|
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه د زبرګې يا رجب د مياشتې ١٣ نېټه د خداے پاک د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) له پاکو اهلبېتو څخه د اول امام، امام الاولياء والاوصياء، امام المتقين، اميرالمومنين حضر علی (ع) د زوکړې د جشن په موقع د نړۍ ټولو پتياليو، ننګياليو، ازادی غوښتونکو او حق پرستو انسانانو په خاصه توګه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکی وړاندې کوو او په دې موقع د اسلام او مسلمانانو د سر لوړۍ او د هغوی د يووالی او بېدارۍ په دعا سره د خوشحال بابا دا کلام وړاندې کوو:
کــــــه پکار دی وی د خــــداى پېژندګلوی پــــــېروی د محـــمـــــــــد کــــــــــړه د علــــی کوم ايت چې بــــــه راتۀ پاسه لـــه عــــرشه لا پـــــه عـــــرش به يـــــې علـــــی ؤ متلـــــی محمـــــد چې هغه راز يې په معـــراج کړو يــــــکايــــــک ؤ د علـــــــی وتـــــــه جـــلـــی پـــــــــه محــــــشر به هغه تور مخونه پاڅی چــــې يې نـــــه دی تـــورې خـــــاورې د تلی محمـــــد علــــی چې دوه وينې پـــه سترګو په دا کار کښې احــــولـــــی ده احـــــولــــی د زړۀ زنګ په بل صېقل نـــه لــــرې کيږی پــــــه دوستـــــۍ يـــــې د علی ده مصقلی که دا هومره ويل کا ورته روخصت دے محمــــــــد دے پېغمـــــبر علــــــی ولـــــی د علـی د آل دوستی د ايمـــــــان زړۀ دے څــــــوک دې شک په زړۀ په دا نه راولـــی د علــــــی د آل پـــــه مدح کښې جنت دے د خوشحال خټـــــک پــــــه دا ده تسلــــــی له طرفه: اهلبېت پښتو اکېډيمی پوسټ بکس ٣٤٦ پېښور کوزه پښتونخوا |
