ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 


ګل آغا احمدي وردك
  
 

د نارینه وو حقوق

هر انسان ته لوی خدای (ج) یو شمیر ځانګړي حقوق ورکړي دي چې له خپلو روا حقوقو څخه  د نړۍ د نورو انسانانو او ټولنو په وړاندې برخمن وي. شاید چې زما د دې لیکنې له عنوان څخه ځینې ګران لوستونکي او بیا په ځانګړې توګه یو شمیر ښځینه افراد د تعجب او حیرت په ټالونو کې لاهو شي چې اوس خو د ښځو د حقوقو د یادولو او اعادې وخت دی چې یو زیات شمیر لیکوالان خپل قلمونه پرې ستړي کوي نو دا د نارینه وو حقوق یې لا چا پسې را ویستلي دي؟

باید وویل شي چې د انساني ټولنې هر فرد که نارینه وي او یا ښځه د یو زیات شمیر ځانګړو حقوقو درلودونکي دي. په داسې حال کې چې ښځه پرنارینه حق لري او د اعادې لپاره یې مبارزه کوي نو همدارنګه نارینه هم حق لري چې د خپلو حقوقو یادونه وکړي او د نه مراعات کیدو په صورت کې یې د اعادې هلې ځلې وکړي څو د کورنیو پراختیا ته نوی رنګ ورکړل شي او د یوې پرمختللې ټولنې بنسټونه د اړوندې ټولنې د ټولنیزو آرونو او کلتور سره سم کښیښودل شي.

په هره ټولنه کې نارینه یو زیات شمیر حقوق لري چې ښځه یې باید مراعات کړي خو موږ په خپله دې مقاله کې د نارینه وو ځینو حقوقو ته له څو ګونو زاویو څخه کتنه کوو چې آیا نارینه د ښځې په وړاندې باید له څه ډول حقوقو څخه برخمن دی؟

مخکې له دې چې موضوع ته لږ په تفصیلي نظر وکتل شي باید یادونه وکړو چې تر اوسه پورې د نارینه وو د حقوقو او د هغه د اعادې په نوم نه خو کومه نړیواله ورځ نمانځل کیږي او نه هم په دې اړه کوم ځانګړي نشرات او خپرونې  وجود لري. همدارنګه د انسانانو په تاریخ کې د داسې کوم لاریون بیلګه هم  نه تر سترګو کیږي چې د ښځو په وړاندې دې د نارینه وو د حقوقو د اعادې غوښتنه وکړي خو د ښځې د حقوقو  او د هغه د اعادې په اړه یاد شوي او ورته زیات اقدامات د نړۍ په تاریخ کې لیدل شوي او د ورځې په تیریدو سره ډیریږي.

موږ په داسې حال کې چې په کامل ډول  د ښځو د هراړخیزو حقوقو د اعادې غوښتونکي یو او د هغوی د روا حقوقو د اعادې په اړه هیڅ اعتراض نه لرو بلکي ضروري یې ګڼو نو د ګرانو لوستونکو پام یو شمیر هغو حقوقو ته را بولو چې نارینه یې د ښځو په وړاندې لري.

 د نارینه حق که د ښځې خاوند وي

د ښځې په وړاندې د خپل خاوند حق د ژوند په زیاتو برخوکې تمثیل کیدای شي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

لومړی: د خپل خاوند خوشحاله ساتل

لکه څرنګه چې خاوند کوشش کوي د خپلې میرمنې د هراړخیزې خوښۍ اسباب برابر او هغه خوشحاله وساتي په همدې توګه میرمن ته هم په کار دي چې د ژوند په ټولو چارو کې د خپل خاوند د خوښ ساتلو اسباب برابر کړي. ځکه چې د قرآني لارښوونو له مخې خاوند د خپلې میرمنې او میرمن د خپل خاوند لپاره د جامو او لباس حیثیت لري نو د یوه بدن جامې د اړوندې ټولنې د اصیلو آرونو سره سم چې څومره پاکې، ښکلې، عطرینې، رنګینې او سوتره وي نو په هماغه اندازه ګډ ژوند ته د خوښیو رنګ وربخښي، د بریالي ژوند په لوري پرمختګ صورت مومي او د ښکلاګانو وړانګې خپلې خوا ته را بولي.

