ليكنـــــــــــــــــــې

 

ژباړن: انبيا ژمن

شپږ دقيقې وخت لرئ ؟

 

دغه متن له شک پرته يو د برياليتوب له هغوغوره متنونو څخه دى چې موندلى مې دى. هيله من يم چې زما او ستاسو لپاره اغېزناک واقع شي!

د دې کرښو په منځ کې ښې او ځواکمنې سپارښتنې شتون لري. دغه متن د انتوني رابېنز د بنسټ له خوا ستاسو د برياليتوب لپاره رالېږل شوى دى او تر اوسه 10 ځله ټولې نړۍ ته استول شوى دى.

 

دا پيغام له ځان سره مه ساتئ!

 

6 دقيقې خپل ټول کارونه پرېږدئ. دا مسئله په بشپړ ډول واقعيت لري.

 

يو: خلکو ته له هغه څخه ډېر چې تمه يې لري، څه ورکړئ او دا کار په خوښۍ ترسره کړئ.

 

ده: له داسې ښځې يا سړي سره واده وکړئ چې له هغې\هغه سره د خبرو کولو مينه لرئ. د دې لپاره چې يو وخت بوډا کېږئ، د مکالمې مهارت د نورو مهارتونو په څېر ډېر ارزښت پيدا کوي.

 

درې: هغه څيزونه چې اورئ يې، په ټولو باور مه کوئ ، هغه څيزونه چې لرئ يې، ټول مه لګوئ او يا څومره چې غواړئ مه ويده کېږئ.

 

څلور: کله چې واياست: له تا سره مينه لرم، موخه هو همدا وي.

 

پنځه: کله چې واياست: بښنه غواړم. د مقابل لوري سترګو ته وګورئ.

 

شپږ: مخکې له دې چې واده وکړئ لږ تر لږه شپږ مياشتې کوژدن و اوسئ.

 

اووه: په مينه  په لومړي کتو باور ولرئ.

 

اته: هېڅکله د چا رؤيا ته مه خاندئ، کوم خلک چې رؤيا نه لري هېڅ نه لري.

 

نهه: په ژوره توګه او احساس سره مينه وکړئ. کېدى شي وځورېږئ خو دا يواځينۍ لار ده چې په بشپړ ډول ژوندون کوئ.

 

لس: په اختلافونو کې منصفانه وجنګېږئ او د هېچا نوم مه يادوئ.

 

يوولس: د خلکو د خپلوانو له لارې د هغوى منځګړيتوب مه کوئ.

 

دوولس: سوکه خبرې کوئ خو چټک فکر.

 

ديارلس: کله چې څوک له تاسو څخه داسې پوښتنه کوي چې نه غواړئ ځواب ورکړئ، موسکا وکړئ او وواياست: ولې غواړې په دې پوه شې؟

 

څوارلس: په ياد ولرئ چې لويه مينه او لوى برياليتوب له لويې وېرې سره مل دي.

 

پنځلس: کله چې څوک پرنجى وهي وواياست: روغتيا دې وي.

 

شپاړس: کله چې کوم څيز له لاسه ورکوئ، له هغه څخه درس اخيستل له لاسه مه ورکوئ.

 

اوولس: دغه درې ټکي په ياد ولرئ: ځان ته درناوى، نورو ته درناوى او د خپلو ټولو کارونو مسئوليت منل.

 

اتلس: مه پرېږدئ چې يو کوچنى اختلاف ستاسو لويې دوستۍ ته زيان واړوي.

 

نولس: کله مو چې پام کېږي تېروتنه مو کړې، سملاسي د هغه د سمون په لور ګام واخلئ.

 

شل: کله چې ټلفون پورته کوئ موسکا وکړئ، چا چې ټلفون کړى هغوى ستاسو غږ اوري.

 

يوويشت: د يواځيتوب لپاره يو وخت ځانګړى کړئ.

 

رښتينى ملګرى هغه دى چې تر لاس مو نيسي او زړه مو لمسوي. دغه پيغام له خپل ځان سره مه ساتئ!

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com