ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

 
د مين، يار، اشنا، جانان ، عاشق او معشوقې په هكله:

 اختر به وي جانان به نه وي                    خدايه ته ورك كړې بې ديدنه اخترونه

اختر خو راغى يار مې نه شته               د خندا ډكه خوله به چا ته وركومه

اخر به ورك شم له وطنه                          د لېلا سترګو راته جوړ كړل فسادونه

ارمان ارمان دى لويه خدايه                  چې همېشه مې د جانان كړاى مجلسونه

اسمان او ځمكه دواړه ژاړي                 چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه

اسمان په ستورو ښايسته ښكاري      لكه لېلا چې په مخ ووهي خالونه

اشنا به هلته وفا وكړي                          چې د مرګي په لاره واخلي قدمونه

اشنا پوښتنې ته مې راشه                     ستا د هجران په تبه پروت يم مړ به شمه

اشنا په تلو كې شاته ګوري                   په پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه

اشنا په ټوكو نه پوهېږي                       ما په خورو زلفو وهه مرور شونه

اشنا په خوله كې ژبه غواړي                 په خوند يې نه دى خپل قلنګ جاري كوينه

اشنا په داسې لمبو وسوم                     نه يې لوګى شته نه يې تاو چاته ورځينه

اشنا په سمه زه په سوات يم                 سمه دې ورانه شي چې دواړه سوات ته ځونه

اشنا په ما پسې رنځور دى                   طبيبان خوشې خپل دارو خاورې كوينه

اشنا چې تلو ما ته يې ووى                   چې تر قيامته پورې نه شته ديدنونه

اشنا چې هسې مخ ښكاره كړي            د بېلتانه په تيارو لمر وخېژوينه

اشنا چې زما سره پخلا وي                  زه د غماز د لمسون څه پروا لرمه

اشنا د تور لحد بندي شو                     ځكه رڼا جهان تورتم راباندې شونه

اشنا د بل وطن سړى دى                       په تش ديدن بې زړګى ولې ښه كومه

اشنا د لارې نه هېرېږي                          زه به د لارې اشنا څنګه هېرومه

اشنا مې سر په وطن كېښود                په تار د زلفو به كفن ورته ګنډمه

الله دې تا په چا مين كړي                     چې په تن روغ يې زړه دې پټ كوي دردونه

