|
ډاکتر لطيف بهاند
د ډاکتر داود جنبش د ژورناليستيکي ژوند ارزونه
|
 |
څه به اور په هغو نه لګي حميده
چې غوږ باسي تر اور ګرمه وينا ستا |
دداود نوم په قران عظيم الشان كۍ په وار وار سره
راغلي دي.
«
داود،د يعقوب عليه السلام په يوولسم پښت كې د
سليمان عليه السلام پلار دي.دهغه د اسماني كتاب
نوم زبور يا مزاير دي.مزاير،هغه ترانې،سرودنه او
شعرونه دي چې د شپلۍ له اواز او ترنم سره مل ويل
كېږي.
ټول راويت داسې وايي چې داود د خورا ښه او اغېزمن
اواز خاوند و،نو له دې كبله دغه شان اصطلاحات
لكه:داودي اواز،داودي حنجره،داودي لهجه او داودي
نغمه د همدې راويت دښه دود دوام ګڼلي شو.
د سبا دسوريې(۳۴)په
لسمه ايه كې راغلي دي:ولقداتينا داوُدَ مِنا
فضلاً:يعني،دا چې داود لره مومزيت وركړ.مفسرين دغه
مزيت ښه اواز او د وسپنې نرمول تفسيروي.د قشريې په
نامه په يوې رسالې كې راغلي دي:
وايي هركله چې داود عليه السلام په ترنم سره خپل
كتاب لوسته،ان مرغان به يې اورېدو ته راكوزېدل.
دهماغې سوريې او دهماغې يادې شوي ايې په دوام كې
راغلي دي:يا جبالُ اُوبیِ مَعَهُ.يعني :اې غرونو
هغه سره هم اوازه شي.او د تفسير په دوام كې راغلي
دي چې
كله به چې هغه سندرې ويلي ،غرونوبه هم هغه سره
غاړيې كولې.))۱-شيمسا،سيروس،فرهنګ
تلميحات،انتشارات مجيد،سال
۱۳۷۵،صفحه
۲۶۷.
كېداي شي دهمدې خبرو او همدې روايتو په رڼا كې به
وچې زموږ د زمانې لوي سندرمار او ترانه هستوونكي
پيرمحمد كاروان خپل دوهم شعري جونګـ
«
چنار خبری کوی»
په دې ډول داود ته ډالۍ ګوي دي(( د داودی اواز
څښتن ګران جنبش ته ډالۍ كېږي)).2-داود جان
ته،دكاروان سندرمار له خوا،د چنار خبرې کوی په
نامهد دالۍ شوي شعر جونګ لومړي مخ.
داسې بريښي چې زموږ جنبش لپاره د داود نوم يوه
الهي پېرزو وي.چې ډېر په وخت او خورا به مسما او
ځاي سره ده ته تقدير ور بشلي دي.
دفصاحت او بلاغت پوهه،كه څه هم د هر اديب،په تېره
بيا وياند او هنرمند سره د وينا او كلام په ويلو
او څر\ندولو كې خورا ښه مرسته كوي،مګر داهم كولي
شو ووايو چې دځينوكسانو عاطفى ، روانى،پوهنيز او
دټولنې دمعنوي پانګي پوهېدنه،دښكلا،ښكلايز انداز
او ښكلي وينا په وړاندې كولو كې غوره ونډه لري.
هغه كسان چې دغه ځانګړتيا لري،دهغوي وينا د
اعجازيا دښكلا بې ساريتوب سېمې ته رسېږي.
په دغو كسانو كې چې اواز،وينا، احساس،د وينا
ادا،دخبرو ډول او اغېز يې دغه ځانګړتيا لري يو هم
محمد داود جنبش دي.
ښاغلي جنبش د افغانستان د اوسني پېر ژورناليزم په
رښتيا سره خوځولي او دهغه دكنګل خورا زياته برخه
يې د خپلې اورنۍ خو خوږې وينا په تودوالي ويلي كړي
دي.
داود،دافغانستان په ژورناليزم كې،هغې لومړنۍ مينې
احساس ته ورته دي،چې نه دچا هېرېږي او نه يې
تصوير او انځور انځورولي شي.دي،ددغه معنوي خو نا
ليكل كتاب،هغه فصل دي،چې زموږ پر خلكو كې د ناليكل
شويو روايتو،دودونو اودستورونو په څېر له ليكل شوي
نه لا زورور دي.
داود زما لپاره د رښتينتوب او صداقت هغه ځليدونكي
جلوه ده چې د داودي غږ په درلودلو سره خداي او
طبيعت په داسې خلكو پيرزو كړي دي چې د الفت بابا
په خبره:خپل خدمتګاران نه پېژني.د فرهنګپوهنې په
تاريخ كې راغلي دي چې:هر خلك،هره لاره،هره
عقيده،هر ملت او ان هر انسان په خپل ژوند كې دښكلا
او حيرت يوه څوكه،يو اوج يو نه ايليدونكي كمر او
لوړه لري.داخبره مې دلته ځكه وكړه چې په افغانستان
كې دننني ژورناليزم،دننني ژوند صداقت،په ننني
زمانه كې د دذروغو او نامېړانې،په سياست كې
ددوكېپه وړاندې د درېدو،دشوروي د لاسپوڅو په
وړاندې د پاڅېدو د څوكې يوه ښه برخه داود جوړوله
او جوړه وي يې.هغه دپښتني ويندويانو په تاريخ كې د
كوډګرو او افسونګر اواز څوكه ده.هغه داود جنبش دي.
