ليكنـــــــــــــــــــې

 

کریمه نعیمی

د يوه اولاد روزنه د يوه ښار ابادول دي

زموږ په  کلتور کي د ماشومانو وهل او تکول هغه بېهوده او ناوړه حرکت دﺉ ،  چي د یوه ارثی  ناروغی   په بڼه دیوه نسل څخه و بل ته انتفال سوی د. که چیري هر یو خپله دځان  دهغه معصومه دوره را په یاد کړو نو هغه به کم د موري زوی وي چي د پلار، مور، ښوونکي اویا هم د ملا صاحب د وهلو او ټکولو څخه روغ رمټ وتلی وي، او یا هم د نوموړو وګړو د لاسه یې لښتي د کوچنیو لاسونو پر شا اومخ باندی نه وی لګیدلي؟  زموږ په بیچاره هیواد کي د ګوليو ،راکټونو، بمونو تر باران لاندي ژوند کول بس ندي ؟ چي خوار او  بې وسه  ، غریب او په نس وږی ماشومان ترڅپېړو ، سوکانو او  لغتو تر وارونو ه  لاندي هم  کیږی،  او یاهم د کورني کار د نکولو په جرم محترم ښوونکي صاحب ته د وهلو په ليکه کي ولاړ  وي؟ او د لښتو تر خوړرولو ورسته یې توښونه  تر وړو نازکو لاسونو ولاړیږي .

 

یو ښوونکی که چیري  ټولګي ته د یوه فعال درسي پلان سره یو ځاي داخل سي نو خپل زده کوونکي داسي مصروفه ساتلای سي چي دلښتي و ایښوولو ته اړتيا نه پیدا کیږي، خو که د تختې پر مخ یو څه ولیکي او زدکوونکو ته د لیکو امر ورکړي او خپله بیا دهغه وخت د صنف په دروازه  کي د بل همکار سره پر مجلس را واچوي نو واضيح خبره ده چي یوه لښته د ډبولو لپاره په کار ده، ځکه د زده کوونکو  د پو هي سویه یا استعداد حتماًیو دبله فرق کوي او هر هغه شاګرد چي وختي ځان فارغه کړي د څنګ ملګري چیغوي.  

د ښوونګی د وهلو څخه چي راخلاص سي بیا نو د اد
ې او با با لښتي ورته ګوری.

 

مور، چي واقعا د ډیرلوړ مقام لوړتوب لري ، خو دا مقام به هغه چاته ورکړو چي خپل اولاد یې ډبولی نه وي او یا یې هم د بل چا خروښ نه وي ځني کښلی. د خسرګنۍ سره مشترګ  ژوند د ځانه سره یو شمیر کورني مسایل را منځ ته کوي او د کور د کار څخه ستړې او ستومانه مور د اولاد سره د دلایلو وخت او هغو ته د قناعت ورکولو حوصله نلري . په نتیجه کي یې بي اختیاره لاس پر هغه اولاد پورته کیږي کم چي خدای ته یې د درلودلو شکر ادا کوي او په هره دعا کي یې د ښه ژوند خواست کوي. او څه وخت چي یې اولاد په خواږه خوب بیده سي بیا يي  نوعقل سرته راسي او دا یې ارمان وي چي ولي  یې حق نا حق دی خوار وډباوه،  حال دا چي ګناه یې هم نه وه.  په داسي حال کي به ځان یا بل ته ښراوي کول څه ګټه ورسوي.

پر دې مځکه ژوند کول اسانه خبره نده په تېره بیا که یوه مور وي او په افغانستان کي ژوند کوي.  زه دا نه وایم چي د هر چا شرایط بېل ندي او نه هم دا وایم چي موږ په نړۍ کي تر ټولو بختور ملت یو زه دا وایم چي د لاس د پورته کولو تر مخه یو ځلی بیا فکر وکړي چي آیا نن زما اولاد داسي سخت جرم کړي چي زه یې  وډبوم او یا هم دا ټوله زه یم، چي د خپلو اولاد و خبرو ته غوږ نه ایږدم او دهغه لنډه او اسانه لار خپلوم او خپل اولاد روحي شکنجه کوم.

وهل نه یوازی ماشوم سپین سترګی کوي بلکه د هغه پر اینده ژوند ډیر عمیق او منفي اثر پریږدي .

 

ښه، اوس به نو ویوونکي په دي فکر وي چي دا ټول نصیحتونه او بیانونه خو موږ ته هم معلوم دي نو اوس چاره څه ده؟ او څنګه کولای سو چي یو کوچنی خپلی غلطی ته متوجه کړو پرته له دی چي وهل او ډبول ورکړو؟

ځيني میندي او پلارونه په طبیعي ډول دا استعداد لري چي خپل اولاد ته قناعت ورکړي او يا یې هم خبري ته ښه غوږ کښیږدی ، او هره مسله چي وي په ارامه یی ور حل کړي.  د دهغه شمیر میندو د تجربواو طریقو نه  باید کار واخستل سي،او د هغو سره په دې باره کي خبري وسي .  وایي پوښتنه کول عیب ندﺉ  ، خو نه پوهیدل عیب دﺉ. په ښه پوښتنه باندي د هیڅ یو اجتماعي موقف په خطر کي ندي او نه هم د ترازو یوه پله درنه او بله سپکیږي.