اوبه د هر ګودر خوږې دي                    جانانه ستا د پاره كوز ګودر ته ځمه 

اوس به دې يو موټى ايرې كړم             كه خماري سترګې درواړوم مئينه

اوس د لېلا په كلي نه ځم                      چې لېلا نه شته ښكاري خوشې كنډرونه

اوس راته غوږ شه د زړه سره                درته كيسه د خپل ميئن زړه تېرومه

اوښكو مې راز د زړه ښكاره كړ           اوس كه يې هر څو له خلكو پټ كړمه مئينه

اوښكو مې رنګ د مخ بدل كړ             ځكه په ژېړ زبېښلي مخ يار ته ورځمه

اوښكې مې پرېږده چې بهېږي              د يار له دره بېنوا راغلى يمه

اول به پښې د جانان ښكل كړم              بيا به ژړا كې ورته ووايم حالونه

اول خو ته په ما مئين وې                     اوس راته وائې زړه دې صبر كړه مئينه

اول دې لافې د يارۍ كړې                     اوس دې كټكى د مور د څنګه ګرځوينه

اول دې وى چې رامئين شه                   اوس راته وايې زړګى صبر كړه مئينه

باد د جنت په كې لږېږي                         د غرمې خوب د شالېلا دېرې ته وړمه

باڼه اغزى شونډې دې پاڼې                  اشنا رو رو يې خوځوه زخمي دې كړمه

باور پرې زه كولاى نه شم                      ليلا په هره وعده خوري سل قسمونه  

بخت به مې هلته رابېدار شي               چې مرور اشنا پخلا راسره شينه

بخت به مې هلته رابېدار شي               چې يار له خوبه راته سترګې پورته كړينه

بخت دې په سر دى زما ياره                 سالو مې باد يوړو تا وكړل ديدنونه

بخت مې ياري راسره نه كړي                كه مې نګين د سلېمان په ګوته شينه

بنګړي دې مه شرنګوه ګلې                  ستا د بنګړو شڼا مې خوب ته نه پرېږدينه

بيا به په دې كلي را نه شم                     د كلي منځ د لېونۍ ورسېدنه

بيا به نرۍ جامې ونه كړم                       باران لمده كړم جانان  ټوله وليدمه

بلبل به ولې ملامت وي                        لېلا له خياله ګل په غاړه ګرځوينه

بېګا زما پر سينه پروت وې                  تاته به څنګه بې ما خوب درځي مئينه

بېګا مې خوب ليده جانانه                   اشنا په سره ډولۍ كې كور ته وړې يمه

بېګا مې خوب ليده رښتيا شو           جانان په ويښه په ما واچول لاسونه

بېګا مې خوب ليده عالمه                   نيمه په كټ كې نيمه د يار په غېږ كې يمه

بېګا مې خوب كې يار ليدلى             لكه غوټۍ يې په ليدو وغوړېدمه

بېګا مې يار سره وعده ده                   د لاس بنګړي مې په لتو تړلي دينه

بېګانۍ شپه به بيا رانه شي                چې درسته شپه د يار په غېږ كې شرنګېدمه 

بېلتانه بېل پسې راواخيست              چېرته زما د يارۍ بند و وران يې كړونه

بېلتونه تا الله مړ كړي                           دا ستا دلاسه مې جانان بې وفا شونه

