ليكنـــــــــــــــــــې

 

ستاسې له  يادونو منــنـه

راته وايئ   زاړه مه رايا دوه
دې  زړو پسې  دې زړه ولې تړلی
که رښتيا ووايم نوو کې خوند نشته
 
ځکه زړه مې  په  زړو  پسې  تړلی

 ډېر  خوږ   ورور  د  تل افغان وېب پا ڼې  مخکښ چلونکي    ډاکتر  ج . س  ته سلا م !

 برياوې دې په برخه ، ډېرمې يادېږئ خو ستا سې په څنګ کې ستا سې دځوا نا نوپه ډله کې   د ستر ګو په  تور  پسې مې زړه  اوبه شو ، چې کا ل شو ،  دوه ، درې  او تر نن دا دی اوه پوره شو ،  نه مې وليد او نه مې د هغه  خوږه خندا   واورېده او نه  مې دهغه د خوښې  تل افغا ن پاڼه کې د هغه عکس او شعر تر ستر ګو شو  .  يوازې د  هر کال   د جولای د ميا شتې په وروستۍ اونۍ کې ستا سې او دنوروخوږودوستانو په پاڼوکې دهغه خواږه يا دونه په نه هېرېدونکې مينې را يا دوئ ستاسې  دې عمر ډېراو په قلم مو برکتو نه شه چې خپل ګران  تللی  ، مساپر  او  لا روی ملګری  نه هېر وئ خوبا ور وکړئ چې  زه خو د هغه په  تشو يادو نو دخپل سوري  زړه ټپونه   نه شم رغولای ځکه چې  زښت ډېر   مې  ياديږي او نا روغه زړه مې غواړي چې   کا ش  هغه بيا ووينم اوپه  خپله توده غيږ اونا ارامه  بې زړه خا لي  ګو ګل پورې يې  ټينګ و نيسم اوپه چيغو چيغو  ورته  وژاړم د سرنه تر پښويې  ښکل کړم،په خپل  ژړا ند  او لړزاند غږ  يې  وپوښتم چې : (( د  ستر ګو توره   د  زړه سره  !  له تا   لوګی شم  !  ته  چېرې لاړې؟د پرديسۍ بې خونده شپې او  ورځې  خو به دې  خبرېدم چې  د مسا پرو  همزولو ځوانانو   سره په خوږو بنډارونو ، ټوکو ټکا لو  او  په مشاعروتېرولې،اوس چېرې ورځينې  تللی يې؟   زه  خبرېږم  چې  د ملګرو دې   خندا ګانې  په  شونډو  وچې  شوې دي   ، راشه !  يو ځل  بيا ورته راشه ، خپل نوی  شعر   په خپله خوږه ژبه   خپلو  همزولو او ځوانا نو ته  په بنډارکې  ووايه ، په  تل افغان وېب پاڼه کې  به  نور   ډېر  ستا د شعر مينه وال تنده وربا ندې ما ته کړي . زما سره خو ستا ډېرې ليکنې،  شعرونه او ياداښتو نه شته  ، خو زه  نه  شا عر يم  او نه لیکوال چې ستا  درنو مينه والو ته يې  ډالۍ کړم  . کال و سر مې  په ژړا درپسې تېر شي ستا کاغذونو ته زړه نه شم نيولای ،  ټول ځان مې بې واکه شي ګوتې مې لړزيږې ، قلم مې له لاسه لويږي  اوکاغذونه مې په اوښکو لانده شي .  تر  اوسه  مې په  وس  پوره نه شو چې ستا څه راټول کړم  ، خپله ته مې ډېر يادېږې ،  په ليدو پسې دې  په غبرګو   ړوند شوم  ، چورلټ ليونی شوی  يم ،   نه خپل ځان او نه ستا خواږه همزولي ځوانان او دوستان پاللی شم .  په زوياجانې خور او سنباد  دې شابس او زر آفرينه وي   ،  ډېر تکړه وو چې ستا ((د خيال څپې)) يې ډېرې  ژر  راټولې کړې  او نـن ستا خواږه ملګري  ، همزولي او  دوستان ستا د تلپاتې ځوانۍ خيالونه د خپلو ځوانيو په نازولو شاعرانه خيالونو سره نازوي  او ستا  نه هېرېدونکی   ياد ورباندې تازه ساتي!  ))

ډاکتر جانه!  ته خو به  پوه شوی يې  چې زه څوک دريادوم؟

هغه چې ما به ورته  له نازه  ((خال))  وايه او هغه به راته پلار جان وايه  ، خالد يادوم چې ډېر زيات مې ياديږي .

ورک مه شئ!

په درنښت
پوهنمل بارګامی
  ۲۸ـ۷ـ۲۰۱۱

 

*****************************

((   بيا  سينه کې ستا يادونه په چپو دي
بيا د سترګو سېلابونه په خت
ــــــــــــو دي
بوراګانو  د سپرلو لمن
ـــــــــــې نيـــــــسئ
د ګلونو قافلې ګنې په تل
ــــــــــــــــو دي ))

محمد اعظم اعظم

 

زما همزولي  او د خندا ګانو  انډيوال  ،(( خال ))   ته سترګې  په لار بارګامی  استاده !
سلامونه او درناوی مې ومنئ ، جوړ اوسئ !

 که مې هغه څه چې اوس يې ليکم ، نهه  کاله پخوا ليکلي وای  نو  تاسې  او ستاسې  د پېر  مشرانو  ورونو  به  خامخا  په    دې   تورنولم    چې    ليکنه  دې  د  زړه   ريښتونی غږ   نه  بلکې  هسې د يو خيال  او   احساس  انځورول  دي  ،  خو  اوس چې  شکر   پخپله  هم   پلار  يم   او   د اولاد     يوې  ناڅيزې   ناجوړۍ  ته   هم  ځان د ټينګې  نه ګڼم  ،  نو زه  به څرنګه تاسې ته  وليکلای شم چې  خير دی خير دی  ،  آشنا  هېر کړه ؟

خو :

تاسې  پوهېږئ   او په  دې  مو کله هم فکر کړی دی چې  ښکلی خالد تاسې چېرې  او  کومې  دنيا ته رابولئ  ؟  هغه  خو  له  هغو  بدرنګيو سترګې  پټې کړې    او   لاړ  ، چې  نن  زموږ     د  ژوند په   ټول چاپېريال  حکومت کوي  ، هغه  خو  په  ښکلا  مين  و ، ښکلی   ژوند يې  خوښ  و  ، خو چې  د  ژوند  بدرنګه څېره يې وليده،  نو   په  ښکلا  پسې  وکوچېد!

نه   نه   هغه  بدرنګۍ   ته مه راغواړه  ،  هغه پرېږده  چې   هلته د خوشال په توره   ووياړي  ، د رحمن نصيحت ته غوږ   شي  ، د حميد غزلې زمزمه کړي  ،  له  غني  او حمزه  سره  ((سرخپوشه )) د باچا خان   د  دېرې  مېلمه شي ، هغه  پرېږده چې  له ننګيال  او  اسمايي  سره   يو  ځای  د  نوي مېلمه  (ميوند)  هرکلي  ته  ودريږي  !

ډېر  ژر  به  موږ   ټول   دهغه (ج)  په لور  روان يو   .

ستا  به  باور  را  نه  شي   استاده !   همدا تېره شپه  ورغلی  وم، بېرته راغلم ،((خال))  هلته ښه دی،هلته  خوښ دی،خپلې  خوښۍ  ته يې پرېږده،دلته  يې مه راغواړه  !

له لېرې  دې  د سترګو اوښکې  دروچوم .

 ستاسې  ډاکتر   ج . س
مسکو ــ روسيه
 28.07.2011

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com