|
|
درنو او قدرمنو لوستونكو!
ماد
پښتو ځينې لنډۍ د بېلابېلو كتابونو، مجلو،
خپرونو او سندرغاړو د خولو څخه راغونډې
كړي دي ، او دا پروسه يا كار لا روان دى
او وخت په وخت به نورې راغونډې شوې لنډۍ
چې زموږ د پښتو ژبې د ملي نظم يوه لويه
برخه پرې ښايسته ده تاسو ته وړاندې كوو،
خداى دې وكړي چې خوښې مو شي، كه له
تاسو سره داسې لنډۍ وي چې په دې برخه كې
مو نه وي رااخيستې نو هيله ده چې په
رالېږلو يې د دې برخې په غني كولو كې
مرستندويه شئ .
د نورو لنډيو رالېږلو لپاره دلته
وټوكــــــــــــئ !samoun@mail.ru
په درنښت
افسر سمون |
لنـــــــــــــــــــــډۍ
لنډۍ چې په ځينو ځايو كې ټپه، سره،
مصرې او ټيكۍ هم ورته وايي د پښتو يو ملي
شعر دى چې د پښتو ژبې د ادب يوه لويه برخه پرې
ښايسته ده. دا هغه اشعار دي چې شاعر يې معلوم ندى
او د هر حساس پښتانه او حساسې پښتنې د احساساتو
هينداره باله شي.
د پښتنو په غرو رغو كې، په كليو او
ښارو كې، په شنو درو او لويو دښتو كې، د آبشار
څنګ او كېږدۍ اړخ ته، د شپانه په شپېلۍ او د
بڼوال په نى كې، او بالاخره د پښتنې خاورې په هر
ګوټ كې له دې اشعارو څخه يو شان خوند اخيستل
كېږي.
زاړه يې د ځوانۍ د خاطراتو په
ياد وايي، زلميان او پېغلې د خپل زلميتوب شور او
مستي په كې لټوي، مينانو ته د رازو او نياز
رويباري كوي، تورياليان ورسره د تورو په ميدان كې
ګډېږي او پردېسان په پردېسۍ كې د خپل وطن مينې پرې
تازه كوي.
دا اشعار څومره چې ډېر ساده، سليس
او روان دي هغومره د پرديو ژبو له اغېزې څخه هم
پاك دي. د ديوانو اشعار كه د عربي عروضو تابع دي
خو دا اشعار نه يوازې له عربي عروضه څخه بې نيازه
دي بلكه د سېلابي سيستم په اساس ځانته عروض لري،
دوې مسرې دي چې لومړۍ مسره يې لنډه نهه سېلابه او
دوهمه مسره يې اوږده ديارلس سېلابه ده. د دې
اشعارو بل څرگند خصوصيت دا دى چې زياتره په كې د
ښځې له خوا نارينه ته خطاب وي او څنگه چې د ښځې
احساسات تر نر رقيق، تاثير يې تر نر اغېزناك او غږ
يې تر نر خوندور دى، نو په لنډيو كې هم طبعا تر
نورو اشعارو خوند او اغېزه زياته محسوسېږي
*
.
لنډۍ د ښاغلي پوهنيار اسمعيل يون
له قوله : لندۍ په پښتو شاعرۍ كې تر ټولو كوچنى
شعري فورم دى خو د مانا د ځواك او لېږد له پلوه نه
يوازې په پښتو شاعرۍ كې بلكې په نړيواله شاعرۍ كې
يې سارى ليدل شوى نه دى.
د لنډۍ كمال په دې كې دى چې مجموعاٌ
په
۲۲
څپو يا دوو مسروكې دروند مانيز بار او ښكلا
لېږدوي. لنډۍ قافيه نه لري خو د دويمې مسرې په پاى
كې يو آهنګينه كلمه لري چې د لنډۍ ټول آهنګ
بشپړوي. هره لنډۍ بايد د زور ( ه ) په واول پاى
ته رسېدلې وي. كه چېرې د دويمې مسرې په پاې كې دا
زور ( ه ) را نه شي نو آهنګ يې نيمګړى پاتې كېږي.
لنډۍ د پښتو ژبې د فونولوژيكې ( غږيز ) جوړښت تابع
ده او د هغې په بنسټ جوړېږي. په نورو ژبو كې د دې
ډول شعر ( البته په هم دې وزن او آهنګ ) څرك ليدل
شوى نه دى او نه په ژباړه كې د دې آهنګ ساتل شوى
دى.
پر ټولو لنډيو باندې يو قانون د
تطبيق وړ دى، يانې دا چې د هرې لنډۍ لومړۍ مسره
بايد حتمي
۹
او دويمه
۱۳
څپې وي. د هرې لندۍ د لومړۍ مسرې څلورمه او اتمه
څپه او د دويمې مسرې څلورمه اتمه او دولسمه څپه،
خجنه وي.(
د پښتو شعر هندسي جوړښت-۹۰ مخ )
د ښاغلي حبيب الله رفېع په وينا:
په پښتو ادب كې د لنډۍ يو لوى خصوصيت او ځانګړنه
دا ده چې ټاكلى ويونكى نه لري يانې ويونكى يې له
ويلو سره سم هېر او لنډۍ د ټول ولس گډ مال شي او
بيا لكه په ولاړو اوبو كې له ويشتل شوې تيږې نه د
راولاړو شويو څپو غوندې د وخت په تېرېدو پراخېږي،
ساحه يې لوېږي، له يوې خولې نه بلې ته لېږدي او له
يوه نسل نه بل او له هغه نه بل ته انتقال كوي. نو
ځكه ټول پښتانه او پښتنې د لنډيو ويونكي بلل كېږي.(
مېوند د افغانستان د تاريخ څلى يوه لنډۍ = د بري
بولۍ
۱۱۷
مخ )
اغلې ښاپېرۍ ( نغمه ) په اند: د پښتو ژبې
فولكلور د پښتون ولس د پېژندنې ريښتينى تصوير دى
او د شكل په لحاظ د ټپې په څېر داسې رنګين شعر
لري، چې د نړۍ په هېڅ ژبې كې يې مثال نه پيدا
كېږي. ټپه د پښتنو د شاعرانه مزاج هغه تخليقي اثر
دى ، چې د محتوا او شكل دواړو له مخې د تل لپاره
ترو تازه وي او هغه د چا خبره ، چې په كوزه كې د
سمندر د ځايولو مانا لري.
( د پښتو مشهورې سندر غاړې نغمې سره د ښاغلي
عبدالله پيكار مركه)
همدا شان هره يوه لنډۍ د ملي
موسيقۍ يو داسې نوټ بللى شو، چې په بېلابېلو
طرزو او آهنګو باندې غږول كېداى شي، هم د رزم،
هم د بزم، هم سفر، هم د حضر، هم د ناستې، هم د غم
او هم د خوښۍ د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون
خوري يانې هره يوه لنډۍ د ملي موسيقۍ پر ډول ډول
آهنګونو او وزنونو باندې غږولاى شو.
*-
د داسې كتاب څخه راخيستنه شوې، چې څو لومړۍ او
روستۍ پاڼې يې نشته او ليكونكى يا مؤلف يې معلوم
نه دى، خو په زيات ګومان چې د علامه صاحب رشاد به
وي.
|