|
راشئ د ښايست گــــلاب په څڼو كې وروټومبو!
يــــو وړانـديـــــــــــــــز
درانه لوستونكي به خبر وي چې د
روان
۲۰۰۵ زيږديز كال د اگست په نهمه نيټه د نړۍ د كمپيوټر د پروگرام جوړولو
تر ټولو سترې
موسسې
Microsoft
پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره چليز
سيستم Windows
ته ورزياته كړه او د Windows
XP Service Pack 2
لپاره يې نوى ــ بشپړوونكى فايل
(
Update file)
د انتر نټ د نړيوال جال له لارې مينه والو ته وړاندې كړ او
د دغه موسسې راتلونكي چليز سيستم
(Windows vista)
كې به هم شته (موجوده) وي .
د نوموړې خوښۍ خبر
تل
افغان وېبپاڼې په خپل وخت او چټكۍ خپور او تر وسه يې د ډيري نورو پښتو
وېبپاڼو وېبواكمنان ، نور افغان روڼ اندي او د نظر خاوندان په دغه خوښۍ كې
شريك كړل چې ډېرو دوستانو بيا د برېښناليكونو او ټيليفونونو له لارې د خوښۍ
او نېكو هيلو په څرگندولو ونازولو .
د
دې لپاره چې د دغې ورځې دخوښۍ ياد تلپاتى وي او هم د
دې لپاره چې د نورو پروگرامونو د پښتو كولو لپاره كمپيوټرپوهان
وهڅول شي ، د دوۍ د نوښتونو قدر او درناوى وشي او دغه
راز هڅې يې دوام ومومي تر څو پښتو د
كمپيوټر پروگرامونو لپاره ((اشنا)) ژبه وگرځي ،
د كار د ټولو ( محاسبې، انجنيرۍ ، طب ، قاموسونو ، ډيزاين ، چاپ او
نورو ) ساحو لپاره مستقل پر مختللي او نوي پروگرامونه
جوړ كړي ، د ښكلي چاپ لپاره بېلابېلو پروگرامونو ته
نورې ښكلې ليكبڼې
(Fonts) جوړې
كړي ؛ وموپتيله او همدارنگه د ډېرو حقدارو مشرانو مشوره هم دا وه چې د
اگست د مياشت نهمه نيټه د ((پښتو كمپيوټر )) يا ((
پښتو
وينډوز )) نومونې په اړوند تاسې درنو لوستونكو ته وړانديز وكړو تر څو ستاسې
د رضايت او خوښۍ په صورت كې په دولتي كچه دغه ورځ ( د اگست نهمه ) په
((پښتو كمپيوټر )) يا ((
پښتو
وينډوز )) ونومول شي .
پدې اړوند ستاسې هر ډول ( تائيــــدي ، مخــالف او بشپـــړوونــــكـي )
نظر ته سترگې په لار يو .
خپل نظر په لاندينۍ پتې د برېښناليك
له لارې رالېږلاى او يا هم د
ټيليفون او فكس له لارې شريكولاى شئ .
ډاكتر جمشېد سمون
برېښناليك :
j_samoonmd@hotmail.com
ټيليفـــــــون :
007-095-2476278 Ext.40630
فكــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــس :
007-095-3183454
د لاسي گرځنده
ټيليفون نومره:
007-9265976931
په پښتنــــــــــــې مينـــې او در نښــــت
د
تـــــــل افغـــان وېبـــــپاڼې اداره
۲۰ - ۸- ۲۰۰۵ |