ليكنـــــــــــــــــــې

 

د پښتو ژبي د ليکوالو او ټولو خواخوږو د پاملرني وړ :

اورژبی سخت ژبی او سخت زړی  مشر استاد زيار صاحب !

سلام ، د خدای روی ته وګوره ، خپلې ريښې پخپله مه وهه ، د خپلې ژبې ليکوال او خواخوږي په يوه او بله بهانه مه سپکوه . هغه ځوانان چې د پښتو له پاره چوپړ وهي کار ته پريږده ، خپل کار د هغوی له کار سره مل کړه چې برکت او وصول يې نور هم زيات شي  او له مخې يې پښتون قام او ټول پښتون ولس د بېلتون په ځای د يووالي خواته راشي .
دغه لاندنۍ ليکنه وګوره ، او بيا خپله قضاوت وکړه ، ته او خدای اوس د پښتو ژبي له پاره ددې وخت دی چې تاسو يې دومره سخته کړئ چي آن خپله پښتانه ليکوال نه پرې پوهېږې او که دا چي يو ځل خو همدغه ژبه پخپله پښتون ولس ته ور زده کړای شي ، زما پښتون ولس همدا ژبه زده نه کړه ، تاسو يې اوس ورته د سويس او اېنګلېنډ د ژبو غوندې مډرنه کوئ ، يره کمال دئ !
دا چې زما رېډېو سوچه پښتوده که ستا غږدبلی په دې به وروسته سره جرګه شو.تاسو راشی د کابل حالت وګوری ، کابل د پښتون پريزيډنټ او پښتنو وزيرانو په دې دور کې د ايران يا تاجکستان يوه برخ ګرځېدلې ده . پښتون او پښتو په دې ښار کې د يوه اجنبي شانتي ښکاري .زما ددې خبرې د وضاحت له پاره لاندنۍ پارسي مقاله وګورئ .
ستاسو له درانه حضور نه  هيله کېږې  چې د پښتو ژبې سره هغې مينې په خاطر چي تاسو ټول ژوند ورته وقف کړی دی او د پښتانه ولس له پاره چې تاسو ورکې زېږېدلې ياستی ، دې ليکنې ته داسي څواب وليکئ چې نور پښتانه ځوانان هم ترې معلومات حاصل کړي  .اوس ستاسو د سپکو سپورو له ډاره ځوان ليکوال قلم نه شي پورته کولای . پوره متن په دې لينک کې ولؤلی .

http://www.khawaran.com/KamjoBasir_MelateKhurasan.htm
 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.