|
ډاكتــر جمشـــــــــېد سمــــــون
مسكـــــــــــــــــــــــــو ـ روسيــــــه
د۲۰۰۵ كال د اكتوبر ۲۳ مه
يارانو ! پگړۍ
مو ښايسته ده خو سمه يې تړئ
له
پگړۍ والو څخه يوه گيله او يو څو يادونې
تېره شپه دمعمول سره سم د انتر
نت په نړيوال جال كې د افغاني وېب سايټونو
د كتلو په وخت كې مې د بينوا ټكى كام په
وېب پاڼه كې په يو سرليك ((
په ښکلي هلمند کي دريمه بګړۍ
. . . ))
چې د هلمند له ولايت څخه د بست فرهنگي ټولنې
لخوا خپرېدونكې درې مياشتنۍ مجلې ((بگړۍ)) د
لومړي ۱۳۸۳ ل كال
د دريمې (مرغومى _كب) گڼې د(( پرليكه كېدو))
په سرليك سترگې ولگېدې چې په يوه سايټ كې
يې د ځاى پر ځاى كېدو زيرى وركاوه .
http://www.benawa.com/
http://www.benawa.com/rasanay/
په دغه مخ كې په
بګړۍ
:: هلمنـــدكرښې
زورر وكړئ
اويا دا كرښې كښېكاږئ :
http://www.benawa.com/full.php?id=3922
http://benawa.com/rasanay/pagrey/3/7.shtml
http://benawa.com/rasanay/pagrey/
http://benawa.com/rasanay/pagrey/3/index.shtml
ما د كرښو ليكوال مخكې لدې ((بگړۍ)) مجله
نه لوستې وه او نه ترې خبر وم .رښتيا هم لكه
څنگه چې پخپله هم د(( بگړۍ)) د يوې گڼې په
يادداښت كې راغلي دي د(( بگړۍ)) د كليمې
په لوستو سره سمدلاسه لوستونكي ته پوښتنه
پيدا كيږي او وخت به يې خامخا ضايع كيږي تر
څو سپينه يې كړي چې د پگړۍ كليمه سمه ده
او كه د بګړۍ .
ددې كرښو له ليكلو څخه دوه موخې (هدفه) لرم :
۱ _ تر هر څه لومړى ددې
خبرې كښل اړين (ضرور) گڼم چې د نړۍ ټول
ولسونه لگيا دي د خپلو ژبو لوړې ژورې هواروي
، اسانوي يې ، د كره كولو
Standardization
په لور هځې گړندۍ كوي او كوښښ كوي كه
په ژبه كې يې هر څومره ډېرې لهجې او دكره
ليكنې سره يې د گړدود توپير هرڅومره ډېر هم
وي نو بيا هم لږ تر لږه د يوه واحد كره
ليكدود پر لور خوځښت وركوي
او
د ژبپوهانو په مټ يې داسې پوړ ته رسوي چې
ليك لو ست يې د ژبې ويونكي ټول ولس ته
اسان او ان لا دا چې د نورو ژبو ويونكو ته
يې زده كړه په زړه پورې شي .
ځينې دوستان
به
خبر وي چې د نړۍ په ډېري هېوادونو كې
ډېرې ستر ې سترې موسسې (لكه په انگلستان
كې
British National Corpus
) پدې برخه كې لگيا دي كار كوي ، ژبه
بډايه كوي ا و اسانوي يې . د يوه كتاب ،
ورځپاڼې او يا مجلې ستوغ ، اوږد او
د مطلب ښه نه رسوونكى متن د نمونې په
ډول راواخلي اسان ، لنډ ، د مطلب ښه
افاده كوونكى او ښكلى متن ځينې جوړ كړي ،
ډېرو ادارو ته يې كاپي گانې استوي او هغوۍ
بيا په راتلونكي كې له دغه ډول عباراتو
او متنونو له ليكلو څخه ډډه كوي .
