ليكنـــــــــــــــــــې

 

    
پوهاند دوکتور م
.ا. زيار
 اکسفورډ، ١٥-٢-١٠     

... او اجمل خټک هم
له خپل اند و  ژوند سره مخه ښه وکړه

هغه د هند د نيمې وچې او پښتونخوا د ستر ازاديپال او سمونوال پاچاخان(عبد الغفار خان) د سياسي- فرهنګي خدايي خدمتګار غورځنګ تر سيوري لاندې له ادب اوسياست سره غاړه غړۍ را لوی شو او تر پايه يې همدغه لاره روده پسې واخېسته. جېلونه او جلاوطنۍ(تبعيدونه) يې وګالل.

څه  کم شل کاله يې په افغانستان کې تېر کړل چې په ترځ کې يې له هماغه غورځنګه د را زېږېدلي((ملي عوامي ملي پارټۍ)) استازي هم پر غاړه درلوده او له بيرته ستنېدو سره يې په ګوندي چاروکې په کارنده برخه اخېستنه، د عمومي منشي تر پوړۍ ورسېد. په وروستيو کلونو کې چې د ګوند له خوايې سنا(سېنټ) ته لار وموندله، دسراسري پاکستان سياسي  ډګر ته هم ورګډ شو او لا ښه ترا وځلېد.

په اردو او انګرېزي ادب کې يې څه په سوبانه(حضوري) او څه ناسوبانه(غيابي) توګه د ماسټرۍ انډول هومره زده کړې ترسره کړې. په دې مانا چې زياتره به په زندان کې اړوند پوهنتوني لوستوکي لوستل او تر تيارۍ وروسته به ورته له زنځير و زولنو سره د ازموينې لپاره د ورتګ اجازه ورکول کېده. وروستی ځل ورته هم د پارسي ادب د((فاضلۍ)) د دفاع لپاره له مچ جېله د

 پېښور تر پوهنتونه په زولنو کې اجازه ورکړشوې وه.

]داکيسه پر ١٣٨٣ل کال د سوېلي پښتونخوا ازاديپال مشر خان محمد ايوب خان اڅکزي په کابل کې هغه مهال د دوه هېوادو د سياسي پرتلې په توګه کړې وه چې داود خان په يوه تور حسن خان مومندله درست بال بچ  سره کابل ته زنځير و زولانه راوست، تر دولس- ديارلس کلنو پورته يې ورسره په زندان کې واچول او تر هغو کشران يې له ښوونځيو را وکښل او له ميندو او خويندو سره يې يوځای په کورکې زنداني کړل.[

 نوميالي فرهنګيال او سياستوال خټک په زده کړو ژبو مرکې او ويناوې کولې، خو شاعري يې يو مخيزه يوازې په خپله مورنۍ ژبه وه، او د ليکوال په توګه يې د ګڼو پښتو اثارو تر څنک نورو ته د پښتو شعروادب د ورپېژندنې په موخه دوه اثره په اردو هم کښلي او خپاره کړي دي.

ارواښاد اجمل خټک له دې سره سره د صنوبرحسين((کاکاجي)) په پليونۍ داوسني پښتو شعر د يوه مخکښ، ژمن او انقلابي شاعر او ليکوال په توګه د شعر وادب لمن د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پرې نه ښووه. په دې لړ کې يې يو ګڼ شمېر ادبي ليکنې او شعري ټولګې په پېښوراوکابل کې څو څو ځله پرچاپ ورسېدې او د لر بر ځوان کهول لپاره  يې مخبېلګه کړې.

 په پای کې  هم زموږ انقلابي شاعر او سياستوال، تر هغې له مخه چې تر خپلې پېنځه اتيايمې زېږ کاليزې ورسي، له  وياړلي اند و ژوند سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او د خپل ورنيکه تر څنګ يې په توره او سړه سمخه ګورنډه کې واړول.

 اروايې ښاده او ياد يې تلتاند و تلپاتې!

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com