دویم: د خپل اولاد روزنه او پاکوالی

د انسانانو په ټولنه کې د خاوند او میرمنې د ګډ ژوند تر ټولو خوږه ثمره او قمتي ډالۍ د هغوی صالح اولاد دی چې د روزنې او پالنې درنده، مهمه او زیاته برخه یې د ژوند په مهمو پړاوونو  کې په ښځه پورې اړه لري. نو که چیرې د انساني ټولنې د موجوداتو د ګډ ژوند ثمره پاکه او په سمه توګه سمباله شي او ښځه په دې لاره کې د یوې مسوولې مور په څیر هغوی ته نیک اخلاق، غوره کردار، روا سلوک او سپیڅلې روزنه ور وښیي نو د خپل خدای (ج) له رضایت سره یو ځای د خپل خاوند د خوښۍ تر ټولو غوره بنسټ ته لاره پرانیزي.

دریم: د کور پاکوالی

ښځه د کور د ښایستونو ښاپیرۍ ګڼل کیږي چې د خپلو کمالاتو او استعداد په وسیله کولای شي د خپل کور ماحول داسې جوړ کاندي چې د خپل خاوند حق ته یې مثبت ځواب ویلی وي او د کور له هر لوري څخه یې د فزیکي او معنوي وړانګو پلوشې خوریږي.

د کور د ماحول د پاکوالي په لړ کې د خاوند او میرمنې د خپل منځي رازونو ساتنه هم شاملیږي چې دواړه لوري یې باید په ساتلو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

 د نارینه حق که د ښځې پلار وي

د انسانانو په ټولنه کې به بختور موجود هغه نارینه انسان وي چې د نیک او صالح اولاد په لړ کې خدای (ج) هغه ته له نارینه اولاد سره یو ځای ښځینه اولاد په نصیب کړی  وي څو هغوی په سمه روزنه سمبال، لوی او بلآخره واده کړي. لور ته هم ښایي چې له واده څخه د مخه او له واده څخه وروسته د ژوند تر پایه پورې د خپل پلار د هر اړخیزو حقوقو درناوی وکړي، خدمت یې وکړي، دعا یې حاصله کړي او د هغه د رضایت د حصول په لاره کې خپلو هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکړي.

همدارنګه لور ته نه ښایي چې د ژوند په چارو کې داسې لاره خپله کړي چې د پلار یې ورته خوښه نه وي، د دیني ارزښتونو سره مخالفت ګڼل کیږي، د اړوندې ټولنې او کلتور سره اړخ نه لګوي او په ټولنه کې د ډول ډول ستونزو د پیدا کیدو سبب کیږي. لور باید په ډیره خوښۍ د ژوند هغه لاره خپله کړي چې د اسلام د سپیڅلي ژوند په رڼا کې ټاکلې شوې او د خپل پلار د رضایت سبب یې کیږي.

په همدې توګه لور باید د ژوند په ټولو چارو کې د خپلو والدینو داسې یو اعتماد خپل کړي چې د یوه پرتمین ژوند د لاسته راړولو په لاره کې ګټور واقع کیږي، د دنیوي او اخروي بریاوو وړانګې یې د څرک له کاروان سره ملې وي.

 د نارینه حق که د ښځې ورور وي

ورور هیڅکله د خپلې هغه خور لپاره ناوړه ژوند او کړه وړه  نه غواړي چې د یوې مور شیدې یې رودلې وي. ورور په خپله خور حق لري چې د دیني او ټولنیزو قوانینو په رڼا کې د متقابل احترام مراتب همیشه پر ځای او د هغه په وفا باندې پوره اعتماد ولري. که فرضا د یوې ښځې عامه سرپرستي د خپل ورور پر غاړه وي نو هغه د خپلې خور لپاره د غوره ژوند د تامین په لټه کې وي، عزت یې ساتي او د یوه پتمن راتلونکي په لوري یې رهبري کوي. همدارنګه ورور هلې ځلې کوي چې د خپلې خور د هر اړخیز ژوند د تامین لپاره خواري وکړي، غریبي وکړي، تکلیفونه وباسي څو خپله خور خوښه وساتي او د هغه ټولو روا غوښتنو ته د امکان په صورت کې مثبت ځواب ووایي.

