|
ډاكتر
جمشېد سمون
مسكـــــو ـــ روسيـــــه
د ګل پا چا الفت په نثري كلياتوكې
په يوې
چاپ شوې ليكنې شك او يو څونورې يادونې
د پياوړي ليكوال او مبتكر شاعر، ژورناليست،
قانونپوه او مفكر سياستوال خداى بخښلي استاد ګل
پاچا الفت تخليقي نثري ليكنې ،
غښتلي
ليكوال، شاعر او ژورنالست ورور محمد اسمعيل يون تر
هاغه ځايه
چې څه په لاس ورغلې، راټولې او د يوې اوږدې
معلوماتي سريزې سره يې((د الفت نثري كليات)) نومي
كتاب په بڼه، په
۱۳۷۰لېږديز
لمريز كال، په كابل كې چاپ كړې .
وروسته يې له نورو زياتونو سره د دوهم ځل لپاره د
الفت اكاډمۍ او دانش خپرنځي لخواپه پېښور كې چاپ
او خپرې كړې(د
۱۳۸۷ل
ل د وري مياشت )، چې د استاد الفت د اثارو
د راټولولو لپاره يې هڅې د ډېر قدر وړ دي .
د استاد الفت د نثري ليكنو پاتې برخې چې ښاغلي
ورور عبدالرحيم بختاني راټولې كړې دي، د الفت
اكاډمۍ لخوا نږدې درې كاله پخوا(۲۰۰۱
زېږديزكال)په كتابي بڼه(د الفت نثري كليات
دوهم ټوك) تر نامه لاندې چاپ او خپرې شوې .
كتاب ما(
د كرښو ليكوال
)
ته، د هېواد څخه د
لېرېوالي او هېواد ته د مسكو مېشتو څو فرهنګيانو د
كم تګ راتګ له امله دا دى نږدې درې كاله وروسته له
چاپه، راورسېد. كتاب په مناسبه كچه او ښه ښكلې بڼه
د يو شمېر ټاپ ښوېدنو سره سره، نسبتا په ښه كاغذ
او روښانو تورو چاپ شوى دى چې د ورور عبدالرحيم
بختاني او د الفت اكاډمۍ هڅاندو مشرانو او غړو ته
يې د چاپ مباركي وايم او د استاد الفت د اثارو په
بيا چاپ او ساتلو كې يې ډېره ښه
او په تول درنه هڅه بولم.
د استاد ګل پاچا الفت د فكري لارې د لاروي او د
هغه د انساني مكتب د يو شاګرد په توګه غواړم لومړى
خپل هاغه شك تاسې (ورور بختاني صيب، د الفت اكاډمۍ
د غړو او لوستونكو) سره شريك كړم چې د الفت نثري
كلياتو د دوهم ټوك
د
۱۲۷
مخ د ((د آشناى په ياد))
نومې
ليكنې په اړه دى،د استاد الفت دمستعارو نومونو او
په مستعارو نومونو دچاپ شوو ليكنو په اړوند له
يولنډ يادښته څخه وروسته
بيا د الفت صيب د هاغې ليكنې يادونه وكړم چې د
الفت صيب د نثري ليكنو په دواړو ټوكو كې نه ده
راغلې اوورپسې يې كټ مټ (په هماغه پخواني ليكدود)
د ليكنې په وروستۍ برخه كې وكښم، تر څو د الفت صيب
د نثري ليكنو مينه وال ترې خبر او د دغه حقدار
استاد د نثري كلياتو د دوهم ټوك په بيا چاپ او يا
كه كوم چا يې نورې پاتې ليكنې په دريم ټوك كې
راټولولې، په پام كې ولري، او ټولې ليكنې يې په
نثري
كلياتو كې خوندي شي .
ښاغلي ورور بختاني صيب نوموړې ليكنه (د آشناى په
ياد) د افغان جريدې د لومړي كال له دوهمې ګڼې (۱۳۵۰
ل ل كال د وږي اتمه، د۱۹۷۱
ز د اګست دېرشمه) څخه چې د(چيستان نويس) په مستعار
نامه يې خپره كړې ده، را اخيستې ده.