بېلتونه پام كوه را نه شې                      زه مې د يار كلي ته نن راخلې يمه

بېلتون په جيګه غونډۍ ناست دى     قلم په لاس دى دوه مئين جدا كوينه

بېلتون په زړه باندې ډېر كلك دۍ       په عاشقانو تل مدام كوي ظلمونه

بېلتون په سپين اس باندې سپوردى  نيزه بازي په مئينانو زده كوينه

بېلتون په لار كې راته ناست و             د كال ديدن مې يار ته وړه تالا يې كړمه

بېلتونه خداى دې اباد مه كړه               په موږ دې بند كړل د ښايسته يار ديدنونه

بېلتونه خداى دې ځواني مرګ كړه     چې په ځوانۍ دې د اشنا نه جدا كړمه

بېلتونه خداى دې ځواني مرګ كړه     ما لا جانان ليدلى نه و بېل دې كړمه

بېلتونه خداى دې سزا دركړي              په كوم قصور دې زه جدا د ياره كړمه

بېلتون خزان بېلتون ږلۍ ده                 ما ته سيلۍ ده چې راوړي د يار غمونه

بېلتون ځواب كې راته وويل                چې دې زما د يارۍ وخېژي لاسونه

بېلتونه ځه لاس دې آزاد شه                 جانان دې بېل كړو نور دې څه پروا كومه

بېلتون د اصله شهزاده دى                   هره كړۍ ماته جانان رايادوينه

بېلتون دې وسومه جانانه                     سړې اوبه د وصل راوړه مړ به شمه

بېلتون د غرونو په سر راغې                راكوز يې مه كړئ عاشقان جدا كوينه

بېلتون د كلي په مخ راغى                   اواز يې وكړ چې مئين جدا كومه

بېلتون د كور كلي ملك شو                  عاشقان كډې باروي ژړا كوينه

بېلتون د مينې سوداګر دى                  د اشنا قدر په اشنا پيدا كوينه

بېلتونه دومره زياتي مه كړه                 جانان زما دى ته پرې مه اچوه لاسونه

بېلتونه دومره صبر وكړه                       يار مې نادان دى په يارۍ يې پوهومه

بېلتونه دومره صبر وكړه                       چې د جانان سره مې وكړم څو لوظونه

بېلتونه زړه دې پړق پړق وچوه             زه د اشنا په څنګل كړم ارام خوبونه

بېلتونه ستا قدر په ما دى                    ته د يار غم يې زه قربان به له تا شمه

بېلتون ښامار په لار كې پروت دى     د پاړوګر اشنا مې هېر شو منترونه

بېلتون ښامار په لار كې پروت و         زه اشنا سره جوړه پرې وختمه

بېلتونه ښه دې خمبيره كړم                   چې دا مې ياد وي يارانه به نه كومه

بېلتونه صبر راته وكړه                          ما د يارۍ بندونه اوس تړلي دينه

بېلتون ظالم په غونډۍ ناست دى       قلم په لاس دى دوه مئين جدا كوينه

بېلتونه ظلم په ما مه كړه                       زه د يار غم خوړلى يمه مړ به شمه

بېلتونه ظلم په ما مه كړه                      چې يار مې راشي دلاسه يې كړه مئينه

بېلتون قاضي اشنا مفتي شو              په ما يې حكم د پانسئ وخېژونه

بېلتون قينچي په لاس كې راوړه         زما د نوى يارۍ مزي پرې كوينه

بېلتون كوټوال د جيل خانې شو          عاشق مظلوم ته زولنې وراچوينه

بېلتون لوټمار په لار كې ناست دى    د كال ديدن مې يار ته وړه تالا يې كړمه

بېلتونه موږ درته تسليم يو                  نور موږه پرېږده چې ياري سره كوونه

بېلتونه مه راځه لا ځوان يم                   كه زوړ مې وينې دا د يار له غمه يمه

بېلتون مې خوږ جانان جدا كړو           لكه په لويه لار كې لوټ شي كاروانونه

بېلتوزن مې كشر وروركى دى             په مېراثه كې رانه يار جدا كوينه

تا د بېلتون جامې په ځان كړې             چاړه راواخله ما حلاله كړه مئينه

تا سره يو ځاى په لار نه ځمه                 بدنامه ياره نور ځان نه بدنامومه

تر ګل ګلاب ښايسته زه يم                   ماته د ګلو ګېډۍ مه راوړه مئينه

تور په رنجك سور شې په وينو            سالم په تن بې ننګه را مه شې مئينه

ټكرى د ځان پسې راكاږي                    خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

ټوټۍ ټوټې زړه به راټول كړم                راټول به نه كړم پر اشنا خپاره لاسونه

پاس بنګله كې فرياد خېژي                  يا رنځوران دي يا مئين له ملكه ځينه

پاس په ډېرۍ لاټين بلېږي                    يار مې زرګر دى ماته ګل ترې جوړوينه

پاس په هوا راشه جانانه                        لارې كوڅې د غمازانو ډكې دينه

پاس په هوا راشه دلداره                       دا كوزې لارې بېلتانه نيولى دينه

پر يار مې سور كفن غوړېږي                 پر ما ورېږي د سكروټو بارانونه

پورې لېلا ګوره چې لمونځ كا              قبول يې مه كړئ  تور اوربل په خاورو ږدينه

په آخرت به لالى غواړم                          په دې دنيا يې ظالمان نه راكوينه

په تهمت مه شرمېږه ياره                       په ښو ځوانانو پسې تل وي تهمتونه

په تورو زلفو دې سپين راشه               چې د ځوانۍ دوران دې ختم شي مئينه

په خولې توبې توبې وباسم                   په تا مئين زړګى توبې نه قبلوينه

په خولې دې غږ راته ونه كړ                  په تېغ د سترګو دې زخمي كړمه مئينه

په خوله خو هېڅ ويلى نه شم                پټ به اشنا په سې رنځور د غمه شمه  

په چا چې رحم د خداى وشي               د عمر ورك جانان غېږې له راځينه

په ځنكدن مې راحاضر شه                   چې سلګۍ زه كړم سترګې تاته واړومه

په رويبارانو مې ښه نه شي                  اوس به لمن خپله يار ته غوړومه

په زړه مې سل غمونه بار دي               يو دې پرې بل وي ياره تا به يادومه

په زړه مې سل غمونه بار دي               ټول مې د يار دي زه پرې ډېر خوشاله يمه

په زړه مې غبرګې ګوتې كېږده            چې غم په ما او كه په تا ډېر دى مئينه

په زړه مې غم امبار امبار دى               عمر مې خوار دى چې جدا د ياره يمه

په ژړا هغه خلك ژاړي                            چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه

په سر د سترګو ګناه ګارې                    چې زړه مئين شي سترګې څه ګناه لرينه

په سمو سترګو راته ګوره                     قسم دى ياره چې مئين درباندې يمه

په غټو سترګو دې مين شوم                ځكه مې غټې غټې اوښكې په مخ ځينه

په ګلو هسې مينه نه كړم                       ما د ګلو لاس نيوى كړې مئينه

په مرګ به كوم سړې خپه وي               چې ځنكدن يې د خپل يار په غېږ كې وينه

په مرګ خپه نه يم دلبره                         راكړه يو ځل د تورو سترګو ديدنونه

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دى     په رنځ دې پرېوځي چې پوښتنې له ورځمه

په مورچل هغه سړې خېژي                   چې يا مئين وي يا يې پېغله ناسته وينه

په نصيبونو نه رغېږم                            د عاشقۍ ښامار په زړه خوړلى يمه

په نيمو شپو سندرې خوند كا             څوك په عاشق وي څوك به ورك له ملكه وينه

په يارانه دې پوهه نه شوم                     په بېلتانه دې لكه مالګه اوبه شومه

جانه په خپله مې حلال كړه                    ما حجره تيانو باندې مه وژنه مئينه

جانان په جنګ كې په شا راغى           پر پرونۍ وركړې خوله پښېمانه شومه

جانان په هيڅ نه رضا كېږي                  د دروغجن ملا دې ورك شي تعويذونه

جانانه جنګ نه په شا نه شې                چې د همزولو راته نه شي پېغورونه

جانانه خوب په ما حرام دى                  ته رايادېږې ټوله شپه ژړا كومه

جانان چې ځي په مخ دې ښه شي         زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه

جانانه ځان ته كفن جوړ كړه                  په خمارو سترګو مې ډېر وژلي دينه

جانان زما زه د جانان يم                        كه په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

جانانه ستا په بېلتانه كې                     په ملكو ګرځم ځمكه ځاى نه راكوينه

جانانه ستا په بېلتانه كې                      لكه نارنج په ژېړېدو راغلم مئينه

جانانه ښه دى چې زخمي شوې             زه به دا خپله غاړه هسكه ګرځومه

جانانه فكر په كې وكړه                          مينه سور اور دى ورخطا نه شى مينه

جانانه غم دې دومره خوږ دى               چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې كړنه

جانان مې ګل له لاسه نه اخلي              زه به اوربل كې د چا نښې ګرځومه

جانان مې لاړو اسماني شو                   اسمان چې ځمكې ته راځي قيامت به وينه

حيا عزت نه څه خبر وو                         د بې شرمو په يارۍ وشرمېدمه

خاونده څه چارې راوشوې                    نه مې يار يار شو  نه يې خلاص د غمه شومه

خداى دې زما كړه خپله ياره                ما په دې لار درته ډېر تېر كړه كلونه

خدايه ما ګل د ګلاب كړې                   چې د يار په غېږ كې پاڼې پاڼې شمه

خط مې ليكو قلم مې مات شو            د جانان نوم رانه نيمګړى پاتې شونه      

خلك له غمه امان غواړي                       زه د جانان په غم كې ډوب خوشاله يمه

خلك قيامت ته خپه كېږي                     زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه

خلك ياري د جنكو كړي                        ما د هلكو ياري كړه لېونى شومه

خمار د سترګو دې زخمي كړم              د خداى د پاره ماته مه ګوره مئينه

خوله مې خندا ته نه جوړېږي                د جانان غم په مخ څپېړې راكوينه

خوله مې خندا ته نه جوړېږي                يار مې راكړه راته رټلي ځوابونه

خوله مې غوښته ژبه يې راكړه              خدايه سخۍ نجلۍ ته وركړې جنتونه

خولې ته مې سوړ اوسوېلى راغى        زړګيه بيا به دې جانان ياد شوى وينه

چاته به تور چاته به سپين وي               ماته د زرو كټورى ښكارې مئينه

چې به سپوږمۍ په غرو پناه شوه         بيا به رڼا شوه د لېلا د مړوندونو

چې خوږ جانان دې وفا دار وي             څه ته پروا ده سرو مال دې په كې ځينه

چې د بېلتون پوځونه ګرځي                  خاورې به وكړم د ګل رنګ يار ديدنونه

چې عاشقي دې رالېږله                          خدايه بېلتون دې نو بيا ولې رالېږنه

چې نن ونه ژاړم نو كله                            نن مې بېلتون له خپله ياره بېلوينه

ځان به د يار په غېږ كې مړ كړم             چې ميراثه مې بېلتانه ته پاتې شينه

ځان د پزي غوندې رانغاړه                    ياران ټګان دي حاجتونه سر كوينه

ځاى د داغلو په كې نه شته                   جانانه څله داغوې داغلي زړونه

دا خو دا ستا د يارۍ ټس دى               چې په زېړي مازديګر كډې بارومه

دا ماجبينه لېلا څوك ده                        د زړه په سر يې چې راكړي دي داغونه

دا ستا خيالونه د بېلتون دي                جانانه چا درباندې وكړل تاويزونه

د باغ له لورې مې يار راغى                  د نارنج ګل څخه يې راوړه امېلونه

د بېلتانه به تبه پروت يم                        د يار په تش ديدن رغېږم نه راځينه

د بېلتانه تورو تيارو كې                      جانان مې نه شته تړمې اوښكې تويومه

د بېلتانه په مازيګر كې                        د يار په در كې لاس تر زنې ناسته يمه

