ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

 
د ليدو، كتو او ديدن په هكله:

اختر به وي جانان به نه وي                      خدايه ته ورك كړې بې ديدنه اخترونه

اشنا په تلو كې بېرته ګوري                    په پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه

اشنا چې تلو ماته يې ووې                     چې تر قيامته پورې نشته ديدنونه

اشنا د بل وطن سړى دى                         په تش ديدن يې زړګې ولې ښه كومه

آواز يې اورم كتى نه شم                          په ښاپېرو مې سرو كار دى وبه مرمه

اوربل ته لنډې غوټې وركړه                   چې دې ښكاره شي د كږو وريځو سرونه

اوربل دې يو طرف ته خور كړه              مخ ته دې لار پرېږده چې دې وكړم ديدنونه

اوس راته نېغ په سترګو ګوره                نوره كيسه به درته بيا كوم مئينه

اول مې نه كتل ګلونه                               اوس د خزان په باغ كې پاڼې ټولومه

باغ ته دې تلل مناسب نه دي                  ګلان شرمېږي مخ په پاڼو پټوينه

باڼه دې مړه دي ښكته ګوري                  لكه چې مور دې نوره  كور كې بندوينه

بخت دې په سر دى زما ياره                   سالو مې باد يووړ  تا وكړل ديدنونه

بلبل به ولې كوكې نه كا                          چې يې خپل ګل د بل په لاس كې وليدنه

بله ډيوه شه راته كېنه                              زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلى يمه

بيا به نرۍ جامې ونه كړم                        باران لمده كړم اشنا ټوله وليدمه

بېګا مې خوب ليده جانانه                     اشنا په سره ډولۍ كې كوته وړې يمه

بېګا مې خوب ليده رښتيا شو              جانان په ويښه پر ما واچول لاسونه

بېګا مې خوب ليده عالمه                     نيمه په كټ نيمه د يار په غېږ كې يمه

بېګا مې خوب كې يار ليدلى                لكه غوټۍ يې په ليدو  وغوړېدمه

بېګا مې ته په خوب ليدلې                    چې دې پراته دي په زلفانو تور ګردونه

بېګا مې مړ په خوب ليدلې                   سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه

بېلتون په لار كې راته ناست ؤ               د كال ديدن مې يار ته وړه تالايې كړمه

بېلتونه خداى دې اباد مه كړه                په موږ دې بند كړل د ښايسته يار ديدنونه

بېلتونه خداى دې ځواني مرګ كړه      ما لا جانان ليدلى نه ؤ بېل دې كړمه

بېلتون لوټمار په لار كې ناست دى      د كال ديدن مې يار ته وړه تالايې كړمه

پېغله خو يې خوښه مې نه يې                د خمارو سترګو دې نور كوي سېلونه

په بېلتانه دې ارمان راغى                      كاشكې مې تاته په ځير ځير كتلي وونه

په ديدن سترګې نه مړېږي                       غواړې تر څو به مې د سترګو ديدنونه

په ديدنونو بيړه وكړه                               د ګلو عمر تر خزانه پورې وينه

په كتو مينه نه ماتېږي                            څو چې د دنګې غړۍ تاو نه شي لاسونه

په كومه ورځ چې مې ليدلې                   د هغه وخت نه پسې ورك مې دي خوبونه

په ګل ګلاب دې وويشتمه                     تر لاس دې ځار شم دښمنانو وليدمه

خدايه خپل ښه راته بدېږي                     چې چاته ښه ګورمه ډېر مې ژړوينه

خلك دې وايي تهمتونه                           زه د لېلا په غېږ كې چا ليدلې يمه

خلك قيامت ته خپه كېږي                       زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه

چا ته به تور چا ته به سپين يې              ماته د زرو كټورى ښكارې مئينه

چې به سپوږمۍ د څوارلسمه                 زه به ديدن له د دېوال په سوري تلمه

چې په دېوال به راښكاره شوه                 زه لكه بت به ورته هلته ودرېدمه 

چې په سپوږمۍ به مې نظر شو              ما به ليدل په كې د شا د مخ عكسونه

چې د بېلتون پوځونه كرځي                   خاورې به وكړم د گل رنګ يار ديدنونه

چې د هر چا سترګو ته ګوري                  د بې اعتباره سترګو دې خداى بېخ وباسينه

څراغه بلې لمبې وكړه                              وروستى ديدن دى بيا به نه وي ديدنونه

څوك چې د يار كلي ته لاړ شي                چې بې ديدنه ترې راځي نو مړ دې شينه

دا ښكلې سترګې دې ړندې شه              چې راته نه ګورې زرې زرې دې كړمه

د بېلتانه په تبه پروت يم                         د يار په تش ديدن رغېږم نه راځينه