خو زموږ پښتانه ورونه دې خداى (ج)
لري په ملي _ وطني احساساتو كې به يې بې له
شكه چې هېڅ كمى هم نه وي خو خپلې هلې ځلې د
يوې ملي او ټاكلې موخې په لور نه شي
خوځولاى چې ځينې وخت د دوۍ دغه ډول هلې
ځلې ؛ ژبې او كلتور ته د گټې يا گټو پر
ځاى زيان رسوي ، هم خپل وخت ضايع كوي او هم
د نورو وخت د دغو زيانونو د څېړلو
،څرگندولو او سمښت لپاره ضايع كوي . د ژبې
د پرمختگ كاروان پر مخ بيولاى نه شي ، په
دا موجود حال يې هم نه پرېږدي او لا يې نور
په شاتگ مجبوروي .
دا يو اوږد بحث دى چې بايد ځانگړې
ليكنه يا ليكنې پرې وشي ، دلته مې موخه د
((بگړۍ)) له
كليمې څخه وه ، زه حيران يم چې د بست فرهنگي
ټولنې ښاغلو غړو او د ((بگړۍ ادبي _ فرهنگي
مجلې )) مسئولينو ته د((بگړۍ))
د توري ښايست په څه كې ښكاري ؟ ايا دوۍ نه
غواړي مجله يې د ((كندهاري)) لهجې له
ويونكو پرته د افغانستان او لرې پښتونخوا
نور پښتانه ولولي او كه څنگه؟ د دوۍ او دوۍ
ته ورته نورو ورونو په ليكنو كې د كره
توب او معيار ځاى ولې سيمه ايزو لهجو او
گړنيزو (شفاهي) بڼو نيولى دى ؟
ايا د ((بگړۍ))
په پرتله د پگړۍ د كليمې دا ښايست ورته كم
ښكارېده چې ټول پښتون ولس(كه لر دى ، كه بر
دى ،كه دكندهارۍ نرمې لهجې ويونكى دى او كه د
پېښورۍ لهجې درلودونكى دى) پرې پوهيږي ؟
د پگړۍ د كليمې د طبيعي توب او
كمال نښه دا نه ده چې كه وغواړو او كه
ونه غواړو په ناغوښتي ډول هم خپل ځان هر
چېرې څرگندوي ؟ لكه د ((بگړۍ))
د وېب پاڼې په لوړ ځاى كې شعر :
دغه خړي پګړۍ
وينې دغه تاج دغيرتو دى
ترې واري سم په سل ځله دا كلتور دپښتنو دى
د
اړيكو په برخه كې سرليك
پګړۍ
، ځاى ځاى د مجلې په متن او همدارنگه د
دغه سايټ په ټولو لينكونو كې چې د پګړۍ
تورى راغلى ،وگورئ :
http://benawa.com/rasanay/pagrey/ariki.shtml
د دغه طبيعي توبه سره سره ولې بيا هم د
بگړۍ په كليمه ډېر اصرار كوو ؟ ايا دا دليل
كافي دى چې د يو څو پښتنو حقدارو ليكوالو
وخت پرې ضايع كړو ، هو ترې واخلو او يا
ووايو چې زموږ دسيمې گړدود دى نو راځئ چې
كاروو يې !؟ هسې خو كه خبره د سيمې د
خلكوژبه كارول او همدارنگه ((ليكني ادب))
ته د سيمه ايزو ژبو ننويستل وي ، تر هاغه
ځايه چې زه خبر يم او پوښتنې مې هم د دغه
سيمو له اوسيدونكو څخه وكړې د دغې سيمې (د
كندهاري گړدود سيمه) ډېري پښتانه يې بيا
لنگوټه بولي ، د دغې كليمې او نورو ويونو
لكه ((سېب))،
((درخته)) ،
((سايه)) ((شونډان))
او دوۍ ته ورته نورو كليمو حق به بيا كله
او څنگه وركول كيږي؟ بيا خو ددغسې لهجوي
ليكنو ميدان هغو نورو ته هم خالي كيږي . كه
دا نور ورونه لكه كوچيان د (غوچې)
،پېښوريان د(( مړه))
، كونړيان د كړكۍ پر ځاى ((اشه
دار )) ، وردك ورونه د ږيرې پرځاى ((ييره))
او يا هم كه لږ ليرې لاړشو دري ژبي كه د
اب پر ځاى ((او))
كليمې په خپلو ليكنو كې وكاروي ، نو بيا به
د نورو سيمو او نورو لهجو ويونكي ورونه پرې
پوه شي او كه د تمسخر سبب به يې وگرځي؟
زه پخپله د بگړۍ د كليمې سره كومه دښمني
نه لرم خو دلته بايد د نسبيت او ترجيح
خبره مطرح وي .
