|
ګل آغا احمدي وردك
د نوي ژوناليزم نوښتګره ښاپېرۍ
آزادي رادیو د خپلو خپرونو پنځمه کلیزه نمانځي چې
په دې لړ کې د هغه د لارښودي پلاوي مشر ښاغلي اکبر
ایازي، په هیواد کې د ننه او بهر د دې رادیو ټولو
ژورنالیستانو، خبریالانو، اداري چارواکو او د
افغانستان ځوریدلي ولس ته د زړه له کومي مبارکي
وایم او له دوی سره د دې روښانه بریالیتوب په
نمانځلو کې ځان شریک ګڼم.
له دې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولای چې
ژورنالیزم د یوې ټولنې د ترجمانۍ دنده تر سره کوي
نو که چیرې د ټولنې ژونالیزم ناروغ، کمزوری، د
حقیقت له څرګندونو څخه لرې، او د ضعیفو
ژورنالیستکي موسساتو درلودونکی وي نو د ټولنې د
وګړو آواز به په سمه او مناسبه توګه نه منعکس کیږي
او د غوره بدلونونو په لوري به د ټولنې بهیر له
ډول ډول ستونزو سره مخ وي. خو که چیرې د یوې ټولنې
ژورنالیزم او د هغه اړوندې موسسې روغې، پرمختللې،
مثبتې او د بریاوو له اړینو آرونو سره سمې عیار
شوې وي نو داسې یوې روښانه لارې او راتلونکي ته به
د ټولنې د پرمختګ د بهیر په چټکتیا کې جوت رول و
لوبوي چې د مثبتو بدلونونو په لوري د ټولنې د وګړو
هیلې په عملي بڼه واړوي. پرته له شک څخه چې د
آزادۍ رادیو د هیواد د یو شمیر زړه سواندو
ژورنالیستانو او خبریالانو په درلودلو سره د
افغانستان لپاره د خپلو هڅاندو بې طرفه
سیاسي،ټولنیزو، تفریحي، پوهنیزو، تاریخي، روزنیزو
او هر اړخیزو پروګرامونو د خپرولو په وسیله تر
ډیره بریده د هیواد د مخکښو ژورنالیستیکي موسساتو
د رهبرۍ رول په خپل لاس کې نیولی دی.
د
آزادۍ رادیو چې مرکز یې د چک جمهوریت د پراګ په
ښار کې واقع دی او د کابل څخه هم خپل ژورنالیستیکي
فعالیت ته دوام ورکوي هره ورځ دولس ساعته خپرونې
کوي او یوه له هغو اغیزمنو او ځواکمنو رادیوګانو
څخه ده چې د افغانستان د سترې غمیزې په پای کې یې
د هیواد د پرمختګ په ډګر د مثبتو بدلونونو سره ګام
په ګام د بریالیتوب پړاوونه وهلي دي. نوموړې رادیو
له کوم ژبني، قومي، سمتي او مذهبي توپیر پرته په
ناپییلې توګه د افغانستان د ټولو وګړو په خدمت کې
قرار لري، د هغوی آواز منعکس کوي، له هیلو سره یې
یو ځای د عملي کیدو په لوري ګامونه ږدي او د
افغانستان د خلکو تر منځ د سولې،پرمختګ، مثبت
بدلون، ورورګلوۍ، یووالي، نیکمرغۍ، خوښۍ، خوشحالۍ،
نیکبختۍ او د ژوند د داسې نورو ښکلو اساساتو
ټینګول له خپلو اساسي موخو څخه ګڼي.
آزادي رادیو غواړي چې د ښکلاوو ټول اړین بنسټونه
راخپل او د دې ځوریدلي ولس د وګړو، په کلیو،
بانډو، کورونو، ټولنه، هیواد، ټولنیزه او سیاسي
اداره یې میلمانه کړي. همدارنګه د دې هیواد وګړو
ته جوته کړي چې د ژوند تر ټولو غوره لاره په
سراسري سوله، یووالي، نه ستړي کیدونکي کار او
مثبتو هلو ځلو کې نغښتې ده.
