ليكنـــــــــــــــــــې

 

نصیر ستوری،  جرمني

دښاغلي لايق زاده لايق ادبي زيار


ستــا د ښـــــایست ګــلونه ډېــر دی
ځولۍ مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

 پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه  او فطري توګه  پښتانه امن خوښی قام دی.شعر، شاعرئ  او موسیقی  سره مینه لری. هر هغه  لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی  شوی نه وی نولږی او یا ډیري  پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی.

د پښتو د ادب په  اسمان  ډیر ځلانده ستوريځلېدلی دی او پښتون ملت چې زرګونه کاله روڼ پیښلیک (تاریخ) لری  په خپله خاوره ډیر ویاړلی نومیالي،منلي پوهان، ادیبان، شاعران او لیکوالان  زیږولی دیچېد پښتنی کولتور د سمسورتیا او بډاینی لپاره ئی نه ستړی کېدونکې هلې ځلې کړی او لا کوی ئی ،پدی  ډله کېښاغلی لائق زاده لائق  ځلانده او وتلی نوم  او شهرت لری.

ښاغلی لائق زاده لائق پیدایشی شاعر دی، د پښتو ژبی منلی او وتلی  ادیب ،ژورنالست  او څیړونکې  دی   یوډیر اړخیز سړیتوب (شخصیت) دید ادب په ډګر کې په ټولو لارو ګرځیدلی دی،دخپل لوړ تفکر، پوهی، هنر ، مهارت او پوره تجربی له امله د ادب په ټولو برخو برلاسی دی اوپه ادبی بهیر کی یو ځانګړی مقام لری.د خپل ژوند ډیره برخه ئی د خپلی مورنئ ژبی (پښتو) او پښتنی کولتور د چوپړ  لپاره وقف کړی ده . د پښتون قام او پښتنو د ابادئ ،سوکالئ،امن،پوهیاو بیدارئ  لپاره ئی قلم پورته  کړی دی ،د پښتنی کولتور لمن ئی په  ارزښتناکو لیکنو،شعرونو، نظمومونو، نثرونو، افسانو،لنډوکېسو، کالمونو،مقالو، ډرامواو په څیړنوښکلی او غنی کړی ده، د ګڼو لیکوالانو او شاعرانو  په کتابونو ئی سریزي لیکلی دی. دلیک ژبه ئې روانه،ساده او اسانه ده. ټول خلک پرې پوهیږی .

ښاغلی لایق صیب د ۲۰۱۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کې  د اروپائی سفر په لړ کی  جرمنی ته راغلی ؤ، نوموړی دلته هم  خپلی ادبی هلېځلې جاری وساتلی د ګڼ شمېر ادیبانو،شاعرانو،لیکوالانو، سیاستوالواو ژورنالستانو سره ئی لیدني کتني وکړی،په بون ښار کی ئی د المان غږ راډیو او په پراګ کی ئی دازادئ او مشال راډیو له کارکوونکواو ملګروسره دنظریو بدلون وکړ او په هغه ادبی  بنډار کی ئی هم ګډون وکړ چی  دده په ویاړ دکولن په ښار کی جوړ شوی ؤ،د«خوبونو تعبیرونو» په نامه سفرنامه  ئی ولیکله چی  د «ماته ائینه » د افسانو په بڼه به په سفر نامه کې یو ځانګړی نوښت وی.

دغه  راز د نوموړی د ډیرو نوروګټورو لیکنواوکتابونو ترڅنګ «فنکار نه مری» هغه څیړنیز کتاب دی چی تازه چاپ شوی دی.«فنکار نه مری»  د پښتنی کولتور او ادب  په برخه  کی یوه ډیره ګټوره پلټنیزه څیړنه ده چېډیرو کلونو په ترڅ کی تر سره شوی ده او دپښتو ژبی دپنځوسوهغه هنرمندانو ژوند لیکونه او حال احوال ئی پکې خوندی کړیچېاوس زمونږ سره جسمانی موجود نه دی.دا څیړنه  ئی  بی ساری او ډیره ارزښتناکه ده.