د لېلا غم د زړه اشنا شو                          د دنيا غم ورته رقيب ښكاري مينه

د لوى لارې مسافره !                                په ديدن موړ شوې كه مخ بيا درواړومه

د ملنګانو سره مل واى                            ګډ په ځنګل واى چې مې نه ليداى غمونه

د ناز كتو دې اثري كړم                            د كړس خندا دې لېونى د دنيا كړمه

ديدن د ګلو غنچه نه ده                             چې د رويبار په لاس يې يار ته ولېږمه

ديدن د بادو پېمانه ده                              څومره ساده يم چې زولۍ ترې ډكومه

ديدن د بادو پېمانه ده                              نه به پرې موړ شى نه به وتړې بارونه

ديدن د خداى په امر كېږي                      يار لېونې شو زړه زما نه بدوينه

ديدن د سر په بدله دى                              چې سر ساتې خاورې به وكړې ديدنونه

ديدن په ډاګ كې راپارسل كړه               د لېونتوب خبر مې نن سبا درځينه

ديدن دې ولې قېمتي كړه                         زه دې په كومه ګناه ونيوم مينه

ديدن د ناستو خلكو كېږي                      په سفر تلې مې په خداى سپارلى دينه

د يار ديدن آب د حيات دى                      كه مې نصيب شوې د جنت سالار به يمه

رب دې په خوب كې راحضور كړه         د مخ حاشه دې رانه هېره شوه مينه

زخمي زړګى مې د كتو دى                      څومره داغونه پرې بېلتون راكړي دېنه

زړګيۀ وسوزې ايره شې                           چې په چل ول دې وكتل رسوا دې كړمه

زړګيۀ سخت نشه نشه يې                       شرابي نه يې تاته يار كتلي دينه

زړه مې له سترګو ګيله من                      چې دېدن نه كړې زه عبث غم تېرومه

زما جانانه مهربانه                                    يو ځلې راشه چې بيا وكړو ديدنونه

زما جانانه بې له تانه                                 په ما ودانه دنيا ورانه شوه مينه

ستا په ديدن مې دومره سود شي           لكه رنځور چې امسا واخلي ودرېږينه

سترګې دې وې څه ړوند خو نه وې        چې په مالت كې ګرځېدم نه دې ليدمه

سترګې يې داسې خونړۍ دي                 چې يې راوكتل په زړه يې وويشتمه

سترګې رواړوه جانانه                              وژنې مې څله غم پخوا وژلى يمه

سترګې رواړوه ګل رنګې                       د حسن پنګ يې الهي دركړي دينه

سر مې د غم په بالښت كېښود             اول مې خوب د بېلتانه پرې وليدنه

عمر مې تېر شو غم مې ډېر شو             نه مې يار هېر شو نه مې وكړل ديدنونه

قبر مې لوڅ كړه حال مې ګوره               په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه  

كه ديدن كړې ګودر ته راشه                   زه به منګې په لپه ورو  ورو ډكومه

كه دې زما ديدن يادېږي                        سپوږمۍ ته ګوره زه به تور ولاړ يمه

كه دې زما ديدن يادېږي                        د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه

كه دې كتلې راته نه واى                        په زړه ارمان به مې تر عمره پورې ونه

كه زړه ته سل تسلۍ وركړم                   سترګو ليدلى جانان كله هېروينه

كه زه خبر واى چې بېلتون دى              ما به د يار سترګو ته ډېر كتلي وونه

كه سلام غواړې خط به درشي              كه ديدن غواړې خداى ته پورته كړه لاسونه

لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي           نه ادا كېږي قضا شوي ديدنونه

لومړى ديدن يې چې راياد كړم              لكه په خوب كې چې چا خوب ليدلى وينه

مازديګر لمونځ دې قبول مشه              ديدن دې پرېښود د ايمان كوې سوالونه

ما يې د خور د سترګو ځار كړې           ده به د خور سترګو ته ډېر كتلي وينه

مخ په قبله مې د يار كور دى                لمونځ مې بانه كړ د اشنا ديدن كومه

مسافر تلې درجګه نه شوې                   په زړه مړه وم ما ويل تل به ديدن وينه

ملنګه دوه ګټې دې وكړې                     يو دې خير ټول كړو  بل دې وكړل ديدنونه

مينه له مينې پېدا كېږي                        په مينه مينه دې كتل مئين دې كړمه

نارې وهم غږ راته نه كړې                       بيا به جهان راپسې ګورې نه به يمه

نښې دې ډېرې ما سره دي                      نښې دې څه كړم چې دې سترګې نه وينمه

نور دې بېلتون زغملې نه شم                كه ته رانغلې ګوره ځان زندۍ كومه

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.