|
دګل شریف هڅاند لیکنه د نېشې تېرېدونکې خوشحالی پښېماني لري په نوبتی سفر چې دڅو پاچا هیو پکی اوښتل اړین دی روان یم. له هغه ځایه چې د ژوند ډیر پسرلی می دکور ، کلی او کورنی نه لیری په جبری پردیسۍ کی تیر شوی، نو دسفر کلمی په اوریدو سره می تل چرت او مزاج خراب ، طبعیت خټه او خوب ګډوډ غوندی شی. ګهیځ وختی پورته شوو. مخکی تیارکړی او تړلی بکس می زوی ته په موټرسایکل وتاړه،څو زمونږ دمخه د موټرو اډې ته ولاړ، او راته چوکۍ(سیټ) ونیسی او خپله مشر زوی سره پلی د ښار په لور روان شوم. دا په داسی حال کی ده چې چاودنو او الوزونو اولس په خپل یا کرایی موټر کی له تللو بیزار کړی اود ژوندی پاتی کیدو په موخه پلی تګ تر موټره ښه تر ګڼی، ځکه زموږ خوځښت لکه د نورو نړیوالو په څیر نه ،بلکی د اوبو دحرکت خلاف دی. په ښار کی د خوست – کابل لویی لارې په اوږدو کی ببرک خان پارک ته په رسیدو سره موټر رارسیدو په تمه تم شوو. خپلو کی د کورنۍ پورې اړوندو خبرو- اترو لګیا یو. پوره شیبه تیره شوه. په پای کی راته څیرمه لومړی موټرسایکل او ورپسې لینی ټکسی موټر ودرید. پوهیدم چې سپرلۍ په لاره کی د موټر تم کیدل نه خوښوی، نومی په بیړه د بدرګه کوونکو سره خدای په امانی وکړه. له شا څخه د موټر په لور وخوځیدم . که ګورم چې دموټر دننــــــــنه سپرلۍ چی ځوان کهول دی راته شکمن غوندی، په ناراضا نظر، برګ ګوری. خدای(ج) شاهد دی چی دا حالت نه یواځی را باندی ښه ونه لګید، بلکی یوڅه ناڅه د ویرې احساس یی هم راسره پیداکړ،ځکه نه پوهیږم دچا په ګناه خو په خوست کی دامهال داسی حالات رامینځ ته شوی چې انسان ان یوه شیبه هم خپل ځان په امن کی نه شی احساس کولای. دالا څه چې په یوازی توګه دنابلدو په مینځ کی دومره اوږده لاره هغه هم په غرنۍ اراضی کی لنډوی. لنډه داچې هماغه دناکام – پهلوان خبره ده ،سیټ نیول شوی، سربیره پردی د تګ ډده کول د اولادونو په وړاندی راته شرم ښکاری. زړه نا زړه په خپل ځای (مخکینی سیټ کی) کښینم. ددی له پآره چې لږترلږه می سپرلۍ کتلی وی، ځکه د دوی له نظره هم داسی جوتیده چې زماله لیدو ناخوښ غوندی وی، نوپه ما نیم نظر له ښی اړخه شاته ګورم او وایم : ستړی مه شۍ. هغوی یوبل ته ګوري اوپه نیولی ږغ وایی:ته هم ستړی مه شۍ)). سپرلۍ چې ځوانان دی ، سل په سلو کی راته نورمال کسان ښکاره نه شول.ځکه بی پروا، بی توپیره غوندی ښکاریږی اود مخونو نور او تازه ګی یی دنیشه یانو په څیر تــــــــته ده. دبدن لوڅی برخی او کالي یی خیرن اود پاکی – نظافت چې دایمان جز دی پروایی نده ساتلی. بیا په خورا احتیاط موټروان ته مخ اړوم او ورو ، ورو یی له سره ترپښو ګورم. دهمدی یوځل کتنی په پایله کی داسی راته ښکاره شوه چې ګنې موټرچلونکی هم ددوی سیال ، پریی انډیوال اوپه هیڅ کی ځینی کمۍ نه لری. پوره شیبه په چرتونو کی چوپ پاتی کیږم. خدایه ! داڅه وشول؟ دڅه مصیبت سره مخ شوم؟ زما په لیدو دوی ناراضا غوندی شول او برخلاف ماته د دوی سره په زړه پوری نه شوه. په دی ډول فضا کی خو به د دومره اوږدی لارې چې ښایی نیمه یا کړۍ ورځ ونیسی لنډول ډیر ستونزمن شی. که په لنډو ووایم ، نو په لینی موټر کی رامنځ ته شوی حالت راځینی د اوږده سفر اوږده چرتونه هیرکړل. ذهن می رنګارنګ پوښتنو ونیو اوپه زړه کی می حیرانوونکی کرل – ریبل پیل شول. دامهال په خوست کی د لیندۍ(دلوی) میاشتی لومړی اونۍ ده . اسمان شین اود لمر وړانګی د تودوخی درجه ورو، ورو پورته بیایی. د لویی لارې دپخولو بهیر دښار او دوه سرکه ترمینځ سیمی ته رسیدلی دموټرو لار چپه شوی ، ترافیکی نظم یی لازیات ګډوډ شوی او بی ساری ګنه،ګوڼه یی جوړه کړی ده، خوزما ذهن دومره نیولی دی لکه دفلم کدرونو په څیر په وړاندی تیریدونکی صحنې می هیڅ نه وی لیدلی. په دی توګه د خیدرخیلو سیمی دګڼو کلیو تازه تیریدو چې می په ذهن کی را وګرځیده چی داده لوبه پیل شوه. لومړۍ می په بیړه په اوږو کړی پټو له پوزې کلک راتاوکړ اوپه دی خیال کی شوم چې دا څومره ناوړه اغیزه لری . هغه هم د سپرلۍ په کوچنی موټر اوتړلو شیشو کی. ددې سره جوښت هغه وخت رایاد شوچې خپله می سګرټ څکول، خو چې کله پوه شوم دا د دین – دنیا په تیره روغتیا د روغتیا دښمن دی، نومی ځینی ډډه وکړه. وایی انسان خپل بوی نه شی احساسولای ، نوخپه په دی شوم چې هغه مهال به انسانانو زما څخه څومره کرکه کوله. ما د خپلی نا آرامۍ، بدې اغیزې او دا چی په ټولنیزو ځایونوکی چی دنورو د ناراحتۍ لامل ګرزی، نه یوازی د ورته کړو، وړو اجازه نه شته ، بلکی د ټولنیزو آدابو خلاف عمل هم دی غبرګون وښود، خوچا پرې غوږ ونه ګراوه. یو، دوه ځلی می وزغمو، خوتکرار یی دوام وموند. نور نو بانه راپه ګوتو شوه. دښی لوری ورتاویږم . ورته په ځیر ، ناراضی او غوسی نه ډک نظر ګورم. له یو سره بی پروا ناست او اوږده غزیدلی دی. دا لاڅه کوی چې په ټول بکس (ډګۍ) کی چی دسپرلیو د سامان ایښودلو ځای دی، یو تنکی زلمی په داسی حالت کی ناست دی، ته به وایی چی په مرغۍ پسې قفس په زور چت (چیت) شوی دی. له هغه ځایه چې زما ځغلنده نظر بی موخی نه و او دوی هم مخکی له مخکی دا اټکل کاوه، نوښکاره ده چی ناوړه اغیزیی پری وکړ. دا باخبرۍ غوندی و، ځکه نونه زما ژبه په خوځښت راغله اونه هم دوی څه وویل . بیا می اولی حالت غوره او اوږده چوپتیا می اختیار کړه . موټروان ځان بی توپیره نیولی. په یوسترګه لاره ګوری اوپه بله ننداره کوی چې څه کیږی. ځوانانو د موټر د ننـــــــنه د تړلو ښیښو سره، سره په سګرټ څکولو بسنه ونه کړه او داسی ښکاره شوه چې دا دحالت معلومولو او زماد غبرګون د ارزونی له پاره وه ، اصلی لوبه یی شاته پیلوله. دعبث چرتونو د غلطولو په موخه شا وخوا