ليكنـــــــــــــــــــې

 

بســــــــــــــمل
۲۵ـ۰۱ـ۲۰۰۸

 دهرهيوادپه تاريخي اثاروداصلي توكم زړونه سوځي
ځكه خوداختيارالدين كلا نن سبا د ژبو په سرو ده  

 ډېروقـدرمنولوستونكو!

 زه نه دتلويزيون پروگرامونه ډېرگورم،نه خوندراكوي اونه ورته وخت لرم خوڅوشېبې مخكې له ملـي تلويزيون څخه د يو ډېرپه زړه پورې بحث شاهـد وم ډېرخوند يې وكړ،دا ځكه چې زماله فرعي مسلك اوزما دژوند له ډېروخوږو اوترخو خاطروسره يې اړخ لگاوه،په بحث كې دريوكارپوهانواوښومسلكي كسانوگډون درلوددپروگرام چلوونكي هم دنښې مينځ ويشت خبره ټوله په هرات كې داختيارالدين په تاريخې كلا راڅرخېده،هغه تاريخې كلا چې دډېرويرغلگرومخه يې نېولې وه،دافغـان ولس هغه ملي شتمني چې چنگېزهم دخپل وحشت نيلى ورته داخوااخواځغلولى اوزيان يې ورته رسولى و دا كلا  له دريوزروكلونو څخه زيات تاريخي قدامت لري،په دا دوه دريو ورځو كې مې دځينو ويبپاڼو په مخ زموږ د خوږو اوزړوروليكوالوملگروپه ليكنوسترگې لږېدې،كومو چې په خپل همت دهمدې كلا اودهرات دوالي په بدماشي خپلې ليكنې  كړې دي خوله بده مرغه چې مادخپلوورځنيوستونځواوراپېښې شوې ناروغي له كبله يوه ليكنه هم نه وه لوستې صرف عنوانونه مې لوستي وخوكله مې چې نن داتلويزوني بحث وكوت نو مې له ځانه سره ووېل چې كه هرڅومره ناروغ هم شم زه به دخپلوقدرمنو ليكوالانو ليكنې لولم اودامكان په صورت كې به زه هم څه وليكم نوځكه دادى دشپې تردريو بجو ورته كيناستم لوستنه اوليكنه مې وكړه هيله ده چې ستاسو دملاتړ اوخوښي سبب وگرزي، اوس راځم دنن ورځې بحث، چوراوتالان ته چې بياكوم چنگېز ورته كوم د نړولوغشي برابركړي دي هو!

سياستوال مې چندان نه خوښيږي،زموږافغــان مظلوم ولس ته هغه څوك محكوم دي كوم چې زموږدگــران اوسرلــوړي افغانستان ملي،فرهنگي،تاريخي او اقتصادي شتمني لوټوي دهمدغوشتمنيو مجموعې ته زموږ دخوږې خاوري ترڅنگ ملي ناموث هم وېلاى شودهمدې ملي ناموث په لوټولواوپلورلوكې داسې څېرې راښـكاره شوې كومې چې په يو ډول نه يو ډول له ځينونا اهلوسياستوالوسره ټړلي دي،كه داسې نه وي نودهــرات په ځان مين والې باندې يې څه غرض چې د افرادوپه گټه نه تنهاله حكومتي مقرراتو څخه ژوره سرغړونه كوي بلكې دهيواد د اساسي قانون په خلاف دافرادوملاتړ كوي،په خپلوبېباكواوغيرمسؤلانه خبروكې زموږ دوروڼوقومونوبيلتون ته بياډول وهي،شخصاٌ زه نه تنها دگـران هيواد افغانستان ټولوقومونو ته بلكې دټولې نړۍ انسانانو ته دا كه توردي اوكه سپين سره دي اوكه ژېړ درناوى لرم خودنړۍ له داسرڅخه بياترهغه بله سره نه شم زغملى چې يوڅوك كوم بل څوك دنورودگناهو له وجې تورن كړي او داهم نه شم زغملى چې ديوهيواد په اصلي توكم نابللي مېلمانه ملنډې ووهي هغه كيسه ده وايي چې موږك دشرابوپه بوتل ورننوتى و نوچې راووت نشه و او نارې يې وهلې چې پيشوراپيدا كړئ نو نن سبا ډېرداسې كسان لكه دا دهـــرات والي دنشې په حال كې دي او زه ورڅخه هيڅ گيله نه كوم داځـكه چې په خپل زور او وړتياخو تردې ځايه نه دي رارسېدلې فقط زموږ دپاكې خاورې سره دجفاپه بدل كې داسې دولس په اوږو سپاره شول،همدا راز توقع كول له داسي په خوب ويده واكمـن څخه چې پرلپسې د ولس په سترگوكې خاوري اچوي،اودخداى بلا الوتكې اوټانكونه ورسره يوځاى راغلې وي خوبياهم دومره غافل وي ستره اشتباه گڼم.

