ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

سلطان   احمدزى
كابل              
۱۳۸۴/مرغومى / ۲۸

په لپه كې ډيوه

لنډه كتنه:

رنګ رنګ ګلونه راغلل دپښتو ادب په چول

اوس وخت ايله د سترګوغړېدوراغلى دى

په لپه كې ډيوه دځوان شاعر كړاو منګل نوې او لمړنۍ شعري ټولګه ده چې پدې نيږدې ورځوكې ددانش خپرندويه ټولنې په زيار له چاپه راووتله .

دصحافت او ډيزاين له مخې ښكلې او په زړه پورې ښكا ري كه څه هم دلمړي مخ انځور يې دكتا ب له نوم سره لږڅه په ټكر كې دى چې دې نيمګړتيا ته خپله كړاو هم ځير دى ، دپښتۍ  دلمړي مخ په انځور كې دكتاب د نوم نه لاندې دډېوې پرځاى شمع انځور شوېده چې د كړاو منګل په وينا داد كمپيوټر كار غلطي ده ، د پښتۍ په كيڼ اړخ كې د شاعر تصوير او لاندې يې پېژند ګلوي شوېده .

په كتاب كې دراغليو شعرونو شمېر دڅلورېزو پرګډون دوه باندې سل شعرونه كيږي چې د غزلو شمېرپكې ترټولو زيات دى . سپين او منظوم شعرونه هم لري خو په غزلونو كې يې زما په اند لوستونكي ښكلى درد موند لى شي ، داچې  كړاوپه خپلو خبرو كې د نيمګړتياوو په ګوته كولو باندې ټينګاركړى دى زه يې هم خبره سمه ګڼم  كېداى شي چې دكړاو په شاعري كې به نيمګړي ټكي هم وي ځكه چې هېڅ انسا ن خداى  ج په تول پوره ندى پيدا كړىښه خبره ده چې دادب استا دان دهغه دهنر په نيمګړو برخو وغږيږي ځكه چې دا د ده درشد ښه لاره ده.

خو زه يوازې د كړاو د غزل په هغه برخه  څو خبرې كوم چې ما ترېنه  خوند اخستى اوڅو دګوتو په شمار بېلګې يې د مثال په ډول راوړم .

كړاو منګل دټولنيز ژوند په هره څانګه تپېدلى او له خوند ډكې نغمې يې ويلې دي ،هرې نيمګړتيا ته يې ګوته نيولې او هره پرمختيا يې په هركلي لمانځلې ده  .خودده دتخيل د شا عرانه  سفرلويه برخه دمينې ، محبت او ښكلا په پراخه نړۍ كې دمنډ و را منډو څخه جوړه ده . ښايي دا دده دځوان حس غوښتنه وي او دخپل احساس د تسكين په خا طر يې ددغه عا طفي سفر مزى پسې غځولى وي  اويا ښايي ده هم دافغاني ټولنې د يو فرد په توګه دا اړتيا حس كړې وي چې دغه دتراژيديو او نفرتونو ښكار شوې ټولنه دمينې اوښكلا  د سندرو تږې ده اونور يې په ذهن كې ددرد او غم د سويو سا ند و ځاى نشته نو ځكه خو رقيب ته هم دخداى په نوم لو وراچوي چې په كركه دې نه ورګوري لكه په لاندې بيت كې :

 

            زما په خاطر نه دخداى خاطر وكړه رقيبه

                                          راګوره مه په كركه باندې با ربه زما زړه شي

په بل ځاى كې دښكلا او ټوپك دپا چاهي ترمنځ څه ښكلى توپير كوي .

       

            خونكاره نده چې په وينو باندې څكه كوي

                                           مينه په زړونو پا چاهي بې له ټوپكه كوي

 

يا داچې : تلم په كږه لار خوسمې لار ته يې مجبوركړمه

                                          مينه دومره ښكلې وه چې دار ته يې مجبوركړمه

كړاو ديو ښكلا پېژند ونكي په توګه ځان څرګندوي او په څارويو كې هم د ښكلا درناوى كوي اوښكار ته يې زړه نه ښه كوي لكه په لاندې بيت كې .

 

        

             ديار سترګو ته ورته وې دوه سترګې د هوسۍ

                                           دانن يې په همدې سبب له ښكاره واوښتم

كله دخپل محبوب د نا دودو پلونه وڅاري اود وصيت په ډول ووايي چې :

            زما دې ستړي ستړي ژوندته ګواښېد لى دى ډېر

                                           كړاو منګل كه چېرته ومرم په جا نا ن به ومه

كله چې خپل ايډ يل ورته  بې ګناه ښكاره شي نو د رقيب دښمني ته ملا وتړي او خپلې معشوقې ته د بې ګنا هي ډاډ داسې وركوي :

           كړاومنګل به د رقيب په تور په دار ځړېږم

                                          وېرېږه مه په تا خو تور لېونۍ  نه   لګوم

 

كله كله دټول جهان دواكمنۍ خوبونه وويني  اوټول جها ن ورته د ځان ښكاره شي او داسې ووايي .