د فن او هنر په برخهکې هم د ښاغلی لائق صیب هلېځلې پوره د ستاینی او قدردانئ وړدی، د ګڼ شمېرنامتو پښتنو سندرغاړو لارښونه ئی کړی ،روزلي  او پاللی  ئی دی،له دوئ سره  ئی دفن او هنر په برخه کې پوره پوره مرسته کړی ده چېله دغه ډلی څخه د بیلګی په توکه د مېرمن نازیه اقبال، د پښتو موسیقئ د بابا استاد خیال محمد کشر ځوی  ښاغلی وصال خیال، ښاغلی خالد ملک،ښاغلی ماسټر رحیم ګل،مېرمن  غزاله جاوید او داسی نوروهنرمندانونومونه   د یادونی وړ دی.

د پښتو موسیقئ دنامتوکمپوزرانو او موسیقی جوړونکو استاذانوهر یو ښاغلی ماسټر علی حیدر، استاد نظیر ګل،ښاغلی  شاکر زیب نوشیروی، ښاغلی نظر محمد زرو،ښاغلی فرخ زیب نوشیروی اوداسی نوروسره ئی دموسیقئ  په ډګر،ددوئ په پیژندګلوئ کېپوره ونډه لرلی ده.

له ۸۰۰ نه زیات  شعرونه ئی  د پښتونخوا د بیلابیلو پیژندل شویو او نامتوسندرغاړواو هنرمندانوله خوا په راډیو، تلویزیون،فلمونو،حجرو،دیرو او نورو محفلونو کې ویل شوی دی چی پدی سره ئی د نالوستو پښتنو غوږونو ته هم خپلپیغام رسولی دی.

د ښاغلی لایق صیب په اثارو او ادبی هلو ځلو لیکنی   به خپلو درنو پوهانو  ته پریږدواو دده ادبی ژوند ته  به یو ځغلند نظر واچوو:

ښاغلی لایق زاده لایق د ۱۹۵۹ ع کال د جنور ئ د مېاشتي په پنځلسمه نیټه د پښتونخوا دسوات په ښکلی سیلانی سیمه کېدمدین په کلې کېدونیا ته سترګي غړولی دی. لومړنئ زدکړه ئی د خپل کلي د هائی سکول (لیسی) او لوړی زده کړی  ئی،په سیاست، پښتو ادب او اردو ادب کېسر ته رسولی دی ، د وکالت  ډګرئاو په پښتو ادب کې د انرز خصوصی سندونه هم لاس ته راوړی دی.د ورکوټی والی راهیسی ئی د پښتو ادب لمن ټینګه نیولي ده، د شعر لیکل  ئی د ۱۹۷۱ ع کال  راهیسی شروع کړی دی د شاعرئ  سربیره ئی د نثر او څیړني  په برخه کې پوره زیار ګاللی دی.

د نورو ګڼو ادبی هلوځلو تر څنګ ئی په ۱۹۷۸  کې په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس فیدریشن بنسټ  هم کېښودهچېد مترقې ذهن  پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې راټول شول.

ښاغلی لایق زاده لایقپه ۱۹۸۳ ع کال کېدژورنالیزم په ډګر کېدپیښور راډیو د پروډیو سر په توګه دخپل عملی ژوند پیل وکړ ،د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سرسره د وحدت ورځپاڼـی همیشنی  قلمېهمکار پاتي شوی دی. دښونځی  (سکول) او کالج   په دوران کې ئی ګڼ  شمېر افساني او شعرونه په «ایلم» مجله کې خپاره شوی دی. له ۳۷۰ زیاتې ريډیائی ډرامي ئی لیکلی او   نشر شوی دی.

ښاغلی لایق زاده لایق د پیښوراود کوهاټ راډیود ډایرکټر د دندی  سربیره په ګڼو  بیلابیلو سرکاري  لوړو کرسیوهم کار کړی دی،چېدپښتون  قامي وحدت ستر لاښود ښاغلی محمد افضل خان لالا (د پاکستان په مرکزې کابینه کې  وزیر ؤ) پرایویټ سکرټری هم پاتی شو دی.