د بېلتانه سختې خو راغلې                  جانانه ستا ياري به څنګه زه كومه

د بېلتانه فوځونه ګرځي                        ما د جانان له غېږې ليرې ګرځوينه

د جانان كور په لمر خاته دى                سبا د لمر رڼا يې راوړه سلامونه

د چا ښېرې به راپسې وي                     بې ياره شپې ورځې په كور كې تېرومه

د زلفو تار مې اوبو دروړو                   په غم شريكه اشنا نيسه ګودرونه

د سترګو تور د زړه مرهمه                    د جانان غمه په خندا دې تېروتمه

د شاهي بخت مې په كار نه دى           جانان به لو كړي زه به وږي ټولومه

د عشق زور راته معلوم شو                 يو كال ميئن شوم لېونى به ګرځېدمه

د عاشقۍ نه بل غم نه شته                   چې معشوقې يې جفا كارې وي مئينه

د عاشقۍ په مدرسه كې                       اول سبق د بېلتانه شروع كومه

د عاشقۍ دفتر ته لاړم                          د زړه په وينه مې ليكم كاغذونه

د عاشقۍ په درياب ګډ شوم               دعا د خير راته كوه چې وخېژمه

د عاشقانو سكون نه شته                    كور كې يې پښې بهر يې سر سوزي مئينه

د عاشقانو مل شې خدايه                    د معشوقو كوترې شته ځان به ساتينه

د عاشقۍ موټر مې واخيست              په هر سرحد راته بېلتون ودرېدنه

د فرنګي په لور ميئن شوم                  د جېل خانې ګټې په ما راچلوينه

د ګلو ډك اور بل پرې ټيټ كړه           كه شېرين يار په زنكدن وي روغ به شينه

د لېلا غم چې څومره زوړ شي             دومره تازه شي د زړګي په سر زخمونه

د لېلا غم د زړه اشنا شو                       د دنيا غم ورته رقيب ښكاري مينه

د لېلا غم به پرې ورنه كړم                    كه د مغلو پادشاهي پې راكوينه

د ماما زوى باندې عاشق شوم             بېلتون جدا ورنه په عمر باندې كړمه

د مرګي هسې نوم بد نام دى                 زه د جانان مينې پخوا وژلى يمه

د نيمې شپې سندرې خوند كا              څوك به مين وي څوك به ورك له ملكه وينه

د نيمې شپې بېداره كېنه                      د لېوني اشنا به واورې فريادونه

دېدن د خداى په امر كېږي                   يار لېونى شو زړه زما نه بدوېنه

ديدن د ګلو غنچه نه ده                         چې د روئبار په لاس يې يار ته ولېږمه

ديدن د ناستو خلكو كېږي                   په سفر تلى مې په خداى سپارلى دينه

د يارانې سل كشالې دي                       سل ځله به مړ يم چې يو يو په ځاى كومه

د يارانې لايق دې نه يم                         د غلامۍ لايق دې يم غلام دې يمه

د يار د مينې درياب تود كړم              لكه ماهي په كې عمر تېرومه

د يار ديدن آب د حيات دى                 كه مې نصيب شو د جنت ماليار به يمه

د يار دعوې نه مې زړه موړ كړه          خدايه سجدې به درته شپه او ورځ كومه

ډېر دې خپه كړو خپله ياره                  ميئن خو ته شوې ژړا ماته راځينه

راځه چې داسې ځاى ته لاړ شو           ياره ته ماته او زه تاته وژاړمه

راځئ راځئ چې لنډۍ وايو                لنډۍ لا ښې دي د يار غم غلطوينه

رب دې په خوب كې راحضور كړه      د مخ حوشنه دې رانه هېره شوه ميئنه 

رب دې د دې وارې راجوړ كړه            خلك به وايي بخت يې تور دى يار يې مرينه

رب دې زما كړه خپله ياره                    ما ستا په سر باندې اخيستي تهمتونه

رب دې زما په حال خبر كړه                  چې د شېرينۍ خندا نه پاتې شې ميئنه

رنګ مې تك ژېړ  خطامې وار دى       څومره ګران كار دى چې دا مينه څوك كوينه

ريباره راشه چې بېلتون دى                  زړه مې زبون دى د اشنا كوي فكرونه

زړګى مې چوي كه پاتې كېږي             نور به د يار په درشل نه ږدم قدمونه

زړګى مې نه شته چېرته ورك دى         زېرې به وركړم كه جانان موندلې وينه

زړګيه پرېږده پر

زګيه سخت نشه نشه يې                       شرابي نه يې تاته يار كتلي دينه

زړګيه مه ورپسې ژاړه                           جانان به تل مسافر نه وي رابه شينه

زړه مې د عشق په رنځ اخته دى           مستې نغمې زما په ګتو نه راځينه

زړه مې د يار كلي ته كېږي                    بېلتون ظالم راته پاسپورت نه راكوينه

زلفې مې تاو كړې كږې نه شوې           د مسافر اشنا په سر دې خير وينه

زما اشنا ګل د بلوڅ دى                         دا لوڅې پوڅې د يارئ راته كوينه

زما پرې هسې نوم بدنام شو                 د لېلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه

زما په تشې خندا مسته                         كه خوله مې دركړه لېونى به شې ميئنه

زما په سل ځله نارې دي                       كه څوك د يار له غمه مري ملګرى يمه

زما په سترګو كې دې ګل شي             چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه

زما په مخ كې بل ته خاندى                  زما د صبر امتحان اخلى ميئنه

زما جانانه مهربانه                                 يو ځلې راشه چې بيا وكړو ديدنونه

زما جانانه مهربانه                                 په ما ودانه دنيا ورانه شوه ميئنه

زما دا وچې سپورې شونډې                ځان ترې ساته چې مخ دې خوږ نه شي ميئنه

زما د ليرې وطن ياره                            رب دې سپوږمۍ كه چې بشر دې ووينمه

زما د ليرې وطن ياره                            رنګ مې دې هېر دى په نامه دې ناسته يمه

زما د ليرې وطن ياره                            ته به تر ما پورې راځې كه هېر دې كړمه

زما د ليرې وطن ياره                            چېرته په خيال كې دې راځم كه هېر دې كړمه

زما د كور دېوال يې وران كړ                زورور يار د خپل محل لار جوړوينه

زما سلام دې په هغوى وي                   څوك چې په عشق كې شوګيرې مدام كوينه

زما همزولي ملايان سول                      زه د جانان مينې له علمه وويستمه

زه به د مينې كيسه وكړم                       خوند خوبه وكړي چې نيمګړې پاتې شينه

زه تر سبا پورې ژړېږم                            ناترسه ياره تاله خوب څنګه درځينه

زه په عاشق سړي پوهېږم                      د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه

زه چې د درده زبېرګي وكړم                 كم عقل يار مې راته شين په خندا شينه

زه چې سهر د خوبه پاڅم                       اول سلام د كبرجن اشنا كومه

زه د يورپ جينكۍ څه كړم                   چې خړه پړه پښتنه لېلا لرمه

زه دې دا خپله ځواني وخورم               چې به دا ستا مينه په بل باندې كومه

زه لېونو سره خوشال يم                         زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه

زه هماغه مسته لېلا يم                         كه رنګ مې ژېړ دى د اشنا نه بېله يمه

سبا به كاڼي بوټي ژاړي                        چې يو اشنا له بله اخلي رخصتونه

سبا وطن ته روانېږم                              د خپل وطن ياران مې ډېر ياد شوي دينه

سبا مې ستا په تومت وژني                چې رښتيا به راځې منكر نه شې مئينه

ستا په بېلتون كې زه جانانه                چې دا مې ياد وي يارانه به نه كومه

ستا د ژړا محتاجه نه يم                       په ژوند رانغلې په مرګ مه راځه مينه

ستا يارانه مې كړې نه وې                   ځان مې د سيند په څپو وړى وى مئينه

ستا يارانې راله زړه مات كړو             لېونى نه يم چې به بل څوك يار كومه

سترګې دا ستا سترګې زما دي          ما تاته كله د يارۍ ويلي دينه

سترګې راواړوه ګل رنګې                   د حسن پنګ يې الهي دركړي دينه

سترګې راواړه جانانه                            وژنې مې څله غم پخوا وژلى يمه

سترګو له واره ځواب راكړ                   چې مئين ته شوې اوښكې زه بيا تويومه

سترګې مې زړه ته په ژړا شوې           مئين خو ته يې اوښكې موږه تويونه

سترګې مې غلې غلې خاندي              زړه مې ژړېږي چې جدا د ياره يمه

سترګې مې مه پټوئ خلكو                 روح مې معطل دى بې وفا جانان راځينه

سپوږمۍ په منځ د اسمان راغله         بې ياره خوب نه شته كه ما له نه راځينه

سپومۍ د خداى روى مې دروړى       د دوو مئينو تر منځ مه وړه مشلونه

سپوږمۍ سر وهه راخېژه                      زما لالى د لويو غرو مزل كوينه

سپوږمۍ سلام به درته وكړم                جانان مې مه رسوا كوه ماته راځينه

سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله   چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې مئينه

سر په تېشه وهل آسان دي                    فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه

سره د عقله نه پوهېږم                             په يو خبر يار ته تېر د سره شمه

سره د عقله نه پوهېږم                             جانان لباس كړي زه اخلاص ورسره كړمه

شوه اوس د مينې نشه تېره                   رباب راواخله اشنا وچېله تارونه

صنمه ستا لانجو نه تنګ شوم              د دې وصال نه په بېلتون خوشاله يمه

ظاهره وخاندمه شين شم                       زړه پېمانه د يار د غمه ګرځومه

عاشق سړى له رنګه تور وي                  سوى په اور وي معشوقې رټلى وينه

عاشق له رنګه نه پټېږي                         رنګ يې تك ژېړ وي سترګې تورې ګرځوينه