نو په همدې توګه ورور په خپله خور حق لري چې د هغه د زحمتونو او تکلیفونو قدر وکړي، له هغه سره د ژوند په هغو چارو کې مرسته وکړي چې په ښځه پورې اړه لری او هغه خبرې یې په ورین تندي ومني چې د یوه سپیڅلي ژوند په تامین کې ورسره همکاري کوي. همدارنګه د اړتیا پر مهال ډوډۍ ورته تیاره کړي، جامې ورته پاکې کړي، د خپل کور ماحول ورته ښکلی کړي او د خپل ورور لپاره د یوې غوره میرمنې په خوښولو کې له هغه سره مرسته وکړي.

 د نارینه حق که د ښځې زوی وي

سره له دې چې یوه مور د خپل اولاد که هغه زوی وي او یا لور د ژوند په ټولو چارو کې داسې بشپړ خیال ساتي چې هغه په نړۍ کې د سرلوړو، دیندارو، بریالیو، پوهو او ویاړمنو اشخاصو په ډله کې حساب شي. خو بیا هم د دې خبرې یادونه اړینه ګڼو چې یوه مور د خپل زوی د هر اړخیز جوړښت په لاره کې د یوه داسې  ښوونکي، روزونکي، خادم او مربي حیثیت لري چې هم خپل زوی جوړولای شي او هم خدای مه کړه د بې پروایۍ په ترڅ کې د خپل زوی ژوند د داسې کږلیچونو په لاره برابرولای شي چې د انحراف په لوري تللي وي.

نو په همدې توګه د زوی حقوق دا دي چې مور ورته د سمې لارې لارښوونه کوي، غوره اخلاق ور وښيي، دیني اساسات یې په مغزونو کې ور پیچکاري کوي او د ژوند داسې یو مسیر ورته په ګوته کړي چې له هراړخیزو دنیوي او اخروي بریاوو څخه مالامال وي. همدارنګه یوه مور خپل زوی د ښوونځۍ لوری ته هڅوي، د علم په ګاڼه یې سمبالوي او د یوې غوره میرمنې په ټاکلو کې تر ټولو ښه مشوره یوازې مور خپل زوی ته ورکوي.

زړه سواندې مور یې زوی د خپل د ژوند، کور، اولاد، خپلو خپلوانو، کلي، ولس، ټولنې او هیواد هر اړخیزې ښیرازۍ ته رابولي، د هیواد د پرمختګ درسونه ورکوي او دهغه ورانکارۍ له مسیر څخه یې منع کوي چې د دنیا او آخرت د خرابوالي سبب یې کیږي.

په همدې ډول مور له خپل زوی سره د یوه بریالي ژوند، بریالۍ ټولنې او سمسور هیواد په جوړولو کې تر ټولو لومړی مربي او همکاره ګڼل کیږي.

 د نارینه حق که د ښځې خپلوان وي

د انساني ټولنې هر غړی که هغه نر وي او یا ښځه د یو زیات شمیر خپلوانو درلودونکې او د خپلوۍ له یوې پیچلې سلسلې سره تړاو لري چې همدغه سلسله د لوی خدای په حکمت د انسانانو تر منځ د قومونو، قبیلو او نژادونو د موجودیت او پیژندګلوۍ وسیله ګرزي.

په همدې توګه هره ښځه هم له مختلفو اړخونو څخه د یو زیات شمیر نارینه خپلوانو خاونده ګرزي چې لوی خدای (ج) د قرآني لارښوونو له مخې د هر یوه حق په ځانګړې توګه بیان کړی دی څو ښځې یې و پیژني او د هغه په رڼا کې د خپلو اړیکو سلسله له خپلوانو سره برابره کړي.

ښځه دنده لري چې د ټولنې د دیني او ټولنیزو آرونو په رڼا کې د خپلو نارینه خپلوانو عزت وکړي، د امکان په صورت کې مرسته ورسره وکړي، د میلمه توب پر مهال هغه ته چای او ډوډۍ تهیه او د هغه په وړاندې  د بیځایه لویۍ او کبر څخه ځان و ژغوري.

په همدې توګه د نارینه خپلوانو په وړاندې د خپل خاوند، ورور، پلار، زوی او د کورنۍ د نورو غړو نصیحت په پام کې ونیسي او په دې هکله داسې یوه کړنلاره خپله کړي چې د ښځې لپاره د دنیوي او اخروي بریاوو څخه ډکه وي.