ګورم . دواړو خواو ته ګڼی کلاوی او پیتاوو ته ډلې ،ډلې کسان تر سترګو کیږی. د لاری په اوږدو کی د جوړونکو او امنیتی کسانو، دغه شان د موټرو د تګ، راتګ سخته ګڼه،ګوڼه او دوړی دی. لږه شیبه پس می بیا دسګرټ او ورسره د چرسو تیز او لیرې تیت کیدونکی بوی تر پوزی شو. ژرمی بیا پټو راکش او سوګمی می وتړلې. نور نو د زغم کاسه ډکه شوه. دسختی غوسی په وجه کیدای شوای ماخپلی خبری په خورا تنده او ترخه لهجه پیل وای، خود یوی خوا یو د ډیرو په وړاندی(مقابل) کی او بل پلوه د دوی پوره پیژندګلوی نه وه، په داسی ناڅرګند حالت کی د هر راز ګواښ (احتمال) هم شته وی . نو می هڅه وکړه، ژبه نیولی او احساسات کنترول وساتم . تر ډیره بریده د ناصح په رول کی و اوسم اوخبری می توضیحی او مشورتی بڼه ولری. شاته مخ اړوم اوپه داسی حال کی چی په شونډو می جبری موسکا خواره ده وایم : ځوانانو ! داڅه کوۍ؟ سګرټ اوپه تیره بیا چرس خو دینوی او اخروی زیانونه لری. که بیا په دی عمل څوک اخته هم وی، نوڅکول یی خپل ځای او خپل وخت غواړی . داخو بیخی سهی خبره نده، په تیره په ټولنیز ځای هغه هم دسپرلۍ په کوچنی موټرکی. ګورۍ ټوله لار په پنځو ګړیو کی لنډیږی. تاسو زعم وکړی. د اړتیا په وخت خلک لس، شل کاله په جیل کی تیروی اوتاسی د څو ساعتو زغم نه لری. بیا هم که ډیره وارخطا ویاست، نو دموټر دننه یی مه څکوۍ او کله مو چی ډیر میل پیدا کیږی ووایاست. له موټروانه به هیله کوو چی په کومه ګوښه کی تم او تاسی به په ازاده فضا او هوا کی بی له دی چی موږ ناراحت شو، په ارامی او ډاډه زړه خپل کار کوۍ. په دی لړ کی هغه چی موټی تړلی د ګوتو په مینځ کی نیولی سګرټۍ یی په ټول زور څکوه ځان سره ټول کړ. کښیناست او سیټ ته یی ډډه ولګوله، په تروه ټنده یی خبری داسی پیل کړی : (( کاکا ! په بدکار لیونۍ هم پوهیږی . خو زموږ تر ورخ تیري شوی اوبه دی چې بیرته نه جاروزی. ( بیدیانیو« بهرنیانو» زورواکو او کورنیو لاسپوڅو په ګناه دا نیږدی دیرش کاله کیږی چی زمونږ په خاوره د جګړی اوربل دی. مونږ په دی بهیر کی زیږیدلی او رالوی شوی یو. دامجال نه دی راکړل شوی چی په سوله کی ژوند او زده کړی وکړو اوبیا د نورمال انسان په څیر ځان ،کورنی، خلکو او هیواد ته دخدمت جوګه شو. مونږ جګړی د ژوند د ټولو نعمتونو بی برخی،د ژوند له دوام یی ناهیلی کړی او هره شیبه مو مرګ ګواښوی. ځکه مو نیشو ته پناه وړی اوپه نیشه یی توکو روږدی شوی یو)). دی سره جوخت زرین چې غوښتل یی له سګرټی یو اوږد کش وکړی، خو سګرټ مړ شوی اود خوځیدو سره سم یی ایرې په لاس او کالیو تیت شوی . ماته یی تندی تریو شو او بیا یی ځان په چوکۍ کی کښیکاږه. زه په مصنوعی موسکا سره خبره ورغبرګوم. ګوره زرینه وروره ! تر ډیره بریده به خبره درسره ومنم، خو دلته هماغه دملنګ جان بیت هم نه ښایی هیر کړو چی وایی: کوښښ چې یوپښتون دبل پښتون د بربادۍ کا - په دی کارکی پردي او ګاونډیان څه ملامت دی له دی علاوه لوی خدای(ج) مونږ ته عقل او فکر راکړی دی. چې ښه تر بدو، روا تر ناروا ،حق تر ناحقه او خیر له شره بیل او توپیر کړو. که یو څوک راته ووایی چې ځان له ګړنګه خطا کړه ، نو آیا مونږ ته ښایی بی له سنجشه دا کار وکړو؟ ځواب ښکاره دی، نه او سل ځلی نه . همدا راز هاغه دخوشحال بابا خبره دی نده اوریدلی چی ویلی یی دی: که اسمان دی دزمری په خوله کی ورکا - د زمری په خوله کی مه پریږده همت دی سره غاړه غړۍ یی بیا په چوکۍ کی ځان برابرکړ او له ظاهری بڼې داسی ښکاریده چی ګنی په غوسه یی لږی سړې اوبه توی شوی وی او ورپسې یی بیا خوله په خبرو خلاصه کړه : (( کاکا ! نه مو پریږدی چې له سګرټی خوند واخلو. په نیشه کی مو خار اچوی او زړه ته مو ګوتی راوړی . فرض کا چې ما او زما په شان یو شمیر نورو همت له لاسه ورنه کړ. په داسی حال کی چی چاپیریال او زموږ زیات شمیر خلک یا د پوهی یا هم د ناپوهۍ (مجبورۍ) په وجه وینې چې بیدیانو(بهرنیانو) له اورمیږونو نیولی او سرونه یی سره جنګوی . په خپل خیر او شر نه پوهیږی اود وامپیر په څیر یو دبل په وژنه او وینو تویونه نه مړیږی . زمونږ همت څه ګټه نه کوی . همغسی چی له یو ګله پسرلی نه کیږی، دغسی له یوه لاسه ټک هم نه خیژی)) ما په ځواب کی وویل : نه . دلته درسره هم نظره نه یم ځکه که مونږ یی له ځانه پیل کړو، لومړی ځان ، اولاد ، کورنی، خپلوان، دوستان ....... له نیشو ،چاودنو، وژنو، ړنګولو ... بچ کړو، فکر او سنجش کولو، سوله ییز کار او زیار ته یی وهڅوو، نو ورو ، ورو به نور مونږ ته ګوری او زمونږ په پله به پلونه ږدی. د تړلو ښیښو په حالت کی دټکسی موټر دننــنه فضا دسګرټو او بنګو دود او بوی دومره ککړه کړی چې نه یوازی ساه په سختۍ ایستل کیږی ، بلکی ککرۍ مو داسی پړسیدلی لکه پوکاڼی چی باد کړی. به دی منځ کی د دوی دویم انډیوال زمان چې زمونږ د اوږدو خبرو اترو له امله یی زغم له لاسه ورکړی و په خبرو کی راولوید . (( او ماما ! ته داسی خبری کوی لکه چې له بهره راغلی وی او هغه څه چې دلته تیریږی ، په خپلو حواسو دی نه وی لمس کړی . زمونږ په خلکو دهغه متل کانه شوی چې څوک ووایی : سپی دی غوږ یو وړ . نو غوږ نه ګوری اوپه سپی پسی منډی وهی . دغه راز په ټولنیز ژوند کی دا سنجش ورسره نه شته چی پردي یی راته جوړوی او موږ یی الوزوو او ماشه چی کشوم، بی ګناه مټ ورز له منځه وړم، که کوم بهرنی دښمن ؟ ګوګړ چې بلوم دخپل اولاد ښوونځی او هیوادوال کور سوزوم که دکوم بیدیایی ؟ دامنم چی ما رښتیا هم د عمر ډیر پسرلی له هیواده بهر تیر کړی خو دا په دی مانا نه ده چی د وطن سره د مینی احساس می له لاسه ورکړی او هرڅه چی تیریږی غوږ می پری کوڼ کړی وی . نه . په ځواب کی می وویل : ورورکه ! ماخو اضافی خبره نه ده کړی . هر څه چې همدا شیبه زمونږ په وړاندی تیریږی پرهغو خبری کوو. دا پټی سترګی ، ساده لاروکۍ او نا لوستی به څوک پوه او ځیروی . آیا پریږدو چې روان دیرش کلن ناورین ناپایه اوسی ؟ ځواب جوت دی . نه . دا لږترلږه دهغه چا دنده ده چې لوستی ، روڼ اندی دی اوڅه ناڅه پوهیږی څو دوی ځیر کړی او سترګی یی پر حقیقتونو ور وغړوی. نور می د دوی په لور په یوه ډ ډه د کښیناستلو له امله اورمیږ په درد شو .زیار می ایست چې د خبرو لړۍ پرې او نورمال غوندی کښینم چی نا ببره درییم زیړګل یی چی په عمر لا خام و دخبرو لړۍ خپله کړه . (( ای ماما ګله ! داسی فکر مه کوه چې مونږ ګنی هیڅ احساس نه لرو ، نه . همداسی د مور ، پلار ، کشر ، مشر درناوی پیژنو. له تا ډیر شرمیږو . له حیا مخامخ سترګوته در کتلی نه شو . مونږ د موټرو په اډه کی په دی هیله چی دیوه څوان موټروان سره مخ شو ،څو که همراز مو نه وی ، لږ ترلږه د چرسو څکولو مخالف خونه وی . آن تردی چی دوه موټر مو پریښودل اوپه دریم کی راپورته شو او دادی په نیـــمایی لار کی تاسو راوختی . دتاسو په لیدو زمونږ ځواوې بدې شوی ، خوڅه ګټه یی نه درلوده . تاسو ته زمونږ رډ ، رډ کتل له همدی امله وو )) . تردی وروسته می سر په سد کیږی، راتاویږم اوځا ن په چوکۍ کی برابروم . دا مهال زمونږ دسپرلۍ موټر د سټو کنډو په لور د ګردې تاریخی څیړۍ څخه تیر شوی و . دلته تنګه لار او غرنۍ اراضی ده. په دی سیمه کی زیاتره وخت په ترانسپورتی وسیلو اود بیدیانو پوځی قطعو ته په اکمالاتی کانتینرونو باندی وسله ییز بریدونه کیږی چی کله ، کله ملکی وګړی هم پکی زیانمن کیږی . د ورته فکرونو په ټال زنګیدم ، څوپه تلو ،تلو کی دسټو پر غاښی نوی ور ښخ شوو چې بیا هماغه ډول او لرګی پیل شو. نور نو پوهیدم چې نه نصحیت ګټه لری اونه هم مخالفت ، یوازی دا پاتی وو چی له لوګیو ځان ټینګ وپیچم . لاس په دعاوم چې خدایه ! دغاښی په اوږدو کی مو دبیدیانو د پوځی کتار سره مخ مه کړی. ځکه نه یوازی د ټکرګواښ وی ، بلکی مونږ چی په خپل وطن کی پردي یو ، نو د دوی تر بشپړ تیریدو باید ځای پرځای بی خوځیدو ودریږو . ناببره می پام شو چې له شایی د چرسو ډک سګرټ موټروان ته ورتیر کړ او هغه هم په یوه لاس دموټر جلو( اشترنګ) نیولی اوپه بل وارخطا ، وارخطا سګرټ دودوی . په لیدو می د بدن ویښتان نیغ ودریدل . بی له دی چی احساسات کنترول کړم، پری ږغ می کړ : دخدای لپاره داچی اجازه شته یانه ، ټولنیز اداب او معاشرت .... خو پریږده په دی غرنی سیمه ، خطرناک غاښی کی د ځان اوسپرلۍ ژوند په اړه هم اندیښنه لری که نه ؟ زمونږ برخلیک په تاپوری اړه لری اوته ددی په عوض(ځای) چی نور د ورته عمل څخه منع کړی په خپله داشترنګ ترشا دا بدنام عمل کوی . دامهال دهیواده بهر حالت په یاد راغی چی که دترافیک په کوم موټروان شک راشی . نو هغه دروی اود ځانګړی وسیلۍ(آلی) په مرسته دنوموړی له خوا دنیشه یی توکو دپکارونی ارزونه کوی . که په ورته عمل ګیر شی ، نو پرنغدی جریمی سربیره ځنی د یونیم کال په موده لایسنس اخیستل کیږی اود موټر چلونی حق نه لری ، برخلاف په موږ کی چی دځنګل قانون چلیږی ، سپرلۍ او موټروان په ګډه اور په ډله دا کار کوی . موټروان چی له شرمه یی دسترګو غوټکی واړه شوی وو، په یوه سترګه راوکتل او ویی ویل : (( کاکا ! اندیښنه مه کوه . موږ روږدی یو. زه دنیشی په مهال موټرلاښه اداره کوم)) . بل پلو په ډګۍ کی ناست تنکی هلک چی په چرس خانه باندی د موټرد بدلیدو اوبی ځایه ناستی له امله سخت په تنګ شوی و دبی وسی په وجه یی دږغ پورته کولو پرته غلی ،غلی ژړل . نور نو ما هم له هره پلوه زغم له لاسه ورمړی اوبی صبرانه دهغی شیبی په تمه وم چې موټر تم شی ، ووزو، ازاده هوا تنفس کړو اود دوی بی نوره څیرو له کتو تفریح وکړم . په دی ډول په تلو، تلو کی د ګردیز په ښار وردننـــنه او لږه شیبه پس د ډوډی خوړلو په موخه دهوټل مخی ته تم کیږو . د ډوډی او ماسيښین لمانځه مهال می له دوی څخه په ټاکلی واټن کی تیر کړ . هو ! په کتاب کی می لوستی و چی : نیشه کول لیونتوب ته درسیدو له پاره تمرین کول دی . له بده مرغه دا کار می دا مهال په خپلو غړولو سترګو ولید . دګردیز ښاره په وتلو بنګیان په دی باوری شول چی پره یی غښتلی شوه . په وړاندی یی ټینګار کمزوری اومات شو ، نوپه ګډه یی په داسی حال کی چی ډک سګرټۍ یی لاس په لاس یوبل ته تیرولو ددې بدلې زمزمه کول یی پیل کړل : او چرسی ولالیه ، اوبنګی ولالیه ، کټ می وباسه دالان ته .... نور می ځان بیا په پټو کی وپیچلو،ځکه پوه شوم چې ناحق یی نه دی ویلی : چرسی سړی ، نه سړی و نو کاڼو ته ډول وهل ، ړندو ته ګډیدل اود دوامدارو نیشو په سبب کمزورو شوو احساساتو باندی اثر ښندنه ناشونی ده . یوازې ماته دا پاته شوه دعا وکړم چی ددی ځوانانو تیاره ذهنونه دعلم او پوهی په رڼا روښانه کړی . ناهیلی یی په هیلو بدلې کړې .همت ، قوت او دقت ور وبخښی چی دخپل حال او راتلونکی په اړه ژور ځیر اود خپلو کړو ، وړو په هکله له سره نوی نظر وکړی . په سینو کی یی د کینو او تربګنیو زهر دمینې او محبت په خوږو بدل کړی . له دی پس دتیری نا آرامی شپی ،بی خوبۍ ،آوارې او پخې لاری په وجه کرار ،کرار وییده شوی وم .د ټاکلی وخت له تیریدو وروسته د موټر دناڅاپی بریک له امله راویښ شوم . ژرمی مخ څرکند کړ. شاوخوا می نظر واچوه . که ګورم په کابل کی د موټرو اډه ده . څومی ځان کښته کیدو ته برابروه د موټروان په ګډون چرسی لارویان چی نور یی دنیشی خوشحالی تیره شوی وه او په خپلو کړو ،وړو پښیمانی شوی وو ، زماسره د سترګو په سترګو کیدو له شرمه د پړکې په څیر تیت پرک اوله نظره پناه شول . |