|
تيمورشاه يوسف زي هرات افغانستان دميرمن سپينې يوه منظومه په (1255 هـ) کال د هرات ښار دپرديو متجاوزينو له خوا کلابند شوي ؤ، چې د هرات ننګياليو پښتنو يو کال او اته مياشتي هغه ښار په ډيره ميړانه وساته ، څو چې دښمن ماتې وکړه نو په دې وخت کې يوه پښتنه شاعره چې دغه پيښه يې پخپلو سترګو ليدلې وه ، ټوله واقعه يې په دې ډول په يوه پښتو نظم کې يې راوستي ده. داپښتنه ميرمن (سپينه) نوميده او دنور محمد خان الکوزي لور وه چې په ډيره خوږه لهجه يې دهغې محاصرې اوجنګ حالات منظوم کړي دي. څنګه چې په هغو جګړو کښې شاه کامران سدوزي او وزير يار محمد خان الکوزي ښه ميړانه ښکاره کړې وه نو ميرمن سپينې هم هغه نوميالي ښه ستايلي دي. دميرمن سپينې دامنظومه ډيره اوږده ده خو دلته يې دنمونې په توګه څو بيتونه چې ددې پښتنې ميرمنې احساسات ځني ښکاريږي رانقلوو، او هغه دادي:-
غليم پر شهر بيا هجوم راوړي مخ تې ولاړ دي يارمحمد پياوړي زموژ پښتانه لکه زمري جنګيږي ويالې دوينو پرحصار بهيږي هرات په وينو دپښتون شو ګلرنګ پښتون زخمي دي دغليم په خدنګ يارمحمد وايې پښتنو زما زمرو ټوله راوزي وسله دار له کورو پرغليم وکړي يو هجوم ګړندي هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخوزموږ کور دي زموږ وطن دي نا دازموږ ټاټوبي زموږ مامن دي نا کفن په غاړه داوطن وساتئ دازموږ دپلرو ښکلي مدفن وساتئ دلته پراته دي ننګيالي نيکه ګان دلته بهيږي وينې تل د افغان هرات زموږ دي زموږ کور دي نا زموږ نغري دي زموږ اور دي نا دښمن راغلي تر ديواله د کور ولاړسئ دادي پښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې : پښتونه کامه! توره راباسه مره پرننګ ونامه مه بايله ځان او سه ولاړ پر حصار دپښتانه پرننګه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي سي نوم دپښتون نوم داولس خوندي سي زلمي چې واوريدې نارې غلبلې له يارمحمده او کامرانه دلې
ما خذ:- دپښتو قرائت نومي کتاب څخه |