 د نارینه حق که د ښځې کاري همکار وي

اوس مهال په ځینو انساني ټولنو کې ښځه د نارینه په څیر د ژوند په زیاتو چارو کې په مساويانه ډول په کار ګمارل کیږي حتی په زیاتو مواردو کې خبره دې حد ته رسیږي چې ښځه ځان ته له نارینه وو سره د مساوي حقوقو دعوه کوي. خو په اسلامي ټولنو کې بیا د ژوند داسې یو چوکاټ موجود دی چې ښځې ته له کور څخه د باندې په هغو مواردو کې د کار کولو اجازه شته ده چې له طبیعیت سره یې برابر وي، د سر ته رسولو وړتیا یې ولري، د خپلې اصلي دندې چې د کور او اولاد پالنه ده له هغه سره په ټکر کې واقع نه شي او د چارو د سر ته رسولو په ترڅ کې له ستونزو سره مخ نه شي.

په دې لړ کې یوه خبره باید په یاد ولرو چې د ښځې د کار اصلي ډګر د کور منځ او د اولادونو پالنه ده چې یوه ډیره درنده وظیفه ګڼل کیږي او د زیاترو ښځو لپاره یوازې د همدې دندې سر ته رسول کفایت کوي خو بیا هم داسې حالات راځي چې ښځه په ځینو، روزنیزو، ښوونیزو، سوداګریزو، علمي، روغتیایي او یا ټولنیزو امورو کې په کار و ګمارل شي او په ځینو حالاتو کې یې د کار ساحه د نارینه وو دکار له ساحې سره نږدې والی ولري. نو په داسې حالاتو کې ښځې ته په کار دي چې د نارینه وو د حقوقو مراعات وکړي او د کار چاپیریال داسې ترتیب کړي چې د خپل پت او عزت ساتلو ته یې په بشپړه توګه پاملرنه کړې وي، له پردیو نامحرمو اشخاصو سره د زیات او غیر ضروري اختلاط څخه ډه ډه وکړي، خپل ځان ته په نارینه داسې باندې امتیاز ور نه کړي چې د ګناه لوري ته یې بوزي، خپله دنده په پوره توګه سر ته ورسوي او خپل بار د بل په  اوږو باندې بار نه کړي.

په همدې توګه پر خپل دفتر او د کاري فعالیت پر چاپیریال باندې داسې یوه فضا حاکمه کړي چې هر ډول دیني او ټولنیز آداب یې په نظر کې نیولې او د ټاکلیو موخو په لوري په آسانۍ سره ګامونه پورته کړي. همدارنګه هغه راز کاري چوکاټ او دنده د ځان لپاره مناسبه وبولي چې د سر ته رسولو وړتیا یې لري.

 د نارینه حق که عام وګړی وي

د انسانانو په ټولنو کې کله کله داسې پیښیږي چې یو عام وګړی، یو مسافر او یو ناپیژندونکی نارینه د ښځې ټولنیزې مرستې او همکارۍ ته اړ شي نو په داسې حالاتو کې ښځه د خپل اولاد او یا محرم شخص په وسیله د هغه شخص سره همکاري وکړي چې مرستې ته اړتیا لري. په دې مانا چې د امکان په صورت کې هغه ته د چای او ډوډۍ بندوبست وکړي، که ناروغ وي د درملنې هڅه یې وکړي او که لاره ځینې ورکه وي نو لاره ورته وښيي.

پایله:

نارینه او ښځه دواړه د آدم علیه السلام له ذریې څخه پیدا شوي دي چې له یو بل څخه پرته د انسانانو موجودیت د امکان وړ نه دی. که ښځه پر نارینه باندې حقوق لري نو همدا راز نارینه هم په ښځه باندې حقوق لري، که د ښځې د حقوقو د اعادې لپاره هلې ځلې کیږي نو اړینه ده چې د نارینه حقوق هم له پامه و نه غورزول شي بلکي د دې دواړو اړخونو د حقوقو په اعادې او مراعات سره انساني ټولنه د تکامل او بریالیتوب په لوري ګامونه ږدي. موږ د خپلې دغه مقالې په لړ کې یو شمیر هغو حقوقو ته په لنډه توګه اشاره وکړه چې نارینه یې په ښځه لري او موخه مو یوازې د دې دواړو اړخونو د بریالي ژوند د تامین په لاره کې یوه هڅه ده.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.