محمد داود هغه پروديسر،هغه خبريال،هغه وياند،هغه
مركچي او هغه مبصر دي چې نه يوازې خبر ژوندي كوي
بلكې هغه ژورناليست دي چې خبرو ته،وينا ته او
تبصرو ته روح ور بښي.
-خبرونه ځي او راځي،خبرونه زړېږي او مري،خو دهغه
قوت او بيان،دهغو احساس او درد، د داود د اواز په
ولولو كې،د ميلينونو افغانانو په ګوګل كې،داسې
تصويرونه باسي چې د ژوند تر پايه اوريدونكو سره
پاتېږي.
هغه لا په تنكۍ ځوانۍ كې،دنادودو ،دنابرابرۍ او
ناخوالو پسې مټې راونغاړلي او په داسې يو قوت او
اورني ارمان سره،دخپل له نړۍ نه ديتيم شوي
هېوادوال او له ځمكې-اسمان او تمدن نه د خپل هير
شوي انسان د ژغورنې تكل او ترانه پيل كړه.
هغه په دې تكل كې په خيالونو مين و،په داسې
خيالونو چې يوازې په خيال كې وي.هغه په دې
غولوونكي خيال كې دموږ دنسل د خورا لږو روښان اندو
په څيروكولي شو دخيال په ځاي خلكو،وطن،مينې او
رښتيتوب سره پاتي شي.نه يوازې داچې پاك احساس او
سپېڅلي ارمانو سره پاتې شي بلكې دهغو كسانو په
وړاندې هم په سپينه او مېړانه ودرېد چې دادي د هغو
د كړو له لاسه ديرش كاله كېږي په وطن كې د وينې
توييدل نه درېږي او داور لمبې نه مهارېږي.
هغه ډېر ژر د تنكۍ ځوانۍ او زلميتوب دخيالي
ارمانونو په غولوونكي ځلايده پوه شو او په هغو كې
يې درارسېدونكو تورتم تورو تيارو ته پام شو.هغه د
يو شمېر خورا لږو يارانو په څېر په خپلې دې وعدې
ټينګ پاتې شو چې ويلي يې و: دخپل پاك احساس او ځپل
شوې وطن سره به پاتېږي.
هغه په دې لاره كې څه زورېدنې،خه كړېدني،څه خوارۍ
او څه نا ارامې چې ونه ليدلي.له كاره شړل،وطن ته د
خياينو له خوا،په نادودوتورنېدل،بې كوري او بيكاري
او ان په مرګ ګواښل او نور نور.
هغه نه يوازې د معنوي ښكلا له بركته د خپل
ټولګي،دخپل ښوونيز پړاو لومړني څوك و،بلكې د خپلې
مستې ځوانۍ،دنګې ونې او نارينه ښكلا له بركته هم د
دوستانو د بې سارې خوښۍ اود دښمنانو د سترګو اغزي
پاتي شوي دي.
وروسته له هغه چې پر وطن د تالان ملګرو هر څه ولكه
كړل داود نه يوازې له خپلې تاندې خو نه ايلېدونكې
ارادې نه دهغو په وړاندې د درېدا لوړ برجونه جوړ
كړل،بلكې په خورا ټينګ نيت سره يې د پوهې او علمي
پرمختګ لاره خپله كړه.په دې يې دخپل روح د تسل
لپاره لاره اواره كړه او د نورو رڼا پالو او پوهې
لټونكو په ګوګل كې هم ځاي خپل كړ.
وروسته يې د پوهې پسې د شوروي تركستانته كډه په
سر كړه ،د ازبكستان په پلازمينه كې يې د الغ بيګ
د نجومخانو ترڅنګ كتابونه پاڼې پاڼې كړل او بيا يې
په خپل مسلك كې د داكترۍ لپاره د قفقاز د ديوانو
له تبۍ هم راتېراو دقفقاز د ښاپېرو په ډله كې يې
په ژورناليزم كې خپله داكتري واخيسته.
دا هغه وخت چې د واك لېونيو او پردي پالو لاسپڅولا
د وطن په ورانۍ زړه نه و يخ شوي او د
انترناسيوناليزم د زړه شوي لوبې نه وروسته يې د
كليوالي او محلي ناسيوناليزم لاره خپله او د
ورانۍ،چور اوتالان او وطن پلورنې نوي فصل يې د
وينو په څپو سره پرانست.
همدې د وينو څپو،انسان وژنې،انسان پلورنې،اوركې
اچونې، دې هم د وطن پرېښودو ته اړ كړ او خپلو
ماشومانو سره د روسيې پلازمينې مسكو كډوال شو.
