|
د محمد طاهر كاڼي څېړنه
چنګېز ايتماتوف " ادب په عربي ژبه ښېګړې ، كياست ، د ژبې او زړه ظرافت او ذكاوت ته وايي ، چې ظرافت او حسن تناول يې لنډ لغوي تعريف دى. ادب په اصطلاح كې هغه پوهنه يا ښه رياضت دى ، چې سړى د هغه په وسيله يو فضيلت او يوه ښېګړه له ښېګړو څخه مومي ، يا له تېروتنو او خطاوو څخه ژغورل كيږي." (۱) " ادبيات د يوه ولس ، سيمې او يا ټول بشريت د خطي او چاپي اثارو ټولګه ده." (۲) هغه ادبيات چې د يوې سيمې يا لويې وچې په اډانه كې راپنځېدلي وي او د ځينو ځانګړتياوو له مخې يو بل ته سره نږدې وي ، د هماغو سيمه ييزو ادبياتو په نامه هم ياديږي. لكه ، ختيځ ادبيات ، لوېديځ ادبيات ، اروپايي ادبيات او يا هم نړيوال ادبيات. له نړيوالو ادبياتو نه موخه د نړۍ د ټولو ولسونو د ادبي ( نظم ، نثر ، ډرام ) اثارو ټولګه ده. د هر ولس په تاريخي بهير كې ټولې ادبي ، هنري پنځونې له هر څه لومړى د هماغه ولس ملي ادبيات دي او د هماغه ولس لوى او اوڅار ليكوالان د خپل ادبي تاريخ روښانه او ځلاند څپركي جوړوي. ليكوال " چنګېز ايتماتوف " هم يو له دغسې ليكوالو څخه دى ، چې د قرغزي ادب يوه وتلې څېره ګڼل كيږي. د قرغزستان د اوڅار ليكوال "چنګېز ايتماتوف" ( ۱۹۲۸ زكال زوكړه ) په پنځونه ( خلاقيت ) كې دوې بنسټيزې عنعنې شتوالى لري ، چې هغه د قرغزستان ملي فلكلور او روسي ( كلاسيك او اوسني ) ادبيات دي. "چنګېز ايتماتوف" ليكي :" موږ په هنري پنځونه كې د "بيلينګويزم" ( ۳ ) ( دوه ژبېتوب ) تجربه لرو. دا تجربه ددې مانا لري ، چې په ادب كې تر ټولو سمه لار د دوو ژبو د پوهې يو ځاى كېدنه ده. زه خپل كتابونه په قرغزي او روسي ژبه ليكم؛ كه چيرې كتاب لومړى په قرغزي ژبه ليكل شوى وي ، زه هغه په روسي ژبه ژباړم ، همدا راز كه په روسي ليكل شوى وي ، نو يې په قرغزي ژباړم. له دغه دوه اړخيز كار څخه مې ډېر قناعت په برخه كيږي. زما په اند دا د ليكوال يو ډېر په زړه پورې دنننى كار دى ، چې د سبك بشپړتيا او د ژبې شتمنتيا رامنځته كوي." د قرغزستان ملي ليكوال او د ډېرو جايزو ګټونكى " چنګېز ايتماتوف " د قرغزستان د "شېكېر" په كلي كې زېږېدلى دى. په لومړي سر كې يې په كليوالي ښوونځي كې ، وروسته يې بيا د ولسوالۍ په ښاري ښوونځي كې زده كړې كولې. د ۱۹۴۳ ز جګړه ييز كال په دوبي كې ، كله چې په كلي كې نارينه بېخي لږ پاتې وو ، زلمى "ايتماتوف" د "شېكېر" د كليوالي شورا مشر شو. د ده لومړنى ناول "جميله " هم پر همدغه كال ليكل شوى دى. "چنګېز" وروسته په "جامبول" كې د زولوژۍ په تخنيكم كې ، ورپسې يې د قرغزستان د كرنې په انستيتوت كې