|
دکتور فاروق أعظم د رشوت لولۍ صاحب رشوت ډير بد باله خو دده کار په بند وو. د صاحب زوی ته يي هديه ورکړه او کار يي اجرا سو. ټول خوښ سول او له ښه مرغه د رشوت خبره هم منځته رانغله. له يوې خوا د سړي کار وسو، بلخوا ًصاحب خوښ سو چي نازولې برخوردار يي چا ونازاوه. ده به هرځاي ويل چي زموږ ډير ښه خلک دي دچا د لږ خدمت قدر دير کوي او چي ما غوندي ټول عمر يي ددوي په خدمت کي تيرکړي وي دهغوي خو بيا ډير مخلص دي. دريم، د صاحب زوې هم ډير خوشحاله سو او پخپل باد راوړي کمال نور هم غره سو چي څنکه بي تکليفه په لږ وختکي ډير فداکاره ياران پيدا کولاي سي. په دا ټوله معامله کي لو ګټه دا وسوه چي دا راکړه ورکړه په رشوت کي حساب نسوه بلکه د ورکوونکي پرسخاوت او د اخيستونکي پر کميني تعبير سوه. سړي ځاي پيژاند؛ د خپل سکه مسکين ورور سره يي يوه روپۍ مرسته نکول خود صاحب پر زوي په خلاص مټ مهربانه وو نوځکه په لږ مصرف يي په لږ وختکي د سخې لقب له پاخه لنګره يووړ. چي صاحب چاته سخي ووايي بياخو ډيري خولی دده په توصيف ښوري؛ الناس علي دين ملوکهم. صاحب په خلکوکي په ښه سړي مشهور وو داخکه له يوې خوايي رشوت ته بد ويل او له بلي خوا يي هديه له ډيري تقوي نه ردول. اوس پوه سوئ چي د رشوت لولۍ په يوه صحنه کي څنګه څو ډوله لوبيدلاي سي. |