د كډوالې په لومړيو كلونو كې يې كه څه هم په رښتيا
سره ددغه رنځ اودرد ټولې نادودې احساس كړۍ،خو چا
هېڅ كله كومه ګيله ترې وا نه ورېده.
په هماغو سختو شپو كې هم هغه د ژورناليزم او
ادبياتو لمن پرېنښوده او كله چې په
۱۹۹۳كال
په مسكو كې ميشتو افغانانو (د افغانستان د فرهنګ
ټولنه ) جوړه كړه محمد داود په خورا مينې او
لېوالتيا سره ددغې ټولنې د(پرديس)په نامه ديوې
خپرونې مشري ومنله او په سختو او نه هېرېدونكي
حالات او بدو شپو او ورځو كې يې چې نه تايپ و او
نه كمپيوتر،نه چاپخونه او نه كتابتون پخپل ښكلي
ليك سره په قلم په روسيه كې د لومړنې افغاني
خپروني (پرديس)ځو ګڼي را ويستلي.
دې سره يې هممهاله د خپلې كورنۍ د ساتنې لپاره په
مسكو كې د نورو زياتو افغانان په څېرپه بازار كې
كار وبار پيل كړ.هغه د روسيې په سختو سړو كې او
تيارو سهارونو كې د ژوند دتامين لپاره فزيكي كار
ته ملاټينګه كړه.څو موده يې دغه كارونه كول خو
دخوشال بابا خبره چې هر سړى پيدا دي خپل خپل كار
لره كنه!داود ،په روسيه كې د ايران د ايرنا په
اژانس كې د خبريال او ژباړونكي په نامه كار پيل
كړ.ښه مې يادېزي چې هغه په داسې مينې او زيار سره
هلته خپله ورسپارل شوې دنده سرته رسوله چې د ايران
د خبرې اژانس مشرانو دا نه منله چې يو انسان دي په
دې مينه او زيار سره كار وكړي.خو ددې ټولو سره سره
يې د قلم او كتاب ملګرتيا پرېنښوده او خپلو ليكنو
او څېړنو ته يې دوام وركړ.له روسي ژبې نه يې د(
سرو لښكرو )په نامه هغه پنډ كتاب وژباړه چۍ پر
افغانستان د شوروي ديرغل وروستي قوماندان باريس
ګروموف،ليكلي و.
د شوروي په ړنګېدو سره په دې هېواد كې هم د
چور،تالان،داړماري،ددولتي شتمني د لاندې كولو
باذار ښه تود شو او ددنيا پام په نوي ډول دغه
هېواد ته ور واوښت.
د بې بې سۍ راديو هم غوښتل چې ددغه اړدوړ جاج خپلو
اورېدونكو ته ورسوي.دمحمد داود داودي اواز او
پېژندل شوي استعداد او دكار تجربه ددغې نړوالې
راديو دمشرانو لپاره يوه پېرزوينه وه.
داود،په مسكو كې د بې بې سى راديو ځانګړي خبريال
شو او دخپل ځانګړي سبك،ژبې،تحليل او تفسير له
بركته و چې په ډېره لنډه موده كې يې د ټولو
اورېدونكو زړه ته لاره پرانسته.
ددې علتونه:
داود دژورناليزم ديوه پياوړي استاد په توګه،دهرې
پېښې په روح او روان پوهېږي.هغه دخبر او پېښې زړه
ته ورننوزي خو د دې ټولو نوښتونو سره سره بياهم
خبر دخبر په بڼه اورېدونكي ته ورلېږدوي.
هغه كيداي شي د بي بي سي د راديو د افغانستان
دڅانګې په څلويښت كلن تاريخ كې هغه څوك وي،چې په
دې راديو كې نه تر ده نه پخوا او نه تر ده وروسته
به په لنډه موده كې بيا ساري پيدا نه كړي.
د هغه د وياندۍ يوه بله ځانګړتيا خو داده چې ،هغه
پېښه او خبر ته د مينې مالګه او دپرتم ښكلا
وربښي.همدا علت دي چې له داود سره اورېدونكي چې
څومره هم خپرونه اوږده وي نه ستومانه كېږي او نه
ستړيا احساسه وي.
ددغه ځليدونكي ستوري بله ځانګړتياود هغه دسبك او
لارې سادګي او طبيعوالي دي.هغه په هغو نړيوالو
وياندويانو كې شمېرل كېږي چې خبرونو،يا وينا او
مركې ته نه ځان تصنعي او لاسي جوړوي او نه خپل
اواز.
هغه په هغوخبريالانو،ويندويانو او د ژورناليزم په
استادانو كې راځي چې په هغه كې احساس او دخپل مسلك
په وړاندې احساس راخوټېږي،راخوټېږي او
راخوټېېږي.دهغه داحساس چينه،وچتوب نه لري.دلته هغه
خبر رايادېږي چې وايي:
دريابونه وچېږي خو چينې،همداسې را خوټېږي.
چې
تسخير دپري زاد کا په خبرو
د شيدا فکر کم نه دى تر افسونه
|