لومړى خو يوازې او يوازې
همدا يوه ليكنه د (چيستان نويس) په مستعار نامه د
الفت صيب د ليكنو په كتار كې راوستل شوى ده، پداسې
حال كې چې د الفت صيب په ډېري (اكثرو) مستعارو
نومونو،څو څو ليكنې راغلي دي لكه په همدغه دوهم
ټوك كې يې د ( نو آور) په مستعار نامه څلور ليكنې
( كيست، گريز ماهرانه، ميدانيد چه ميخواهد، هنر
كجدار و مريز) ،
د
(محرر) په مستعار نامه يې څلور ليكنې( كابينه،
شنډه ديموكراسي، تصور او واقعيت، مټتى) او د( نو
نويس) په مستعار نامه يې درې ليكنې ( دوه ليكنې د
پرسش و پاسخ تر سر ليك لاندې او يوه ليكنه د الحق
القريب تر سر ليك لاندې) راغلې دي . د الفت صيب
په(چيستان نويس) مستعار نامه كوم بل چا ، نه كومه
ليكنه ليدلې ده او نه يې ( چيستان نويس) مستعار
نوم د استاد الفت بللى دى .
كه
د مرحوم استاد الفت د ليكنو او سبك سره څوك له
نږدې اشنا وي نو(د آشناى په ياد) ليكنې په لوستلو
به خامخا دا شك ور پيدا كېږي چې دا به د خداى
بخښلي استاد الفت
پر ځاى د كوم بل داسې ليكوال لكه علامه حبيبي
صاحب، استاد بېنوا صيب، بڅركى صاحب..... ليكنه وي
پدې دليل چې:
د
نوموړې ليكنې لهجه په سلو كې سل د افغانستان د
لوېديځو ولاياتو او يا د جنوبي پښتونخوا د وګړو
لهجه ده چې د نوموړو سيمو ليكوالو هم
ترډېره
ځايه په خپلو ليكنو كې د خپلې سيمې لهجه كارولې ده
او يا كاروي يې
لكه
خداى بخښلو علامه پوهاند حبيبي صيب، استاد بېنوا
صيب، بڅركى صيب، او ښاغلو اكاډيمسين پوهاند رشاد
صيب، كانديداكاډيمسين محمد ابراهيم عطايي صيب،
كانديد اكاډيمسين محمد انور نوميالى صيب او
پروفيسر سيال كاكړ صيب چې په خپلو ليكنو او شعرونو
كې سيمه ايزه لهجه كارولې ده او
كاروي يې. او هغه لدې لامله :
په ليكنه كې د اشنا، باله، ښوده، كړ، ښوراوه،
وپوهېده، وخوت، په لاره ته، درلود يا درلوده،
كېده، ښځو يا مېرمنو، ژوند، واخلي، وكړي، كاوه،
هيله، وغږېږم، معتبرېده، صفات او مميزات چې د ده د
شخصيت د معرفۍ په غرض بيان شول، خداى دې پرې
ورحميږي ؛ پر ځاى په ترتيب سره د: (اشناى)، (
بالى)، (ښووى)، (كى)، (ښوراوى)،(پوهېدى) [ په چاپ
كې پوهېدى كلمه د واو
نه
پرته راغلى ده چې اصلاٌ بايد( وپوهېدى) وي
]،(وختى)،( په لاره تى)، (درلودى) ، ( كېدى)، (
ماينو) ،
(حيات)، ( واخي)، ( وكى )، (كاوې)، (ارزو)،
(وژغېږم)، ( معتبرېدى)، ( صفات او مميزات چې د ده
دشخصيت د معرفۍ لپاره بيان شوه)، (خداى دې پر
ورحميږي) او همدا رنګه د بډاى او بډايۍ د كليمو
كارېدل د خان او خانۍ پر ځاى،
د دې احتمال قوي كوي چې نوموړې ليكنـــــــــه دې
د كوم بل داسې ليكــــــــوال وي چــــــــــې په
خپله
( كندهارۍ _ كوېټه واله ) لهجه يې كښلې وي .
