|
د ګودر او منګي
په هكله :
اوبه
د هر ګودر خوږې دي جانانه ستا
د پاره كوز ګودر ته ځمه
اوښكې مې سيند غوندې بهيږي بيا به د سيند د
غاړې نه كوم سيلونه
بېلتونه چېرته چې ځې لاړ شه ګودر ته
مه ځه چې به مينه پاتې شينه
پر ګودر سور سالو ښكاره شو ما وى دې
تورو اوبو اور واخيست مينه
پلار يې د بر كلي ملك دى لور
يې د كوز كلي منګي راډكوينه
په ګودر څه ټكه لوېدلې چې
كشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
خاونده دا ګناه مې معاف كړې بيا به د
خوړ په غاړه نه كرم ګلونه
خاونده ما د ګودر ګل كړې چې جنكۍ
مې شوكوي سر كې مې ږدينه
خوله به د خداى په رضا دركړم منګى مې
ولې ښوروې لنده دې كړمه
د زلفو تار مې اوبو دروړو په
غم شريك مينه نيسه ګودرونه
د كشمالو منجيله وكړه چې
خوشبويي دې د منګي د بېخه ځينه
د ګودر غاړه ورته نيسه د
نجلۍ خوى د مرغاوۍ دى رابه شينه
د ګودر هر بوټې دارو دى چې
پرې لګېږي د نجونكيو پلوونه
د منګوټو كتار يې جوړ كړو لنډى
بازار يې په ګودر ولګاونه
كه دې زما ديدن يادېږي د
ګودر غاړه اجاره واخله مئينه
كه دېدن كړې ګودر ته راشه زه به
منګى په لپه ورو ورو ډكومه
ګل مې دلاسه اوبو دروړه په غم
شريك لاليه نيسه ګودرونه
ګودر ته ځم راپسې راشه زه به
منګى په لپو ورو ورو ډكومه
ګودر په سر مې قبر جوړ كړۍ چې مات
منګي جنكۍ زما په قبر ږدينه
ما د ګودر په غاړه ښخ كړئ چې
جنكۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه
منګي يې ټول په ډنډ غوپه كړل د شېطانۍ
منګى په لپو ډكوينه
يو ګوټ اوبه منګي نه راكړه د وصال
تږى يم اوبه بهانه كومه
|