راځئ چې دخپلو ډېرو لوړو موخو د لاسته راوړلو
لپاره د ستر خوشال بابا له قوله دغو
((بيالو)) راووځو او د پښتني كلتور او ادب
په لوى درياب كې لامبوزن شو! او
يا د شېرشاه سوري دا خبره لكه د يو
سپېڅلي امر د زړه له تله ومنو چې ويل به
يې : ((پښتنو! قبيلويت پرېږدئ ، قوميت
جوړ كړئ .))
۲ - د دغه مجلې د لومړي كال د دريمې گڼې
د ليكنو له جملې څخه مې په دغه سر ليك
سترگې ولگېدې چې پخپله د مجلې دچاپي
بڼې په لومړي مخ باندې هم دغه نا سم سرليك
تر سترگو كيږي :
((د اوسمهالې پښتو
موسيقۍ څو خواوې))
http://www.benawa.com/full.php?id=3922
له يوې خوا دسرليك په لوستو خوښ شوم ځكه
سمدلاسه مې په فكر كې وگرځېدل چې ځه كه چا
دغه ليكنه د انتر نت له لارې نه وي لوستې ،
په مجله كې خو به يې ولولي . د سرليك له
كښېكاږلو وروسته گورم چې په اصل ځاى كې هم د
ليكنې دغه سرليك په ناسم ډول راغلى دى او
همدارنگه د اصل ليكوال او د ليكلو دځاى او
نيټې پر ځاى ((طيب افغان ، كندهار ))
ليكل شوي دي . پداسې حال كې چې نوموړې
ليكنه ما ( ډاكتر جمشېد سمون ) د تېر
۲۰۰۴ ز كال د اگست په مياشت كې له
مسكوه خپرېدونكې ليمې مجلې لپاره په
مستعار نامه ((طـــبــــيــب افغــــان))
ليكلې وه چې په دغه وخت كې د مجلې د بيا
خبرېدو هيلې په زړونو كې راټوكېدلې وې ، خو
نوموړې مجله له هره كبله چې وو بيا خپره نه
شوه. كله چې دليمې مجلې د چاپ هيله په ناهيلۍ
بدله شوه نو نوموړې ليكنه مې هم له سواته
خپرېدونكې ((مينې ))مجلې په پته دچاپ
لپاره ورواستوله چې چاپ يې كړي . لدې كاره
مې موخه داوه چې ليكنه لر او بر پښتانه ټول
د چا ترلاسه چې رسيږي ورسيږي ، او هم تل
افغان وېب پاڼې په هماغه وخت (د ۲۰۰۴ ز
كال د اگست په مياشت كې ) خپره كړه .
http://www.talafghan.com/literatureandculture/
karakatana/pashtomusic=karakatana=tabibafghan.html
په ((مينه ))مجله كې يې له چاپېدو او يا
نه چاپېدو خبر نه شوم ځكه نوموړې مجله دلته
مسكو ته په منظم ډول نه رالېږل كيږي او ما
يې يوه گڼه د تصادف له مخې د يوه فرهنگي دوست
سره ليدلې وه .