د دې لپاره چې د نوموړې ليكنې د ريښتيني ليكوال
سپيناوى وشي د خداى بخښلي الفت صيب د هممهالو هاغو
ليكوالو او پوهانو څخه چې د استاد الفت ليكنې له
نږدې پېژني، هيله كېږي تر څو په دې هكله خپلې كتنې
او رايې وليكي.
بله
خبره غواړم د الفت صيب د هاغو ليكنو په هكله وكړم
چې ښاغلي اسمعيل يون د الفت نثري كلياتو په لومړي
ټوك كې د ښاغلي زلمي هېواد مل د ليكنې ( د الفت
ياد) نومي كتاب په حواله د ظريف افغان، كجوروال،
علاقمند، محتاج، ستمديده، نو آموز، نادار،
ارزومند، نكته رس، نكته دان، منتظر، مشاهد، حق
بين، منصف، حق پسند، دلسوز، امنيت خواه، لغت دان،
پارلماني وكيل، دقت پسند، اعتدالي، ملتفت، قانوني،
خپل، بې زړه
او ا_ط گ
په
مستعارو نومونو ليدلي دي.؛هغه دا چې: په نوموړو
مستعارو نومونو ليكنې
نه
د
استاد الفت د نثري كلياتو په لومړي ټوك او نه
په دوهم ټوك كې راغلې دي، كه چېرې د استاد الفت
ليكنې په نوموړو مستعارو نومونو چېرې ليدل شوې وي
نو بيا ولې په نثري كلياتو كې راغلې نه دي ؟
(ولې
ځاى نه دى وركړ شوى؟)
يوه بله خبره هم د استاد الفت د مستعارو نومونو په
باره كې د يادولو وړ بولم هغه دا چې :
داستاد
الفت
د
نثري كلياتو د لومړي ټوك د
۴۸۸
مخ
ليكنه
د محتاط په مستعار نوم ( څنګه حاكم، رښتيا وايم)د
ولس جريدې د
۱۳۳۰
ل ل كال د چنګاښ د
۱۸
نېټې، څلورمې ګڼې د لومړي او دوهم مخ څخه راخيستل
شوې ده، خو د (محتاط) مستعار نوم د نوموړو مستعارو
نومونو په كتار كې بيخي نه دى راغلى
( موخه مې د الفت نثري كلياتو د لومړي ټوك د دوهم
چاپ په يولسم مخ كې د راغلو مستعارو نومونو د كتار
څخه ده .) ؛ هيله ده په راتلونكي كې ورزيات شي .
په
پاى كې غواړم د الفت اكاډمۍ د غړو او د استاد د
اثارو د راټولوونكو او مينه والو پام، د استاد
الفت هاغې ليكنې ته راوګرځوم چې خداى بخښلي استاد
هاغه وخت د پښتو ټولنې د رئيس په توگه د مرحوم
استاد بېنوا د ( اوسني ليكوال) په لومړي ټوك يې
دكره كتنې په ډول ( تنقيدي ډول ) ليكلې وه ،
مرحوم
استاد بېنوا د كابل مجلې د
۱۳۴۱ل
ل
كال د وري د مياشتې د لومړۍ ګڼې څخه رانقل كړې ده
.
او
( د پښتو اوسني ليكوال) په دوهم ټوك كې د تقريظونو
او تنقيدونو په سلسله كې د ابجد له ي څخه تر ع (
ي، ك، ل، م، ن، س او ع) مخونو كې راغلې ده . ليكنه
داسې پيليږي :
گرانه
بينوا په عمر او قلم دى بركت!