 

                 ځمكه، سپوږمۍ ، ستوري ،شين اسمان پكې دځان ګورم

                                              خوب  وينم  ملګرو ټول جهان پكې د ځان ګورم

 

اوكله كله يې غريبي وځوروي دنورو درد په خپل زړه كې ومومي  د شعريت په چينو يې ولمبوي  اويا دماده پرستې نړۍ په تورو عينكو كې دخپل معنويت تله سپكه وويني او غريبي ته يې په داسې څه ويلو مجبور كړي .

 

            غربته ستا دلاسه ولويدم دزړونو څخه    

                                          ښكلي خو پريږده په رنګ تورو ته مې لاس نه رسي

يا دا چې :

            چيرته زه كړاو منګل چيرته ددنيا ګټه

                                          بس غريبي راغله داچې كارته يې مجبوركړمه  

او دلته بيا وخت اوغربت دپښتون زلمي كلك عزم اوارادې ته داسې متوجه كوي لكه په دا لاندې بيت كې .

          

           تا اوغربت په دواړو وځپلو بيا هم هسك دى

                                        وخته پښتون زلمى ونه لوېدو له زوره كنه   

له ډير پخوا راهسې زمونږشاعران داسې وي چې په وړه كيسه يې ژوند ته په بدو  ويلو خوله پرانستې وي ټولې نا خوالې په ژوند ورتپي ژوند ته بد وايي ، دې ښكلې الهي ډالۍ ته دفصل اودمرګ بدمرغه مېلمه ته دوصل چغې وهي ژوند په خپلو اوږوباندې يو دروند پنډ بولي خو كړاو منګل زمونږ دشا عرانو دغه دود مات كړيدى ژوند ته يې ښه ويلي دي اوژوند يې د

 

غمونو سره د مبا رزې ډګر بللى دى لكه په لاندې بيت كې .

           ژوند كه مې دغم سره دوينو په لار پلى دى

                                        بيا هم راته ګران دى ياره بيا هم راته ښكلى دى

 

كړاومنګل دمحلي ژوند شاعرانه ماحول څخه دومره اغېزمن شويدى چې په ښاري ژوند ېي  ښه ګڼي په كليوال غرور او بې پروايي ښاريانوته   دكلي دسپېڅلتيا اومينې ډك ژوند سترګۍ سترګۍ كوي اوكله يي د رڼو چينو داوبودخوند دنه پوهېد لوله امله ګرموي او داسې ورته وايي .

                     

                           درڼو رڼوچينواوبه چې نه څښې 

                                                   ياره داسې مالوميږي چې دښا ريې

اوكله ورته ديو شډ ل خوهوښيارغرني ځوان په ژبه وايي .

                  ستاسوپه ښاركې دغه ګډوډ شيا ن نه خورمه زه

                                                   دغره ګورګورې راسره دي روپۍ نه لګوم

اودلته بيا ښاراوكلى داسې سره بېلوي :

                 دښار توپير ماته له كلي څخه دغه ښكاري

                                                   دلته بلا هم دښكلا لباس كې ځان نغښتى وي

د كړاومنګل دكلي سره مينه لدې هم ښه جوته ده چې په شعر كې ساده اصطلا حات په خوږه پېرايه كې راخلي ښكلې شا عرانه مهينې جامې وراغوندي لكه په لاندې بيت كې دپنځوسړى ،دپكتيا خلك د پنځوسړى هغه چا ته وايي چې په كلي كې دنورو په نسبت لږڅه زيات د نفوذ څخه برخمن وي او دكلي د خلكو دجواب او جرګو تمه ترې كيږي په لاندې بيتونو كې يې ليدى شو .

             

              يار ه نظر دې نور په هيچا هم ا ثر نه كوي

                                             يوازې زما زړه اوګوګل ته د پنځوسړى شي

             چې ورته ته  په ګلورينو شونډو وموسېږې

                                              سا ده كړاو منګل به هلته د پنځو سړى شي

كړاو منګل كله كله په خپله سا دګۍ كې دچا په خبره ګلدار شي د خپل ژوندپه ساده چا پېريال كې هم دا درك وكړي چې دنړۍ سره دسيا لۍ لاره جنګ اوټوپك ندىاويوازې د قلم په مټ د سيا لانوسره سيالي كېداى شي لكه په لاندې بيت كې :

            دابه مې سيا ل كړي دنړۍ هغه بيا داسې نه كړه

                                            قلم  مې واخستو ټوپك مې په همدا ايښى دى

 

په اخر كې دښاغلي محمد يوسف كړاومنګل  په لپه كې ډېوه ډېر داسې څه لري لكه پورته چې ما د (موشت نمونه خروار)په ډول راوړل زه د پكتيا ادبي ټولنې ته مباركي وايم ځكه چې كړاو دهمدې بڼ نوى نيالګى دى چې ثمرته ورسېده اوپه ځانګړي ډول ګران كړاو ته خپلې دمباركيو ګېډ ۍ وړاندې كوم اوددې كتا ب له چاپه راوتل دپكتيا اد بي ټولنې د فرهنګپا لو ځوانانو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه بولم خداى ج دې وكړي چې لوستونكي خپله ادبي تنده پرې ماته كړي اوكړاومنګل ته دې خداى ج دنورو لاښو اولا زياتو پنځونو وس وركړي دخداى دربار ته په همدې هيله .

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.