ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

 
د ګل، پسرلي، باغ  او غوټۍ په هكله:

 ارمان به هلته زما درشي                         چې مې زوزان په قبر وسپړي ګلونه

اسمان او ځمكه به هم نه وي                  همېش رژېږي د بوستان ښكلي ګلونه

اول د سرو ګلو ماليار وم                        اوي په تاله باغونو ګرځم پاڼې خورمه

اول ګلاب دويم رامبېل دى                    دريم چمبېل دې خپه زړه خوشالوينه

اول مې نه كتل ګلونه                               اوس د خزان په باغ كې باڼې ټولومه

باڼه اخزي شونډې دې پاڼې                    اشنا ورو ورو يې خوځوه زخمي دې كړمه

باغوانه باغ ته مې ورپرېږده                   د نارنج ګل سلام كومه بېرته ځمه

باغوان په باغ كې ګلان ويشي               زه د تومت د لاسه تشه لمن وړمه

باغ ته دې تلل مناسب نه دي                   ګلان شرمېږي مخ په پاڼو پټوينه

باغوانه ورشه باغ ستره كړه                    سبا ورځم د ګلاب سېل په كې كومه

بخت او قسمت نه مې زړه بد دى           نورو ته ګل زما له پاره اغزى شينه

بلبلان ټول په ژړا ژاړي                            بورا په توره خولګۍ وخوړل ګلونه

بلبل به خداى په ګلو موړ كړي               غمازه ستا نيمګړى نيت مې ژړوينه

بلبل به لاړ شي باغ به پرېږدي                 خزان د لاسه به ژړا د سوز كوينه

بلبل به ولې كوكې نه كا                          چې يې خپل ګل د بل په لاس كې وليدنه

بلبل به ولې ملامت وي                           ليلا له خياله ګل په غاړه ګرځوينه

بلبلې ټولې په ژړا شوې                           بورا په توره خولګۍ وخوړل ګولونه

بلبل پتنګ كله يو رنګ دي                    بلبل په ګل پتنګ په اور كړي غورځنګونه

بلبل د زړه په غم اخته شو                        غوټۍ د خيال سودا كوي د زړه دننه

بلبل د ګل په ځانګه ناست دى                زړه يې سورې ؤ ګل يې سور په وينو كنه

بورا به خداى په ګلو موړ كړي                باغوانه ستا نيمګړې نيت مې ژړينه

بېلتون مې باغ د زړه تالا كړو                 لكه په لويه لار كې لوټ شي كاروانونه

بېګا مې خوب كې يار ليدلى                 لكه غوټۍ يې په ليدو وغوړېدمه

تر ګل ګلاب ښايسته زه يم                      ما ته د ګلو ګېډۍ مه راوړه مينه

پاس په ډېرۍ لاټين بلېږي                      يار مې زرګر دى ما ته ګل ترې جوړوينه 

پاس په كمره ولاړه ګله                             نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

پر لويو غرو د خداى نظر دى                  په سر يې واورې وروي پاى يې ګلونه

په باغ كې مه ګرځه مينه                           ګلان شرمېږي مخ په پاڼو پټوينه

په باغ كې مه وله كوترې                         يوه به مړه كې بيا به نه راځي خوبونه

په ديدنونو بيړه وكړه                               د ګل عمر تر خزانه پورې وينه

په ژېړو ګلو كبر مه كړه                           خزان به راشي بيا به وكړې ارمانونه

په ګل ګلاب دې وويشتمه                      تر لاس دې ځار شم دښمنانو وليدمه

په ګل كې ستا بشره څرګنده                   لاس مې دې مات شي چې يو ګل به پرې كومه

په ګلو پښې مه ږده مالياره                    د نن سپرلى دى سبا به بيا خزان راځينه

په ګلو هسې مينه نه كړم                         ما د بلبلو لاس نيوى كړې مئينه

په لاره  تلې كږه  وږه  شوې                     د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه 

په ما دې څه كړي دي خدايه                   چې نور دې ګل كړه زه غوټۍ ولاړه يمه

په ما دې ځان د انځر ګل كړو                بوى دې راځي ګل دې په سترګو نه وينمه

په ننګرهار كې راته ګل شوې                مونږ له كابله بلبلان راغلي يونه

جانان مې ګل له لاسه نه اخلي                زه به اوربل كې د چا نښې ګرځومه

خال به د يار په وينو كښېږدم                 چې شينكي باغ كې ګل ګلاب وشرموينه

خاونده بيا دې  پسرلى كړو                    ماته رخصت راكړه چې خپل وطن ته ځمه

خاونده بيا ته پسرلى كړې                     چې په خيالي ګلونو وشي بارانونه

خاونده دا به د رضا وه                            چې نور دې ګل كړل زه غوټۍ ورژېدمه