زده كړې وكړې او دغه انستيتوت يې په ۱۹۵۳ ز كال كې پاى ته ورساوه. پلار يې دغه مهال د قرغزستان د ايالتي ګوندي كومېټې منشي و. د انستيتوت له پاى ته رسولو نه وروسته ، "ايتماتوف" د قرغزستان د څارويو د پوهنيز – څېړنيز انستيتوت په فارم كې كار كاوه. له ۱۹۵۲ ز كال نه راوروسته په سيمه ييزو ورځپاڼو او مجلو كې دده يو شمېر كيسې او داستانونه چاپيږي ، او له دې سره سم د ادبياتو نړۍ ته ننوزي. "ايتماتوف" روسي ژبې ته د قرغزي ليكوالو اثار ژباړي. له ۱۹۵۶ ز كال نه تر ۱۹۵۸ كاله نوموړى په ماسكو كې د "ماكسيم ګوركي" په نامه ادبياتو انستيتوت كې زده كړې كوي ، او په ۱۹۵۷ ز كال كې د شوروي اتحاد د ليكوالو د اتحاديې غړى كيږي. په ۱۹۵۸ ز كال د "نووي مير " په مجله كې د "ايتماتوف" د "جميلې" ناول چاپ شو ، چې د ليكوال په پنځونه كې يې لوى ځاى ونيو. پخپله "ايتماتوف" په دې اعتراف وكړ ، چې دغه ناول ته د "نوي مير" مجلې مسؤل چلوونكي "ا . تواردوفسكي" نوم وركړ. كله چې نوموړى ناول په اروپايي ژبو وژباړل شو ، نو ايټالوي ، فرانسي ، انګليسي لوستونكو په هغه كې د ځان لپاره په بشپړه توګه يو ناڅاپي څيز راوسپړه ، چې هغه د هغه ځانګړتيا، په زړه پورې عجيبه بشپړتيا، د هغه ژورې او نازكې ولولې وې. كه څه هم پخپله د ليكوال په هېواد قرغزستان كې دغه "زړوره سندره" د ټولو لوستونكو له خوا يو ډول درك نه شوه ( ليكوال د " جميلې " په ناول كې ختيځه ښځه زښته ډېره ازاده او خپلواكه ښودلې ده ) سربېره پر دې ، بيا هم پخپله د ليكوال لپاره دا ناول د ډېرو مفاهيمو له پلوه يو ځانګړى اثر و. په راوروسته كلونو كې "ايتماتوف" په ډاډمنتيا سره په ليكوالۍ كې د خپل قرغزستان سكالو په كار اچوي. له "جميلې" نه وروسته ليكوال د هغې نورې څېرې لټوي ، خو ټولې لټونې يې د " ګناه " په اډانې سره محدوديږي. ليكوال وړانديز كاوه ، چې ددې لاندينيو اثارو " زما چنارګى په سره دسمال كې" او "د اوښ سترګه" د كركټرانو خبرو ته يې غوږ ونيول شي. په ۱۹۶۳ ز كال كې ليكوال د "مورني ټاټوبي" په نامه ناول وليكه ، چې په ارګانيكي ډول پكې ټوليز قانون او د ژوند واقعيت يو ځاى شوي وو. په هماغه كال كې د ليكوال يو بل ناول "لومړنى ښوونكى" هم چاپ شو ، خو دغه ټول اثار دده لپاره په لوى نثر باندې له پيل كولو نه مخكينى پړاو ګڼل كېده. په ۱۹۶۶ ز كال كې د "ايتماتوف" نوى اثر " له ګلسارې سره خداى پاماني " چاپ شو. له اره ددغه ناول سكالو په يوه غونډله كې راټوله شوې ، چې د ټول اثر سوژه زېږوي:" خړ اس دده زړښت ته له غاښي ( كوتل ) نه ها خوا انتظار ايست ، او تنو باى دا مهال د ځوان ، سمند او يرغه اس سورلي كوله." دا د ختيځ د ظريف ، نازك فصاحت او وضاحت يواځينۍ ساده بېلګه نه ده ، دا له ګڼ شمېر بېلګو څه يوه بېلګه ده. دا د نثري شاعرانه ښكلا د منځ زړى دى ، د ټول بيان لپاره يو دى ، چې په سوژه ، سريزه ، او پاى باندې بدليږي. د "زړښت اس" وخته بياولاړ دى او اتل ته انتظار باسي ، لكه په ژوند باندې چې د انسان له پيل كېدو نه مخكې كومه پيلامه وي. دى هغه ته له غاښي نه ها خوا انتظار باسي ، او تنوباى ورو ورو دغه راتلونكي ، يانې زړښت ته ورځي. له دې سره يو ځاى ځوان ، سمند ، يرغه اس هم زړيږي ، په كمزوري او جاډنګ اس باندې بدليږي. "په زړه بګۍ كې زوړ سړى سپور ، بګۍ روانه وه. د ګلسارې سمند يرغه اس هم زوړ و ، ډېر زوړ..." له "غاښي نه ها خوا لار" داسې پيل كيږي ، هغه لار چې يو مهال يې د كركټرانو ، يانې اس او سپاره ورو ورو مزل نه مانه... نن ورځ هغوى زاړه شوي او خپلې وروستۍ پولې ته روان دي. د ايتماتوف د "سپينې كيشتۍ" ناول ، چې په ۱۹۷۰ ز كال كې چاپ شو ، له اره اتو بيوګرافيكي ناول دى. ليكوال پخپله اعتراف كوي چې ډېر پخوا يې غوښتل د هغه څه په باب كيسه وليكي ، "څه چې زموږ له خوا ميراث پاتې شوى او څه چې مو له لاسه وركړي دي." "سپينه كيشتۍ" يو ارمان دى ، چې يو كوچنى هلك هغې ته ، يانې خپل دغه ارمان ته په لامبو ورځي. "كوچنى هلك اوبو ته ورګډ شو. اوس نو كوچني هلك لامبل او نه ډارېده...هلك په دې باره كې فكر كاوه ، څومره به ښه وي چې په كب بدل شي ، چې وكولاى شي په سيند كې سپينې كيشتۍ ته ځان ورسوي..." په ناول كې د هلك مړينې ته پراخه مانا وركول كيږي. سوژه د حيرانتيا تر بريده ساده ده. كه چيرې يې كيسه وليكل شي ، په رښتيا سره هم كېداى شي په لسو مخونو كې ځاى شي ، لكه څرنګه چې په لومړي سر كې هم همدغسې په پام كې نيول شوې وه. كله چې پولې ته نږدې ګاوزې راغلې ، د هلك نيكه ، چې يو مهال يې خپل لمسي ته ويلي و، چې د ګاوزو وژل ګناه لري او اوبال دى ، پخپله يې د توپك په ګولۍ د "مارال" ګاوزه وويشته. دغې پېښې په ماشوم باندې دومره سخت اغېز وښند، چې سيند ته ولاړ او ځان يې په اوبو كې ډوب ( غرق ) كړ. ټوله سوژه همدا وه. "سپينه كيشتۍ" د جنايت او سزا په باره كې ځانګړى بيان دى. د "ايتماتوف" نور ناولونه "سپينې كيشتۍ" ته ورته نه دي. "سپينې كيشتۍ" پخپل ځان كې بېلابېل ادبي ډولونه ، ځېلونه ( ژانرونه ) ، لوري او سبكونه رانغښتي دي. هغه لكه د ختيځ بازار هر څه پكې شته ، څه چې دې زړه غواړي ، پكې موندل كيږي. بې له شكه د ليكوال بل برى دده د "فوديزيام ته ختل" له ډرامې سره تړلى دى. ددغې ډرامې سوژه ډېره ساده ده؛ داسې ښكاري چې د ډراماتيكي كار لپاره دا ډول سوژه ډېره نېستمنه وي. ددغه اثر ډراماتيكي بنسټ له څه شي نه جوړ شوى دى ؟ څلور كسه پخواني ټولګيوال د زيارت ( پنجشنبې ) په ماښام د مېلې كولو لپاره راټوليږي ، لږ لږ مشروب څښي او د يو بل په وړاندې پخپلو كړو اعتراف كوي؛ كره دا چې هر يو خپل ځان سپينوي ، خو هر يو پخپله پړه هم پوهيږي؛ د خپل پينځم ورك ملګري ، چې مېلې ته يې نه دى رابللى ، په وړاندې ځانونه پړه احساسوي. په دې ډول په "فوديزيام" كې صبور نشته ، خو اتلان يوازې دده په هكله فكر او خبرې كوي ، دده شعرونه لولي ، وروستى ليك ، چې دوى ته يې رالېږلى و ، لولي، په بله وينا د هغه په څرګندونو ، كلام او يادونو باندې د شاعر څېره جوړوي. زمينه او بنسټ شته ، خو د لوى يا مركزي كركتر ( پرسوناژ ) انځور نشته. لوى كركټر لا پخوا له صحنې نه وتلى دى ، ځكه خو په صحنو كې بې ډرامې ډرامه جوړيږي ، له رامنځته شوې تراژيدۍ نه وروسته تراژيدي ، چې موږ ونشو كولاى ويې وينو ، خو دلته يې په باره كې ډېر ويل كيږي. دغه څلور ټولګيوال هڅې كوي چې له تشو او زړه تورونكو خبرو نه ځانونه خلاص كړي ، هممهال ساتيري كوي ، له غره نه ډبرې راغورځوي ، له ډبرو نه يې يوه په يوه زړه ښځه لګيږي او وژل كيږي. د جنايت او خيانت پټ راز ليكوال د بل راز له لارې تشرېح كوي ، د بلې تصادفي وژنې له لارې. شك شتوالى لري ، خو كره او ښكاره زباد نشته. خبره داده چې پرسوناژونو ته په هر حال سزا وركول كيږي. څوك د حماقت ، څوك د حسادت ، څوك د كړاو ، د پښېمانۍ او توبې په سزا محكوميږي. د ليكوال "ايتماتوف" بل ناول " برګ سپى ، چې د سمندرګي پر غاړه يې منډې وهلې " داسې ښكارېده ، لكه د ليكوال د شل كلنې ادبي كارندتيا پايله اخيستنه چې پكې شوې وي. پخپله ليكوال ويلي دي : " تاريخ زموږ په وړاندې د انتخاب ډېر سخت او ظالم شرايط رامنځته كړل ، يانې "يا دا او يا دا". نن ورځ موږ ټول په يوه بېړۍ كې سپاره يو ، له بېړۍ نه د باندې بې پايه كيهاني لايتناهي توب دى. پرسوناژونه په يو سرحدي حالت كې دي. بېړۍ نړۍ ده. زه خپله دنده په دې كې وينم ، چې د كركټر اخلاقي بنسټ تر سخت ازمايښت لاندې راولم." "ايتماتوف" خپلو اثارو ته ډېر كره نومونه وركوي. اره موخه ، اره مانا په استعاره ( كنايه ) كې پټه ده ، لكه په وروستني ناول كې : "برګ سپى چې د سمندرګي پر غاړه يې منډې وهلې" د " اوبو او وچي جبهه"... ليكوال پخپل رومان " او پېړۍ پسې اوږديږي..." كې داسې ليكي : كله چې انسان د خپلې زمكې له پولې نه ووزي ، دا نو انسان ندى ، بلكې فرد "ايندېويد" دى او ټول بشريت له هغه سره يو ځاى د كيهان په لور ګام اخلي" ... په شوروي ادبياتو كې د ليكوال "ايتماتوف" د "پلاخا" ( كوندې ) رومان رامنځته كېدل يوه لويه پېښه وه. نوموړي رومان د بېلابېلو نظرياتو او نويو مباحثو څپه راوپاروله. د ليكوال "ايتماتوف" اثار په ټوله نړۍ كې په بېلابېلو ژبو ژباړل كيږي او چاپيږي. دده اثار له پخواني شوروي اتحاد او روسيې نه بهر د نړۍ په اويا (۷۰ ) ژبو ژباړل شوي او چاپ شوي دي. دا ددې مانا لري ، چې ددغه قرغزي ليكوال له پنځونې سره په نړۍ كې لوستونكي ډېره مينه لري. د "ايتماتوف" اثار د نباتاتو په شان دي ، چې په ټولو پراخو ، لوړو ، ژورو ، په لوېديځ ، ختيځ ، شمال او سويل كې راشنه كيږي او په هر ځاى كې د لوستونكو په زړونو كې غبرګون مومي. " د "چنګېز ايتماتوف" د "جميلې" ناول زموږ د هېواد تكړه ، زياركښ ژباړن او ليكوال اروا ښاد محمد نادر جلالي پښتو ته راژباړلى دى. (۴) په وروستيو كلونو كې "ايتماتوف" لږ ليكنه كوله ، نوموړي څه موده ديپلوماتيكي دنده لرله او په لوكزامبورګ كې د شوروي اتحاد سفير و ، خو اوس يې بيا په هغه څه پيل كړى ، چې دى يې له بل هر څه نه ښه كولاى شي ، او هغه هماغه ليكوالي ده. ليكوال "چنګېز ايتماتوف" اوسمهال په ماسكو كې ژوند كوي او پخپل نوي اثر " د مينې استازي" باندې كار كوي. (۵) اخځونه ۱. حبيبي ، پوهاند عبدالحى ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، لومړى او دوهم ټوك ، ۱۳۸۴ ل ، ۲۰۰۵ ز كال پېښور ټاپ ، ۱۱ مخ . ۲ . ى. ن . زاخارېنكه ، ل . ن . كامارووا ، اى . و . نېچاېوا. په روسي ژبه كې د بهرنيو نومونو نوى سيند ، ۲۰۰۶ ز كال ، ماسكو ټاپ ، ۳۶۰ مخ. ۳ . بيلينګوېزم د لاتيني ژبې له ( Lingua ) نه ، چې د ژبې په مانا دى ، اخيستل شوى. دلته ورسره د " بي " مختاړى او "يزم" وروستاړى يو ځاى شوى ، د بيلينګويزم په بڼه راغلى چې د دوه ژبېتوب مانا لري. په ټاكلي ټولنيز چاپېريال كې د دوو ژبو كارول ، له هغه شمېر نه په ادبياتو كې يا په دولت كې ، د بېلګې په توګه په كاناډا كې فرانسي- انګرېزي بيلينګوېزم. ى . ن . زاخارېنكه ، ل . ن . كامارووا ، اى . و . نېچاېوا. په روسي ژبه كې د بهرنيو نومونو نوى سيند ، ۱۰۰ مخ ، ۲۰۰۶ ز كال ، ماسكو ټاپ. ۴. هېوادمل ، زلمى ، د هېواد تكړه ، زياركښ ژباړن او ليكوال ارواښاد محمد نادر جلالي. لېمه مجله ، ۱۵ ګڼه ۱۸ مخ ، ۲۰۰۰ ز كال جون ، ماسكو ټاپ. ۵. ګ . پ . شالايووا ، ف . س . كاپيڅه ، و . پ . سيتنيكوف. هر څه د هر چا په هكله ،۱۲ ټوك ، ۶ – ۱۲ مخونه. ۱۹۹۹ ز كال ، ماسكو ټاپ. |