ستا په اجازه ستا په كتاب (اوسنى ليكوال) څه ليكم
مګر يوازى ستاينه نه كوم په تا باندى اعتراض هم
كوم ځكه چه ته
هغومره
تريو
او تريخ سړى نه يې چه سړى درنه
لا
په خوب كې هم وډار شى.
ستا يو خصوصيت دا دى چه ته محبوب كېداى شې او مهيب
كېداى نشې، ستا كتاب د دې عصر ډېر پښتانه ليكوال
او شاعران په خلقو پيژنى او د پښتو د اوسنى ادب د
نظم او نثر رازراز نمونې او څو ډوله ليكنى معرفى
كوى. د دې كتاب په زړه كښى دافغانستان او
پښتونستان پوهان، ليكوال او شاعران يو شانته ځاى
لري او د ادبى يوالى ډېره ښه وثيقه ده .
ستا د ډېرى مودې زيار او زحمت چه د ليكوالو د
حالاتو په لټون او ښكلو آثارو په راغونډولو كښى دى
ګاللى دى د ستاينى وړ دى .
تا ډېر كار كړى او په ډېرو خلقو دى لږه ډېره رڼا
اچولې ده.
ستا ذوق د ادبى آثارو په انتخاب كښى ډېر ښه دى او
ستا لنډى لنډى تبصرې او خپل قضاوتونه په زړه پورى
دى .
دا كتاب په داخل او خارج كښى دتحقيق او تتبع
خاوندانو ته يو ډېر ښه ماءخذدى چه څو رازه استفاده
ترېنه كېداى شى .
ښايى چه دا اثر پس له دې د ډېرو ليكنو د حوالې ځاى
وى او ډېر خلق ډېر څه له ((بېنوا)) واخلى .
كه
دا اثر تر آخره تكميل شى يوه لويه ذخيره به وى چه
ډېر رطب و يا بس به پكښى وى .
زه دا كتاب يو مهم او دروند اثر ګڼم چه ډېر ضرورت
ورته موجود و.
د دغسى كتاب د ليكلو دپاره په دوه لحاظونو ته ډېر
مناسب يى : يو دا چه
پخپله شاعر او اديب يې چه ادبى ذوق او قريحه درسره
په ادب شناسۍ كښى درسره ښه مرسته كوى
(انما يعرف ذالفضل من الناس ذووه) بله دا چه ته له
يوه داسى مرض څخه تر ډېره حده ساتلى يې چه هغه د
دغسى كتاب په ليكنه كښى سړى له سمى لارى نه بلى
خوا ته بيايى او هغه د حسد او غلط رقابت مرض دى :
كېداى
شى چه په ځينو لحاظونو ته ځينى نيمګړتياوى هم ولرې
چه د دې كتاب په ليكلو كښى ئې ستا د جرئت مخه
نيولې وى يا زمونږ نيمګړتياو ستا د اخلاقى شجاعت
په مخكښى سكندرى سد درولى وى .
په هر صورت دا ويلى شو چه ته پخپلو قضاوتونو او
ادبى تبصرو كښى آزاد نه يى، او انتقادى جنبه په
دغه كتاب كښى نيمګړې ده .
