|
ددعــــاشريــــــفي فضيلتونه زموږ او ستاسو ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) ددي مبارکي دعا په اړه فرمايلی دي : څوک چي دغه دعا يووار په هديره کي ووايي، نو الله (جله جلا له) به ورڅخه دپنځه ويشت زرو کالو عذاب ځيني پورته کړي . که ئې دوه واره ووايي، نو الله (جله جلا له) به ورڅخه دڅلوېښتو زرو کالو عذاب ځيني پورته کړي . که ئې دجمعې په شپه درې واره ووايي، نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) به په خوب وويني . که ئې شل واره ووايي، نو سترذات الله (جله جلا له)به په خوب وويني . که ئې دمور او پلار پر قبر ووايي، نو ددوي حق به ور ادا کړي . که ئې شل واره دلمرختلو په وخت کي ووايي، نو دڅلوېښتو حجونو ثواب به يې په برخه سي. که چاته څه مشکل وي، نو دوه رکعته دشکرانې لمونځ دي وکړي، ثواب دي ئې درسول الله (صلی الله عليه وسلم)وپاک روح ته وروبخښي، دغه دعا دي ووايي او خپل حاجت دي دالله پاک (جله جلا له) څخه وغواړي . انشأالله حاجت به يې پوره سي.
|