په تل افغان وېب پاڼه كې يې
په خپرېدو هم دلته د فرهنگيانو تر منځ او هم
په نورو ځايونو كې د ليكونو له لارې موږ ته
مثبت او منفي غبرگونونه (عكس العملونه)
رارسېدل چې دهغې له جملې څخه دلته په مسكو
كې دځينو په اصطلاح فرهنگيانو ؟؟؟ لخوا ويل
كېدل چې له هنرمندانو څخه دغسې غوښتنې
بېځايه دي اوگويا افغاني هنر مندان پكې
توهين شوي دي او... او د ليك له لارې د
ښاغلي ورور احسان شېرزي غبرگون و چې زموږ
له ځوابه سره د تل افغان وېب پاڼې په
ليكونو ځوابونو پاڼه كې په خپل وخت خپور شو
او تر اوسه لا نوموړى ليك او ځواب په
نوموړې پاڼه كې شته .دغه
كرښه كښېكاږئ پاڼه به درته خلاصه شي .
زه پخپله دطب ډاكتر يم ، په مسكو كې
اوسېږم او د خپلې شخصي بوختتيا تر څنگ د تل
افغان وېب پاڼې د چلولو مسئوليت راترغاړه دى
.
د نوموړې ليكنې څخه دلته ټول
فرهنگيان دي او كه پرنگيان ، ځوانان دي او
كه دپاخه عمر خاوندان، خبردي ، او د ليكلو
په جريان كې هم دي چې په مسكو كې خپرېدونكي
(( افغان تلويزيوني كانال)) ته به مو په
ساعتو ساعتو كتل وخت به مو ضايع كاوه ،
يوه سندره به مې ځينې ثبت كړه اوبيا به
مو په كراتو كراتو ليدله او اورېدله چې
گويا د چا په هكله بېځايه ليكل ونه شي او
يا څوك بېځايه تورن نه شي . ليكنه چې
خلاصه او ټايپ شوه نو ددې لپاره چې له يوې
خوا په تل افغان وېب سايټ كې مې نوم په
ډېر تكرار راغلى نه وي او دوستانو ته
خداى مكړه كوم ډول ځان ښودنه ونه برېښي نو
د خپل يو دوست په مشوره مې ليكنه د
طبـــيب افغان په مستعار نامه خپره كړه ،
كه څه هم په دغه مستعار نامه ما دلته ټول
دوستان ښه پېژندلاى شي ، او له بلې خوا مې
نه غوښتل ښاغلي هنرمندان او يا دهنر
سوداگران په مستقيمه توگه له ځانه خفه كړم
او د ليكنې موخه هم د دوۍ د هنر په باب
اصلاحي بڼه درلوده ، نه د دوۍ خداى مكړه تو
هين او يا كومه شخصي دښمني .
په مستعار نامه د ليكنې خپرول د
كومې بېرې او پر ځان د نه باور له امله هم نه
وو ځكه له يوې خوا موږ شكر الحمدالله
مسلمانان يو ، بېره يوازې او يوازې له
ستر رب (ج) څخه لرو او بس ، ما پخپله كه دغسې
كومه بېره درلودلاى او پرځان او ليكنه
بې باوره واى ، لومړى خو به مې ددغې
كوچنۍ ليكنې د ليكلو جرائت نه درلود او
په دوهم گام كې به مې د خپلې ليكنې څخه
دغه دفاعيه نه ليكله چې اوس مجبور شوم په
ډاگه خپل اصل نوم هم وليكم .
دغه كوچنۍ ليكنه كه څه هم
كومه غټه فلسفي ــ پوهنيزه ليكنه نه ده
چې كوم ځانگړى حساب ورباندې وشي خو هر څه
چې دي زما ليكل دي او له (( الفه تر
يا يې )) د هر توري دفاع ته چمتو
يم او مستند دلايل وړاندې كولاى شم .
په د غه مستعار نامه
((طــــبــيب افغان)) ما يوه بله اوږده
ليكنه هم كړې وه چې سرليك يې و (( اوس نو
ووايئ ، فرهنگيان دي كه پرنگيان ؟))
چې د مسكو مېشتو ځينو په اصطلاح فرهنگيانو
په شخصيتونو او كړنو په باب او نو ر
اړوند مسايل پكې توضيح شوي وو خو بيا
دځينو نورو فرهنگي يارانو لكه د ښاغلو
محمد طاهر كاڼي ، انجنير محمد عارف خان او
هدايت الله په غوښتنو او ټينگار مې نه
دكوم خپرنيز ارگان په نامه د چاپولو
لپاره واستوله او نه مې د تل افغان پاڼې ور
باندې تورې كړې .
