ليكنـــــــــــــــــــې

 

ميرويس

د وزير په سر کې ايراني چينجي او خراساني بوس  

دا يو نيک او ښه پرځای کار وو چې يو شمير وزيرانو او رئيسانو د تير کال د لاسته راوړنو او همدارنګه د بودیجې د مصرفیدو د څرنګوالي په اړه مالومات ورکړ،سره د دې چې کوم د قناعت وړ حساب یی ورنکړ خو بیا هم د ګوتو په شمیر یو څو کسانو د شل په سلو کې په خپلو دندو کې بریالی وو. په دې بهیر کې د لوړو تحصیلاتو وزیر ښاغلې اعظم دادفر دخپلو اوتو باوتو او باټو په لړ کې دغه څه وویل:(د لوړو تحصیلاتو لپاره نوی پوهنتونونه او تحصیلی موسسې پرانیستل شوې او پرعصري وسایلو لکه کمپیوټر اونوی ټیکنالوجۍ باندې سمبال شوي، د ظرفیتونو یا وړتیاو لوړول، د کانکورپه آزموینه کې روڼ آندي راوستل او داسې نور) دا چې څومره بریده پورې د ښاغلی دادفور خبره سمه او رښتیا ده دا د محصلینو د خولې څخه اوریدای شو خو دا یو روڼ حقیقت دی چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې پوهنتونونه په عصري ټیکنالوجۍ او وسایلو لکه کمپیوټر،پرینټر،سکینر او داسې نورو باندې لا پخوا سمبال وو،نو دا کومه نوی لاسته راوړنه نده ځکه لویه بودیجه یی په واک کې وه،او که دا یی هم نه کول نو څه به یی کول؟ د ډیرو کلونو راهیسې پښتانه محصلین د ستونزو او کړاونو سره لاس او ګریوان دي،د دولسم ټولګي څخه وروسته اړ دي چې د پاړسو په زده کوولو باندې لاس پورې کړي چې په دې لړ کې لږ تر لږه یو کال په پاړسو ضایع کیږي،څرنګه چې د څو کالو راهیسې د لوړو زده کړو د وزارت څخه په وار وار غوښتنه شوې او کیږي چې کابل پوهنتون دې په پښتو هم ښوونه پیل کړي خو بیا هم هیڅ غوږ پرې نه ګروي.د ډیرو دوستانو په آند د لوړو زده کړو وزارت موخې او ستراتیژي یی دویب پاڼې نه هم تر یو بریده ارزولې او مالومولی شو.د دوو کالو څخه ډیره موده کیږي چې سایټ یی په پاړسو پرانیستې وو خو په پښتو باندې یی جوړول ان تر ننه ځنډولو،اوس یی چې جوړ کړې معیار او سټندرد یی ډیر ټیټ دی. د پښتو دمتن کیفیت بیخی ټیټ او لیک دود یی د ګرامر له مخې غلط او همدا راز د پاړسو نه ډګ دی.وزارت باید د پښتو په څانګه کې یو باکفایته،وړ او کارپوه کس په کار وګوماري تر څو په ویب پاڼه کې غلط متن سم کړي او د نورو غلطیو مخه ونیسي،ځکه دوی د یو عالي زده کړې موسسې په سویه ملت ته مخ دي.ډیر کسان په دې باور دي چې د لوړو زده کړو وزارت د پښتو متن غلطي په قصدي ډول کوي ترڅو په پښتو ژبه ملنډې ووهی،ځکه وزارت د ایران مشربه ستمیانو او خراسانیانو خوندي ځاله ګرځیدلې ده او ایران ته په وفادارۍ کې یی دا لویه لاسته راوړنه ده.خپله وزیر ښاغلې دادفر د ایران دمعارف د وزیر سره لیدنه او خبری او د ایران لخوا د بورسونو وړاندیز او په وار وار د ایرانی کتابونو ننداره په هیواد کې،یو زیات شمیر هیوادوال په دې اندیښمن کړي چې اعظم دادفر د لوړو زده کړو د وزیر په توګه یو بی کفایته ایرانی سلیقې والا سړی دی. د تحصیل په نوم د ایران شومې شیطانی لارښوونې،نقشې، کتابونه او داسې نورې هڅوونې د ښاغلی دادفر اساسي لاسته راوړنې دي.مونږ د دریو لسيزو د پاکستان اوایران د ترخو تجربو هیڅ درس وانخیست چې اوس دا یران غرض لرلې خراسانی او ستمی طرحې د یو بی کفایته ایرانی مغز لرونکی وزیر په نیغ ملاتړ په افغانانو ورتپل شوې پریږدو!مونږ د ایران کرغیړنو شیطانی نقشو او مشورو ته چې د تحصیل په نوم یی ورکوي هیڅ اړتیا نلرو. مونږ کولای شو د اروپایی هیوادو او نورو پرمختللي ملکو څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې مشورې،تفاهم او پوهیدنې سرته ورسوو.د ښاغلی داد فرد شخصیت ته په رڼا اچولو سره دا جوتیږي چې ښاغلې د دوتبعو لرونکې کس دې چې یو یی اروپایی او بل افغانستان دی خو دلته یی وړتیا او کارپوهی د پوښتنې اوڅیړنې لاندې ده.آیا د اساسي قوانینو له مخې او د ملی دریځ له مخې داسې کوم کس د افغانانو لپاره د افغنانو په ټاټوبی کې د لوړو زده کړو وزیر کیدلای شي چې حتا د افغانو په ژبه هم نه پوهیږي؟؟؟ وزیر صیب د افغانو د ژبې دویلو وړتیا نه لري خو برخلاف د ایران په ژبه لکه طوطي ګړیږي.دلته ښکاره خبره ده چې ښاغلی د افغانانو پر حق ډاکه اچولی ده، د افغانانو په هیواد کې دپردیو د کلتور،فرهنګ،ژبې ترجمان او چوپړوال دی.ده تر اوسه د کابل د پښتنو مصلینو د غوښتنو سره سم ونه غوښتل د پوهنتون اړونده پوهنځي په پښتو ژبه هم ښوونه پیل کړي او هیواد وال ترې ګټه پورته کړي،خو اعظم دادفر یوه لویه کاري وړتیا لري هغه دا ده ( د افغانانو په هیواد کې د افغانو سره کرکه،ضدیت،دوښمني،،توکمن توپیر، ایران پالنه اوخراسانی توطعې هغه لاملونه دي چې ښاغلې ایرانی فشیست نه غواړي د کابل پوهنتون په پښتو هم واوسي!). ټول خلګ باید په دې پوه شي چې پښتو ژبې ته خنډ کیدل اوپه پښتو باندې د تحصیل مخه نیول د هغو لویو نه بخښونکیو ملی خیانتو څخه شمیرل کیږي او نیغ په نیغه د ایراني اجینټانو او غلامانو د چلند او موخو ترجماني کوي. د ښاغلی داد فر د لوړو زده کړو د وزارت ویب سایټ!             http://www.mohe.gov.af/

په درنښت

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.