ليكنـــــــــــــــــــې

 

فرهادالله حسيب

دجلالکوټ ادبي خوځښت ٤٠مه اونيزه غونډه وشوه

يادښت:له درنولوستوالو بښنه غواړوچې دتېرې ٣٩مې غونډې په رپوټ کې موغونډه ٣٨مه ګڼلې وه!

جلالکوټ ادبي خوځښت دتېرې جمعې پرسهارخپله ٤٠مه اونيزه غونډه هم په جلال ابادښارکې وکړه،چې مشري يې دمحمود خزان پرغاړه وه.

ځاى يې هماغه دننګرهارټولنيزمرکز(مېديوتېک)و، د وياندويۍ چارې خيبراحمدترور پرمخ بېولې.

 دقرآنکريم دڅومبارکو ايتونوپه تلاوت  دتېرې غونډې رپوټ فرهادالله حسيب ولوست چې ګډونوالو يې ستاينه وکړه،وروسته د سميع الله تندرپرغزل کره کتنه وشوه چې:خالدسنګر،ارشادرغاند،ايمل خان غيور،محمودخزان،الله محمدحسنزي،رحيم الله همرازاويو شمېر نورو پرې خپل نظرونه څرګند کړل.

په وروستۍ برخه کې ازاده مشاعره  ترسره شوه چې:رحيم الله همراز،ايمل خان غيور،جانان زمري،الله محمد حسنزي ، محمودخزان،سمندرساحل،نورآغانوراني،اميديار،امرالله څپاند ، انورالحق  يرغل،لعل وزير وزيري ، زيارصميم،فرهادالله حسيب ،خالدسنګر،ارشادرغاند اويوشمېر نورو شعرونه اوترنمونه واورول.

دغونډې مشرخزان  غونډه ښه وارزوله اوراتلونکې غونډې ته پريکړه وشوه چې تندر به   ادبي درس اوخزان به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته  وړاندې کوي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com