فكر كوم په مستعار نامه ديوې
ليكنې خپرول د دې مانا نه لري چې
ليكوال دې د هغې ليكنې څخه لاس په سر شي
او پرې يې ږدي چې په ليكنه يې
هر چا هر څه چې يې غوښتي وي ، وه يې كړي .
په هرې وېب پاڼې ، كتاب او
نورو خپرنيزو وسيلو كې دا جمله ځاى په ځاى
شوې وي چې (( د چاپ ټول حقوق محفوظ دي )) يا
په انگريزي ژبه ليكل شوي وي چې : ((All
rights reserved.))
. ايا د دې جملې څخه دا ډول وگړي چې له
اجازې پرته او يا د اصلي منبع له ښوولو
پرته د ليكنو محتويات كاپي كوي ، په بل ډول
او يا هم په يو يا بل نامه يې چاپوي يا
خپروي داسې مانا اخلي چې : (( تاسې حق لرئ
د دغه ليكنو سره چې څه كوئ ،كولاى يې شئ
!))؟ كه داسې نه وي نو بيا په كومه اجازه
او كوم حق ليكنې كاپي كيږي او په بدله بڼه
خپريږي .
د نوموړې ليكنې سرليك (عنوان) ته
بدلون وركړ شوى دى او بې مانا شوى دى .((
د اوسمهالې پښتو موسيقۍ
څو منفي خواوې)) يوه مانا لري او
((
د اوسمهالې پښتو موسيقۍ څو
خواوې)) بله
مانا لري . پداسې حال كې چې د ليكنې ټوله
موضوع همدا دسرليك جوخته (مطابق) د پښتو
موسيقۍ په ناخوالو او نيمگړتياوو ده .
د((بگړۍ والو )) او يا دهر هغه چالخواچې دا
كار كړى دى ، نوموړي سرليك ته د دوۍ په
اند د كوم بنسټيز بدلون په هيله او سود
بدلون وركړ شوى دى .
لومړۍ شماره ترې د كاپي كولو پر مهال
پاتې شوې ده او درك يې نشته دغه شماره د كرښې
په پيل كې راغلې ده چې اكثرآ د كاپي كولو پر
مهال دا امكان ډېر موجود وي ، خو بيا نورې
شمارې ژوندۍ را اخيستل شوې دي ما نا دا چې د
ليكنې منطقي تسلسل ته هم اصلا متوجه شوي نه
دي .
دليكنې متن
هم ترېنه په امن كې ندى پاتې شوى و، د ځينو
كليمو سمې او كره بڼې يې ناسمو ته اړولې
دي لكه ((چې))
يې چې په(( چي))
،(( كې)) يې
په(( كي)) او
((سندرې)) يې په
((سندري))
بدلې كړي دي او همدا رنگه
يوه نيمه هاغه كليمه چې پرې پوهيدلي نه دي ،
له ليكنې يې ايستلې ده لكه (( هڅوب )) او
نور .وگورئ :
http://benawa.com/rasanay/pagrey/3/7.shtml
غواړم دلته له وخته په گټه اخيستو ځينو
هاغو ورورنو ته چې په پښتو وېب پاڼوكې كار
كوي هم دا خبره ورسوم چې دا ډول كاپي كول
او تيار خوراك د ژورناليزم له اصولو سره
ښه او برابر كار نه بريښي . څو ځله داسې شوي
دي ، ليكوال موږ ته هم ليكنه رالېږلې ده او
نورو ته هم ، په ليكنه نور كار وكړم مانا دا
چې كره پښتو ليكدود ته يې راواړوم ، له
ليكواله څخه يې اجازه واخلم او يا د ليكنې د
سر په ياداښت كې بخښنه ورځينې وغواړم چې
ليكنه مې يوازې او يوازې كره ليكدود ته
رااړولې ده ، په محتوياتو يې كار نه لرم ،
ليكنه په تل افغان وېب پاڼه كې ځاى په
ځاى كړم ، چې په سبا ورځ يې گورم بيا په بل
پښتو وېب سايټ كې پرته لدې چې منبع يې ذكر
كړې وي ، همدا اصلاح شوې بڼه يې د تل
افغان وېب سايټه څخه كاپي كړې او په خپل
وېب سايټ كې يې خپره كړې وي او د ليكوال د
ليكنې اصلي بڼه بيا په
بل وېب سايټ كې په خپله بڼه خپره شوې وي
. دا كار ډېر ځله تكرار شوى هم دى تر دې چې
كله خو بيا سړ ى د وېب سايټ د پرمخ بيولو
څخه زړه تورن كوي هم .
