|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی د ( کړنلاره که تګلاره ؟ ) په اړوند غبرګونونه څو ورځی وړاندی می د ( کړنلاره که تګلاره ؟ ) تر سرلیک لاندی یوه لیکنه په یو شمیر افغانی سایټونو کی نشر شوه . په لیکنه ما د « تګلاری » ایتیمولوژی را سپړلی وه او دی پایلی ته رسیدلی وم چی دا اصطلاح د خپلی اوسنۍ مسما سره چی « اساسنامه » دی ، هیڅ ډول سمون نلری او پکار ده چی دا اصطلاح د « مرامنامی ، برنامی . .» د پاره وکارول شی . هلته می دا هم لیکلی وه چی خپل استدلال می د محترم زیار صاحب سره چی دا مهال د پښتو لغاتونوپر ایتیمولوژۍ باندی کار کوی او په پښتو کی یی نیولوجیزم ته ډیر پام اړولی دی ، په تلیفون کی شریک کړ . زیار صاحب هم دادی منت راباندی واچاوه او د نوموړی لیکنی په لوستلو سره یی خپل غبرګون وښود . نوموړی غبرګون یی په یوشمیر افغانی سایټونو کی لکه ( ګران افغانستان ) ، ( دعوت ) او نورو کی خپور شوی وو چی کت مټ کاپی یی داده :
« پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار د نوزادي صاحب په غبرگون کې که((تگلار)) او((کړنلار)) سره يو دبل پرځای وکارول شي، بېځايه به نه وي! دا ترخه يا خوږه منښته په کار ده چې پښتو له ټولواکمنې تربرې((پارسي)) ژبې سره د رغنده سيالۍ لپاره تل دېته اړوتې چې د پوهې- فرهنگ نومهالو نومونو(اصطلاح گانو) په تړاو يې اړوندې رغاونې ځانته مخبېلگه کړي. موږ د(( يوې پښتو- کره پښتو)) د غورځنگ په لومړيو کې د((گرامري يورنگۍ_ لغوي رنگارنگۍ)) دوو غبرگو معياري آرونو د سمبالتيا په موخه يوه پرله غښتې_ ژبپوهنيزه وييرغاونه( نيولوجېزم) د خپلې((کړنلارې)) او((تگلارې)) نه بېلېدونکې برخه بللې وه. داود خاني سياسي_فرهنگي سانسور دېته اړېستو چې ان (شاهراه) هم پر(لويه لار) واړوو. ملگرو هڅه کوله چې تر هرڅه له مخه سياسي نومونې له آر جاج او مفهوم سره سمې راوژباړي، هغه وه چې رفيع صاحب د (ښکېلاک) د (استعمار) او(زبېښاک) د ( استثمار) ځايناستی کړ. خو (کړنلار) يې د پارسي (برنامۀ عمل) تر اغېزلاندې د(مرامنامې) لپاره رامنځته کړه، او پتليز يې ورسره(تگلار) هم د(اساسنامې) د انډول په توگه. لکه څنگه چې ما گران ليکوال دوست نوزادي صاحب ته په تېلېفون کې ور څرگنده کړه، په کارده ، دغه دواړې نومونې نورې له ((غلط مشهور)) دوده راووځي او لږ ترلږه سرچپه وکارول شي. نو، اوس زه هم د ((ماڼوکي ملاصاحب)) غوندې پردغه(اجتهاد) نور ټينگار نه کوم، مرامنامه به ورسره(تگلار) کړم او (کړنلار) به هم(تگلار). د عربي(خط المشی) يا پارسي(خط مشی، مشی) سياسي ترمونو پښتو انډول(دريځ) دود موندلی دی. هرگوره، د (کړنلارې) لويديز انډولونه (پروگرام، مانيفېست، مانېفېستو program,manifest,manifesto) دي چې لغوي ماناوې يې زموږ له(مرامنامې) يا(کړنلارې) سره دومره اړخ نه لگوي . له دې لامله دې ژبنی منطق ته مخه کوو چې اړينه نه ده، هر نوم(اسم) دې له خپل نومولي(مسما) سره سل په سل کې اړخ ولگولای شي، ټاکلي جاج و مانا ته ارزښت ورکول په کار دي او بس!
