|
تل افغان
په هر څه كې
ننداره
دهغه مخ كړم ستر خوشال خان خټك د روسيې د داغستان جمهوريت د کيزليار په سيمه كې د نهه مياشتني علي يعقوبوف نومي يو ماشوم پر ځان د قرآن كريم مبارك آيتونه را څرگنديږي او بيا بېرته له منځه ځي او پر ځاى يې نور آيتونه راپيدا كيږي .
د علي يعقوبوف پر بدن له زېږېدو وروسته دغه آيتونه څرگند شوي وو خو مو ر وپلار يې چاته د نه ويلو سلا كړې وه . كله چې يې د كوچني پر بدن دا ليكنه ولوسته چې(( زما وينا خلكو ته وښايه ! )) نو دوى هم لومړى د خپل كلي د جومات امام او وروسته نور خلك له دغې معجزې خبر كړل .
علي د دغې كورنۍ دوهم ماشوم دى ، له ده څخه په مشرې خور يې څه نه دي ليدل شوي .
د دغه ماشوم مور مدينه يعقوبووا وايي چې په لومړي سر كې پر كوچني تورې رټې پيدا شوې چې په ورو ورو رټې لېرې او د ((الله)) په كلمه بدلې شوې . هغه وايي دغه ليكنې (مبارك آيتونه) د جمعې او دوشنبې په ورځو د كوچني د بدن پر بېلابېلو برخو (لاسونو ، پښو ، نس ، سر او نورو برخو) راخيږي ، په دې مهال د كوچني تبه تر 40°C پورې لوړيږي ، ډېر په عذاب او ناارامه وي، په غيږ كې نيول يې هم ستونزمن وي ، په دغه شپه تر سهاره خوب نه كوي ، درې ورځې دغه ليكې دوام مومي ، اوبيا وروسته په نورو آيتونو بدليږي.
د دغه ځاى د لومړنيو طبي مرستو يوه نرسه سيده رسولوا وايي (( د طب له نظره يې زه نه شم ويلاى چې دا څه دي خو مور يې وايي چې د تبې پر مهال دغه ليكنې يې پر بدن راخيږي .)) د داغستان د مسلمانانو د ديني ادارې مشر د پېښې له تشريح ډډه كوي او وايي زه هم د نورو په څېر دغې پېښې حيران كړى يم .
خو د دغه سيمې د جومات امام عبدالله وايي : (( په كتابو كې راغلي دي چې قيامت ته په نږدې مهال دغه راز ليكنې او نښې نښانې ان د انسان پر بدن هم راځي او دا هر څه د الله تعالى له لوري دي .)) دغه خبر د روسيې د پينځم تلويزيوني كانال له لارې د دې كرښې په كليك لوستلاى شئ : |




