|
طبيـــــــب
افغـــــــــــــــــــــان
مسكـــــو ،د
۲۰۰۴
اگست
د اوسمهالې پښتو موسيقۍ څو منفي
خواوې
۱-
پدې وروستيو كلو كې داسې پښتو سندرې مو تر غوږو رسي او د
ټلويزيونونو
د پردو پر مخ
وينو چې
د
ځينو كسټ جوړونكو
او
پلورونكو
لخوا پدې ګومان يا فكر چې ګويا
نوښت
يې كړى
وي
، پښتو سندرو سره يې د هندي فلمونو صحنې يوځاى كړي
دي ،
دا
نامتجانسه خلط يا
Mixing
نه
يوازې زموږ له اصلي پښتني
هڅوبه (كلتوره ) سره جفا او په بل ډول
د صحنو تمثيلول دي بلكې د پښتنو او د نورو ټولنو د وګړو هغه
ښكاره بېلونكي توپيرونه له منځه وړي چې دوۍ يې يو له بله سره
لري، چې په راتلونكې كې به د پښتني ټولنې او نورو ټولنو كلتوري
پېښليك( تاريخ ) له شكونو ډك او د توپيرونو سپيناوى به يې نه كيږي
.
د بېلګې په ډول به د دې لاندې سندرو لنډ جاج واخلو :
د ښاغلي استاد خيال محمد دا سندره
((مونږ يو د خيبر زلمي
پښتو زمونږه شان دى- مونږه پښتانه يو په وطن مو
ځان قربان دى )) يې د هندي فلمونو د داسې صحنو سره يوځاى كړې ده چې
د پښتنولۍ او د خيبر د اوسېدونكو اصلي څېره اصلا نه لري، يو څو
هندي ډمې چې په تندو يې سره خالونه سرېښ دي ( د هندوو ځانګړې
نښه) او په هندي جامو (لباس) كې په هندي نڅا اوړي را اوړي؛ د سندرې
شا مځكې يا
Background
ته وراچول شوي دي .
كه موږ داسې غلط سندونه له ځانه پرېږدو، فكر كوم چې يو دوه
پېړۍ وروسته به ليدونكى په دې ونه پوهيږي چې هندوانو دغسې پښتو
سندره ويلې ده او كه په دې وخت كې د پښتنو اصلي كلتوري څېره داسې
وه لكه د سندرې په جريان كې چې يې ويني . په صحنه كې داسې بې
پرتوګه ښځې او لنګ اغوستي نارينه ښكته پورته كيږي چې د پښتو سندرې
سره به يې اورېدل او ليدل د پښتنو لپاره د ډېر شرم خبره وي او
دښمنان به يې دا سند وړاندې كوي چې دا ستاسې د كلتوري تاريخ بېلګه
ده . همدا ډول كه بيا هم د ښاغلي استاد خيال محمد دا سندره چې
وايي ((مستې منګى بر وړى دى ، زړه مې دلبر وړى دى – عالمه
راشئ....)) څوك وګوري نو وبه ويني چې دې بازاري معامله ګرو او
كلتورپلورو سوداګرو د دې پرځاى چې د ګودر او پښتنو د ريښتيني
ژوند انځورونكې صحنې د سندرې سره يوځاى كړي ، د هندي ډمانو په اوبو
كې ترپكې يې له كوم فلم څخه راغلا كړې دي، ورسره يې يوځاى كړې دي
او په خلكو يې پلوري چې وه يې ويني . د هارون پاچا سندره چې وايي
((پخوا به كله كله غم و- اوس مې ....)) داسې د هندي فلمونو د صحنو
سره يوځاي شوې ده چې په هغې كې نارينه وو د ښځو په څېر څڼې پرې
ايښي دي او ښځې پكې د موټر ډرايوري كوي ، په داسې حال كې چې
اوسمهال پښتني پښت د غوړېدنګ ( تكامل) دغه پېر ته نه دى رسېدلى چې
ښځــــې دې د موټر خاوندانې او ډرېورانې وي . راتلونكو سل دوه سوه كاله
وروسته به ايا دا پوښتنه پرته نه وي چې زموږ د دغه مهال پلرونه
نيكونه د مدني تكامل دغې مرحلې ته رسېدلي وو كه څنګه داسې سنــــــدونه
يې راپرې ايښي دي ؟
ايا دا ښاغلي نوښتګران !؟ به تر قيامته ژوندي وي چې په خپلو
ناوړو كړو بيا شاهدي وركړي چې : ( نه دا سندرې او صحنې موږ جعل
كړې وې .)
په دې اړه له هغو نه چې دا ډول يوځاى كول كوي ، هيله كيږي چې
خپل پښتني كلتور ته هاغه شان چې ښايي خدمت وكړي او كه نه نو لږ تر
لږه له خيانته دې لاس واخلي
(( از خيرت تير شر
مرسان!)).
همدا رنګه د افغاني او پاكستاني دولتونو د اطلاعاتو
او كلتور وزارتونو او نورو واكمنو ادارو او همدا رنګه پخپله د
ژوندو پښتني احساس لرونكو سندرغاړو دنده بولو چې د يوه ژوندي او
مهذبه ولس كلتوري مسلې تر خپلې څارنې لاندې ونيسي او پرې نه ږدي
چې هر څوك د هر څه كولو اختيار ځانته وركړي .