د
۱۳۸۵ هجري لمریز کال د سلواغې یا دلوې د میاشتې په
لسمه نیټه د دې رادیو د پښتو او دري خپرونو د لړۍ
پنځه کلونه پوره کیږي او هر افغان ته د خپلو
خپرونو په لړ کې هغه وخت ور په زړه کوي چې زموږ
هیواد، ټولنه او وګړي د یوه هوسا، آرام، پرتمین،
روښانه او بختور ژوند د آرمانونو په ښاپیرۍ پسې د
کړاوونو د یوه بې پایانه سمندر په څپو کې
لالهانده، ستړي او ستومانه ګرزیدل.
خو په هیواد کې د لویو لویو او مثبتو بدلونونو سره
جوخت د ژورنالیزم په ډګر کې د آزادۍ رادیو هم خپله
ژورنالیستیکه دروازه له نوو هیلو، نوو زیریو، نوو
خوښیو، نوو نیکمرغیو او د هیواد د آبادۍ له نوو
ګلدستو سره یو ځای د افغانستان پر ټپي افق
پرانیسته چې افغاني ټولنې ته یې په دې ډګر کې
ویاړمن افتخارات، خدمتونه، لاس ته راوړنې او
بدلونونه بخښلي دي.
هو! آزادي رادیو د افغانستان له مثبتو بدلولونو
څخه د ځپل شوو افغانانو د خبرولو، بیدارولو او
عامه پوهاوي په موخه بې شمیره ډول ډول پروګرامونه
خپاره کړي او نوموړې لړۍ لا جریان لري چې ځینې یې
په دې ډول دي:
آزادي او اوریدونکی، د سپورت نړۍ، زیړه زرغونه،
روغتیا د ژوند شتمني، د آزادۍ په څپو کې، کلی کور،
ښځه د ژوند په هینداره کې، تاندې څانګې، د اونۍ
یادداشت، په شګو کې چینه، د ګوړې اچار، نندارتون،
د آزادۍ رادیويي مجله، مرکه، تر شنه آسمان لاندې،
ژوند په شیبو کې، د ورکو عزیزانو لټون، موزیک، د
شمسو کیسې، تخنیک او ټکنالوجي، زما اتل، زما مینه
او زما سیمه او داسې نور.
همدارنګه د آزادۍ رادیو په دري ژبه هم د ورته
پروګرامونو د خپرولو لړۍ ته پراختیا ورکړې او په
دې لړ کې یې زیات پروګرامونه د افغانستان د خلکو
چوپړ ته وړاندې کړي دي چې د ځینو نومونه یې په دې
ډول دي:
آزادی و شنوندګان، جهان ورزش، دریچه فردا، صحت، در
امواج آزادی، آشیانه، زن در آیینه زندګی، هوای
تازه، یادداشت هفته، هفت شهر عشق، مربای مرچ، زیر
آسمان کبود، آزادی رادیویی مجله، مصاحبه، در
امتداد لحظه ها، موزیک، قهرمان من وقریه ما خانه
او داسې نور.
په داسې حال کې چې د آزادۍ رادیو د خپلې ویاړمنې
کلیزې د نمانځلو په درشل کې قرار لري پدې توانیدلې
چې د افغانستان ولس ته د نوي ژورنالیزم په بڼه کې
د زیاتو نوښتونو ابتکار په خپل لاس کې واخلي چې
ځینو دغه راز نوښتونو ته په دې لیکنه کې په لنډه
توګه اشاره کیږي.
لومړی: د یوې بریالۍ ټولنې د بنسټیزو آرونو په
لوري بلنه
د
افغانستان هیواد، خلک، ولس، حکومتي سیستم، ټولنیز
نظام او د مدنې ټولنو غورزنګ د تیرې سترې غمیزې د
ناخوالو په ترڅ کې ډیره زیات ځپل شوي دي چې د بیا
رغولو لپاره یې د لنډمهالو او اوږد مهالو عملي
پلانونو باندې سمبال یو زیات شمیر ځواکمنو،
ریښتینو، ټینګو، متینو او مسلسلو ګامونو ته اړتیا
لیدل کیږي څو هغه اعتبارات، اساسات او بنسټونه
بیرته و رغول شي چې د سترې غمیزې په لړ کې زموږ
هیواد ورسره مخ شوی دی. همدارنګه د ژوند په ټولو
اړینو چارو کې هغه نوښتونه، پرمختګونه او روښانه
ګامونه په ګوته شي چې د پرمختللیو او نیکمرغه سوله
ایزو ټولنو په نصیب دي او نن د خپل ژوند په
نیکمرغه کاروان کې د لا زیاتې پراختیا په لوري مخ
په وړاندې درومي.
