښۍ جشنونه جوړوي ،
ډولونه وهي، ډزې او اتڼونه كوي، ولې د
نجلۍ په زيږيدو د خپگان ، خواشينۍ او يو
ډول خجالت احساس كوي. دى وايي چې په پښتنو
كې د بديو، دښمنيو او خون په مقابل كې د
پيغلو، پيغلوټو او لا ماشومو نجونو راكړه
وركړه رواج لري او كله كله د اوږدې مودې
فتنې د داسې يوې نجلۍ د سر په سودا پاى
ته رسېږي چې تر دغه وخته لا زېږېدلې نه
وي.
كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف د ژوند
په اوږدو كې تر كړكېچونو دمخه افغانستان
ته سفرونه كړي دي او هلته يې د افغانستان
د تاريخ، اتنولوژۍ او ژبپوهنې له ډېرو
درنو هم عصرو پوهانو، نامتو علمي او
فرهنگي شخصيتونو عبدالحى حبيبي، گل پاچا
الفت، صديق الله رشتين، قيام الدين خادم،
عبد الرؤف بېنوا، نورمحمد تره كى، گل محمد
نورزى، عبدالشكور رشاد، دوست محمد
شينواري، عبدالله بختاني، محمد انور
نوميالي، مجاوراحمد زيار، سليمان لايق،
زلمي هيوادمل او نورو سره د ژبپوهنې او
افغانپوهنې د غوره مداركو، منابعو ،
څېړنيزو مضامينو او نظرياتو د راكړې
وركړې دوستانه اړيكې درلودلې او پاللې دي.
بايد ووايم چې د ښاغلى لېبېديف وياړمن
ژوند د څه كم يوې پېړۍ په اوږدو كې د بې
شمېره غټو او كوچنېو حوادثو شاهد و. په
روسيه او افغانستان كې د نظرياتو،
ايډيالوژيو ، گوندونو او ډلو كاميابۍ او
ناكامۍ ، انقلابونو ، كودتاو، پاچا گشتيو،
رژيمونو او سياستونو بدلون او د هغې سره
سم د روسيې او افغانستان د دولتي
مناسباتو تودښت يا سړښت د لېبېديف استوار
او باثباته شخصيت نه دى متاثره كړى او دى
په ټوله مينه په خپل كار كې لاتر اوسه
بوخت دى.
په ياد مې دي يو وخت په يوه مجلس كې زموږ
مشر علمي ، فرهنگي شخصيت سرمحقق زلمي
هېوادمل دده په باب داسې يادونه وكړه ((
زه دا خبره تاسې ته په ډاگه وايم چې استاد
لېبېديف په ورځنيو زودگذره سياستونو كې
ښكيل نه دى او لكه غر د علم پر مسند ناست
دى، داسې ليكنې نه كوي چې هغه د علمي
موازينو او د افغان ملت د ملي منافعو ضد
وي.)) زه به د استاد هېواد مل په خبره
د خوشال خان خټك دغه وينا ورزياته كړم چې
ويلي يې دي:
| |
بې د عشق له
شوروشره، چې هرگز زما له سره
نه ځي نور څه هر څه درومي ، سر خو
هسې وي كنه
د عالم ډېرې خبرې،لور په لور تورې
لښكرې
زړه مې نه خوځي له
ځايه، غر خو هسې وي كنه
|
|
په درنښت |