|
تیمورشاه
یوسفزی دهرات په لرغونو ځايونو پسې چا کلنګ رااخيستى دى؟ ډېرو قدرمنو لوستونکو څوورځي مخکي مي یو مطلب دامیر شیرعلی خان په هکله لیکلی ؤ، په هغه مطلب کي مي دهغه دمقبرې دورانولو او دهغه داملونو په هکله رڼا اچولې وه. خوراځی دابله پېښه هم چي لږوخت درمخه پېښه شوې ده خبر مو کړم. زموږ د هېواد دښمنان تل په دې هڅه کي دي چي زموږ تاریخ یا د منځه یوسي او یایې هم خپل کړي، چي ښه مثال موږ او تاسو په خپل سترګو او غوږونو وینو او اورو . د یوه هېواد ټوله میډیا زموږ دهېواد نامتو استاد جمال الدین خپل د هېواد وګړی بولي او په دې هکله یې کتابونه هم لیکي دي، او همداډول ددې ټبر نور نومیالي خپل دهېواد په نامه ګڼي، دادی چي له یوې بلي پیښې څخه مو خبر ترلاس کړ، چي داستاد کمال الدین بهزاد مقبره یې ټوټې ټوټې کړې ده.هر څه د لمر غوندي روښانه دي چي داکارولي ترسره سوی دی، په دې هکله یوازنی فکر چي کیږي هغه بیا هم دبحرني هېوادونو ویاندویې کوي، دکمال الدین بهزاد دقبر ټوټې او دهغه دنوم ډبره (هغه ډبره چي دښاغلي نوم لیکی ؤ) له ځان سره وړي دي، پسله څو کلنو به ووینو چي د ګاونډی هېواد مطبوعات به ښاغلی کمال الدین بهزاد زموږ دهېواد نامتو انځور ګر اوخطاط به هم خپل وګڼي، ځکه چي دتاریخ ډبره به ددوی سره وي . داچي ښاغلی بهزادڅوک ؤ؟ستاسو پام ودې لاندې مطلب ته راګرځوم :
استاد کمال الدین بهزاد دانومیالی رسام او انځور ګر استاد کمال الدین بهزاد ۸۵۴ هـ ق کال په هرات ښار کي زېږیدلی دی دده مور او پلار په کوچنیوالي کي مړه سوې ، خو دی داستاد میرک چي دخپل وخت لوی انځور ګر ؤ، په کور کي روزل سوی دی، بهزاد خپل زده کړې له همدې استاد میرک او بیا له پیراحمد تبریزي څخه تر لاسه کړې کله چي دانځورګرۍ په هنر کي مشهور سو، دسلطان حسین بایقراء دربار ته یې لاره پيدا کړه، په هغه وخت کي وداسي مقام ته ورسید ، چي ساری یې نه لیدل کېده، ښاغلی بیا دنورو استاذانو په همکارۍ یوه اکاډیمۍ دښکلو هنرونو جوړه کړه، چي له دې سره دانځورګرۍ ، نقا شي اومیناتورۍ او خطاطۍ هنر ډېره وده او پرمختګ وکړ. داستاد کمال الدین بهزاد دهنر ډېرې نمونې همدااوس هم دنړۍ دبېلابېلو هېوادونو په موزیمونو کي سته، چي نړیوال مقام او هنري ارزښت لري. په کال ۹۴۲ هـ ق کال په هرات کي دډېرې سختي ناروغۍ له امله په حق ورسید او د کوه مختیار په لمنه کي خاورو ته وسپارل سو. دیادوني وړ ده ،چي دهرات ښار مرکزي سېمه د ښاغلي کمال الدین بهزاد په نامه له ډېره پخوا څخه نومول سوې ده، او هم دا ډول یوه لېسه چي دهرات په مرکز کي ده، هم دبهزاد په نامه ده. |