|

ګل آغا احمدي وردك
د
هیواد
په
تلویزیوني
خپرونو
کې د
پردي
کلتور
ونډه
له دې خبرې
څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولای چې هره خبري
رسنۍ او بیا په ځانګړې توګه تلویزیون د یوې
ټولنې د معرفي او د ټولنې د وګړو په هر اړخیزه
روزنه کې لویه ونډه اخلي چې زموږ د هیواد
تلویزیونې خپرونې هم له دې فورمول څخه بهر نه
دي. بلکي د ټولنې د هراړخیزو آرونو د پیژندلو،
د هیواد د حاضر نسل د روزلو او د ټولو
افغانانو په وړاندې یو لوی او دروند مسوولیت
لري. سره له دې چې زموږ د هیواد تلویزیوني
خپرونې لو لړ مثبتې خپرونې کړې، کوي یې او هرو
مرو یې په راتلونکي کې یې هم د خپرولو
پروګرام لري خو له دې سره سره یې د ځینو داسې
بهرنیو خپرونو او اکتونو د خپرولو لړۍ ته هم
ځای ورکړی دی چې زموږ ټولنه یې له یوه لوی،
پردي او مضر فرهنګي یرغل سره مخ کړې ده چې په
هر اړخیزه توګه یې زموږ د ځوان نسل پر بهیر
باندې ناوړه اغیزه کړې او که په مناسبه توګه
مهار نه شي نو خدای مه کړه د کږلیچونو په لوري
یې ورسره بیايي.
آیا بس مو نه دي چې دا هیواد په سوله او آرامۍ
کې ژوند وکړي؟ آیا دا مو خوښیږي چې د
افغانستان ځوان نسل سوله ایزه روزنه، روغه
تربیه او د سوله ایز ژوند سلوک یاد کړي؟ آیا
دا مو خوښیږي چې په دې هیواد کې د وینو چټل
رنګ نور هم د تلویزیون له پردو څخه د
هیوادوالو نندارې ته کښیښودل شي؟ آیا د دې
هیواد وګړو ته د تاوتریخوالي، بدمعاشۍ،
پردۍ ژبې خورول،
پردیو ناروا کلتورونو خپراوی اړین دی که د
سولې، رحمت، یووالي، ورورګلوۍ او د انساني
ټولنو تر منځ د ګډ سوله ایز ژوند طرز او طریقه؟
آیا زموږ هیواد ته د نورو بدمرغیو سره د
بودیزم د باطل دین د بنسټونو لیدل ضروري دي چې
په غیر مستقیمه توګه
د هیواد د
زیاتو
تلویزیوني چینلونو د هندي درواغجنو ډرامو له
خوا د افغاني ټولنې په منځ کې خپریږي که د
خپلو افغاني او اسلامي اصیلو اصولو خپراوي؟
زه منم چې تاسو به هرو مرو د افغاني ټولنې
اصالت، د هغه د فرهنګ، کلتور، دیني او
د داسې
ټولنیزو بنسټونو خپراوی ښه ګڼی
چې د
افغانستان
د وګړو لپاره سوله او نیکمرغي غواړی. بیا نو
یو ځلې خپلو
ځینو
پروګرامونو او خپرونو ته پام او مراجعه وکړئ
چې
ستاسو د تلویزیونې پردو څخه څه خپریږي.
باور مو وشه چې په زیاتره تلویزیوني چینلونو
کې یوازې د وینو رنګ
دی،
بدمعاشي
ده،
د یرغل او انتقام لارې چارې
دي
چې په درواغجنه توګه د هندي او غربي ډرامو او
فلمونو د اتلانو له خوا اجرا کیږي.
همدارنګه یوازې چاړې
دي
چې خلک پرې په دواغجنه توګه وهل
کیږي،
یوازې ټوپک
دي
چې خلک پرې ویشتل
کیږي
او یوازې بد معاشان
دي
چې د قانون خلاف کارونه
کوي،
یوازې لوڅ او بربنډ رقصونه
دي
چې نارینه او ښځې
په داسې ډول څرګندوي
چې د افغاني او اسلامي ټولنې له آرونو سره هیڅ
راز اړخ نه شي لګولی نو آیا د داسې کړنو څخه
زموږ هغه ځوان نسل څه الهام اخلي چې تر اوسه
یې معلومات اندک او یا بیخي نشته، د ډرامو
اصلي ماهیت
نه ورته
څرګندیږي،
تاریخ
پوهنه یې
کمه
او دینې زده کړې یې په لومړني پړاو کې قرار
لري؟
همدارنګه
هغه نسل به د دې ډول خپرونو په هکله څه ډول
غبرګون ولري چې
پرته
له جګړې او تاوتریخوالي یې په خپل هیواد کې بل
څه نه دي لیدلي؟
په دې ورځو
کې متاسفانه په هیواد کې د هغو هندي ډرامو
خپرول د زیاتره تلویزیوني چینلونو تر منځ د
رقابت اساسي ټکی ګرزیدلی چې زیاتره یې دري ژبې
او یوه یوه نیمه یې پښتو ژبې ته هم ډوبله او
ژباړل کیږي. دا خبره په ځای ده چې نوموړې
ډرامې به د هند د خلکو له کلتور، فرهنګ، دیني
او ټولنیزو ارزښتونو سره اړخ لګوي خو په هیڅ
ډول د افغاني کلتور له اصیل فرهنګ، دیني ،
ټولنیزو او هر اړخیزو آرونو سره هیڅ راز اړخ
نه شي لګولی بلکي د دې ټولنې ځوان نسل خدای مه
کړه د انحراف په لوري بیايي، وخت یې ضایع کوي،
د پوهنې مخه یې نیسي او روزنه یې له نابودۍ
سره مخ کوي.
دا چې په
دې ډول ډرامو کې زموږ ځوان نسل د خپلې روزنې
په ترڅ کې د څه ډول ناخوالو او نیمګړتیاوو سره
مخ کوي ټولو ته ښکاره ده چې په لنډه توګه
یادونه ورته وشوه. په دې ځای کې اړینه ګڼم چې
زموږ د تلویزیوني خپرونو مسوول چارواکي ډیر
زیات پام د حاضر نسل د سالمې روزنې، د مدنې
ټولنې د جوړښت، د سولې د پیاوړتیا، د ټکنالوجۍ
د معرفي او د افغاني ټولنې د اصیلو آرونو
پیژندلو ته په داسې ډول ځانګړي کړي چې له
مثبتو اغیزو څخه ډک او زموږ تلویزیوني خپرونو
خپل ملي رسالت په ښه توګه ادا کړی وي. د دې
خبرې یادونه هم ضروري ده چې په دومره لوی
مقدار او د منفي اغیزو درلودونکي پردي کلتور
خپراوی زموږ د ټولنې ځوان نسل د ژوند په چارو
کې د زیاتو ناخوالو او نیمګړتیاوو سره مخ
کولای شي.
|