|
عبدالغفارجُبیر
اسلام اوساينس عسل شفاء ده عسل اودوينې فشار روغتياپال دسوقي چي دباطني ناروغيواوحساسيت استاذدي، دعسلوڅخه دفشارپه كمولوكي ډېره استفاده كوي. روغتياپال سيمون بايوف اوروغتياپال توكستياماتيسون چي دكولمبيادپوهنتون چي په نيويارك كي دى دواړه دسرطان څېړونكي دي وايي چي: عسل دسردرداوسرطان لپاره ډېرګټوردي. انجينيرعدنان محمددين ليكي: چي په عسلوكي اوس يوه ماده كشف شوېده، چي د(پروپوليس) په نامه ياديږي اودلسوكيلوګرامه عسلوڅخه( ۱۳۴\۱)برخه ئې همدغه ماده ده، داماده مكروب وژونكې ماده ده،(Antimicrobial) كله چي دعسلومچۍ دعسلوچوكاټ جوړوي دغه ماده پكښې استعمالوي اوټول دېوالونه ئې په همدغه ماده وهي ترڅومكروب ورنشي اوخراب نشي اوپاته دي نه وي چي داماده دپاره دغاښونوددرد، دخولې دناروغيواودستوني دخرابوالي لپاره ګټوره ثابته شوېده. انجينيرسيف الدين په دې انددى چي دغه ماده داثناعشره كلمودزخمونو، دمعدې دپاړسوب اودبواسيرولپاره ډېرښه درمل دي. امريكائي پوهان په دې باوردي چي داماده دسرطان دانه په مكمل ډول سره ختموي اوهمدارنګه دانفلونزالپاره بهترين علاج دى. په بلغاريه كي عسل دډېرمهال راهيسي روغتياپالان دروماتيزم(دبندونودرد) لپاره په كاميابه توګه سره استعمالوي. ددې ټولوګټوسره- سره ساينس پوهان په دې انددي چي په عسلوكي ډېرنورشيان شتون لري چي لاتراوسه نه دي كشف شوي. په بل ځای کی په قرانکريم کی راځی : اودنګه عسلوویالې به بهیدونکی وی ۔(محمد 15) نوالله جل جلاله چی په جنت کی دجنتیانولپاره عسل غوره کړیدی نوطبعی خبره ده چی عسل ډېربهترین نعمت دی، اوکه ئې دومره ارزښت نه درلودای نوبیاپه جنت کی الله جل جلاله دجنتیانولپاره نه خوښول، خودایومنلی حقیقت دی چی دجنت عسل به بېل وی، چی دهغوعسلوخوند، بڼه اوښه والی موږپه دې دنیاکی نشوتفسیرکولای؛ خوداهم یومنلی حقیقت دی چی عسلوته په قرانکریم کی لوی خدای تعالی جل جلاله شفاء ویلې ده، چی ددې څخه هیڅوک سترنشی پوټولای، چی په راتلونکوپاڼوکی به درته جوته شی چی عسل څومره غوره دوااوغذاده۔ دام المومنين حضرت عايشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی ، داوایی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم خوښ څښاک عسل وه۔ اوهرورځ به ئې سهارپه نهاره باندی دعسلوشربت جوړول اوڅیښل به ئې، اوکله به ئې داشربت دمازیګردلمانځه څخه وروسته څیښل۔ په صحیحينوکی راځی ،یوحدیث شریف چی حضرت ابوسعيدخُدرې رضی الله تعالی عنه روايت کوی : یوڅوک ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی اوورته ئې وویل چی زمادوروراسهال کیږی، فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی عسل ورکړی، هغه سړی بیاراغی چی دعسلودخوړولوڅخه وروسته هغه نوراضافه شو، نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی عسل ورکړی،په همدې ترتیب هغه درې واره راغلی اوڅلورم وارنبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل عسل ورکی الله جل جلاله روښتیاویلی دی (چی عسل شفاء ده) اوستادورورنس درواغ وایی، کله چی هغه بیاعسل ورکړل نوهغه درست شو۔ (ترمذی 2: 29) چی ددې حدیث مبارک څخه داپه لاس راځی چی عسل داسهال لپاره فوری درملنه ده، اوهغه مکروب چی دهغه سړی په نس کی ووهغه په یووارله مینځه نه ولاړی بلکی په څلورم ځل هغه له مینځه ولاړی اوهغه ددې ناورین څخه خلاصون پیداکړ۔ نوربیا
په اسلامی پاکه مینه |