د ادبي او کلتوري خدمتونو په دی لړ کېچېکله په کال ۱۹۹۸ کې  په پیښور کې د پښتونخوا د پوهني دیره جوړه شوه نو ښاغلی  لایق زاده لایق ئی د مشر او ښاغلی عبدالبصیر بیدار ئی دمرستیال په  توګه وټاکل شولچېدپوهني دیرې په چوکاټ کې  ئی تر اوسه له سلو زیات کتابونه  چاپ کړیاوګڼ شمېر د موسیقئ ماښامي ئی جوړ کړی دی ، د ګڼو پښتنو پوهانو،شاعرانو او ادیبانو د کتابونو سریزی  ئی لیکلی د کتابونوپه چاپ  او پروف کې ئی ورسره هر اړخیزه مرسته کړی او ددوئ  لیکنو ته کتابی شکل ورکړی دی.

دغه راز نوموړی ته دده د ادبی خدمتونو له امله  د پاکستان سره سره په بهرنیو هیوادونو کې  له ۲۲ څخه زیات  ایوارډونه اوستاینلکونه ورکړی شوی دی.

زه چې كتاب پسې كتاب ليكم
حال د زړګى خانه خراب ليكم
د لېونتوب د هرې ساه په نامه
يـو بې عنوانه اضطراب ليكم

په ادبی تاریخ کېدښاغلی لایق زاده لایق ادبی زیاراولیکنی ځانګړی ځای لری، د ادب  په بیلابیلو برخو کې ئی ۲۴ پنډپنډ ارزښتناک او ګټورکتابونه  لیکلی ،او خپلی  ټولني ته وړاندی کړی دی ،چی په لاندی ډول دی:

د محنت مېوه (د ماشومانو لپاره)، ګیلې (شعري ټولګه)، ویښ خوبونه (شعري ټولګه)،ستاپه نوم (شعري ټولګه)،راځئ چې بیا وخاندو (دمنتخبو ټوکو ټکالو ټولګه)،ګلبانو او ظفر خان (ولسي قیصه)،اوښکې او لمبې (د کشمېر په هکله)، د احمددین طالب دیوان (د خصوصي مقدمي او اضافو سره)، ډالئ (د علی خان بابا او عبدالحمېد بابا د شاعري موازنه)،مشکڼي

(شعري ټولګه)، لیونتوب (شعري ټولګه)،صل علیه واعلیه (نعتیه  ټولګه)چېدی نعتیه ټولګی ته  د پاکستان جمهور ریس  له خوا په ۱۹۹۱ ع کال کې ایوارډ ورکړل شو، جلوي (نعتیه ټولګه)چېورته په کال ۲۰۰۷ کې وزیر اعظم له خوا  ایوارډ ورکړل شوی دی.، ما هیرولي نه شی (شعري ټولکه)،ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه (د ارواښاد کبیر ستوری د لیک او شخصیت په حواله د بیلابیلو لیکوالو د تاثراتو ټولګه)، ای ګمبد خضرا (نعتیه ټولکه)چېورته د پاکستان وزیر اعظم له خواپه کال ۲۰۱۰ کې ایوارډ ورکړل شو، ماته آئینه ( د افسانو ټولګه)چېنن سبا د خیبر تلویزیون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپریږی،فنکار نه مری (څیړنه) پدی څیړنه کې د تیرو هیرو اوازونو په نوم د پنځوسوسندرغاړو او فنکارانو ژوند لیکونه   او حال احوال راټول شوی دی،«ځلنده ستوری» چېدسوات د ماما خیلو منظوم تاریخ دی، راز و نیاز(نعتیه ټولګه)، ته به ما یادوی (شعری ټولګه)، وراني کرښي (شعري ټولګه)، خوبونه تعبیرونه (دیورپ سفرنامه) د لیک لاندی.

