|
رفيع
الله ستانكزی
د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون
rafiullah.stanikzai@gmail.com
د حميد بابا ژوند ليک
کابو دوه نيمې پيړۍ
پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې رود پر ښۍ غاړه
پراته کلي ماشو ګګر (ماشو) کې په يوه ډېر غريب
چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر
ژوند کاوه، چې په ژوند کې يې دېرو لږو وګړو د
احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او
دستور سره سم وروسته له مړينې دېر وستايل شو، چا
دپښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا دوېښته
چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ.
د ده
دپلار او يا دا چې د چا زوی دیو تر اوسه پورې کوم
باوري او دقناعت وړ مأخذ هم نه شته، چې بشپړ
مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو (معاصرو)
ليکوالانو له دلې څخه يوه نوماند (مشهور) ليکوال
محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. (۱)
د زوکړې ريښتينې نېټه يې
نه ده څرګنده، اما داسې ګومان کيږي، چې د يوولسمې
يونيزې (هجري) پيړۍ په اواخرو کې به زوکړی وي. (۲)
د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان
کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنګزنو (اشارو) له امله د
ده دزوی کړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده،
پوهاند حبيبي وايي، چې په (۱۱۰۰)
ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت
صاحب هم تأيید کړی، خو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵)
ه ق ښودلې ده، ډاکترانوارالحق په دًرومرجان کې (۱۰۷۵
–
۱۰۸۰)
ترمنځ ښوولې ده، همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي
ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳)
ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري، چې د اورنګزېب د
پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه، لکه چې
وايي:
په قوت د يار د در دګدايۍ
د اورنګ
پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم
سره له دې يې هم د
اورنګزيب عالمګير مړينې (۱۱۱۸-
۱۰۶۸)
ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنګزنه (اشاره) کړې
ده.
خه به شور نه وي د هند په ميخانه
کې
چې اورنګ څخه
د حکم جام نسکور شو
څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې
قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل
شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي
او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په
همدغه لاسوند (دليل) د حميد د زوکړې نېټه موږ د
دېوان د داخلي شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰)
ه ق راپه دېخوا اټکل کولای شو.
د بابا په باب دېرۍ پوهان،
ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي، چې
مومند دی خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه
پښه ګنله کيږي؛ لکه چې وايی:
دمومندو جوهر خانې لره دې راشي
که څوک
غواړي ښه لعلونه يمني
د حميد بابا د
دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي، چې عبدالحميد
د خپل مهال مروجه علوم لوستي ؤ او په خپل وخت کې
په ملا عبدالحميد نوماند (مشهور) ؤ، د ا خبره، چې
دی ملا ؤ د ده د ځينو آثارو د خطي نسخو په پای کې
ليدل کيږي. (۱)
په پارسي، عربي او حتا د
هندي ژبې په ځينو لهجو پوهېده. همدا ډول د حميد
بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني
څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸
لمريز
–
۱۹۵۹
زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګنې حميد مومند تر
(۱۱۴۵)
ه ق پورې ژوندی ؤ او يا دبلومهارت پر ژبه په همدغه
کال مړ دی، خو د حميد بابا د شرعة الاسلام په
پيداکېدو سره دغه ګروهه (عقيده) واوښته او تر (۱۱۴۸)
پورې يې ژوند يقيني شو، ښايي تر (۱۱۵۰)
پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه
ده خرګنده، خو دا ښکاره ده، چې مزار يې د ماشوګګر
په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنګ د خوړ
پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲)
رفيع الله ستانګزی
کابل نوی ښار
|