په دې لاره کې د ژوند د هر اړخیز سمون د راز راز
اړینو ځواکونو د یو ځای کولو او غښتلي کولو یوې
داسې ځواکمنې لړۍ ته اړتیا ده چې په حقیقت سمباله
او د روغ نیت درلودنکې وي چې د ګټورو رادیويي
پروګرامونو موجودیت د دې لړۍ تر ټولو غوره او ګټور
ګام ګڼل کیږي. باید وویل شي چې د دې روښانه نوښت
ویاړ تر ډیره حده د آزادۍ رادیو مشرتابه پلاوي،
چارواکو، ژورنالیستانو، خبریالانو او د پروګرامونو
چلوونکو ته منسوب دی چې د خپلو نه ستړي کیدونکو،
عملي او اغیزمنو ګامونو په پورته کولو سره یې د
افغانستان د تاریخ په دې اساس پړاو کې د افغانانو
د عامه پوهاوي درنه دنده په اغیزمنه توګه پر مخ
بیولې ده. دغه مبارکه لړۍ توانیدلې چې تر ډیره حده
په خپلو سپیڅلو موخو کې بریالۍ او له افغانانو سره
د بیارغونې د چارو په کاروان کې ګام په ګام د
بریالیتوب مزل وکړي او د هغو آرونو د بنسټونو د
رغولو هیلې د افغانانو په زړونو کې را ژوندی کړي
چې ظالمې غمیزې د خپلو ناخوالو په وسیله ترې محروم
کړي وو.
دویم: له نوې نړۍ سره د افغاني ټولنې تړاو
که د نړۍ په سطح د انسانانو د ژوند تیرو دیرشو
کلونو ته په ژوره توګه وکتل شي نو له ورایه
لیدل کیږي چې د یادې شوې مودې په ترڅ کې نړۍ د خپل
پرمختګ او عصریت په لوري ستر ستر ګامونه ایښي او د
نوې اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ په برکت یې د
ژوند په ټولو چارو کې پراخ مثبت بدلونونه په برخه
شوي دي. دغه بدلونه د پوهې، صنعت، بریښنا،
انجنیرۍ، اعمار، ښوونې او روزنې، ټیلي کمیونیکشن،
معلوماتي ټکنالوجۍ، مواصلاتو، ترانسپورټشن،
سوداګرۍ او هر اړخیزو نړیوالو اړیکو په بهیر کې له
ورایه لیدل کیږي.
په همدې توګه په تیرو دیرشو کلونو کې د نړۍ د
پرمختللو هیوادونو ژوند د بې ساري پرمختګ له
کاروان سره ملګری شوی چې په لیدلو سره یې سړی د
حیرت ډګر ته درومي خو بیا هم د دې پرمختګونو په لړ
کې د ټیلي کمیونیکشن او ټرانسپورټشن ډګرونه ډیر د
پام وړ دي چې نړۍ ته یې د یوه کلي حیثیت بخښلی دی.
خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ هیواد او
وګړي د تاریخ په دې حساس پړاو کې د دې ډول
پرمختګونو څخه بې برخې او حتی چې زموږ د هیواد هغه
د ګوتو په شمیر زیربناوې او د ژوند سهولتونه هم د
تیرو ناخوالو په وسیله ویجاړ شوي دي چې د دې ملت د
وګړو په برخه وو او زموږ هیوادوال یې د ژوند په
هراړخیزو چارو کې له یوې سترې او ژړوونکې خلا سره
مخ کړي دي.
