ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالغفارجُبیر

اسلام اوساينس
 (14)

 عسل شفاء ده

خالص عسل څنګه وپېژنو؟

په عمومی ډول سره عسل څلوررنګه لری  :   

1 : ژړته مایل، 2: سپین، 3: توربخن، 4: بورخالص عسل لاندې ځانګړتیاوې لری:1: عسل خپل ځانته خوشبوئی لری اوهیڅکله نه بدبویه کیږی۔2: سپی چی په هره اندازه وږی وی، عسل نه خوری؛ اوکه ئې وخوړل هغه اصلی عسل نه دی۔3: دټوکریوه ټوټه په عسلوکی اوبیااورته ورواچوی، که ئې فورااورواخیستی نوخالص عسل دی اوکه په اوراخیستلوکی ئې ځنډ راغی نوخالص عسل نه دی۔4: په خالصوعسلوکی ګل ترډېرې مودې پوری نه پکښې خرابیږی چی وعسلوته ورواچول شی۔5: په یوه ښېښه ئې لوښې کی اوبه اوعسل سره یوځای کی ، که عسل داوبوسره یوځای شول نوخالص عسل نه دی اوکه ورسره یوځای نشول نوخالص عسل دی۔6: هوږه په عسلوولړی که ئې بوی نه وونوپوه شی چی خالص عسل نه دی۔7: په یوه مرتبانه کی عسل ورواچوی اویو کورنۍ موچمچۍ هم ورواچوی، که داموچمچۍ دعسلوباوجودوالوتل نوخالص دی اوکه موچمچۍ نشوای کولای چی په دې مرتبانه کی والوزی اووزرونه ئې په عسلوکی ډوب شول نوداخالص عسل نه دی8: پرسپین کاغذباندی څه عسل کښېږدی، وکاغذته څه حرکت ورکی، که عسل دخپل ځای څخه بل ځای ته ولاړل نوداخالص عسل دی۔9: عسل اومالګه سره ګډکړی، اوبیاوګوری که عسل نمکین نه وه نوپوه شی چی داعسل خالص عسل دی۔10: پریوه کاغذباندی عسل کښېږدی اودیوه پنسل په واسطه په عسلوکی لیکی وکاږی، که عسل سره خپاره نشول نوپوه شی چی داخالص عسل دی۔11: پرپوستکی باندی چی یوزخم وی، عسل پرکښېږدی، که ئې ټپ جوړنه کړنوپوه شی چی داخالص عسل نه دی، اوخالص عسل زخم ډېرژرجوړوی۔ پاییادونه:درانه لوستونکی کولای شی چی همداټولې لیکنې زماپه یوه نژدې چاپ کېدونکی کتاب (اسلام اونوی ساینسي څېړنې لومړی ټوک ) کی وګوری

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com