|

استاد
محمداصف صميم
دامونواودانوته يوه کتنه
په بزم ورزم باندې چې راشي
د توتي ژبه، زړه دپلنګ لر ي
خوشال بابا
پر١٣٦٨ل کال چې دجهادي بهيروتلي ليکوال اوڅيړونکي
ښاغلي شهرت ننګيال ((وينه په قلم کې)) نومې تذکره
دجهادي څيړنومرکزله خواخپره کړه : نودهجرت په
چاپيريال کې يي ديوې غنيمت تذکرې په توګه ښه تود
هرکلى وشو،خونقادانوته بيا دادبي تذکرې
دښووليوآرونواومعيارونوله مخې ادبي تذکره ښکاره نه
شوه ،ځکه دادبي تذکرې کچ مېچ ،داښوول شوىاومنل شوى
دى،چې په ادبي تذکر ه يوازې
دهغوليکوالواوشاعرانوپرژونداوافکاروباندې مفصله
څېړنه کيږي ،چې ديوه ادبي سبک يا ادبي مکتب
بنسټګرياغوره استازي وي. پردې سربېره څينې هغه
ليکوال اوشاعران هم دادبي تذکرې تروزرزلاندې
راتلاى شي ،چي که دکوم ادبي اوښتون ښکارندوى هم نه
وي،خودخپل هنري کمال له مخې په ادبي تذکروکې
دځلونې حق اوڅاى لري .
دښاغلي ننګيال په دغه تذکره کې هم ترادبي ارزښت
زيات سياسي ،جهادي اوقيادي ارزښتونوته ارزښت
ورکړشوى و،داسې چې په تذکره کې له ټول ټال
٧٧کسوځنې يوازۍ٥٤کسوپه يوه نه يوه بڼه له ادب سره
تړاودرلود.البته دهمدغوجهادي قيادي معيارونوپه
لړکې يوازې يو مولوي محمد يونس خالص هغه څوک و،چې
دخپلې ادبي مخينې( سابقه ) له مخې يي دننګيال په
تذکره کې پرګډون نيوکه ونه شوه. ځکه په دغسې
تذکروکې دخالص باباپه څيرقلموالوګډون،پرده احسان
نه ،بلکې دده حق واوبياپرداسې مهال،چې که په
اوياکلنۍ کې يې هم په زړوهډوکيودخپلې خاورې اوخپلې
ګروهې (عقيدې) ددښمن پروړاندې خپله تېره توره
چلوله،نودقلم په ډګرکې يې په خپل وياړلي قلم کې
دزړه وينه څڅوله اودخپل ميړني اواتل اولس په
برخليک ټاکنه کې يې ترې کاراخيسته.
دعلامه اقبال رح وينا رښتياده،چې وايي:
اولسونه دشاعرپه ضميرکې زيږي،خودسياستوالوپه لاس
مري.
خالص باباهم له څايه شاعرو،خودخپلې ټولنې
اړتيااوغوښتنې سياست غاړې ته ورواچاوه.ګنې داخوهغه
شاعرو،چې دشعر په زوريې هم دخپلواکۍ هوسۍ
دبلوسګرښکاري له منګولوراخپلولاى شوه .هغه داکار
خپل شعرپه سحرهم کولاى شو، ځکه دهغه په هنرکې چې
کومه ښکلا،ځلا اوپياوړتياوه،هغه له
دغوتاوجنواوويرجنوحالاتونه څولسيزې وړاندې دې
هنرپوه اولس پېژندلې وه،ددې هنر مينې ټولنې هر
هنرمين وګړي دده له خولې دده رندي اودده
دشعردارنګيني اورېدلې وه،چې:
ماته
مې کاسه شوه په شرابومسته مځکه شوه
خوارشـې اى کولا لـــه له دې
ماتوکــــنډولــــوسره
کابل.١٣٣٨وږى
خالص باباکه دخپلې خاورې اوعقيدې دشمن ته دخپلې
تورې څلاوښوده اوپردشمن يې دخپلې تورې زورومانه
،نودهغه دشعرښکلې ملکې لاوختي
دهنرمنوزړونوپرهيوادواکمني چلولې وه.
داوخت چې خالص بابادخپل وياړلي ژوندانه پرداسې
مورګه ولاړدى،چې دهنري رنګينيودهستونې تمه ترې مه
بويه ،سملاسي دده دنمانڅنې ،په پاردده هغه درې
جلاجلاخپرې شوې کوچنۍ ټولګې په دې هيله ګډلې
وړاندې کول،هم يوبختورښوګڼ ( پال ) دى،ترڅوچې يې
په هيوادنيواوهجري مطبوعاتوکې خواره واره شعرونه
ترلاسه کيږي،په لاس کې وسله هم دزوقونوموخه نښه
کولاى اوشوقونه پارولاى شي
زه ددې ګډلې ټولګې دبياوړاندې کولواوخپراوي په
نوښت ،احسان خپرندويه ټولنه بختوره بولم اوددې
ټولګې ځښتن ته دده دسپيڅلي هنردارزښت په پار،دده
دروغمن اوپتمن ژوندلپاره دسترڅښتن درشل ته لاسونه
لپه کوم .
ځلانده دې وي دخالص بابا د رزمي
اوبزمي ښکلاداغيزلمر.
دخداى ښــــــــــه دي
محمداصف صميم
٣٠،١،١٣٨١
داليکنه دخالص بابا دکتاب ( دامونه اودانې ) سريزه
ده چې ښاغلي استاد محمد آصف صميم کښلې ده .
|