اوس مهال ټولو افغانانو ته ضرروي ده چې د دې سترې
خلا د ډکولو لپاره شپه او ورځ کار وکړي که نړیوال
یوازې د ورځې څو محدود ساعتونه کار کوي نو
افغانانو ته ښايي چې د شپې او ورځې د خپل هیواد د
آبادۍ په لاره کې هلې ځلې د خپل ځان زیور وګرزوي
څو هغه تشه ډکه شي چې د تیرې غمیزې په جریان کې
هیواد ورسره مخ شوی دی.
باید وویل شي چې د آزادۍ رادیو د خپلو ګټورو
پروګرامونو د خپرولو په لړ کې له افغانانو سره د
دې سترې تشې د ډکولو په کار کې زیات زیار ویستلی
او نوموړې روښانه لړۍ لا هم د خپل څرک پلوشې د
هیوادوالو د اذهانو په کرونده باندې په مینه مینه
هواروي.
دریم: د پوهنې، قانون او د مخکښو ټولنیزو اخلاقو
حاکمیت
د
تیرې سترې غمیزې په لړ کې چې افغاني ټولنې ته کوم
مادي او معنوي زیانونه رسیدلي دي تر اوسه پورې
هیڅوک په دې بریالي شوي نه دي چې دقیقه محاسبه یې
وکړي او نه به کله هم څوک د هغه زیانونو د حقیقې
اندازې په معلومولو کې بریالي شي چې دغه هیواد او
وګړو ته د تیرې دوه نیمې لسیزې د ناخوالو په جریان
کې رسیدلي دي. خو په دې لړ کې درې داسې لوی
زیانونه د یادولو وړ دي چې شاید زموږ حاضر او
راتلونکي نسلونه د سلګونو کلونو په تیریدو او زړه
سواندو هلو ځلو سره په دې بریالي شي چې هغه ته په
پوره توګه ځواب و مومي.
دغه درې ستر زیانونه د پوهنې د بهیر زیانمن کیدل،
د قانون نشتوالی او د غوره ټولنیزو اخلاقو
ناروغتیا ده چې د تیرې غمیزې له کبله د ژوند په
زیاتو چارو کې د افغانستان له خلکو، ادارې او
ټولنې څخه مرور شوي چې نن ورځ یې افغانان خپلې
ټولنې ته د بیرته پخلا کولو تکل کوي.
د
آزادۍ رادیو د خپلو اغیزمنو او ویاړمنو پروګرامونو
په لړ کې د دې سترې تشې ډکولو ته په همت مټې
رانغښتې څو خلکو ته د دې ستر خطر په هکله خبرداری
ورکړي او دهغه د ادعادې لپاره په تدبیر سره لازم
ګامونه پورته کړي.
څلورم: په هیواد کې د دیموکراسۍ حاکمیت او وده
زموږ هیواد د تیرې سترې غمیزې په لړ کې دومره ځپل
شوی دی چې د بیا رغولو لپاره یې د هر افغان مرستې
ته اړتیا ده بلکي ټول افغانان په ګډه او د خپلو
شته امکاناتو، نظریاتو، تجربو او عملي ګامونو په
وسیله دغه لویې تشې ته مثبت ځواب ویلی شي. په نړۍ
کې د مروجې او مثبتې دیموکراسۍ له بنسټونو سره سم
آزادي رادیو په دې توانیدلې چې د حکومتي چارواکو،
د ملت د استازو، ټولنې او عامو وګړو غږ ته په دې
لړ کې د همغږۍ جامه ور پوښي او د خپلو څپو له لارې
هغوی د خبرو اترو په مشترک میز سره کښینوي.
نوموړې رادیو د خپلو اغیزمنو پروګرامونو په لړ کې
په دې بریالۍ شوې ده چې هیوادوال له خپلو چارواکو
څخه د مخامخ پوښتنو جرآت ته و هڅوي، د سرغړونې په
صورت کې له هغوی سره احتساب کول هڅه وکړي، خپلې
ستونزې، نیوکې، غوښتنې، طرحې او وړاندیزونه په
ښکاره توګه ورته ووايي او خپلو مسئولیتونو ته یې
متوجه کړي. باید وویل شي چې دغه کار او ورته
ګامونه د ژورنالیزم په ډګر کې د یوه مثبت، روښانه،
ګټور، ډیموکراټیک او اغیزمن نوښت په توګه یادیږي
چې آزادۍ رادیو د خپلو پنځه کلنو ژورنالیستکی هلو
ځلو په ترڅ کې تر ډیرې اندازې پورې په پام کې
نیولی دی.
پنځم: په ټولنه کې د مثبتو هیلو پنځونې
افغانستان د خپلو وګړو د ژوند په زیاتو چارو کې
هغو تجربو او عملي کړنو ته اړتیا لري چې د نړۍ په
ورته ولسونو تیرې شوې او د خپلو خلکو د زیار په
نتیجه کې یې بیرته د یوه بریالي ژوند د هوساینې
کلۍ موندلې ده.
آزادي رادیو د خپلو ګټورو پروګرامونو د خپرولو په
ترڅ کې د هغو مثبتو هیلو پنځونو ته په افغاني
ټولنه کې پراختیا ورکړې ده چې زموږ هیوادوالو ته د
خپلو سمسورو هیلو عملي تصویر څرګندوي، د نورو
ولسونو تجربې ورته بیانوي او د آبادۍ په مزل کې یې
ګام په ګام ملګري کوي.
په همدې توګه آزادۍ رادیو د خپلو مزاحیه، طنزي،
علمي، کلتوري، هنري او فرهنګي پروګرامونو په لړ کې
که له یوې خوا د هیوادوالو په سپیرو شونډو باندې د
هیلو د موسکاوو لیلاوې میلمنې کوي نو له بلې خوا
ملت، وګړو او چارواکو ته د عبرت درانه درانه
درسونه وړاندې کوي. په همدې توګه هغو ناخوالو،
نیمګړتیاوو او نواقصو ته د هنر په ژبه ګوته نیسي
چې د ټولنې د پرمختګ ښکلا یې له مرۍ نیولې او د
هیواد د پرمختګ د لارې خنډ ګرزي.
د
افغانستان د اصیلې موسیقۍ او فولکلور وده د آزادۍ
د رادیو یوه بله ستره لاسته راوړنه ده چې په دې
لاره کې یې هم په زړه پورې پروګرامونو خپرولو ته
حق ورکړی دی. د ورکو عزیزانو پروګرام د هغه لړۍ
یوه برخه ده چې د آزادۍ رادیو له افغانانو سره د
هغوی د غمونو او دردونو په ناورین کې ځان شریک ګڼي
او هڅه کوي چې د دې ډول دردونو کچه په هیواد کې را
کمه کړي. په همدې توګه دغه پروګرام هڅه کوي چې د
افغانستان د وګړو ورک عزیزان ورته پیدا او د خوښیو
وړانګې یې د خړو کورونو لپاسه په نڅا راولي چې دغه
پروګرام تر زیاتې اندازې پورې د مثبتو پایلو
درلودنکی دی. د آزادۍ رادیو د هیوادوالو لپاره څه
ښه شعارونه خوښ کړي دي چې تاسو ښاغلي یې لوستلو ته
را بولم:
که ته وایې چې زه یم او زه وایم چې زه یم
نه به ته یې نه به زه یم
که زه وایم چې ته یې او ته وایې چې ته یې
هم به زه یم هم به ته یې
که د آزادۍ د رادیو ټولې ښکلاوې یوه پر بله پسې
راسپړو نو شاید چې لیکنه به مو د یوه ستر کتاب له
بڼې څخه اخوا پښه واړوي او د هغه مناسب حق به لا
ادا شوی نه وي. په دې لیکنه کې د دې ښکلاوو له لړۍ
څخه یوازې پنځو ټکو ته په لنډه توګه اشاره وشوه چې
ښکلې آزادي رادیو د هیواد د نوي ژورنالیزم په ډګر
کې د یوې نوښتګرې ښاپیرۍ په توګه را پیژني. لوی
خدای دې زموږ ټولو خبري رسنیو ته توفیق په برخه
کړي چې د آزادۍ رادیو څخه په الهام اخیستنې سره
خپلې خپرونې د هیواد د ټولګټو لاسته راوړنو په
امواجو برابرې کړي.
آمین |