زه هم دغه نيمګړتيا د مجبوريت او معذوريت اغېزه
ګڼم او تا نه ملامتوم مګر ځينو نورو خبرو ته دى
توجه را اړوم چه كه زما نظريه درته صحيح ښكاره شى
په نورو جلدو كښى به ورته اعتنا وكړې او هغه دا دى
:
زما په فكر په دې كتاب كښى
د تأليف او تصنيف په لحاظ يو مشخص او معين پروګرام
ندى تعقيب شوى يعنى دا توازن او تناسب پكښى
نه دى ساتل شوى چه په يوه ليكوال باندى بايد څومره
بحث وشى او د بحث اساسى ټكى او مهمى برخى بايد
كومى وى؟
زما مقصد دا نه دى چه په يوه ليكوال ولى شل پاڼى
او په بل دوه يا درې پاڼى ليكل شويدى ځكه چه په
ليكوالو كښى هم لوى او واړه شته چه څوك
ډېر حق لرى او څوك لږ، د چا سوانح اوږده وى او د
چا لنډه - نو دا نشى كېداى چه د احمد او محمود
كميسونه دى په يوه اندازه وى- زه دا وايم چه مؤلف
بايد د ليكوالو د پېژندګلوى د پاره يوه نقشه ترتيب
كړې واى چه مثلا يو سړى د اجتماعى خدماتو د ادبى
مقام او د شخصيت په لحاط تر كومه حده له څېړنى
لاندى ونيول شى او د معرفۍ اندازه بايد څومره وى
يعنى داسى ونشى چه د يوه په پېژندګلوى كښى د هغه د
اشنا د همسايه خبرى هم وليكل شى او د بل خپل حال
هم نيمګړى وويل شى يا په بل عبارت د يوه په رسم او
تصوير كښى د هغه د پګړۍ د شملې اندازه او د پڼو
مېچ هم وښودل شى او د بل په عكس كښى يوازى د هغه
سر راغلى وى .
زما په عقيده په دې برخه كښى ښاغلى مؤلف خپل زحمت
كم كړى او هر چا چه په هر چا باندى څه ليكلى دى ده
عينا را نقل كړى او دې ته ئې نه دى كتلى چه د
كتابى معيار په لحاظ دغه ليكنه كافى ده كه زياته
ده او كه نيمګړى ده؛ په همدغه وجه داسى هم شويدى
چه د يوه ليكوال په پېژندګلوى ډېرى پاڼى ډكى دى
مګر اصلى او ضرورى مطالب پكښى نشته او په ځينو بې
ضرورته بحث اوږد شوى .
په دې كتاب كښى د همدې لامله تناسب او موازنه وركه
ده چه د ځينو
په باب د نورو ليكوالو ليكنى له جرايدو او مجلاتو
څخه بې د اختصار او ضرورت له مراعاتو رانقل شوى او
د ځينو په كښى لا د هغو په ديوان باندى د چا ادبى
او شاعرانه تبصره رااخيستل شوى دى چه هلته د شاعر
په ځاى د اشعارو ديوان تحليل شويدى .
كه چىرى ښاغلى بىنوا د نورو ليكنى دومره نه واى
نقل كړى او د خپل فكر او نظر له اظهار څخه ئې زيات
كار اخيستى واى دا كتاب به نور هم ډېر ښه و او د
هغه چا تنده به پرې ډىره ښه ماتېده چه هغه پخپله د
((بېنوا)) له فكر او نظر سره ډېر علاقه لره .
د مثال په ډول وايم : په ((اجمل خټك))
۴۷
صفحى كې ليكل شويدى او دغه سړى حق لرى چه ډېر څه
پرې وليكل شى مګر په دې دومره صفحو كښى د بىنوا
خپلى خبرى يوه صفحه هم نه ډكوى او سره له دې چه
ظاهرا د ده په پيژندګولى ډېرى پاڼى ډكى دى مګر په
حقيقت كښى پرې لږ څه ليكل شوى يعنى په لوستلو ئې
سړى ستړى كيږى مګر قانع كيږى نه .
