|
استاد باز محمد بلجيم
د کار او زده کړې په ډگرکې راوتلی جنبش
ډیر خوشاله یم چې د افغانستان د ادب
پوهانو ، شاعرانو او ژورنالستانو په لیکه کې
نن د ډاکتر داود جنبش وار راورسید چې د
هغه په ژوندانه د دې وتلي او ځوان
ژورنالیست د ژوند او کار په برخه کې
څېړندویه اود ښه نوم یادونې یوه درنه
غونډه را بلل شوې ده . د غونډې جوړونکو
ډیر زور ور نو ښت په لار اچولی چې د
ډاکتر جنبش ژورنا لیستې کار و ارزوي او هغې
په پا ییله کې په هېواد کې دننه او ټوله
نړۍ کې د میشتو افغان ژورنالیستانو دلا
ګړندي کیدو او هڅیدو یو غوره او ډاډمنه
بيلګه وړاندي کړي .
داود جنبش د هیواد د ختیزي سیمې د هسکو غرونو او
د کنړ د څپانده سیند په غاړو خاپوړي کړي دي .
زه د تنکۍ ځوانۍ څخه جنبش د یو هوښيار اوزیار
ایستونکي انسان په توګه پيژنم . په هغو
کالونو کې چي موږ کوچنیان و د څوکۍ ولسوالۍ د
خلکو د ژوند کچه ډیره ټیټه وه ، خلکو ستونز
من ژوند درلود. زموږ د کور نیو مشرانو په
ځانګړي توګه د جنبش خداي بخښلي پلار د
کیڼ اړخې غورځنګ د پیاوړي کولو لار خپله
کړې وه . هغه په داسي حال کې چې سیاست
پوهه و د شعر او ادب سره یې ډیره مینه
درلودله . کله به هغه خداي بخښلي د
شعرونو په ویلو د یارانو ناستې دومره تودې
کړې چې په ځانګړې زیرکۍ به یې د مرحوم
محمد موسی شفیق د یو څو شعرونو په وړاندې
کولو یوازې دومره وکړلی شول چې د یارانو د ګير
څخه ځان
وژغوري . جنبش هم په ژوند ، کار اوسیاست
کې دخپل پلار لار ونیوله ، له یوي خواه به
یې کار کاوه له بلي خواه به یې زده کړه
کوله او تل یې د خپل هېواد د خلکو د
هوسایۍ او نیکمرغۍ هیله په خپل ځان کې
روزله . هغه لاتنکۍ ځوان و چې پلار یې
افغانستان په تیره بیا کنړ ولایت ته د سولي
دراستنولو په سپیڅلي کار کې د جرګې په
مهال دیو شمیر بنسټپالو له خوا په شهادت
ورسید. جنبش د پلار مرګ ډیر وزوراوه او
هغه مجبور شو چې د خپلي کورنۍ دغړو د
ژوندي پاتې کیدو د پاره هم کار وکړي او
هم خپلي زده کړي پر مخ بوزي . هغه وخت
چې زه د افغانستان جمهوریت د هواي - مدافع
هواي ځواکونو په چوکاټ کې
افسر
وم ښاغلي جنبش د هواي ځواکونو د مجلي سره
قلمي همکاري درلوده . هغه تل هڅه کوله
چې د لوستونکو دپاره داسي مطالب وړاندي شي
چي رښتیا وي اود وګړو د ژوند بیلا بیلي
برخې هغه شانته منعکسي کړل شي څرنګه چې
واقعیت لري . هغه ډیره هيله درلوده چې د
ډله ایزو رسنیو د لارې په سالمه توګه ټول
اړین معلومات افغانانو ته د هېواد په د ننه او
بهر کې ورسول شي . له دې کبله هغه عزم وکړ
چې د خپلي کورنۍ په ملګرتیا تاشکند ته
ولاړشي او هلته د ژورناليزم په برخه کې
لوړي زده کړي وکړې . جنبش په تاشکندکې په
ډیره میړانه له یوي خوا خپلي کورنۍ ته
ډوډۍ پیدا کوله او له بلي خوایې عالي
زدکړي کولي . هغه غوښتل چې د ژورنالیزم
په رشته کې د ماسترۍ ډیګري تر لاسه
کولو سره خپل خوبونه رښتیا کړي . له دې
وروسته هغه د تاشکند علمي چاپیریال د خپلو
زده کړو په لور محدود وموند اوبي له ځنډه
یې مسکوته د تګ لاره خپله کړه . په
تاشکند کې د زده کړي حاصلولو او د تاشکند
په رادیو کې فعال کار جنبش ته د دې زمېنه
برابره کړه چې هغه د دوکتورا د ترلاسه کولو
په نیت او همدارنګه د خپلي کورنۍ د
ژوندي ساتلو په هيله له یوه پلوه سخت
ملاماتونکی کار وکړي او له بله پلوه خپلي
زده کړي بشپړي کړي . په مسکو کې د پاتې
کيدو په موده کې هغه د بازار (رینک) په
کار ، کتابونو ژباړلو او د اېران او بې بې
سې رادېوګانو سره په همکاریو کولو کې
پاتې رانغۍ . څرنګه چې زه او جنبش په
تاشکند او مسکو کې ډیر وخت یو ځاي اوسیدلو
او یو ځاي مو ملاماتونکې کارونه کول، زه
به د جنبش جسمانې او ذهنې ځواکمنۍ ته
ګوته په غاښ کیدلم . یانې یوه شیبه کې ،
د بازار ګز او ګام کول ، له بلي خوا زده
کړوته ځان رسول ، په لږ مقدار فارغو شیبو
کې بیا د رادیو پروګرامونه مخته وړل او د
