|
اسدالله جلال ، کابل
له پښتني کلتور سره د دښمنۍ په برخه کې د افغانستان خلک او په تېره بيا فرهنګيان په دې فکر کې وو چې د افغاني کلتوري ارزښتونو د لوی دښمن سيد مخدوم رهين له ګوښه کېدو او له پارلمان څخه د باور د رايې له نه اخيستو وروسته به په تېره بيا د اطلاعاتو او کلتور د نوي وزير په توګه د ښاغلي عبدالکريم خرم له ټاکلو وروسته ، د افغانستان کلتوري ارزښتونو او د ژبو ملي توازن ته جدي پاملرنه وشي . همدا نن مې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوې ويبپاڼې د خپرېدو خبر ولوست او سمدلاسه همدې پاڼې ته ورننوتم . د دغه وزارت له خوا د نويو خپرو شويو کتابونو د خبر په لوستلو مې تلوسه لا زياته شوه . ډېر خوشاله شوم چې نوي کتابونه يې خپاره کړي ، ليست مې يې وليد ، هک پک پاتې شوم ، ما ويل چې غلط شوی به يم ، يو ځل بيا مې ولوست ، نه وم غلط شوی ، يوولس ټوکه کتابونه يې چاپ کړي وو ، څومره لويه توره يې کړې وه ، يو بې جوړې شهکار ، په دغو يوولسو کې يې ملي ـــ تاريخي توازن ته هم پام په کار دی ، ډېر ښه توازن يې ساتلی دی . ورته وګورئ : ٩ ټوکه دري او يوازې ٢ ټوکه پښتو . شاباش په دې انصاف ، وزير او ځانساتی سالاکار يې غواړي ملي وحدت تآمين کړي !!!! ليست وګورئ : ١. نسب و زادګاه سيدجمال الدين افغاني ـــ په دري ژبه ٢. علامه سيد جمال الدين افغان و برخورد شرق و غرب ـــ دري ٣. سيد جمال الدين افغاني ـــ شرح زنده ګي و آثار ـــ دري ٤. د سيد جمال الدين افغان د ژوند اهداف ـــ پښتو ٥. تاريخ افغانستان ـــ دري ٦. سيد جمال الدين افغان و افغانستان ـــ دري ٧. ګنجينۀ خطوط ـــ دري ٨ . ګزيدۀ غزليات کليات شمس تبريزي ـــ دري ٩ . در مسير عبوديت ـــ دري ١٠ . فيه مافيه ، د مولانای بلخ ، پښتو ژباړه ١١ . مثنوي معنوي ـــ دري اوس نو تاسو دې ملي انصاف ته وګورئ ؟! خو د دې انصاف يو بل اړخ ته هم پاملرنه پکار ده . يوازې د کتابونو د شمېر خبره نه ده . د ټولو مخونو شمېر يې هم د پوره پام وړ دی . د ټولو دري کتابونو د پاڼو شمېر ( ٢٤٩٩ ) او د پښتو دوو کتابونو د مخونو شمېر ( ٣٩٩ ) دی . دا يې د ښه انصاف بله نمونه !!! آيا ښاغلی وزير د هغو ستميانو له غورو پش!! څخه ډار شوی چې ده ته يې کوي ؟ که د محافظه کارو سلاکارانو مشورو دې ته اړ کړی دی ؟ که خبره د ستميانو وي ، نو دا غورو پش به ورته تل کېږي ، دا ځل بايد نور زړورتوب هم وکړي او د ٩ په مقابل کې له ٢ هم تېر شي . د افغانستان د ملي ارزښتونو ساتندويان د اطلاعاتو او کلتور له وزارته په درنښت هيله کوي چې نور نو دغو ملي ضد مصلحتونه ته د پای ټکی کېږدي . دا هغه کار دی چې حتی رهين به يې هم کولو ته له ډاره زړه نه وای ښه کړی . افغانان په هره هره برخه کې د ملي توازن ، د ژبو د توازن غوښتونکي دي . په هره بهانه او مصلحت يې تر پښو لاندې کول د زغملو نه دی . |