عاشقه حال دې راته وايه                       چې په زخمي زړګي دې څه تېر شوي دينه

عاشقي مه كوئ عالمه                           بس دى چې زما په ځوانۍ اور ولګېدنه

عمر چې تېر شي اشنا هېر شي              ستا دې قسم وي چې ما هېر نه كړې ميئنه

عمر مې تېر شو غم مې ډېر شو             نه مې يار هېر شو نه مې وكړل ديدنونه

غم دې د غم سره زياتېږي                       نور به دې غم په غم كې نه شمېرم مئينه

غم مې ملګرې شي جانانه                      بې غېر له تا نه به ژوند څنګه تېرومه

غمونه ډېر دي زما هېر دي                    رانه چاپېر دي د ګل رنګ لالي غمونه

غمونه راغلل سټې سټې                        انډۍ زما انډۍ د يار ورسېدله

غمونه شاته كړه جانانه                           غم چې دروړاندې شي ځواني تباه كوينه

غمونه واړه برابر دي                               د جانان غم مې په ځوانۍ كې زړوينه

غمه راځه په ما انبار شه                        كه د يار غم يې ستا به ډېر قدر كومه

فقيره كبر په كې مه كړه                         چې لېلا خاورې دركوي تړه پنډونه

قبر مې څنګ كې ورته جوړ كړئ         چې مرور جانان په ګور كې پخلا كړمه

قلمه ته ټوټې ټوټې شې                         ستا په تحرير زما جانان مرور شونه

كله به يم كله به نه يم                              په بورجلونو مې ډاډه ګرځه مئينه

كور مې د خپلې يارۍ وران دى           د چا چې ورانه ياري وينم زړه مې چوينه

كه ټول جهان جانان جانان شي             د غنم رنګي جانان نه شته مثالونه

كه د يارانو په دعا شي                          خداى دې پوره كړه د خوږمن زړه ارمانونه

كه دې زما ديدن يادېږي                       د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه

كه زړه ته سل تسلئ وركړم                    سترګو ليدلى جانان كله هېروينه

كه زه خبر واى چې بېلتون دى              ما به اشنا تر لاس نيولى ګرځاونه

كه زه خبر واى چې بېلتون دى               ما به د اشنا سترګو ته ډېر كتلي وونه

كه مې ته روغ لېونى نه كړې                  نور مې د بنګو پياله مه بوله مئينه

ګيلې به نه كوم جانانه                             بېلتون ظالم روغ و جوړ كلي ورانوينه

ګلونه ډېر دي خداى دې ډېر كړي         د نارنج ګل به خپل اشنا ته وركومه

ګل مې د لاسه اوبو دروړو                     په غم شريك لاليه نيسه ګودرونه

ګل مې كاره يار راته ناست و                چې ګلان ګل شوه يار مې تورې خاورې خورينه

لاس په قسم كېږده ووايه                       جانانه ما تاسره څه بد كړي دينه

لكه چې زه په تا ميئن يم                        داسې پټه مينه تل ستا راسره وينه

لږ راته وخانده جانانه                             چې د زخمي زړګي مې تازه شي پرهارونه

ما تر كوچنوټي رويباره ځار كړې         د يار يوه خبره دوه واري راته كوينه

ما ته په كار د مرګ سزا ده                    دا مې ګناه ده چې په تا ميئنېدمه

ما ته د ليرې په خندا شه                        چې خطرې مې د زړه ليرې شي مئينه

ماته دې څه وې مانه هېر شو                 د تماكو په بانه بيا راشه مئينه

ما ته رباب په لاس كې راكړئ               چې زه د خپلې ځوانۍ وير په كې كومه

ما ته ګلان د نارنج راوړه                       د نورو ګلو ګېډۍ مه راوړه مئينه

ماته يادېږې ګلې راشه                          چې د زخمي زړګي مې روغ شي پرهارونه

ما جوار ګر سره نور څه دي                   د ځوانۍ دو مې په تا بايلوده مينه

ما خپل ځان نه دى پېژندلى                  جانان چې څومره بد كوي خوشاله يمه

ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې        چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه

ما درته وى چې بېلتون شته دى           كم عقله ياره ته به شين له خندا شوېنه

ما نه دې خوږ جانان جدا كړ                  د تناره د سر برغولى شې بېلتونه

ما نه دې خوږ جانان جدا كړو               د بېلتانه په در مې ډېر ژړلي دينه

ما ورته وى چې بېلتون شته دى          خامتما يار به شين له خندا شونه

ما وفا دار ګڼه شيرينې                          بې ننګه نه يم پت به تا سره ساتمه

ما يار ته هېڅ ويلي نه دي                     بېګا سبا تورې ښېرې راته كوينه

مباركي راكړئ عالمه                            چې پرې مين وم ترې چاپېر مې كړل لاسونه