۲-
زموږ سندرغاړو له يوې مخې د ټيت ذوق په سندرو ويلو پيل كړى دى او
دايو تريخ واقعيت ګرځيدلى دى . كه دوۍ دا دليل راوړي چې ( زموږ د
سندرو اورېدونكي او كسټ رانيونكي دغه ډول سندرې او هنر خوښوي ، نو
ځكه موږ د اورېدونكو له ذوق سره سم سندرې وايو) ، نو دوۍ ته د
يادونې وړ ده چې لوړ ذوق كوم ځانګړى اسماني كاڼى نه دى چې لاس تر
زنې لاندې ورته كښېنو او رالوېدو ته يې سترګې په لاره شو؛ بلكې
همدا تاسې ښاغلي هنرمندان او سندرغاړي ياست چې په خپلو سندرو او
هنر مو د ولس روح ته غذا وركوئ ، څه كيږي چې هنر ته مو ښكلا وركړى
، په دې سره به مو د لوړ ذوق څښتنان هم خپل كړي وي او عام ټيټ ذوق
به مو هم د بې فكرۍ ، بې مانا توب او بې هنرۍ له ژورې كندې څخه
راپورته كړى وي . وګورئ چې :
((
شين اسمان ذرې ذرې ــــ د سرو زرو تنــــابونه
سپوږمــۍ د بام په سر ــــ په يار وايه سلامونه ))
د
پاړسو له ((
واى درد دندان دارم و دندان به دندان ميزنم ــ طاقت
انبور ندارم ،سربه سندان ميزنم )) سندرې څخه په بې مانا توب ، بې
هنرۍ او د اغېز په نه ښندلو كې كمه نه ده .
۳-
زموږ د اوسنۍ موسيقۍ د بهير يو بل كمزورى ټكى دا دى
چې زموږ ځيني سندرغاړي د بل چا د ويلو شوو سندرو د بيا ويلو بې
ځايه كوښښ كوي
. زه نه پوهېږم چې په دې خواركيانو ولې دا ستره
دنيا دومره لنډه تنګه شوې ده چې د يو بل ايجاد، نوښت او خوځښت زحمت
ځان ته نه وركوي او د بل د خولې په ژوولې شوړې بيا شخوند وهي . د
دې پر ځاى چې پخپله د يو هنري شخصيت خاوند شي او ځانته هنري لاره
ولري ، د بل سندرغاړي په غږ به منظمه او ښايستوكې سندره راواخلي
وبه يې وايي او هغه هم كاشكې چې د لومړي سندرغاړي څخه يې ښه
ويلاى؛د دوۍ په كړنو د اورېدونكي زړه د موسيقۍ او په تېره بيا د
نوموړې سندرې څخه توريږي .
بېلګې يې په زرګونو شته ، ټول اورېدونكي پرې پوهيږي ، يوازې د يوې
بېلګې په راوړو بسنه كوو . د ماستر على حيدر په نامه سندرغاړي د
ښاغلي ناشناس دا سندره بيا ويلې ده :
(( زه د جانان ديدن ته ځمه ،
تورې نرې وريځې - خدايه ته لنډ كړې داد مځكې تنابونه ... ))
.
۴-
د ځينو سندرغاړو دې لوى څښتن (ج) مل شي سندرې وايي
، ښې يې وايي خو دا پام يې ورته نه وي اوښتى چې كه نارينه وي بايد
داسې سندرې ووايي چې محتوى يې د نارينه سندرغاړي لپاره ښايي چې وه
يې وايي ، او كه ښځينه سندرغاړې وي نو داسې سندرې بايد ووايي چې د
ښځو سره وښايي او طبيعي ښكاره شي . دا سم انتخاب نه دى ، غلط
انتخاب دى او سندرغاړي ورته بايد پاملرنه وكړي . د بېلګې په توګه :
- زموږ ډېر ښاغلي تكړه سندرغاړي سردار علي ټكر، د اغلې سندرغاړې
ګلنار بېګم دا سندره ويلې ده چې وايي :
(( لاړ شه پېښور ته كميس
تور ماته راوړه - تازه تازه ګلونه درې څلور ماته راوړه )) او يا
د ده په غږ د اغلې سندرغاړې كشورسلطان دا سندره بيا هم ويل شوې ده
چې وايي :
(( چې په ما مينېدې ځه اوس ګرځه ليونى - چې په ځان نه
پوهېدې ځه اوس ګرځه ليونى ))
.
- دا سندره د اغلې سندرغاړې شكيلا ناز په غږ : (( د يارانو په
نظر چې موږ بې لار يو
ـ
دا په دا چې ستا د زلفو پرستار يو)) او يا هم :
((سترګو د جانان
كې زما ښكلي جهانونه دي ــ وادې خله دنيا زه وږى ستا د دنيا نه
يم)) ( د غني خان شعر دى چې په اصل كې هم وږې نه بلكې وږى راغلى دى
.)
-
د ښاغلي سندغاړي هارون پاچا په غږ دا لاندې لنډۍ چې د ده له خوا په
بېلابېلو سندرو كې ويلې شوي دي :
ارمان ارمان د دادا كوره ــ
د ډكه شكوره به چاپېره تاوېــــــــــدمه
ايمان دې ښه راته معلوم دى
ــ
په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه
- ځوان تكړه سندغاړي بريالي ولي دا لاندې لنډۍ په
سندرو كې ويلې دي :
ياري كوم منكره نه يم
ــ
كه شينكى خال مې د چړو په څوكو ځينه
د
جنازې بازو مې نيسه
ــ
چېرته به ما په راستۍ خوله دركړې وينه
د
زلفو تار په اشرفۍ دى ــ ما د جانان په لاس قودې وركړې ديـــــنه
نور به نرى كميس و نه كړم
ــ
پرون باران و جانان ټوله وليـــــــــدمه
دا
ډول سندرې نه يوزې په اورېدونكو ښه اغېز نه شي ښندلاى بلكې پخپله د
سندرغاړي يا هنرمند د درك ، پوهې او ذوق سطحه هم ټيټه څرګندوي .
|