قدرمنو لوستونكو!

جابراوزوروردخپل زورپه مرسته يوجرم سرته رسوي خوكله چې ونيول شي نوبيادقانون په ځانگړومواداتو ورته سزا وركوله كېږي خوبياكله كله يوچا ته دمشروع اعمالو لپاره زور او واك وركول شوى وي زور لري خوداسې يو مشروع عمل نه كوي په كوم باندې چې دنوروجابرانواومجرمينو مخه نيوله كېږي نوپه حقوقي او اخلاقي دلايلوددې ډول انسان سزا كله كله  له هغو نورو مجرمينو څخه هم لوړه ټاكله كيږي،دپوره روښنايي لپاره به يو سياسي مثال تاسـو ته راوړم مثلاٌ:

كه دښاغلي كرزي له دوري څخه مخكني واكداران څوك په دي محكوم كړي چې واك يې جابرانه كارولى نوله ښــــاغلي كرزي څخه به خامخا سبا ته افغان ولس داپوښتنه هم كوي چې مشره!؟

 تا ولې خپل واك دولس دنجات او خوشبختي لپاره ونه كاراوه له تا سره خو ټولې دنياتشريف راوړى و،او كه رښتيا هم ته هسې په نوم په چوكۍ سپوراوله غلو سره دسازشونولپاره گمارل شوې اوهسې ســـيمبول وې نو بيا د ولې ولس ته حال نه وېلې؟ شپږ كاله وشووچې ددنيادرته سترگې دي خوته دلوړپه ځاى په ځوړروان يې هغه اوښ ته چاوېلې ؤ چې غړۍ د كږه ده اوښ غريب په داخپل څلوربولتوب لاداانصاف درلود چې ورته ووائې چې كوم ځاى مې سـم دى نو ته په موږ گرانه !؟ ولې اعطرف نه كوې ولې دا ستا له بركته داشپږ كاله په پښــتنو سرې لمبې بليږي اودلستوڼي ماران د په اوږو ورسپاره كړې دي؟ دا چې په يوه ستر گه خاندې او په بله ژاړې په دي موږ څه پوه شوچې په تا څه تيرېږي هغه متل دى وائې چې دنرخويا خرپ وي يا ترپ نو دا ته څه ته گورې زركاله خوبه ستاعمرنه وي گرنټي؟ كه څنگه اشنا!؟

يادونـــــــــــــــــــــــــــه:

له ټولو هغو اتلو ليكوالو،وېبپاڼواخبارچلوونكو،خويندو او وروڼوڅخه مننه كوم كوم چې دخپل سر په بيه ليكنې كوي او دافغان ولس په ټپونو پټۍ لگوي،دهغو گرانو ملگرو ليكنې به له دا خپل ننني مطلب سره وتړم هيله ده چې دپاڼو قدرمن چلوونكې يې ورسره يو ځاى خپرې كړې .

مننـــــــــــــــــــه

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2008.