شپي د بچیانو سره د څو لخطو د تېرولو
وروسته د افغانستان د خلکو د عمومي تنویر
په موخه د مهمو کتابونو ژبا ړ لو ته مخه
کول ، یوازی او یوازي د داود جنبش پشان
په ستونځو کې د کلکو را لوي شوي شخصیتونو
په واک کې وه او بس . زه به چې کله
جنبش ته متوجي کیدلم داسی راته څرګندیدله
چې هغه د یو لړ علمي او عملي امکاناتو د
لاسته راوړلو هڅه کوي چي کم تر کم یې تر
اوسه لاسته راوړي دي . زه دا ټکۍ یادوم
چې هغه به د نورو افغانانو په څیر تل
بریالی نه و . هغه ستونزي لیدلي او یو
شمیر شیان یې خپل ژوند کې دلاسه ورکول ،
لیکن د هغه غوره بر یو تل د هغه د
ناکامیو رنګ پیکه کړي او په دې ډول د
ژوندانه ناسپړل شوو لارو چارو په لټون کې
جنبش بریالی راوتلی دی . هغه د بي بي سي د
رادیو سره په ژونالستیک تړاو کې له يو ې
لوري او په بریالۍ توګه د دوکتورا د تیزس
د دفاع په کار کي له بلي لوري داسي کچې
ته پورته شو چې هغه د نوموړې رادیو له
خو اپه رسّمی توګه لندن ته وبلل شو او
هلته په حسّاسّه دنده وګمارل شو . جنبش
د بې بې سې درادیو د څپو څخه په ټوله
نړۍ کې د خورو، ورو افغانانو د پاره په
پښتو او دری ژبو په زړه پوري خبرونه ،
تبصري ، مصاحبي او نور پروګرامونه وړاندي کول
. په داسی حال کې چې د هغه د اواز سره
خلکو څه نه څه اشنايې پیدا کړي وه په ډیره
مینه یې د ده پروګرامونه اوریدل او د هغوي
په نسبي درستوالي ډاډمن ښکاریدل . ما د
ډیرو افغانانو څخه اوریدل چې ډاکتر داود
جنبش د راز، راز محتوا او ماهیت لرونکو
پروګرامونو تیارولو او وړاندي کولو ته
هوډمن دی . دا مي هم په یاد دې چې د
هېواد خلکو ته ژمنه نه لرونکو عناصرو به
تل د جنبش د رغنده خبرو ، تجزیې او تحلیل
څخه خجالت ایسته او هڅه به یې کوله چې
د خبرو اترو به ګردیو میزونو او یا د
مصاحبو پر وخت د هغه د رښتیا ر اسپړونکو
سوالونه څخه ځان وژغوري . د جنبش پوهه او
مهارت هغه وخت د رادیو اوریدونکو ته
څرګندیږي چې هغه د مطرح شوي موضوع په زړه
کې د رښتیا د لټون په تکل شمارلي خبري
او تپوسونه ډګر ته راوباسي او د تالنده
بریښنا په څیر ټټر څیري کړي، مزل لنډ کړي
او ځواب پیدا کولو ته ځان ورسوي . زه که
څه هم چې ژورنالیست نه یم ، اما ګمان کومه
چې دا دهغې ژورنالیستی پوهې له برکته دي
چې ډاکتر جنبش د کار اوزده کړي ډګر کې
په ډیره میړانه ترلاسه کړي دي . زما په
ګمان افغانستان د دري لسیزو کورنیو جګړو
څخه دراوتلو په درشل کې داسي ځوانانو ته
چې په نسبې توګه د وضعي واقعي تصویر
وړاندي کړي ، د وطن بد غوښتونکې د ملت د
ننداري د پاره په جګ دیوال ودروي او په
ټوله کې رښتیا را وباسي ، اړتیا لري .
زه په دي پوهیږم چې د جنبش لاره
د اغزیو څخه پاکه نده . یو شمیر فرصت
غوښتونکو افغانانو د پردیو او یا د هیواد
د وروسته پاتې کړیو د خوشالولو دپاره ښایې
د هغه په وطنپالونکي کار او فعالیت بې ځایه
نیوکي کړي وي او یا یې لږ تر لږه هڅه کړي
وي چې د هغه په باب د افغانستان د پاره د
بې بې سې د خپرولو د څانګي مسول او یا
هم د نوموړي رادیو ګورنر ته شکایت وکړي ،
په خواشینۍ باید واویم : دا ډول چلند زموږ
په خاورینه کره کې د هغو انسانانو د بر
خلیک یوه برخه جوړوي چې هغو په خپل کار
کې رغند برخورد کوي او د رښتیا لټولو پسي
سرګردانه دی .
ښايې په دې هکله به ډیر
افغانان زما سره یو نظري وي چې زمونږ هغه
هېواد وال چې د بې یې سې رادیو اورې هرو
مرو به د جنبش او د هغه د غږ سره
اشنایې او مینه ولري ځکه چې هغه زیار
باسي چې اوریدونکو ته وړ معلومات په پوره
حسې بڼه ورسوي . په پاي کې زه د سختو
ورځو
د ملګري او د نن ورځي د ځوان او تکړه
افغان ژورنالیست د دې زیار ستاینه کوم چې
له یوي خوایې خپله کورنۍ وساتله او له
بلي خوایې زده کړي وکړي او هیله کوم چې
د جنبش د ژورنالیستیک کار او فعالیت لار
د نورو افغان ځوانو ژورنالیستانو د کره
هڅولو لار شي .
ستاسو د د لا بري په هېله |