په دې برخه كښى اول د ښاغلى اجمل هغه سوانح اخيستل
شوې ده چې پنځلس كاله پخوا ئې ليكلې او ښاغلى
بىنوا ته ئې سپارلې ده بيا د ښاغلى هميش له كتاب
(پښتانه ليكوال ) څخه هغه څه راخيستل شوى دى چه
هغه په اجمل ليكلى اوپه دغه ضمن كښى بيا هغه څه
رانقل شوى چه ښاغلى اياز
داودزى د اجمل په اشعارو (د
غيرت چيغه) باندى د تبصرې په ډول ليكلى دى ځكه نو
پكښى له يوې خوا مكررات ډېر شوى دى او له بلى خوا
په كښى له موضوع نه بهر ډېر څه ثبت دى :
مثلا اجمل د غيرت په چيغه كښى په ځينو نظمونو
باندى د توضيح په غرض په نثر څه ليكلى دى چه د نظم
د ليكلو اسباب او علل او موجبات ئې څرګند كړى دى
نو په دغه مناسبت
–
اياز
داودزى
ليكى :
((د نظمونو په مجموعه كښى دا رنګ (شان نزول) چه په
پښتو كښى ئې شايد ابتداء د ايمان غر او د شعر
سمندر ، ګران سمندر خان
كړې ده د ناقد او مبصر كار خو اسانوى خو ورسره د
دغه نظمونو د عموميت او علمګيريت پړ تاو هم ډېر
راتنګوى. د شان نزول د لوستلو نه پس كه لوستونكى
داسى ګڼى چه ګنى دا نظمونه د وختى جذبو نه راپيدا
شوى دى نو بل اړخ ته عمومى اپېل هم محدود كوى،
شاعر او فن كار بايد د ځان نه د هىڅ قسم قيدو بند
ليكى تاو نكړى او ځان او خپل فن آزاد پرېدى)) دغه
راز خبرى كه د اشعارو په يوه ديوان باندى د نقدو
په لحاظ مناسب او په ځاى دى نو په هغه كتاب كښى چه
په اجمل باندى د يوه ليكوال په حيث څه ليكل كېږى
له موضوع نه خارجى دى .
كه يو لوستونكى دغه كتاب لولى او د يوه شاعر په
پېژندګلوى كې له دې عبارت
سره
مخامخ شى :
((سندرى ويل د بينادم په خټه كښى اخښلى شوى دى ،
يو شپونكى چه د ګډو رمه روانه كړې د هسك خيبر لوړ
سر
ته وخيژى نو زړه ئې هواشان وخورى په غوږو ګوتى
كېږدى او يوه ټپه د خيبر په ارتو لمنو كښى وګړ
كيږى
، يو زميندار چه په ودان پسرلى كښى د غنمو په شنو
پټو راشى نو غير شعورى طورئې د احساس د ژور تل نه
سندرى هسكى شى- يوه بوډۍ چه د شپى څرخى ته كښېنى
او د سپوږمۍ په روڼ مخ كښى د پېغلتوب د يادو نخښى
ووينى نو ئې يوه هېره سندره د شعور په فشار كښى
خپلى انګازې خوروې كړى ، يوه نازولې پيغله چه د
خپل باباجى د مينى د محل په هسكه مناره ودريږى او
له ورايه خپل نتلى ژپلى مين ووينى نو د دغه ساعت
نه
څه هم دا رنګ مصرعى زيږى چه :
زما به ته ياديږى ياره !
كه د جنت په منارو ولاړه يمه))
نوايا دا خبرى به ورته له موضوع نه خارجى او بې
تناسبه ښكاره نشى
او
دا به
ونه
وايى چه مؤلف بايد د نورو دغه رازليكنى بې له حذف
و اختصاره نه واى اخستى؟
هغه څه چه ښاغلى محقق او عالم ليكوال عبدالحى
((حبيبى)) په ځان باندى ليكلى او بينوا ته ئې
استولى دى په دې كتاب كى عينا اخيستل شويدى. يعنى
دا چه ښاغلى حبيبى خپل ځان ته ډېر په قهر شوى او
ډېر بد و
رد
ئې ويلى دى .
پخپله ((حبيبى )) صاحب د همدغه ليك په آخر كښى
ليكلى دى ((ګرانه بېنوا!
ما معاف كه ! په دغه كرښو كښى چه څه د اخيستلو او
نشر
وړ وى
وائې
خله خذ ما صفادع ما كدر .))
د دغسې اختيار په مرحله كښى بايد بېنوا هغه څه نه
واى اخيستى
چه
دى به ئې پخپله هم حقيقت نه ګڼى بلكه ډىر افراطى
انكسار او هضم نفس به ئې بولى .
