|
قاضي محمد طارق نجم
د افغانستان تلويزيونونه
او هندي بې مفهومه سريالونه
په دا وروستيو كې په افغانستان كې د ملي
تلويزيون په شمول يو لړ شخصي تلويزيونونو
هم فعاليتونه پيل کړي او بېلابېل
پرګرامونه خپروي. په دې ټلوېزنونو كې يو
شمېر داسې فلمونه او ډرامې خپرېدلې چې د
هنري ارزښت تر څنګ يې ټولنې ته اصلاحي
پيغام درلود خو كله چې يو لړ تلويزونونو
هندي ، پښتو يا دري ته ژباړل شوې ډرامې
لكه د هر كور كيسه، دلهن ، زمانې خوش هم
عروس بود، امتحان زنده گي، مادر او داسې
نورې نشر ته و سپارلې چې په هغوي كې زمونږ
د نوي قشر عقيدوي انحراف، د فكرونو غلطول
او حتى فحاشت خپرول هم داخل وو نو د هيواد
د علماؤ په شمول يې د ټولو هغو مسلمانانو
ورونو چې د سليم عقل خاوندان وو، نظرونه
ځان ته ورواړول.
هماغه وو چې د افغانستان يو لړ علماوو په
خپلو جوماتونو كې د دې خلاف غږ پورته كړ
او د علماوو شورا هم د دې مخالفت پيل او
رسماً يې اعلان وكړ چې ددې كار د بنديز
لپاره دې چارواكي عملي اقدام وكړي.
د وخت په تيريدو په هغه هم څه كار ونشو
بالاۤخره
په نتيجه كې نشرياتو په غټو ټكو وليكل چې
: طُلسي وګټله او علماؤ بيلوده.
كه په دغه موضوع يو ژور نظر واچول شي خورا
مهمه بريښي او هغه داسې چې د افغانستان
مسلمان ملت د خپل اسلام او د هيواد د
استقلال لپاره خپلې وينې توى كړې ،
ماشومان يتيمانان او تورسرې يې كونډې شوې،
د جهاد تر څنګ يې د خپل ناموس او حيا د
حفاظت په موخه ګاونډي هيوادونو ته هجرتونه
وكړل. اۤيا
هغه عبث لاړل؟ .... نه هيڅكله نه.
دا يو رښتينې حقيقت دى چې نن د همدغو هندي
سريالونو له امله افغاني ماشومان دومره
متأثره شوي دي چې په كورونو كې د هماغو
هندوانو د رسوماتو پيښې كوي، د دوه لاسونو
په يوځاى كولو او بيا د تندي په لوري چا
نه د بخښنې په موخه اوچتول يې خپل عادت
ګرځولى دى .
يو لړ تورسرو خو د هماغه هندي بې حيا لباس
(ساړي) ډيزاين خپل دود ګرځولى دى چې بيا
پرې فخر هم كوي چې ډيره د شرم او افسوس
خبره ده.
بله لا ډيره بدتره دا چې په ځانګړې توګه د
هيواد په يو لړ ولايتونو كې بعضې ميرمنې
له ميړونو څخه په عادي جار وجنجال باندې
ځانونه خلاصول ، هم د همدغه سريالونو
زيږنده ده.
له بلې خوا مو د اطلاعاتو او فرهنګ موجوده
وزير خرم صاحب د پخواني وزير رهين صاحب په
څېر ځان بې مسؤليته ګڼي چې لمر په دوه
ګوتو د پټولو معنى لري او لوي څارنوالي هم
د كوم غريب او بې چاره د نيولو نه پرته په
داسې موضوعاتو كوم قرار صادر نكړ او يا حد
اقل كومه دوسيه يې ترتيب نه كړه چې بيا يې
د سترې محكمې له لارې د محاكمې غوښتنه كړې
وه.
په خپله د سترې محكمې موجوده عالي شورا چې
په راس كې يې پوهاند عبدالسلام عظيمي واقع
دى ، كله دې ټكي ته مخ راوانه ړاوه چې حد
اقل د دې په خلاف خو يې د دې درې كلونو په
اوږدو كې خپل غږ پورته کړاى واى ، د
ښاغلي مولوي فضل هادي شنيواري صاحب په وخت
كې خو لا په عامو نشرياتو كې يوه اندازه
د ساز او سرود مخالفت هم كيده چې په دې
اړه دهغې وخت د عالي شورا د يو تن غړي
مركه چې د بي بي سي راډيو سره يې كړې وه د
يادونې وړ ده.
خو داسې معلوميږي چې موجوده عالي شورا
لپاره به د دې نه د مخدره موادو مسئله
ډيره مهمه وي ...........؟
ډيره عجيبه خو لا دا ده چې ستره محكمه خو
د احتساب شعبه هم لري چې ماموران يې
خواران له خپل مسؤليت څخه ړانده او فقط
مياشت په مياشت د تنخوا لپاره راځي او بس
نه امر بالمعروف شته او نه نهي عن
المنكر...؟
زما په اند د افغانستان ملت فقط د كابل يو
څو په شمار خلك او يا د غرب او هند نه
راغلي خلك نه تشكيلوي بلكې دا خو د سپيڅلو
مجاهدينو، غازيانو او متدينو مسلمانانو
هيواد هم دى. هغوي د خپلو نشرياتو نه د دې
بېهوده او بې مفهومه سريالونو په ځاى د
الله اكبر نعره اوريدل غواړي.
كه دا تول نشريات په خپلو خپرونو كې سالم
بدلون رانه ولي نو لرې نه ده چې د
افغانستان مسلمان ملت به يې د بنديز لپاره
عملي مبارزه پيل كړي چې بيا به يې زيان او
پړه د تلويزيونونو د مالكانو په غاړه وي.
والسلام
|