|
عبدالغفارجُبير
اسلام اوساينس
(1)
عسل
شفاء ده
الله جل
جلاله په قرانکریم کی (16) سورت دسورت نحل (دمچمچۍ سورت) په نامه
ونوماوه
د سورت نحل په (،68،او 69 67) ایات کی الله جل جلاله فرمایی:
موږوموچمچۍ ته وحی وکړې چی خپل کورونه په غروکی اوونوکی جوړکړی،
اوپه هغه ځایوکی چی خلک ئې لوړجوړوی، بیانووخوری تاسی (ای مچییو)
له هرډول میووڅخه نوځی (الوځی) په لاره درب خپل په دغه حال کښې چی
اسانه ده (خلاصه اوصافه درته ښکاری) راوځی له ګیډو(نس) له ددوی
دڅښلو (عسل) چی مختلف دی رنګونه ددې (عسلو) په دغه (عسلو) کی شفاء
ده دپاره دخلکو بېشکه په دغو (مچمچیو اوعسلو کښی خامخاډېرلوی دلیل
دی) پرقدرت اوحکمت دالله دپاره دهغه قوم لپاره چی فکرکوی )اوپرغرایبوئې
عقل چلوی)۔
دااوس په عقل اوپوهې ثابته شوه چي خالق جل جلاله دخپل مخلوق لپاره
داسي قوانين اوملغلرې رانازلې كړيدې چي دتل لپاره دانسانانو لپاره
په ګټه دي، په ګټه وه اوپه ګټه به ئې وي. په قرانكريم كي داسي
ډېراياتونه شته دي چي ساينس پوهان ورته حيران دي اوپه نه پوهيدوئې
اقراركړيدى ددې مطلب دانه دي چي كه ساينس څه ثابته كړه
نوموږمسلمانانوته دتائدوړدي اوكه ساينس ثابته نكړه نونعوذباالله
موږئې نه منوبلكی ټول مسلمان امت دقران عزیزپرهرایات باندی بېله
دکومې فلسفې اوحکمت جوتلونه پرې ایمان اوپوره یقین لری. لومړى
دساينس هغه برخه ده چي پردرستوتجربوباندي ولاړه وې(حقایق)
دقرانكريم سره به هيڅ ټكرونلري دوهم دساينس خيالات اونظريات، اوكه
چيري يوساينسي پلټنه دالله جل جلاله دكتاب سره په ټكركي شي
نوبياداواسلامي نړۍ ته دمنولووړنه ده. وبل لورته وغيرمسلمانانوته
دعقل اوشعورلوړمعيارساينس دي، اوبرعکس ومسلمان امت ته دفکراوعقل
لوړمعیاروحی دې، نوهرڅه چی وحی شوی دی، هغه حق دی اوهیڅ شک اوشبه
پکښې نشته ؛ قرانکریم په دې هم دالله کتاب دی چی څوارلس سوه کاله
مخکی الله جل جلاله یوایات نازل کړیدی اواوس ئې انسانان په لټه کی
دی، اوحال داچی تراوسه پوری ساینس پوهانوچی هرڅومره خپل عقل
اودپوهې اسونه ځغلولې دی بیاهم دقرانکریم دیوه ایات زرمه برخه ئې
لانه ده څېړلې اوپه پایلوکی ئې تروسه ووځی اوپه دې اقراروکی چی
یقینادادالله جل جلاله کتاب دی اودانسان دفکراوشعورڅخه دومره اوچت
لکه ځمکه اواسمان ؛نوپه همدې سبب مسلمانان دخداى جل جلاله دكتاب
هرايات دساينس په هنداره كي روښانوي ترڅوحقيقت ورته روښانه اوايمان
راوړي.
نوربیا۔۔۔
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر |