
ګل آغا احمدي وردك
د پسرلي درسونه
د کال هر یو موسم خپلې خپلې
ځانګړنې لري، خاصې ښکلاوې لري، ځانګړی طبیعیت
ورسره مل وي، د انسانانو د ژوند په هره برخه باندې
ځانګړې اغیزې لري، د بیلو بیلو وړانګو او درسونو
سره یو ځای د انسانانو د نړۍ میلمه کیږي. پسرلی هم
د یو لړ خاصو درسونو، وړانګو، ځانګړنو، طبیعیت،
ښکلاوو او سمسورتیاوو درلودونکی دی چې په راتګ سره
یې د طبیعیت په بدن کې حیرانوونکي بدلونونه لیدل
کیږي، د نړۍ انسانان یې راتللو ته خوښیږي، د
سمسورتیا سمبول یې بولې، د زرغونو لیلاوو د اتڼ
نغمه یې ګڼي او د خپل ژوند په چارو کې یې د مثبتو
مثبتو بدلونونو پیغام راوړونکی ګڼي. موږ د خپلې
دغه لیکنې په ترځ کې غواړو چې د دې ښکلي او زرغون
موسم د رابره کیدو او د میلمستیا په ویاړ ځینو هغو
درسونو ته په لنډه توګه اشاره وکړو چې د انسانانو
ژوند د ښکلاوو په نوو زړه وړونکو رنګونو پوښي، د
عمل په ډګر کې یې ږدي، غور پرې کوي او خپله نړۍ د
ښایستونو په ورا ور ګډوي.
لومړی: پسرلی یا د سمسورتیا زرغون
شال
د پسرلي لویه، اساسي او بنسټیزه
غوښتنه له انسانانو څخه دا ده چې خپله کلا، خپل
پټی، خپله ځمکه، خپل غرونه، خپلې بیدیاوې، خپل ښار،
خپله باغچه، خپل بڼ، خپل ټاټوبی او خپل هیواد د
هغو ګټورو ونو، بوټو، ګلانو او روا ډکو د کرلو په
وسیله زرغون کړي چې پسرلي یې د زرغونولو ضمانت کړی
او یو داسې مهربانه زرغون شال یې ورته راوړی چې د
ټولو لپاره کفایت کوي.
د انسانانو د هراړخیزې پالنې په
صورت کې پسرلی کولای شي چې د ښکلاوو تخمونو ته
ریښې ورکړي او په ډیره نرمۍ سره یې د پستې ځمکې په
تل کې یوه او بله خوا وغزوي. همدارنګه داسې نازک
نیالګي یې له سرونو څخه راپورته کړي چې انسانان یې
په ښایست نه مړیږي او له ځان سره وایي یاره چې
ژوندی مې ګړوت کړی وای. هو! پسرلی غواړي او بیا هم
انسانانو ته بلنه ورکوي چې دغه ډکي چې تاسو یې کری
او یا یې د کروندې هڅه کوی باید حلال، روا، ګټور
او داسې بڼه و لري چې هیچا ته یې زیان و نه رسیږي
بلکي د انسانانو د جاري صدقې په ټولګي کې حساب شي.
په همدې توګه د لعنتي چرسو، تریاکو او نورو هغو
زهرجنو بوټو له کروندې څخه ډه ډه وشي چې کرنه او
کاروبار یې د انسانانو د دنیوي او اخروي ژوند د
پایمال کولو سبب کیږي او زموږ سپیڅلي دین منع
ګرزولي دي.
نو د پسرلي موسم د یوه داسې زرغون
شال د راړولو زیری له ځان سره لري چې د ځمکې ټولې
لوړې او ژورې پرې خپل نازک او خیالي وربلونه پوښلی
شي.
دوهم: پسرلی یا د سولې سمبول
پسرلی د سولې سمبول دی، د روغې
وړانګه ده او د ورورګلوی تر ټولو مهم او ګلالی
بنسټ دی نو له همدې کبله له انسانانو څخه غواړي
چې د دغه ښکلي، زرغون، سپیڅلي او آباد فصل په
راتللو سره سم خپلې ټولې پخوانۍ تربګنۍ یوې خواته
کړي، د ورورګلوۍ لاسونه یوه او بل ته سره ورکړي او
د داسې یوې سپیڅلې سولې له ګلونو سره یو ځای شي چې
د ټولنې د اساسي بنسټونو په جوړولو یې لاس پورې
کړی وي. همدارنګه هرې خواته یې د پسرلي د مښکو په
څیر د ښایسته عطرو ناوکۍ په نڅا راوستلې وي. پسرلی
له موږ څخه غواړي چې د هغه د تقاضا، طبیعیت او
غوښتنې په اساس په خپل هیواد، ټولنه او ماحول کې د
داسې یوې عظیمې پخلاینې، ورورګلوۍ او سولې بنسټ
کښیږدو چې د نړۍ ټولې پرګنې را ته ګوته په غاښ و
نیسي.
دریم: پسرلی یا د نوو هڅو نوی هوډ
هو پسرلی له انسانانو کار غواړي،
هڅې غواړي، هاند غواړي، نوی هوډ غواړي، نوې کړنې
غواړي، نوې ښکلاوې غواړي، نوې وړانګې غواړي، نوی
څرک غواړي او د کار یوه داسې نوې سلسله غواړي چې
له هر ډول غش، خیانت او ټمبلۍ څخه خالي وي.
په پسرلي کې د هیواد بزګران د خپلې
قلبې لپاره سپارې له سره جوړوي، د خپلې بزګرۍ د
غوایانو لپاره د نوې یووې، ژغ او سسپار تابیا کوي،
خپله بیلچه، قلنګ، یوم او نور اړوند سامانونه
ترتیب کوي څو د ځمکې زړه پرې نرم کړي، روا کښتونه
پرې و کري او د تیرو ناخوالو او و چکالۍ ځپلو پټو
په پولو کې د ښکلو ښکلو توکو د کرلو هڅو ته دوام
ورکړي.
په پسرلي کې بڼوال د خپلو باغونو د
دنګو دنګو ونو غوزې پالي، په غوټیو کې یې د هیلو
میوې له ورایه ویني او په ګلونو کې یې د ښایستونو
نیازبینه لیلا بیله بیله ورته مسکیږي.
څلورم: پسرلی یا د پوهنې دروازه
د پسرلي د درسونو په لړ کې تر ټولو
مهم ټکی دا دی چې د دې سمسور موسم په پیل سره د
ښوونځیو دروازې د هغو ګلونو پر مخ پرانیستل کیږي
چې د ژمي په موسم کې یې د نوي کال لپاره تیاري
نیولې وي او د خپلو ښکلو ښوونځیو د دروازو پرانستل
کیدو ته شیبې شمیري.
نه یوازې ښوونځۍ بلکي د هیواد د
لوړو زده کړو موسسات، پوهنتونونه او هر ډول تعلیمي
ادارې د هغو هڅاندو محصیلینو او ښوونکو پر مخ
پرانیستل کیږي چې له نوو هیلو، نوو پیغامونو، نوو
زده کړو او نوو تجربو سره یو ځای
خپلې
ټولنې او هیواد ته د خدمت په موخه د علم کاروان مخ
ته بیايي.
پسرلی انسانانو ته ښیي چې هغه
ګواکي د نوې پوهې، نوو تجربو او نوو هیلو د پیل
فصل دی هغه پوهه چې انسانان د خپل سپیڅلي آرمان
هسک معراج او د خپلو روښانه آرزوګانو هسکې پوړۍ
ته پورته کوي. هو! پرته له پوهې انسان یو رنځور
انسان ګڼل کیږي، یو نیمګړی انسان ګڼل کیږي او یو
داسې ړوند انسان ګڼل کیږي چې د ژوند د ښکلاوو له
لیدلو څخه محروم وي. بلکي پوهه ده چې د انساني
ټولنو د هراړخیزې ښکلا، آبادۍ او سمسورتیا زیري له
ځان سره لري او پسرلۍ یې هر زده کوونکي، ښوونکي او
محصل ته د خپل پیل په لومړیو شیبو کې لپه لپه ویشي.
پنځم: پسرلی یا د وریښمینو څاڅکو
کور
زه به د پسرلي کومه ښکلا یاده کړم،
کوم درس به یې ستاسو په وړاندې ولولم او کومه خندا
به یې ستاسو د لیمو مخ ته په نڅا راولم چې د
انسانانو په نړۍ باندې یې پیرزو کوي؟ هو پسرلی د
څاڅکو یار دی، د باران د اوریدو نښه ده، د شیبو
شیبو اورښتونو سخا ده چې د ګلونو د ناز په وربلونو
خپل نرم او پاسته څاڅکي په مینه مینه ږدي. داسې
څاڅکي چې په هر یوه کې نوې تازګي، نوې ښکلا، نوې
سمسورتیا، نوې ځواني او نوې هیلې ځای په ځای شوې
وي.
پسرلی د خپلو ښکلاوو د تجربو په
بنسټ هغه ټولې ناخوالې، بدرنګۍ او ناولتیا د ځمکې
له مخ څخه لرې کوي چې له خزان او ژمي څخه په میراث
ورته پاتې شوې وي. پسرلۍ د یخو اوبو د چینو زړونه
په مستۍ راولي، د وچو کاریزونو غیږې له الماسي
اوبو ډکوي، د غرونو په ناوونو کې د تازه اوبو رباب
ته نوی شرنګ ورکوي او د سیندونو چوپې سینې د مینې
په مستو سندرو مالامال کوي.
ګرانو لوستونکو نوی کال مو
مبارک شه.
د ۱۳۸۵ کال د کب ۲۴ نیټه د ۲۰۰۷
میلادي کال د مارچ ۱۵ نیټه ـ کابل
پسرلی وایي
غږومه خپل رباب مې زه د نوي شرنګ
په تار
بیا رابولمه فضا ته زه د زاڼو لوی
کتار
زه مین یم په سندرو سندربولي مې
خوښیږي
له بلبل سره نڅیږم زه د څانګو په
سینګار
توتکۍ به کړم بیدارې زه له ځالو
خپلو خپلو
هلی ژر شی یم راغلی ښه موسم د
نوبهار
بورا چیرې یې پټ شوی بریتوره دلته
راشه
سره ګلونه درته ناڅي ته پرې ګرزه
هر سهار
تر پسته ژبه مو جار شم ای د هسک
ګوربت زرکانو
لږ سندرې میلمنې کړﺉ د ښکلاوو په
ګلزار
ای بڼواله یوم دې اخله ته د هیلو
میلمه پال یې
ته عاشق یې په ګلونو هر یو تاته
انتظار
احمدي چمبه دې راکړه زه به ټوله
خولګۍ درکړم
بیا د خپل جانان په زلفو زرغون شال
کړه را هوار
د ۱۳۸۵ کال د کب ۲۴ نیټه د ۲۰۰۷
میلادي کال د مارچ ۱۵ نیټه ـ کابل