|
عزيز شريف زاد غوره او معيارى ادب څه ته وايي؟ د
ښه او ( معياري) ادب پيژندنې په لړ کې ستر
مطالب شته خو تر هر څه لومړى مهمه خبره
داده چې په خپله معياري ادب په يوه ټولنه
کې څنګه پر مختيا مومي او څومره بايد په
يوه اسلامي ټولنه کې هغه ته پاملرنه وشي.
په معياري ادب کې ټول جذ بات، احساسات په
رښتينۍ توګه تر جماني کيږي او کله چې دغه
نزاکت دادب په چوکات کې و څيړل شي يا عملي
شي نو د معياري ادب لوړه برخه سرته رسيدلې
ده، دا ځکه چې په ادبي څيړنو کې ادب د
ژوند تفسير اوهنداره ګڼل شوې او هر څومره
چې په هغه کې د ټولينيزه ژوند رښتينى بڼه
وجود ولري په همغه پيمانه د ښايست توب او
ښکلا چانس زيات دى. دلته مهمه داده چې په
معياري ادب کې د ليکنې او وينا اسلوب او
سبک ته پاملرنه ډيره ضروري ده، خو بايد
هير نه کړو چې سبک يا اسلوب بيا يواځې او
يواځې د فکر او خيالاتو د څر ګندولو يوه
وسيله ده چې مثالونه يي ډير زيات دي. په
ادبي اثرکې اصلي روح همغه جذبه او احساس
دى چې د انساني ژوند رښتينۍ تر جمانى وکړي،
نه داچې د انتر نټ يو تيوب ورنه جوړ شي او
ځينې نور داسې ميډ يا وي چې د ادب معيار
په نظر کې نه ساتي او يواځې خپل ځان په
هنداره کې ويني. په درناوي |