مباركي راكړئ عالمه                            د تهمتونو سره يار قبوله كړمه

مخ په قبله مې د يار كور دى                لمونځ مې بانه كړ د اشنا دېدن كومه

مخ په مړوند كله پټېږي                        نادانه ياره سلامي ولاړه يمه

مړاوى ګل په لار كې پروت وم             اشنا په سرو منګلو جګ كړم تازه شومه

مړ مې د يار په كوڅه يوسئ                  چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه

مصرې مې ډېرې درته وكړې                 لنډه يې دا ده چې ميئن درباندې يمه

موږ خو اغزي كرلي نه دي                    جانان زموږ كلي ته ولې نه راځينه

مئين خو نه يې دروغجن يې                مئين خو نه كړي تر سبا پورې خوبونه

مين زړګي ته مې سلام دى                   چې تمامي عمر په صبر تېروينه

مينه دې اور دى په ما پور دى             رنګ مې تك تور دى غم دې ډېر دى مړ به شمه

مينه له مينې پېدا كېږي                       په مينه مينه دې كتل مئين دې كړمه

مينه مې پټه درسره ده                           پښتانه كله په ښكاره مينه كوينه

مينې دې داسې پام ته  داد كړم            لكه تنزرى بې شپېلۍ نارې وهمه

ميئنه يم منكره نه يم                              كه شينكى خال مې د چړو په څوكو ځينه

نا مردې يو وار خولګۍ راكړه             تل خو به نه وي ستا ځواني زما خواستونه

نجلۍ كه ټوكى د بخمل دى                  يار يې نېستمن دى په ژړا له ملكه ځينه

نجلۍ وړه د يارئ نه ده                          كم عقله مور يې ورته سترګې توروينه

نن خو مې ډېر يادېږې ياره                   خداى دې ناڅاپه چېرې راوله مئينه

نن مې د يار په لور سفر دى                  خدايه كه لنډ كړې دا د ځمكې تنابونه

نو ښار ته مه څه  خپله ياره                    بېلتون ترهګر دى تا له ما نه بېلوينه

نور دې بېلتون زغملى نه شم                عاشق په خپله معشوقه نه كړي ظلمونه

نورې ښېرې به درته نه كړم                   خداى دې په سرو جامو كې كونډه كړه مئينه

نه به بېلتون له ملكه ورك شي             نه به اشنا په ما جوړه  واچوي  لاسونه

نه زه درځم نه ته راتلى شې                    جانانه چا نه به دې وكړم تپوسونه

ودې ويشتم پورته دې نه كړم               خلك ويشتلې مرغۍ ژر پورته كوينه

ورو ورو مې زړه درنه بدېږي                د يارانې تمه دې نوره نه كومه

هر كله راشې د يار غمه                         غمونه ډېر دي تا به پاس په تندي ږدمه

يا به دا زما نصيب خراب وي               يا به دا ټولې يارانې دغسې وينه

يادونو ستا زه لېونى كړم                     بېګا سبا د يار له غمه ژړا راځينه

يارانو ځئ چې پسې پاڅو                    د بېلتانه كډه د كلي بارونه

يار د ډمبرو مچو سوى دى                   لا د پېړمخو يارانې سړى سېزينه

يار مې هندو زه مسلمان يم                  د يار د پاره درمسال جارو كومه

يار مې په شنو سترګو مئين دى          زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه

يار مې په سرو سترګو مئين دى         زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه

يار مې په سيند كې لاهو راغى          ما توتكۍ كړې چې كږه وږه ورځمه

يار مې په ګلو كې ويده دى                 د سپينې خولې شبنم به زه پرې ورومه

ياره انصاف راسره وكړه                       خداى درميئن كړم ته مې مه سېځه ميئنه

ياري په تور او په سپين نه ده              معشوقې خو غنم رنګې خوند كوينه

ياري د دنګى نجلۍ خوند كړي          د پلو لاندې سړى غلى تېروينه

ياري د زور خبره نه ده                           كه زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه

ياري خو تا كړه ما خو نه كړه               چې تومت راغى اوس په ما كړې منتونه

يا مې د ياره سره يار كړئ                    يا مې د عمر پاڼه ژېړه كړئ چې مرمه

يو خوا بېلتون بل خوا مرګى دى        جانانه كوم يو خوښوې راغلى يمه 

يوه روژه بله غرمه ده                            جانان سړى راولېږه چې رادېشينه

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.