|
نصرت الله الهام
خالص بابا اوله شعريت نه ډک شعرونه
داخو لکه دلمر روښانه ده چې دبابا شعرونه اولسي
اوشاعرانه دوا ړه رنګونه لري خالص بابا چې څنګه
توره چلولې ده دقلم توره يې هم نده پرې ا يښې ، زما
په فکر خالص بابا که په دا سې ترېنګلو سياسي
حالاتو کې چې کمونيزم او کورنۍ جګړه وه نه واى ،
لکه ګران استاد محمد آصف صميم چې دبابا دکتاب په
سريزه کې وايي ((خالص بابا هم له ځايه شاعر و ، خو
دخپلې ټولنې اړتيا او غوښتنې سياست غاړې ته
ورواچاوه )) که دغه ټولنه په داسې رنځ نه واى
اخته ، اوقدرمن خالص بابا ته يې سياست غاړې ته نه
واى وراچولى ،
نو لکه څنګه يې چې دسياست په ډګر کې وس يو خاص ځاى
لرلى په خپلمنځي جګړو کې ککړ نه و، ملي لاره يې
تل غوره کړې وه ، دهېواد گټې يې همېشه په نظر کې
نيولې وې ، ددې په دين مين ولس په نبض يې تل ګوتې
ايښې وې، او ددې ولس دزړه خبره يې تل کړې وه
،همداسې به يې په ادب کې هم لکه څنګه چې دى يو پاک
اوسپېڅلى نوم ځلولى واى ،دومره پرمخ تګ به يې کړى واى چې اوس به يې نوم
دحمزه بابا سره څنګ په څنګ يادېدلاى .
خالص بابا وايي :
وسکونډه باڼه چې مې تازه دزړه زخمونه شي
بيا چې پـکې ياره جوړ دسرو وينو ډنډونه شي
راشـــه چې په ځــاى دسپېلني درته لوګى شمه
مــــات چـې درقيب دبدو سترګو نظـــــــرونه شي
رښتيا هم چې د دين او دوطن دليلا مخ ته يې ځان لکه
سپېلنى لوګى کړ او خپل رسالت يې پوره کړاى شو .
خو داسې برېښي چې د خالص بابا نوره شاعري چې لا په
لاس کې يې نه لرو دورکېدو دخطر سره مخامخ ده .
لکه څنګه چې خالص بابا دخپل کتاب (( دامونه اودانې
)) په سريزه کې ورته اشاره کړې ده . ((له ګران
ملاخېل صيب نه مننه کوم چې زيار يې کښلى او يوڅه
يې لاس ته راوړي ، خو دابه ددې معنى و نه لري چې
زما ټول شعرونه به همداوي ، که په دې سيند کې نورې
غوټې ووهي ، نوښايي نور څه هم لاس ته ورشي . ))
زه دخالص بابا د زامنو او دهغه چانه چې نيږدې ورسره
پاتې شوي دي هيله لرم که دغه شعرونه ورسره وي
اوساتلي يې وي نو ارومرو دې دغه پانګه ولس ته
وسپاري
او که يې ناغيړي کړې وي دټول ولس ترې دګيلې حق لري
.
بير ته به دبابا دشعر په لور راوګرځو .په دامونه
اودانې کې مې يو نظم ((دحقيقت ، خيال او خوب ترمنځ
)) په نامه وليده چې عنوان يې راته ډېر عجيب
ښکاره شو ماويل چې څنګه لکه چې بابا يوه نوې
اختراع کړې ده او هغه ددې درې توکو ترمنځ يوڅه بل
شى دى چې لا نوم نه لري ،
خو چې نظم مې ولوسته رښتيا هم نه حقيقت ، نه خيال
اونه خوب و يوبل څه چې زه يې همدغه او همدې ته
ورته نور پاخه خيالونه اوزړه دردونه يې دخپلې دې
خبرې داثبات لپاره دليل نيسم چې دپښتو ژبې دنوموتو شاعرانو سره يوځاى به دبابا نوم يادېدلاى .
دغه نظم دښاغلو لوستونکو مخې ته هم ږدم .
دحقيقت ، خيال اوخوب تر منځ
دنارنج دګل مېله وه زه يې هم ومه بللى
اديبانو کې ملګرو ، زه لاهم ومه شمېرلى
پسر لى دى خوشحالي ده . زېړ ګلونه غوړېدلي
بلبلان وايي سندرې ، بوراګل ته نڅېدلى
هلته ګورم دباغ منځ کې ببر سرى بنده ناست دى
ما ويلې دابه څوک وي ، وروان شوم غلى غلى
ګورم ناسته ده تورسرې له کوترې نه اوتره
سر سرتور اوبل يې جړ دى او ګرېوان يې دى څيرلى
حق حيران شوم چې داڅوک ده يو قدم شومه وروړاندې
يو ماشوم يې دى په غېږکې په سرو وينو لمبېدلى
ناببره مې کړه کريغه ، چې داڅوک دى اوداولې ؟
داماشوم وايه دچادى اوداکوم ظالم وژلى؟
بنيادم يې که شيشکه ، دلته کله يې راغلې ؟
څه درشوي ، څه دې کړي ، چې دې پرېښى کور اوکلى
ورو يې سترګې کړې راپورته ، وېل يې زه خو کابلۍ يم
دغه زوى مې مجاهدو ، په راکټو دى ويشتلى
ورور ، څښتن اومشر زوى مې ، هلته شول دخاورو لاندې
دايو څو ورځې دمخه ، زمونږ کور دى نړېدلى
احساساتو مې اور واخيست ، لاس مې پورته کړو اسمان
ته
ماوې خدايه ته يې هلاک کړې ، چې داکور چا نړولى
دې وې چپ شه ((نبي خېله )) ښېرامه کړه ، مجاهدو
له روسانو په سرووينو داهېواد دى راگټلى
دگل خوا کې خو اغزي وي ، خزانې سره ښامار وي
دامتل مې څوڅو ځلې ، له مشرانو اورېدلى
اديبانو ته مې مخ کړو ، ماوې وخت دمېلې ندى
دښمن اوس هم لاس په کار دى ، اوهېواد دى غم لړلى
چې مې سترګې رارڼې کړې ، هاتف غږ راباندې وکړ
(( نبي خېله)) لمونځ قضا شو ، عجيبه خوب دې ليدلى
په پاى کې يوه هيله لرم او هغه دا چې دخالص بابا
دلمانځنې په اړه که دافغاني ليکوالو اوشاعرانو
لخوا دهغه دهنر په اړه دهغه دلمانځنې په موخه لويه
غونډه جوړه شي ښه به وي . چارواکي دخپلو سياسي
اهدافوپه خاطر سره راټولېږي او ليکوالان اوشاعران
نه ګيله لرم چې دارواښاد په هکله يې ځانونه بې
خبره غوندې ښيي .
خو کيداى شي ددې بېغورۍ لامل به هغه عامه وېره وي
چې په سيمه کې امريکايي بدماشانو خوره کړې ،
اومونږ نه پرېږدي چې دهېواد يوه درنه علمي او ادبي
سټه ((خالص بابا )) ولمانځو .
|