خاونده دا ګناه مې معاف كړې              بيا به د خوړ په غاړه نه كرم ګلونه

خداى دې د رود د غاړې ګل كړه            چې د اوبو په پلمه درشم بوى دې كړمه

خدايه پرې سوي ګلان ګل سو               زما د زړه ګلان سهيل وهلي دينه

خدايه ما ګل د بيابان كړې                     چې د خپل يار د لورې باد مې ښوروينه

خدايه ما ګل د ګلاب كړې                      چې د خپل يار په غېږ كې پاڼې پاڼې شمه

چې د وطن په ننګ شهيد شم                 پر قبر ږده مې د وطن د باغ ګلونه

د باغ د لورې مې يار راغى                    د نارنج ګل څخه يې راوړه امېلونه

د بېلتانه ګرمه سيلۍ ده                         زما د زړه په ګلو يې او ولږونه

د بېلتون پوځونه ګرځي                          خاورې به وكړم د ګل رنګ يار دېدنونه

د پوښتنو وطن ته راشه                           چې دې زرغون شي د زړګي سوي داغونه

د جانان مخ د ګلو باغ دى                        ديدن كوم امېل د ګلو جوړومه

د سيند د هاغاړې ګلابه                          يا به دې راوړم يا به ډوب درپسې شمه

د كاپر ګل په شان كږه شوې                   چې راسمېږې نيمه ورځ به تېره وينه

د كشمالو منجيله وكړه                           چې خوشبويي دې د منګي د بېخه ځينه

د ګلاب مينځ كې ګل وچېږي                  چېرته عاشق سړي به لاس وروړى وينه

د ګل ګلاب د ګل د پاره                           نجونې ولاړې د باغوان سلام كوينه

د ګلو ډك اوربل پرې ټيټ كړه                 كه شېرين يار په ځنكدن وي روغ به شينه

ديدن د ګلو غنچه نه ده                            چې د رويبار په لاس يې يار ته ولېږمه

راشه زما د سينې ګل شه                         چې هر سبا دې په خندا تازه كومه

زړه مې هلك دى راته ژاړي                      چې رانه غواړي د پردو باغچو ګلونه

زما اشنا ګل د بلوڅ دى                           دا لوڅې پوڅې د يارۍ راته كوينه

زما په سترګو كې دې ګل شي                چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه

زما د زړه ګلابه راشه                                په نورو خلكو پسرلى په ما غمونه

زه د پسرلي تر ګل تازه وم                        ستا په بېلتون لكه پاڼه ژېړه شومه

سبا به بيا كډې بارېږي                             د دښت ګلان به ستا لمنې بويوينه

ستا به د ګلو دوران تېر شي                    زما به پاتې شي د زړه سوي داغونه

ستا لوپټه زما په تن شه                          چې تور لحد راباندې ژېړ ګلونه شينه

سترګې دې  بيا د ګل غوټۍ كړې          باڼه دې پورته كړه چې وسپړي ګلونه

سترګې راواړوه ګل رنګې                      د حسن پنګ يې الهي دركړي دينه

سپرلى به بيا په وطن راشي                   جونه به كېږدي په اوربل كې سره ګلونه

عمر برباد راباندې تېر شو                     لكه برباد په بيابان تېر شي ګلونه

غمونه ډېر دي زما هېر دي                      رانه چاپېر دي د ګل رنګ لالي غمونه

كور يې په كلي كې معلوم دى                د بام په سر يې كشمالي كرلي دينه

كه د شيدو لښتي پرې سم كړم               خزان وهلى باغ مې نه نيسې ګلونه

ګلونه ډېر دي خداى دې ډېر كړي          د نارنج ګل پسې سرتوره ووتمه

ګلونه ډېر دي خداى دې ډېر كړي          د نارج ګل به خپل اشنا ته وركومه

ګلان د خاورو پېدا كېږي                        زما لالى تر  ګل نازك خاورو ته ځينه

ګل مې په لاس كې خازه كېږي               پردى وطن دى زه يې چاته ونيسمه

ګل مې په لاس درته ولاړه                        يا مې ګل واخله يا رخصت راكړه چې ځمه

ګل مې د لاسه اوبو دروړو                     په غم شريك لاليه نيسه ګودرونه

ګل مې كاره يار راته ناست ؤ                  چې ګلان ګل شوه يار مې تورې خاورې خورينه

ماته ځولۍ ګلونه راوړه                            زه به د اوربل په سر چتر جوړومه

ماته د پېغلې كور معلوم دى                  چې د بام په سر يې كشمالي كرلي وينه

ماته ګلان د نارنج راوړه                         د نورو ګلو ګېډۍ مه راوړه مئينه

ماته ګلان د نارنج راوړه                         ورنه به جوړ كړمه د غاړې امېلونه

مخ دې ګلاب سترګې دې شمعې           نه پرې پوهېږم چې بورا كه پتنګ شمه

مړاوى ګل په لار كې پروت وم              آشنا په سرو منګلو جګ كړم تازه شومه

نن مې د يار د راتلو غږ شو                    ځمكې بخمل شوې لارو وسپړل ګلونه

يار مې په ګلو كې ويده دى                   د سپينې خولى شبنم به زه پرې ورومه

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.