تر دی ورسته نو د پلار وظیفه داده چي د خپل
ي میرمني خبره پر مځکه وانه چوي اوپه پوره همت سره یی د فیصلي تر شا ودریږی.  که چیري په کمه خبر کي یي نظر فرق کوي نو باید هغه انتقاد یا پیشنهاد د اولاد نو مخته تر سره نسي بلکه باید ورسته خبري پر وکړي.

 

په اوسنی شریطو کي موږ  اوتاسو نسو کولای چي د یوه ځاي تربیوي سیسټم دي  په بل ځاي  کي تطبیق کړو او یا دي یو بل ته  دخپلو نظریاتو نسخه ورکړو اویا هم د نورو پر زیار او زحمت باندي   سور خط کش کړو ، ځکه د هر ځای شرایط فرق کوي، او د هر چا د کور او د اوسیدولو چاپېريال هم باید په نظر کي ونیول سي.

یوشمیر کوچنیان که چيری سره یوځای په
لوبو بوخت سي نو جنګونه هم منځ ته راځي. که چيري مخکي له مخکي داسي ورته وویل سي چي:٫٫ هلکو په تاسي کي مشر څوک دﺉ؟ که مو چیري جنګونه یا اوازنه وختل نو مشر ملامت دي.٬٬که دا خبره ورته وکړی نو به دوی حیرانه پا ته وي چي دا نوي قانون د کمه ځایه راغلی؟ خو باور وکړی چي نتیجه ورکوي.

بل دا چي ښورانده او شوخ کوچنی کولاسي د ۵ یا ۱۰ دقیقو لپاره خپل و څنګ ته کښېنوي چي،  ٫٫ هلکه یا نجلۍ !  دا دي سزا ده، هیڅ به هم نه کوي او څنګ ته به مي ناست یا ناسته  یی.٬٬
تر وهلو دهغه
۵ یا ۱۰ دقيقو ارام کښینستل ډېره تاثیر کوي.( دا هغه سزا ده چي موږ ته به  په وړکتوب کي مرحوم نیکه (محمد انور  نومیالی  ) د (سنګګ )  تر نامه لاندي  راکوله. هغه به ویل چي: ٫٫ که مو شوخي کوله بیا مو سنګکوم. ٬٬ مطلب دا چي د یوې ډبري شکل به نیسی او آرام به پر ځای ناست یاست چي ۱۰ دقیقی مو پوره سي  .  هغه د وخت ډیر پابند و، او دا ښه ورته معلومه وه چي موږ به  ساعت ته هره دقیقه کتل نو خپله به یې د وخت د پوره کیدو سره سم سنګګ مات کړ.

کوچینان ډېر په زړه پاک وي. که چيري څوک درواغ ورته و نه وایي نو دوي دهغه کس خبره ژر منللای سي، نسبتا و هغه کس ته چي غولوی یې. ښه مثل یې بیا هم مرحوم استاد نوميال  دﺉ.  موږ خپله بل تر هر چا د هغه خبره منله او زړه ته مو اچوله. که هغه به یو وعده راسره (وکړه)، هغه وعده به پر ځای کیده.
هر هغه  ښوونکی یا د مسجد ملا چی خپل زده کوونکو  ته فیزیکی جزا ورکوي ، هغه نه د خداي په لار خبر دي او نه د رسول، بله ډیره مهه خبره داده چي زموږ په مقدس دین اسلام کی که د وهلو ممانعت سوي دي نو هغه  د یو شمیر دلایولو پر اساس چي د نن ورځي علم او ساینس یی په ثبوت رسوي، او که دوی د دینی علم  څخه پوره خبر نوی نو اوضع خبره ده چي خپل دهغه ناوړه حرکت ته ادامه ورکوي، د علم پوهنه باید په پوره حوصله او مینه تر سره سی، هر ښوونګی باید خپله پوهه د خپل علمی مهارت او تجربی پر اساس و یوه زده کوونکی ته انتقال کړي نه د سوټی په زور چي د زده کوونکی زړه د عمر عبد لپاره د علم او تعلیم څخه ور تور کړي.

لنډه  یې دا چي د ماشومانو وهل ، ټکول او زورول نه یوازی  دوی نور هم سپین سترګي کوي بلکه دوی ته د کور څخه د تښتي فکر پیدا کوي او د عقدې ډک رالویږي، یا خو ډیر ظالم او یا هم ډیره بې زړه شخص ځني جوړیږي.   

 نو را ځی چي ټوله  دهغه  ناوړه او غیر انساني حرکت پرېږدو او و خپلو ماشومانو ته هغه وړکتوب ور په برخه کړو کم چي دوی يې مستحق دي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com