په دې كتاب كښى د ليكوالو او شاعرانو په جمله كښى
يو نيم سړى داسى هم راغلى دى چه په مسلكى او
اجتماعى لحاظ د انتقاد وړ دى مګر بىنوا دا نشو
كړاى چه د هغه اصلى څېره وښيى اما بالعكس مجبور
شوى چه په ښه رنګ او بڼه كښى ئې معرفى كړى .
دا كتاب اساسا د تخلص په اعتبار د الفبا په ترتيب
تدوين شوى او چا چه تخلص نه درلود نو بيا ئې نوم
په هماغه ترتيب راغلى دى يعنى د نامه او تخلص
ګډوډى پكښى ده نو كه چېرى كتاب د نامه په لحاظ
مرتب شوى واى
دغه اختلاط به نه پېښده ځكه چې نوم هر څوك لرى او
تخلص ټولو ته نه دى رسېدلى او بيا لا داسى هم شوى
دى چه ځينى كسان چه تخلص هم لرى تخلص ته ئې اعتبار
نه دى وركړى شوى بلكه نوم ئې تخلص ګڼل شوى دى .
همدارنګه د تخلص د حرفو په لحاظ هم هغه څوك چه
بايد د مخه راوړل شوى واى وروسته راغلى دى يعنى
ښاغلى جرار له ښاغلى محترم ملګرى جلالى صاحب څخه
وروسته دى حال دا چه د الفبا په لحاظ بايد بالعكس
واى .
دلته بايد دا خبره توضيح شى چه د كتاب ترتيب كه د
درجه په لحاظ واى كتاب په لومړۍ درجه او د ريمه
درجه وېشل شوى واى نو بيا جلالى صاحب يوازى له
جرار نه بلكه له ډېرو كسانو نه دمخه حق درلود او
په مشرانو كښى راته- ځينى اهل الرايه اشخاص وايى
چه بايد په كتاب كښى د درجبندۍ لحاظ ساتل شوى واى
او د الفبا ترتيب په نظر كښى نه واى نيول شوى- دا
كار به ډىر ښه و، مګر مشكل
و د ځينو كسانو خوابدى هم ورسره تړلې وه چه محتاط
اشخاص ورته زړه نشى نيولى _ ځينى تخلصونه چه د درو
تنو تر مينځ مشترك دى يو ترېنه انتخاب شوى او بل
پرېښودل شوېدى لكه (پښتون او رشاد) .
د هر ليكوال له تخلص يا نامه سره ئې بايد مسلسله
نمره هم ليكلې واى چه د ليكوالو مجموعى تعداد
معلوم واى .
داو زما د يوه سطحى او سرسرى نظر محصول چه په دغه
كتاب څرګند شو مګر زه دا منم چه زما دغه كتنه
نيمګړې ده ځكه چه ما ټول كتاب د كره كتنى په اساس
ندى كتلى او يوازى د كتاب په ځينو برخو كښى مى دغه
څه وليدل چه د ښاغلى بېنوا ((بېنوا)) د ښه سړيتوب
او لويى سينى په اعتماد او زما او د ده
–
د ټينګى دوستۍ او ملګرتيا په مرسته ئې اظهار جايز
وګڼل شو.
زه ښاغلى بىنوا ته سربېره د دغه مهم او درانه كتاب
په تبريك دا تبريك وايم چه ده پخپل دغه كتاب باندى
د ادبى انتقاد ور پرانيست او له هر چا څخه ئې د
كره كتنى غوښنته وكړه يعنى دا افتخار هم د ده په
نصيب شو چه له انتقاد نه ونه وېرېده او ليكوال ئې
د خپل كتاب د نقص او عيب پلټولو ته راوبلل .
مبارك دى شه- بختوره وروه! دغه لويه كاميابى!
(د
كابل مجله)
د
۱۳۴۱
كال د ورى مياشت _ لومړۍ گڼه
|