د تـــکـړه  قــلـم لیـکـنه نـ­ــه ورانـیـــږی

کـه ئـی ووینـځی هرڅوئی ښه صفا کې

دتــکړه قـلم رنګ پوخ وی نه څـریـــږی

ستوری ویل پوخ وی دژوندپه پرمختیاکې

ښاغلی لایق صیب په تکړه قلم لیکني کوی   او داسی یوه ورځ به ئی  تیره کړی نه ویچېشعر، نظم او یا نثر به ئی لیکلی نه وی  تر هغی نه ویده کېږیچېڅه ئی لیکلی نه وی . په هره لیکنه او شعر کې ئی  د امن  ، دمینی ،ورورولئ، انسانیت او د قامي احساس د بیدارئ ارزښتناک   او اغیزمن پیغام  پروت دی ،فکر او ذهن ئی پښتون دی ، د پښتنو د امن اوسوکالئ ارمان په زړه کې لری .په قلم او لیکنو دی برکت وی

زما په اند د ښاغلی لایق صیب د ژوند او ادبی هلو ځلو په هر اړخ دکتابونو دلیکلو  اړتیا ده. پښتانه پوهان،څیړونکي او  د قلم خاوندانبایده دی  چې دی برخی ته پام راوګرځوی  د خپلی ژبی او ادب د ټولو چوپړیانو د ژوند او ادبی هلو ځلو بیلابیل اړخونه راوسپړیاو پښتون قام ته ددوئ خدمتونه  او کارنامې وخت په وخت وړاندی کړی .

په درناوی

داڅو شعرونه ئی د بیلګي  په توګه درنو مینه والو ته ډالی کوم:

 

پـــردۍ ژبـــــه زده کـــول څـــه ګـــنـاه نــه ده
خــپــلــــه ژبـــــــه هـیــرول لــــویـــه ګـــنــاه ده
پټې سترګـــې د اغــیـــارو پـــه یـــارۍ کــې
ځــــان لـــه قـــامـــه بیـــلــول لــویـه ګــنـاه ده

***

چـــی لوټلی زه د هر جبر قارون یــــم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم
بــدنام کړی چې دهر دور قانون یــم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم

بل خرڅ کړی یمه خپلو رهـــبرانــــــو

د وختونو په بی رحمه دلالانـــــــــــو
په مخ مخ یمه وهلې غـاصـبـانــــــــو
چې حالاتو په دار کړی نن پرون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم


په خپل کورکې یم بی کوره پاتی شوی
زور لرم خو یم بی زوره پـاتــی شــــــــوی
په شته مور کې یم بی موره پاتی شوی
داچې هروخت کېدخپل ځان په لټون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم

چې راټول شم د سلګو بدل په اخلم
ددی واړه مــــــــحرومو بدل به اخلم
د هر ظلم او ســخــتــو بــدل به اخلم
لا مړ نه یم زه په تمه د بـــدلـــــون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم

***

زه د عقل او شعور په درشل ناست یم

د اسمان په وسعـتــونــــو مې نظر دی

دا زما په دی وړه غـــــوندی سینه کې

لیــوني زړګـــی د ډیر څــــه نه خبر دی

***

شپه پـــــخه شوه خوغریبـه وده نه شوه

شوګیرو د ډیرو شپـــــــــــــو نه زنګوله

د خوب حق د هغی نه ؤ خو بس داچی

دورکوټـی خان ځانګو ئی ځـنـګـــوله

***

چی مې کړی ستا د حسن شاعــری ده

مــــــــا بیـللی د ژوند هــره جـــواری ده

لیونتوب په محبت کېنور څه نه دی

د احـساس او د جــذبــو نــا قلاری ده

***

لمبه لمبه دی کړم ارمــــــان دی کړمـــــه

لیونئ مېنی څومره ګــــران دی کړمــــه

کــــــږه وږه کــرښه د شــګــو په ســــــــــــر

وخته لا جوړ نه ومچېوران دی کړمه

***

منم چې ښكلي په دنيا كښې ډېر دي
په ټول يورپ او ايشيا كښې ډېر دي
خو زما يار د ټولو ښكلو نه بـدل دی
هـم ربــــــاعي ده، هـم غــــــــــــــزل دی

***

زه د شــعـــر پـــه رمــــوزنـــو نـــه پـــوهــیــږم
دا لــیــکل د لـیــونــۍ مېــنــې اعجـاز دی
محــبـــــت مــې د ټـــــول عــــمـر اثـــــانــــه ده
یو احساس دی چې هم ناز دی هم نیاز دی

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com