ډېر ځله بياداسې هم شوي دي زما
په خپلو ليكنو كې ډېر كم تغيرات راولي ،
ادرس ، منبع او حتى ليكوال يې بل څوك معرفي
كړي لكه يوې د نوم خاوندې پښتو وېب
پاڼې( چې د نوم ذكر يې دلته لازم نه
گڼم )په
Microsoft
Windows
چليز سيستم كې د پښتو ژبې د شاملېدو خبر
چې كټ مټ يې د ټولو مالوماتو سره له تل
افغان وېب سايټ څخه را اخيستى و ، د سرليك
او د Download
پتې په تغير سره ( حواله يې په مشرق سافت
وركړې وه ، پداسې حال كې چې د كښته كېدو
لپاره تيار شوى فايل په تل افغان او
همدارنگه پخپله د مايكروسافت په وېب پاڼه
كې موجود و) خبر د اصل ليكوال او
منبع له ذكرڅخه پرته د بل چا( ننگرهاري ) په
نامه خپور شو . اوبياد يوې بلې وېب پاڼې
مسئولينو چون له اصلي موضوع نه خبر نه وو
خبر يې د داسې غلطۍ سره خپور كړ چې
گويا(( پښتو د وينډوز يوولسمه ژبه شوه )) .
پداسې حال كې چې په اصل خبر كې داسې راغلي وو
چې دمايكروسافت موسسې د
Windows
XP service Pack2
لپاره داسې يو
Update file
جوړ كړ چې يوولس نورې ژبې چې پښتو هم
ورپكې شامله ده وينډوز چليز سيستم ته
ورډېروي .( د دغه غلط خبر نمونه له موږ
سره شته .)
دمعلوماتولپاره دا لاندې كرښې كښېكاږئ:
http://www.talafghan.com/
hightechnology/pashtoinwindows=editor.html
لومړى
اوبيا :
http://www.tolafghan.com/
elamia/khabarthia.php?id=2469
زما له انده دا دغلا كلتور نه يوازې چاته
گټه نه شي رسولاى بلكې ټنبل او له هسې له
(( بادو)) ډك يې عادتوي .
كه ديوې مجلې ، اخبار او يا وېب سايټونو
خپرول داسې اسان كار وي لكه دوۍ چې گومان
كوي او بالاخره رسوايي يې نه درلودلاى نو
نن به هر سړي يو اخبار چلولو او بل وېب سايټ
چلولو ته زړه ښه كاوه .
د پورتنيو حقايقو په پام كې لرلو سره د ((بگړۍ))
د مجلې د مسئولينو ( د امتياز
څښتن : بريالي هلمند اومسوول چلوونکي : راز
محمد نظامي
) څخه هيله لرم چې زما د ليكنې د خپرولو
سره په مجله كې دخپرې شوې ليكنې دمنبع يا
ورلېږونكي او يا دغه ليكنه جوړونكي په هكله
وضاحت وكړي او له نوموړي شخص څخه دې د دې كار
دليل وپوښتي ، او همدارنگه د ليكنې د اصلي
ليكوال په وضاحت سره دې خپل ژور
ناليستيك مسئوليت رفع كاندي .
په درنښت |