په گرده پښتني- افغاني مينه او مننه. له ده نه پرته یو زیات نورو کسانو چی د لیکوالۍ او سیاست سره سروکار لری ، هم په تلیفون یا ایمیل کی زما لوړ استدلال او وړاندیز تائید کړی دی . د همدی کبله لکه څنګه چی ټولو افغانی سایټونو خپل نشراتی مرام ( تګلاره ) بللی ، فکر کوم ښه به دا وی چی لږ تر لږه لیکوالان او دسیاسی ګوندونو د محترمومسئولینو پرته نور کسان پسله دی نه د ( مرامنامی ) د پاره د ( تګلاری ) اصطلاح و کاروی نه د ( کړنلاری ) . د سیاسی ګوندونو محترم مسئولین می پدی خاطر جدا کړه چی د اکثرو سیاسی ګوندونو مسئولین یوازی د کلاسیک سیاست سره بلد دی او هر ډول نووښتونو ته تل د تورو عینکو دلاری ګوری ، ځکه نو هغوی ته ان د وړاندیز جرئت کول هم راته سخت کار بریښی . په دی خبره سره کوم ځانګړی ګوند او یا دهغه مسئول ته ګوته نه نیسم ، بلکه خبره می عامه بڼه لری . انډیوالان می همدارنګه کله ناکله د ځینو اصطلاح ګانو په اړه چی د محترم زیار صاحب په لیکنو کی یی ترسترګو شوی وی ، پوښتنه را نه کوی . خو زه به داګړۍ کوښښ وکړم یوازی د ( ایتیمولوژی ) او ( نیولوجیزم ) په هکله چی د لوړی موضوع سره تړاو لری ، تر هغه ځایه چی زه ور باندی پوهیږم ، یو څو کرښی ولیکم . که خدای مکړه د نیګړتیاوو سره مل وی ، هیله ده اړوند پوهان یی بشپړ کړی : ۱ – ایتیمولوژی Etymology : ایتیمولوژی ( آرپوهنه ) یوه لرغونی یونانی کلمه ده چی ( ایتیمو ) یی د رښتینوالی ، واقعیت ، صحیح ، درست او باور په مانا ، او ( لوجی ) یی د علم او پوهی په مانا راځی . محترم زیار صاحب چی د اوسنی ژوندیو پښتو ژبپوهانو په ډله کی یی پدی اړوند ډیری څیړنی کړیدی ، دده په لیکنو کی ایتیمولوجی د ( آرپوهنی ) پنامه یاده شویده چی ښایی موخه به یی د لغاتونو د لومړنۍ اصلی ریښی سپړل وی . داهغه څه دی چی د ایتیمولوجی د لرعونی یونانی مفهوم سره سمون لری . آرپوهنه دا د لغاتونو د ریښی پیژندنی هغه علم دی چی دیوی ژبی د لغاتونو تاریخ څیړی . په نورو کلمو سره ویلای شو چی ددی علم د متودونو په مټ د یوه لغات داسی اړخونه تر څیړنی لاندی نیول کیږی لکه : لغات کله او د کومی سرچینی د لاری و نوموړی ژبی ته راننوتۍ دی ، د وخت په تیریدو سره یی په بڼه او مانا کی کوم بدلونونه منځته راغلی دی . دا ټول هغه څه دی چی یوازی د آرپوهنی د علمی شننو او تاریخی – مقایسوی متودو پر بنسټ تر سره کیږی . کله چی لا د آرپوهنی علمی متودونو پوره وده نه وه کوی ، اکثره وختونه د لغاتونو ریښی د حدس وهلو او خیال له مخی پیداکیدلی . دبیلګی په توګه په ۱۸ پیړۍ کی د تریدیاکوفسکی پنامه یو روسی ژبپوه پدی باور وو چی د ( ناروی ) هیواد نوم د روسی کلمی ( نارویخیا Нарвихия ) څخه ریښه اخلی چی مانا یی لوړوالۍ دی او داځکه چی د ناروی هیواد د دنیا د نقشی په لوړه برخه کی پروت دی . ده همدارنکه فکر کاوه چی د ایټالیا نوم هم روسی ریښه لری چی د ( اودالیا Удалия ) څخه اخیست شویدی او دا بیا د ( لیری ) مانا ورکوی ، داځکه چی د ایټالیا هیواد له روسیی څخه خورا لیری پروت دی . هغه وخت چی د مسکو په دولتی پوهنتون کی محصل وم ، موږ داسی فکر کاوه چی ډیر روسی نومونه له پښتو نه ریښه اخیستی ده لکه مسکو ( روسی یی مسکووا ) د پښتو ( مه څکوه ) څخه ، تاشکند د پښتو ( تشه کنده ) ، ویسکی ( وڅکي ) او نور . ښکاره خبره ده چی دا ډول حدس او خیال د واقعیت سره سمون نلری او واقعیت بیا د ایتیمولوجۍ بنسټ جوړوی . ۲ – نیولوجیزم Neologism : دا هم لرغونی یونانی کلمه ده چی ( نیو ) یی د نوی او ( لوګ ) یی د وینا یا لغات مانا ورکوی . نیولوجیزم د ژبپوهنی داسی یوه لار ده چی پر بنسټ یی کیدلای شی په ژبه کی د یوه یا څو موجودو لغاتونو دترکیب څخه یو داسی نوی لغات جوړ شی چی په ویلو او لیکلو کی د کارولو وړتیا او د ژبی د بډایولو توان ولری . که چیری د ژبی کوم موجود لغات ته د مناسبو کارولو نوی مانا ورکړل شی ، داکار هم دنیولوجیزم په دندو کی راتلای شی . په پښتو کی د څو موجودو لغاتو څخه په نوی مانا سره د یوه نوی مرکب لغات ښه بیلګه همدا ( تګلاره ) ده چی د ( تګ ) او ( لاره ) څخه ترکیب مومی او یوه نوی مانا ورکوی لکه مرامنامه ، برنامه ، پروګرام . تجربی ښودلی ده ، هغه نوی لغاتونه د پایښت او تل پاتی کیدو وړتیا لری چی د یوی خوا یی کارول موزون وی او له بلی خوا اسم دمسما سره بی تړاوه نه وی . که داسم او مسما تر منځ تړاو په پام کی ونیسو ، نو زه د ( اساسنامی ) د پاره هم ( کړنلاره ) یوه مناسبه او په رښتنی توګه یوه پشتو انډوله اصطلاح نه بولم . خدای دی وکړی پدی خبره راته زیار صاحب په قهر نشی . دعلم او تخنیک د پرمختیا سره سم د نیولوجیزم پربنسټ باید د ژبی قاموس په پرله پسی ډول بډای شی کنه نو ژبه د نوو اړتیاوو له مخی د کارولو توان دلاسه ورکوی او کرار کرار په یوه مړه ژبه اوړی . پای |